Mar 06, 2021 05:34 Asia/Kabul
  • نړیوالې ایټمي موافقې ته دې د امریکا د بیرته ستنیداغونډه جوړه شي

د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم ګواښ کړی ؤ چې که د ایران په ضد کوم پریکړه لیک تصویب شي ، نو په ایټمی تاسیساتو کې به د آژانس درستې لګیدلي کیمرې غونډې کړي ..

  فارس خبری آژانس راپور ورکړی، په ویانا کې په دیره نړیوالو اورګانونو کې  دروسیې سفیر او دایمي استازي میخائيل  اولیانوف بیګا   له رورسیې ۲۴ټيلیویژني چینل سره په خصوصي خبرو کې  وئيلي دي ، ماسکو   جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د امریکا دبیرته ستنیدا  او دغه راز  د نړیوالې ایټمي موافقې د  مادو په اساس  خپلو ژمنو ته د ایران دستنیدا لپاره دې غونډه زرترزره  جوړه شي ، څو له وخت ضائع کیدا پرته  په دې اړه  خبرې پر مخ ولاړې شي .

داپه داسې حال کې دي چې له په پنجشنې ورځې روئيټرز خبری آژانس  هم دیوې ډيپلوماټيکې سرچینې له قوله راپور روکړی ؤ  اروپائي ټرائيکا   د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس  په واکمنې شورا کې د ایران په ضد  د پریکړه لیک له وړاندې کولو شاتګ کړی چې   دا د ایران ددریځونو یوه بریا بلل کیږي ،حال دا چې د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم ګواښ کړی ؤ چې که د ایران په ضد  کوم پریکړه لیک تصویب شي ، نو  په ایټمی تاسیساتو کې به د آژانس درستې لګیدلي کیمرې  غونډې کړي ..

 همداراز دامریکا نوي ولسمشر جوبایډن هم  وئيلي دي ،نیّت لري ، دې ته په پآم سره چې  له نړیوالې ایټمي موافقې  دامریکا یو اړخیزې وتنې  امریکا په نړیوال ډګر کې منزوي کړې ده ،، هیوادئې بیرته  دغې موافقې ته  ستنه کړي ،البته تر دې دمهال ئې  داسې کوم جدي ګام نه دی پورته کړی چې  دامریکا د یواړخیزو بندیزونو  دختمولو په اړه ئې  کومه نښه نښانه رابرسیره شوي وي .

 

ټیګونه