Apr 12, 2021 13:51 Asia/Kabul
  • د تهران ځینی نننۍ ورځپاڼې

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې  د تهران له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې دی ،  هیله ده  ترپایه راسره ملتیا وکړئ . 

 دا هم د تهران  چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل  انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ، د ایران دا سلامی جمهوریت د ولسمشر مرستیال اسحاق جهانګیري  د شمالی کوریا له لومړي وزیر سره په  ګډ خبري کنفرانس کې وئيلی دي ،ایران او شمالی کوریا ښې او  په غوره اړیکې درلودې خو د امریکا په بې ځایه لاسوهنو سره د غه اړیکې تر یوه حده خړې پړې شوي دي ،چې باید شمالي کوریا ددغه وضعیَت  دبیرته ښه کولو هڅه وکړي  او خپله خپلواکي نندارې ته وړاندې کړي .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، په درستې امریکا کې پولیس او امنیتی ځواک یو ځل بیا د توکمپالنې په ضد مظاهرو د ځپنې لپاره  تیارسی شوی دی.

   د اردن رسندوئي سرچینو وئيلي دي ، ددغه هیواد د ناکامې کودتا عامل  او د پاچا دوهم ملک عبدا... میرني ورور حمزه بن حسین وئيلي دي ، د  حکومت په ضد ئې داقداماتو دریدا، هغه ته د پوځ د درستیزوالۍ دڅوکۍ له سپارلو سره  مشروط دي .

 د مصر سترې محکمې د اخوان المسلمین غورځنګ  نور یو سل درې مسئولان او غړي ،  دمصر د ترهه ګرۍ په لیسټ کې ورزیات کړل .

افغانستان  هماغه راز د  سولې  او جنګ  ترمینځ  د اور په لمبو کې سوځي  او دامریکا او طالبانو ډلې ترمینځ  دسولې په موافقې او دغه راز دبین الافغاني خبرواترو په بندون پسې درست افغانان  نور له دغو وخت ضائع کولو  او پلمو جوړولو  تر پوزې راغلي او  دا د  افغانستان ولس دی چې  د جنګ غواړو د ترینګلي تفکر  بیّه پخپلو وینو سره ورکوي .

د برما یا میانمار پوځ  په یوه ورځ د کودتا په ضد دمظاهرو دځپنې په دوام کې په درست هیواد کې کابو دوه اتیا  اعتراض کونکي  وژلي دي .

په هروپنځودقیقوکې په یمن کې  یو ماشوم له لوږې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

            داهم د تهران چاپ ابرار ورځپاڼه ده  چې پخپلې انټرنیټي پاڼې کې ئې نن لیکلی دي ، دایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ دادارې مشر علی اکبر صالحي  وئیلي دي ، ایران  په نړۍ  کې د ریډیو درملو صادرونکی دی .

 دغې ورځپاڼې  په دوام کې لیکلی دي ،دایران مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچي  په ډاګه وئيلی دي ،دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې د  احیاء تر ټولو ستر خنډ د ډونالډټرمپ دکرغیړن حکومت دبندیزونو له لغوه کولو سره د امریکا نه دلچسپي ده .

کره راپورونه ښئ په ویاناکې د   جامعې نړیوالې ایټمي  موافقې د ګډ کمیشن  د روانو خبرواترو له دوام سره  په یووخت  نیواکي ټاټوبو ته د امریکا د جنګ وزیر سفر له دسیسو ډک سفر بلل شوی دی .

راپورونه ښئ  د ا مریکا  او چین د وروستیو ترینګلو اړیکو د رغولو  په موخې سره د باراک اوباما د وخت خارجه وزیر جان کري دچین په سفر ځي او وئيل کیږي دا په وروستیو څو کلونو کې د امریکائي حکومت لومړنۍ جګ پوړی  چارواکی دی چې د بیجنیګ ته په سفر ځي .

داسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني  وئیلي دي حکومت پخپلو وروستیو  اونیو کې هڅه کوي ، د نیمګړو پروژو په بشپړولو سره  راتلونکی حکومت  له مشکلاتو او ترینګلتیاؤ سره لاس او ګریوان نشي .

د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې  د  حکومتي ځواک او وسلوالو ډلو ټپلو ترمینځ اخ وډب هماغه راز په زیاتیدا دی او  دا یوازې د افغانستان خلک دي ، چې  د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ د  سولې په موافقې او دغه راز په قطر کې د بین الافغاني خبرواترو په بندون پسې  هماغه راز له شخړو او ترینګلتیاؤ سره لاس او ګریوان دي .

  ورځپاڼه په دوام کې لیکي ،   د روسیې  په مقابل کې  له اوکراین څخه دامریکا او انګلستان خارجه وزیرانو د نورو هیوادونو په چارو کې د لاسوهنې په دوام کې  خپلو کرغیړنو ملاتړونو ته دوام ورکوي .

د سورئې په  الحسکه او دیرالزور ولایتونو کې  دامریکائي نیواکګرو عسکروپه وسیله د داعشي جنایتکارو  ځاي په ځاي کول هماغه راز دوام لري  او وئيل کیږي ،د یوې بلې سترې غمیزې درامینځةکولو په لټه کې دي .

دعراق پوځ او الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک په صلاح الدین ولایت کې په یولړ پاکونکو ګډو عملیاتو کې د داعشي تکفیریانو یو شمیر پټنځایونه تباه او د دوي یو شمیر جنایتکار هم هلاک کړي دي .

            داهم د تهران چاپ جام جم آلان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ، دایران د روغتیائي چارو وزیر سعید نمکي  وئیلي دي ،دکرونائي بحران د کنټرولولو لپاره باید  حکومت او خلک له یوه بل سره په ملګرتیا او مرستو سره ددغې سپیرې او مرګوني ناروغۍ مخه  نیولی شي او که  د  روغتیائي پروټوکولونو  رعایتول دوام ونه کړي ، نو ممکنه ده له سترې غمیزې سره به مخامخ شو .

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جوادظریف د نطنز  ایټمي کمپلیکس په بریښناکوټ کې د وړمې ورځې د بریښنا دغوڅيدا د دسیسې  په غبرګون کې  وئيلي دي ،د وحشي ډول صهیونسټي رژيم  ایټمي ترهه ګري به بې ځوابه پاتې نشي او ددغه شان کرغیړنو  او سپیرو اقداماتو  غچ به ډير زر ترې واخلو .

 ورځپاڼې په دوام کې  لیکلی دي ، دیمن خبری سرچینو وئیلي دي ، د یمن د پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو د ډرونز یونټونو د عربستان په آبها او جیزان پوځي هوائي ډګرونو بیا سخت ټکونه کړي  او وئيل کیږي ، چې تر څو ساعتونو پورې ئې  ددغو پوځي هوائي ډګرونو فعالیتونه  په ټپه درولي  .

په ویانا کې په نړیوالو اورګانونو کې د روسیې سفیر او دایمي استازي  اولیانوف وئيلي دي ، دایران په ضد دزیاتره دباؤ ناکام سیاست ، دایران د سوله ایز ایټمي پروګرام د پرمختګ لامل شو .  البته  دغه کرغیړن سیاست   امریکا او اروپائي لوري ته د ګټې په ځاي ډیر تاوانونه رسولي دي ، خو دامریکا نوی حکومت  بیا هم دغه کرغیړن سیاست ته دوام ورکوي .

 دافغانستان  د ولسمشر مرستیال امر ا... صالح وئيلي دي ، ددغه هیواد امنیتی ځواک په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې په کابل کې  د داعش ترهه ګرې ډلې  یوه سرغنه او دځينو جنایتونو پلانونکی نیول شوی دی .

روئيټرز خبری آژانس  راپورو رکړی ،  دایټمي انرژۍ نړیوال آژانس په یوې   اعلامیې کې وئيل شوي دي ، دایران  د اصفحان د سونګو د فولادي پلیټونو دجوړولو په کارخانې  ایران نوي  اقدامات پیل کړي دي .

د چین  دخارجه وزارت ویندوئې یو ځل بیا وئيلي دي ، امریکاباید له کوم قید و شرط پرته جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته بیرته وګرځي .

د ناروې  پولیسو وئيلي دي ، ددغه هیواد لومړۍ وزیره میرمن  اوله ساؤرود   د کورونائي پروټوکولونو په خلاف ورزۍ سره شل زره  کرون جرمانه کړې ده .

               داهم د تهران چاپ رسالت ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دي ،د یمن دجنګ په دوام کې  د آل سعود رژيم  د بې آمانه بمباریو او  په بشپړ  کلابندۍ پسې د یمن مظلوم ولس هماغه راز له بوږنونکو انساني  غمیزو سره لاس او ګریوان دی   او کره راپورونه ښئ په دغه بې څوکه او بې وځله عرب هیواد یمن کې  په هرو پنځو سانیو کې یو ماشوم دلوږې  یا ناروغۍ له امله  خپل ژوند له لاسه ورکوي  چې وئيل کیږي ، ددغو ټولو جنایتونو عامل د آل سعود  رژيم چارواکي دي چې د انسانیّت  هیڅ قدر او پيژندګلوي نه لري .

ورځپاڼې په دوام کې وئيلی دي ، د سیمې د چارو یو کارپيژاند فواد ایزدي وائي  د امریکا د جوبایدن حکومت موخه دا ده چې  د ایران له اسلامی جمهوریت سره  اوږدمهاله خبرې اترې وکړي  او دغه راز خپلې ځيني موخې پر ایران وتپل شي ، خو  دایران  داسلامی جمهوریت اړونده چارواکي  د جوبایډن دحکومت  په چلولونو پوه شوي او دبایډن د حکومت له خوا د ټرمپ د زیاتره دباؤ  سیاست په وړاندې هماغه شان کلک مقاومت کوي ، لکه چې  دټرمپ دحکومت په پړاؤ کې ئې دغه سیاست له بندون سره مخ کړی ؤ .

 دایران د خارجه وزارت ویندوي سیعید خطیب زاده  وئيلي دي ،  دایران د ولس په ضد له څلور کلن اقتصادي جنګ وروسته  پر امریکا اعتماد کول هیڅ امکان نه لري .

په آیرلینډ کې نښتې او اخ و ډپ اتمې ورځې ته رسیدلی  او کارپيژاندي او شناندي په دې اند دي چې  ښائي  د انګلستان په سر  دویشل کیدا سیوری نوره هم زیات  شوی دی .

دچین خارجه وزارت په یوه وروستي راپور کې  پر امریکا تور لګولی  چې په نورو هیوادونو کې ئې دپوځي لاسوهنې له لارې د انساني غمیزو د رامینځةکیدا لاملونه برابر کړي دي  او  که امریکا له خپلو دغو کرغیړنو اقداماتو لاس په سر نشي ،نو ممکنه ده چې په درستې نړۍ کې  به د بوږنونکو  انساني غمیزو پيزواني کول له کنټروله ووځي

 

 

ټیګونه