Mar 04, 2021 16:46 Asia/Kabul
  • د صهيونېسټ رژيم په اړه د کيفري تحقيقاتو آغاز

نړيوالې کېفري محکمې ICC په نيواکي فلسطين کښې د صهيونېسټ رژيم د جنګي جنايتونو په اړه تحقيقات شروع کړل.

د دغې محکمې عمومي څارنوالې مېرمن فاتو بېنسوډا وړمه ورځ د چارشنبې په ورځ د يوې بيانيې په جاري کولو سره د غزې په تړانګه کښې او د ۲۰۱۴ کال په جنګ کښې او همدارنګ په لويديځه غاړه او د بيت المقدس په ختيځ کښط د صهيونېسټ رژيم د ښارګي جوړونې د فعاليت په دوران کښې د جنګي جنايتونو په اړه د تحقيقاتو شروع کولو خبر ورکړ.

نړيوالې کېفري محکمې د روان ميلادي کال د فرورۍ په شروع کښې اعلان وکړ چې په فلسطيني زمکو کښې د جنګي جنايتونو د رامنځته کېدو په دوسيې باندې د غور کولو صلاحيت لري.

امريکې د صهيونېسټ رژيم د جنايتونو په باره کښې د تحقيق د دوسيې د پرانېستلو په اړه د نړيوالې کېفري محکمې له فېصلې سره خپل سخت مخالفت اعلان کړ. د امريکې د خارجه وزارت وياند نېډ پرائس د دې موضوع په بيانولو سره وويل چې د بائيډن حکومت د فاتو بېنسوډا او د  دغې محکمې د نورو چارواکو په خلاف د ټرمپ د حکومت په دوره کښې د لګول شويو بنديزونو د بيا څېړنې په حال کښې دے. د اسرائيلي رژيم وزيراعظم بنيامين نتنياهو هم د نړيوالې کېفري محکمې د دغې فېصلې په ردعمل کښې ادعا وکړه چې دغه موضوع له يهودو سره د دښمنۍ ماهيت منعکس کوي. په مقابل کښې د حماس وياند حازم قاسم د نړيوالې کېفري محکمې د دغې فېصلې په هرکلي سره وويل: حماس د محکمې د اقداماتو ملاتړےدے. د فلسطين د کورواکو تشکيلاتو خارجه وزارت هم د دغې فېصلې هرکلے وکړ.

د فلسطين کورواکي تشکيلات په 2015 کال کښې د نړيوالې کېفري محکمې غړے شو  خو اسرائيلي رژيم د دغې محکمې غړے نه دے او له  دې مخکښې يې په دغې دوسيې باندې په غور کولو کښې د دغې محکمې صلاحيت رد کړے ؤ.

د نړيوالې کېفري محکمې د دغه اقدام په اړه د امريکې منفي غبرګون له اسرائيلو څخه د واشنګټن د هراړخيز او بې قېد و شرطه ملاتړ د پالېسۍ د دوام ښودنه کوي. دا په داسې حال کښې دي چې د بائيډن حکومت د فلسطينيانو د مسئلې په باره کښې له تل ابيب سره د اختلافاتو ادعا کوي. امريکه په دې لړ کښې هم له صهيونېسټ رژيم څخه په څرګنده دفاع وکړه او په دغو ټولو جنايتونو او غېر انساني اقداماتو يې سترګې پټې کړې دي.

خو د بائيډن د حکومت له جابندارانه دريځ سره سره د صهيونېسټ رژيم له غېر انساني او غېرقانوني اقدماتو سره د يو هيړ نړيوال مخالفت چې د صهيونېسټ رژيم په جنايتونو د غور کولو لپاره د نړيوالې کېفري محکمې په فېصله کښې نور هم په ډاګه شول د اسرائيلي رژيم او د هغه د ملاتړې يعنې امريکې د مخ په زياتېدو ګوښه کېدو ښودنه کوي.

هيله کيږي چې د صهيونېسټ رژيم د جرائمو او جنايتونو په باره  کښې د نړيوالې کېفري محکمې د تحقيقاتو په شروع کېدو سره به واشنګټن د دغو تحقيقاتو د اودرولو و د دغې محکمې په غړيو په تېره بيا په مېرمن فاتو بېنسوډا باندې د دباو راوړلو لپاره له مختلفو حربو کار واخلي. له هم اوس څخه دغه موضوع د امريکې د خارجه وزارت د دريځ په اعلانېدو سره شروع شو او اټکل کيږي چې د دغې نړيوالې حقوقي ادارې په خلاف د بائيډن د حکومت دباونه او ګواښونه به  لا زيات شي.

-------

 

ټیګونه