Mar 09, 2021 13:10 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۱۹-۱۲-۹۹

له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو ځينو مهمو خبرونو ته ستاسو پام راوګرځوو:

په سر کښې هم جمهوري اسلامي ورځپاڼې ته لاس کوو چې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر په حوالې سره يې وليکل: په راتلونکي کال کښې به په کورونا غلبه پېدا او د سياحت صنعت به احياء شي.

ولسمشر حسن روحاني پرون د کار، تعاون او اجتماعي رفاه، د کلتوري ميراث، سياحت او لاسي صنائعو له وزارتخانو سره د اړوندو له پينځلس ميليارډ تومانو زياتو منصوبو او پروژو پرانېسته د هېواد د لا زياتې ترقۍ په لار کښې يو ګام وبلۀ او هيله يې څرګنده کړه چې راتلونکې ۱۴۰۰ هجري نمريز کال به له کورونا بيماريو او د دښمنانو له اقتصادي جنګ سره د مبارزې په بهير کښې سترو کاميابيوته د ايران د ملت رسېدو کال وي.

ولسمشر زياته کړه راتلونکے ۱۴۰۰ کال به هغه کال وي چې خداے پاک به په دې ملت خپل رحمت نازل کړي او وبه کړې شوو چې هغه مختلفې پردې چې  د دغه ملت د ازارولو سبب شوې دي لرې کړوو په دا ډول چې خلق به له کورونا سره په مقابله کښې او هم په اقتصادي جنګ کښې سترې کاميابۍ حاصلې کړي.

ورځپاڼې همدارنګ د ايران د خارجه وزارت د وياند په حوالې سره وليکل: د ايران او امريکې موضوع د سېګنل د لېږلو موضوع نه ده.

د ايران لخوا د مثبت پېغام د لېږلو په اړه د فرانسوي سفارتکار د ادعا په اړه د ايران پرېس د خبريال د پوښتنې په ځواب کښې وويل، په حقيقت کښې د ايران او امريکې موضوع د امريکې لخوا د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک د مفادو موثره اجرا او په پوره او بشپړه توګه د بنديزونو ختمول دي.

------------

د تهران چاپ رسالت ورځپاڼې بيا د ايران د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د عمومي قوماندان په نقل سره وليکل؛ مقاومت يوه لار ده چې پکار دے يوه برخه يې هم سسته نه شي. جنرل حسين سلامي پرون د ايران په سنندج ښار کښې د جهاد او مقاومت د ادبياتو لسمې نمانځنې په مراسموکښې وويل، د ايران ملت په دې لار کښې هيڅ تېروتنه نه کوي ځکه چې د انقلاب د معظم رهبر چې په مومنانو مهربان او رؤف دےلارښونې ته سترګې  غړوي.

ورځپاڼې همدارنګ وليکل: د ايران د قضائيه قوې مشر د دنيا د مستکبرانو او زيات غوښتونکو په وړاندې د مقاومت او ټينګ اودرېدو په ضرورت تاکيد وکړ.

سيد ابراهيم رئيسي پرون د قضائيه قوې د عالي شورا په غونډه کښې وويل: هغه څه چې د هېواد لپاره لاخلاصونکي دي په هغې پالېسۍ باندې عمل بولو چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر بيان کړې ده.

---------

کېهان ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل: د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند اعلان وکړ چي دغه هیواد د سعودي په مهمو فوځي اډو او تاسیساتو باندې د ۱۴ بې پیلوتو الوتکو او ۸ توغندیو په مټ برید وکړ.

یحیی سریع په یوه خبري ناسته کې وویل: د یمن د ولسي ځواکونو توغندیز او د بې پیلوتو الوتکو واحدونه په سعودي باندې پراخ عملیات تر سره کړي.هغه زیاته کړه: په دغه برید کې په عربستان کې د راس التنوره په بندر کې د ارامکو د شرکت تاسیسات په نښه شوي دي.سریع وویل: همدارنګه د سعودیانو څو فوځي اډې هم د عسیر او د جیزان په سیمو کې د اتو بدر توغندیو او ۴ بې پیلوتو الوتکو په مټ په نښه شول.

-------

اوس به د پاکستان چاپ ورځپاڼې راواخلو چې په سر کښې يې د راولپنډۍ جنګ ورځپاڼه رااخلو، دغې ورځپاڼې په سر کښې وليکل، د پاکستان وزيراعظم عمران خان د دغه هېواد د انتخاباتو په کمېشن باندې په نيوکې سره وويل: د سېنټ په انتخاباتو کښې يې زمونږ غوښتنو ته هيڅ پاملرنه ونه کړه او ډسکه سيمې په انتخاباتو کښې يې هم دغه رويه وساتله، هغه په مخالفو ګوندونو تور ولګوۀ چې د سېنټ د انتخاباتو د ګټلو لپاره يې زياته پېسه استعمال کړې ده خو د هغه حکومت به په انتخابي اصلاحاتو سره د کرپشن لاره بنده کړي.

ورځپاڼې همدارنګ د اپوزيشن په حوالې سره وليکل، د مخالفو ګوندونو ائتلاف پي ډي  اېم د سېنټ د مشرۍ لپاره په متفقه توګه د سيديوسف ګېلاني نوم غوره کړ. د دغه ائتلاف په غونډه کښې وويل شول چې د عمران خان د حکومت په خلاف د لاريون کولو تيارۍ هم مکمل شوي دي او همدارنګ د قومي اسمبلۍ له چوکيو څخه د استعفاګانو ورکولو آپشن هم موجود دے.

ورځپاڼې همدارنګ د پاکستان د جماعت اسلامي د مشر سراج الحق په حوالې سره وليکل، امريکه او اروپاد اسلامي امت د تقسيمولو سازش کوي، دوي په مذهبي چارو کښې په مداخلت سره د خپل نظام تسلط غواړي.

--------

د پېښور چاپ مشر ورځپاڼې بيا د پاکستان د کورنيو چارو د وزير شېخ رشيد له قوله وليکل؛ په هېواد کښې ترهه ګر بيا منظم کيږي. هغه په هېواد کښې د ترهه ګرۍ په ختمولو کښې د پوليسو او فوځ د کردار ستائنه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې په پاکستان کښې د ترهه ګرو د بيا منظم کېدو مخه به ونيول شي او له دهشتګردۍ سره په مبارزه کښې به دهشتګرد ماتې اوخوري او هېواد کښې به امن و امان قائم شي.

ورځپاڼې د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت د وياند سعید خطيب زاده له قوله وليکل: سعودي دې د يمن په خلاف جنګ او تېرے ختم کړي. د ورځپاڼې په قول هغه زياته کړه نن چې په يمن کښې څه رامنځته کيږي جرړې يې په په دغه هېواد باندې تيري او ظلم کښې دي او پکار دي دغه جرړې ختمې کړې شي. هغه وويل، ايران د يمن د مسئلې د ختمولو لپاره چې کومه امن منصوبه وړاندې کړې ده په هغې باندې عمل پکار دے.

--------

او دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې چې په سر کښې

مسیر ورځپاڼې لیکلي چې ولسمشر غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له لیک وروسته داسې ښکارېږي چې حکومت د امریکا له بې ساري فشار سره مخ شوی دی.

وړاندې راغلي، پخوا به اشرف غني د واک د پوره کېدو او نوي ولسمشر ته د واک سپارلو خبره کوله، خو اوس وايي چې له وخت مخکې ټاکنو ته هم حاضر دی.

د لېکوال په وینا دوی اوس غواړي چې لږ تر لږه واکمني یې یو څه وغځېږي او په راتلونکي کې هم ځان ته په واک کې د پاتېدو زمینه برابره کړي.

------

مسير ورځپاڼې وليکل: مسکو د افغان سولې په اړه کنفرانس جوړوي

ورځپاڼه ليکي: د راپورونو له مخې روسیه هڅه کوي د طالبانو، افغان حکومت او امریکې په ګډون د سولې یو کنفرانس جوړ کړي چې په همدې تړاو یې ځينو افغان سیاستوالو ته هم بلنلیکونه لېږلي دي. د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون بیا په یو ټوېټ پیغام کې ویلي چې ماسکو د ملي مصالحې عالي شورا رییس ته په مسکو کې د سولې په تړاو په یو کنفرانس کې د ګډون بلنلیک لېږلی دے. دده په خبره د ملي مصالحې عالي شورا دمګړۍ په دې اړه په مشورو بوخته ده. رسنۍ وايي چې د حکومت مشرتابه، ځینې سیاسي مشران، طالب مشران، د سیمې هېوادونه او امریکا په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره بلل شوي دي. په دې اړه تر دې ډېر جزیات نه دي خپاره شوي.

--------

هېواد ورځپاڼې د افغان ولسمشر له قوله وليکل:

پاکستان باید د افغانستان نااعلان شوې جګړه پای ته ورسوی او ازاد، مستقل او ډیموکراتیک افغانستان ومنی.جمهوررییس د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته د مېشتو ولسونو په ژوند کې د اساسی تغییراتو لپاره د سوداګرۍ پر زیاتوالی ټینګار وکړ او وې ویل: د دواړو غاړو سوداګر دې ګډه ترانسپورتی کپمنۍ جوړه کړی او موږ ورسره بشپړه همکاری کوو.جمهوررییس د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه، چې د مشهور پښتون فلسفی شاعر غنی خان د مقبرې د اساسی بیارغاونې لپاره هڅې پیل کړی.

ورځپاڼې د افغان ولسمشر د وړومبي مرستيال امرا... صالح له قوله وليکل :د سولې په اړه د چا فشار ته نه تسلیمېږو

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د مارشال محمد قسیم فهیم د مړینې د اووم تلین په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د خبرو پر مهال وویل: افغانان په زرګونو کاله کېږی، چې مسلمانان دی او تر هر چا یې اسلام ښه عملی کړی دی.نوموړی زیاتوی: د حقانیه مدرسې یو څو ملایان دې افغانانو ته اسلام نه ښایی او نه دې هم د مسلمانۍ سند ورکوی.صالح دغه راز د سولې په تړاو وویل: (( د پاکستان د حقانیه مدرسې له خوا د سولې چمتو شوې هوکړه باندې به هېڅ وخت لاسلیک ونه کړی.))نوموړی د امریکا له لورې ولسمشر ته د لېږلی لیک په تړاو زیاته کړه: (( دا لیک یې ترلاسه کړی ، خو دا لیک د افغانستان برخلیک نه شی پرېکړه کولای، موږ یو ملت لرو او داسې سوله به غواړو، چې د افغانستان د خلکو راتلونکی په کې خوندی وی او هر څوک وکولای شی چې رایه ورکړی او پر ټاکنو معامله ونشی.)

ورځپاڼې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر له قوله وليکل: د انعکاس راډیو ټيلي ويژن د څلورو خبریالانو وژله، په هېواد کې د ښځو د حقونو د تامین لپاره سرښندنه ده. هغه پرون د مارچ اتمه ،چې د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ ده، د ويډيو کانفرنس له لارې د انعکاس رادیو تلویزیون د څلورو ښځینه کارکوونکو د شهادت په مناسبت یوځل بیا د خپلې غمشریکۍ او ډادګیرنې مراتب څرګند کړل.په دې تصویری اړیکه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وروستی تروریستی بریدونه چې د انعکاس رادیو تلویزیون د څلورو ښځینه کارکوونکو د وژلې سبب شول؛ د هېواد د رسنیو په کچه ټکان ورکوونکی وبلل او یوځل بیا یې د خپلې غمشریکۍ او ډاډګیرنې مراتب د انعکاس رادیو تلویزیون مشرتابه پلاوی، کارکوونکو او د وژل شويو کورنیو سره څرګند کړل.

--------

 

ټیګونه