Apr 08, 2021 11:47 Asia/Kabul
  • د روانډا پولیسو ناوي ، ودګنی او میلمانه ونیول

زمونږ خبریال راپور وايي د افریقا په ختیځ کښې په روانډا هیواد کښې د واده په مراسمو کښې د کورونا ویروس د پروټوکولونو د نا رعایتولو په دلیل پولیسو ناوي او ودګني ته داسې سزا ورکړه چې تاسو به له خندا شنه شئ .

په روانډا افریقايي هیواد کښې پولیسو د واده په مراسمو چپه ووهله او ناوي او ودګنی یې له هلته موجودو میلمنو سره یوځاې د فټبال یوه (۱) لوبغالي ته یوړل او د سزا په توګه یې هغوې ټوله شپه په دغه سټیډیم  کښې کینول .

راپورونه وايي چې د روانډا هیواد په پلازمینې کیګالي کښې د واده مراسم روان وو او هلته خلکو هیڅ ډول ماسکونه نه وو اچولي او نه یې ټولنیز واټن رعایت کړی او او په مراسمو کښې له پنځوسو (۵۰) څخه زیات میلمانه وو دا په داسې حال کښې دي چې پولیسو  د واده په مراسمو کښې یوازې د شلو (۲۰) کسانو د ګډون کولو اجازه ورکړل شوي وه .

په بره تصویر کښې تاسو لیدلی شو چې ناوي ، ودګنی او  میلمانه د فټبال په لوبغالي  کښې له یوبل څخه په کافي واټن کښې په څوکیو ناست دي او ناوي د واده جوړه اغوستي ده او ماسک یې هم اچولی دی .

د روانډا پولیسو ټوله شپه ناوي ، ودګنی او په واده کښې ګډون کونکي میلمانه د فټبال په لوبغالي کښې کینول او سهار یې خپلو کورونو ته د تلو اجازه ورکړه .

د ویلو ده چې په روانډا افریقايي هیواد کښې د کورونا ویروس له کبله تراوسه دوه ویشت زره او اته سوه شپږویشت(۲۲۸۲۶) کسان  ککړ شوي چې شل زره او اوه سوه پینځه (۲۰۷۰۵) تر روغ رمټ وتلي او درې سوه څوارلس (۳۱۴) نور کسان بیا د دغه  ویروس له کبله مړه شوي هم دي .

 

ټیګونه