Mar 04, 2021 12:12 Asia/Kabul
  • امریکا د چین په ضد ترټولو ستر ګواښ دی

د جوزف بایډن واک ته په رسیدا سره د بیجینګ په نسبت د و اشنګټن د کړچار د بدلیدا د احتمال په اړه له ځينو ګمانونو او خیالاتو سره سره ، د چین په باب دبایډن د کومت دځينو چارواکو ورستیو کرغیړنو څرګندونو ښودلې ده ، دوي هم هماغه د ټرمپ په مشرۍ د مخکیني ترینګلي حکومت ځپونکي سیاستونه تعقیبوي .

فارس خبری آژانس  راپور ورکړی، د چین ولسمشرشي چین پینګ  نن په یولړ څرګندونو کې  زیاته کړې ده ، امریکا په نننۍ نړۍ کې  داړۍ ګړۍ سرچینه  او ددغه هیواد امنیت او پراختیا په ضد تر ټولوسترګواښ دی .

 له دې مخکې   د اینډوپاکم  په نامې په آرام سمندر او هند سیمې کې دامریکا دپوځي ځواک قوماندان  جنرال ایډم  فیلیپ ډيویډسن  د چین په وړاندې د امریکا دمخه نیونې  دزیاتیدا  غوښتنه کړې وه .

 داپه داسې حال کې دي ، چې   د امریکا او چین ترمینځ  تاؤتریخوالي ، د سټراټژيک  او جیو پولیټيک  او تجارتي او اقتصادي موضوعګانو پشمول په ډيرو مسئلو   کې پراخ او د چین په جنوبی او ختیځي سمندري حدودو کې دمځکنیو اختلافاتو او د تائيوان او هنګ کنګ  په څير په چارو کې د واشنګټن د دوامدارو ګوت وهنو   سره لازیات شوي دي .

ټیګونه