امریکا دې د ایران خلاف د زیات نه زیات دباؤ سیاست ختم کړي
Mar 09, 2021 07:25 Asia/Kabul
په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د روسیې دائمي استازي د ایران خلاف د امریکې د زیاتره دباؤ د سیاست د ختمیدو غوښتنه کړې ده.
په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د روسیې دائمي استازي د ایران خلاف د امریکې د زیاتره دباؤ د سیاست د ختمیدو غوښتنه کړې ده.
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې میخائیل اولیانوف بیګا په یو ټویټ کښې لیکلي دي: امریکا باید د ایران خلاف د زیات نه زیات دباؤ په نامه سیاست پاې ته ورسوي څو ایټمي موافقې ته د ستنیدو لپاره حالات برابر شي.
هغه هم داشان لیکلي دي: اوس وخت دی چې د ایران خلاف د زیات نه زیات دباؤ سیاست بند شي برجام خپلې نارمل کارکردګۍ ته راستون شي.
یاده دې وي چې د ۲۰۱۸ کال په مۍ کښې له ایټمي موافقې له وتلو وروسته امریکې د ایران خلاف د سخت دباؤ لپاره هراړخیز جنګ پیل کړی دی.