Oct 27, 2021 16:38 Asia/Kabul
  • د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر د ترکمنستان له سفیر سره وکتل

د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد عیسی اخند په خپل کاری دفتر کې د ترکمنستان له سفیر عوضوف سره لیدنې کتنې ترسره کړي.

په دې کتنه کې د ټاپي د پایپ لاین پروژه چې د دواړو هېوادونو لپاره یوه ستره او ډېره مهمه پروژه ده او په څو برخو وېشل شوې ده، چې پیل یې د ترکمنستان له پولې څخه کیږی او تر هراته رسیږي او وروسته بیا د افغانستان پنځو ولایتونو ته غځول کېږي، په اړه یې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویلي چې دوی هڅه کوي او چمتو هم دي چې د ټاپي پروژې د کار او فعالیت د پیل ویاړ ترلاسه کړي.او ویل کیږي چې د امنیت په اړه به له اړوندو څانګو سره خبرو ته هم دوام ورکړي.

عوضوف، د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرستۍ د ستاینې پرمهال وویل، چې د (۲۰۲۱) کال د اکتوبر له (۳۰) څخه تر (۳۱) پورې به د هغه هیواد څخه پلاوی افغانستان ته راشي ترڅو (۱۵۰) کیلو متره استملاک ځمکه، د بریښنا او ګېسو پروژې رامنځته کړي.

دیو بل خبر له مخې د طالبانو د موقته حکومت لخوا نورمحمد اسلامجاردهرات د والي او مولوي عبدالقیوم روحاني یې دمرستیال په توګه ټاکل شوی دی .

اسلامجار د خپل معرفۍ په غونډه کې له ولایتي چارواکو غوښتي، چې د خلکو خدمت، عدالت او د اسلامي احکامو په تطبیق کې له هغه سره مرسته وکړي.

باید وویل شي چې په تازه ګۍ سره په افغانستان کې دطالب مشرانو د تازه ګمارلو څخه خبر ورکول کیږي.

 

ټیګونه