Apr 18, 2021 16:00 Asia/Kabul
  • د روسیې د اوکراین او د هغه د لویدیځو متحدانو ترمینځ د سیاسي تاوتریخوالو زیاتیدل :-

د روسیې او د اوکراین ترمینځ د سیاسي تاوتریخوالو په زیاتیدا سره د دوې ترمینځ ډیپلوماټیکه جګړه هم زیاته شوي ده په دې ډول چې په تیرو څو ورځو کښې له اوکراین او پولینډ څخه د روسیې سفیران تللي دي او په مقابل کښې له روسیې څخه هم د نوموړیو هیوادونو سفیران وتلي دي .

د روسیې فیډرال امنیتي ادارې په تیرې شنبې ورځ په یوې (۱) خبر پاڼې کښې وویل د دغه ادارې مامورانو په سن پیترزبورګ کښې د اوکراین سرکنسول الکساندر سوسونیوک(ALEXANDER SUSONIUK) یې د روسیې د ښاریزو په هکله د اطلاعاتو د ترلاسه کولو په وخت نیولی دی .

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپل هیواد کښې د سوسونیک شتون ناخوښ وباله او له هغه یې وغوښتل چې د اپریل د میاشتې له نولسمې (۱۹) نیټې څخه په دوه اویا (۷۲) ساعتونو کښې له روسیې څخه ووځي .

د اوکراین خارجه وزارت هم په سن پیترزبورګ کښې د خپل هیواد د سرکنسول نیول د ویانا د  ډيپلوماټیکو اړیکو له کنونسیون او نړیوالو قوانینو سره تضاد لرونکی اقدام وباله او د روسیې په اقدام باندې د نیوکې په ترڅ کښې یې د ماسکو یو(۱) ډیپلوماټ له اوکراین څخه وویست .

دغه اقدامات په داسې حال کښې ترسره کیږي چې روسیې همدا اوس د امریکا لس(۱۰) او د پولینډ پینځه (۵) ډیپلوماټان د جاسوسۍ او د تفرقې د رامینځته کولو په جرم له خپل هیواد څخه ایستلي دي .

د اوکراین په ختیځ کښې په دونباس سیمه کښې د شخړې له زیاتیدا وروسته د روسیې او د اوکراین ترمینځ سیاسی شخړه په سیمه او د روسیې او د اوکراین د متحدو هیوادونو ترمینځ د تاوتریخوالو د زیاتیدا سبب شوي ده .

په دې ډول چې امریکا او لویدیځو هیوادونو د روسیې پرضد د اوکراین له دریځونو له ملاتړ وروسته دغه هیواد ته پوځي مرستې استولي دي او دوې له اوکراین څخه خپلو سیاسي او پوځي ملاتړونو ته هم دوام ورکوي .

په حقیقت کښې د امریکا ولسمشر جوبایډن په رسمي ډول د روسیې په وړاندې له اوکراین څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی څرنګه چې جوبایډن څو ورځې مخکې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي (VOLODYMYR ZELENSKY)سره په ټیلي فوني خبرو کښې په دونباس او کریمه سیمو کښې د روسیې د یرغل له دوام سره په مخامخ کیدا کښې د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا او د ملي واکمنۍ د پریکنده ملاتړ  خبر ورکړ .

د اوکراین کړکیچ دغه راز له مخکې څخه زیات  اروپا ته د اوکراین د نږدې کیدا سبب شوی دی او په حقیقت کښې اوسنۍ شخړې اوکراین ته د سرو زرو فرصت په لاس ورکړی چې یوځل بیا د ناټو د غړیتوب او د ناټو د  ملاتړ غوښتنه وکړي او حتی اروپا ته ګواښ وکړي .

په جرمني کښې د اوکراین سفیر اندری ملنیک(ANDREI MELNIK) په دې زمینه کښې وویل اوکراین یا باید د ناټو اتحاد غړی وي یا د دغه هیواد لپاره یوازنۍ لاره د اټومي وسلو د فکر کولو په شمول د خپلو وسلو پیاوړي کول دي .

داسې ښکاري چې اروپايي هیوادونه د روسیې په مقابل کښې د داډول لګښت ورکولو ته حاضر نه دي .

د روسیې او د اوکراین ترمینځ د شخړې زیاتیدل له مخکې څخه زیات د امریکا د نیغ په نیغه او غیر مستقیمې لاسوهنې سبب هم شوي دي او په حقیقت کښې اوس  یې امریکا ته دغه فرصت برابر کړی دی چې له یوې خوا د بایکاټونو د زیاتولو له لارې په روسیې زیات دباونه راولي او له بلې خوا د شخړې ته  اروپا په ورګډولو او له اوکراین څخه د پوځي ملاتړونو په زیاتولو سره د جنګ اور بل کړي .

دا په داسې حال کښې دي چې په دغه سیمه کښې د هرډول نښتې رامینځته کیدل به اروپا او د دغه لوچې وچې د هیوادونو امنیت ته ستر تاوان ورسوي او په ټول کښې د نړۍ د نورو هیوادونو لپاره به هم تاوتریخوالي رامینځته کړي .

دغه شرایط په داسې حال کښې دي چې تاریخي تجربې ښودلي ده په دا ډول شخړو کښې امریکا یوازې د هیوادونو په لسمولو سره د خپلو ګټو په لړ کښې عمل کړی دی او واشنګټن د هر ډول جنګ او نښتې د رامینځته کیدا په بڼه کښې خپل متحدان یوازې پریږدي څرنګه چې په دوه زره څوارلسم (۲۰۱۴) میلادي کال کښې د امریکا د سیاستونو په وجه اروپايي هیوادونه د اوکراین په کړکیچ کښې ښکیل شوي وو او وروسته امریکا د اوکراین له شخړې شاتګ وکړ او اروپايي هیوادونه یې یوازې پریښودل .

د یوریشیا د  حوزې څیړاند او د نړیوالو اړیکو د مسائیلو کارپیژاند «شعیب بهمن» په دې زمینه کښې وايي اروپايي هیوادونه باید ځير ووسي چې د امریکا لوبې ته ورګډ نشي او داسې فکر ونکړي چې دا ځل به امریکا په ټول توان سره د دوې ملاتړ وکړي ځکه چې امریکا خپلو ګټو ته په کتلو سره عمل کوي او ممکنه ده د جنګ د پیلیدا په وخت له اوکراین او حتی اروپايي هیوادونو څخه خپل ملاتړ کم کړي .

داسې ښکاري د اوکراین د کړکیچ د حل او د دغه شخړې د  ختمیدا لپاره چې نړۍ له جنګ سره ښکیلوي د خبرو اترو ترسره کول او د مینځګړیتوب لپاره د نړیوالو ارګانونو او هیوادونو فعالیدل د نړۍ په دغه سیمه کښې نسبي امنیت او ارامښت ټینګولی شي .

 

ټیګونه