Mar 04, 2021 13:50 Asia/Kabul
  • د زیاتره دباؤ سیاست یوازې د امریکا د منزوي کیدالامل شوی

دجوزف بایډن حکومت چې له دې مخکې ئې جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته دبیرته ستنیدا او د ایران په ضد دغیرقانوني بندیزونو دلغوه کولو ژمنه مطرح کړې وه،سپينې ماڼۍ ته په ورتلوسره ئې دغه اقدام دایران دژمنتیاؤ له اجرا سره مشروط کړی دی . حال د اچې واشنګټن هغه لوری ؤ چې د نړیوالې ایټمي موافقې په خلاف ورزۍ سره ورڅخه په یواړخیز ډول وتلی دی .

زمونږخبریال راپور راکړد امریکاد خارجه وزارت ویندوي نډپراس بیګا به خبري ناستې کې ددې خبرې په کولو سره چې دزیاتره دباؤ سیاست د تهران نه،بلکې  یوازې د واشنګټن دمنزوي کیدا لامل شوی ، ددغه هیواد دنوي حکومت موخه دایران پر ایټمي پروګرام ددایمي محدودیَتونو اعمالول  وبلل.

نډپرایس د ټرمپ دحکومت دزیاتره دباؤ کړچار یو داسې سیاست وبالۀ چې  نه ئې  ډيپلوماټيکه بریا درلودلې او نه ئې دځان لپاره کومه ګټه  درلودلې. 

پرایس  دټرمپ د زیاتره دباؤ دسیاست په ناکامۍ  په اعتراف سره ،د ایران د ایټمي موضوع په باب دجوبایډن دحکومت د پروګرام په باب هم وئيلی دي،هغه شی چې اوس ئې بیانولی شو،دا دی چې  مونږ د خپل  هراړخیزو موخوپه سنجولو بوخت یوو .د مونږ جامع هدف ،د ایران پر ایټمي پروګرام ددیامي او دتائيد وړ محدودیّت اعمالول دي .

 د  امریکا د دفاع وزارت ویندوي جانکربي هم بیګا مدعي شوی،د ایران په ضد دزیاتره دباؤ کړچار،نه یوازې ددغه هیواد فعالیتونه محدود کړي نه دي، بلکې ددوي جراءت ئې نوره هم زیات کړی څوپه جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې له خپلو ژمنو شاتګ وکړي . د پنټاګان  ونیدوي،د ایران د نړیوالې ایټمي موافقې  د ژمنتیاؤ کمول ،  د ډونالډټرمپ دحکومت په غاړه  واچول .

ټیګونه