Jul 16, 2022 13:29 Asia/Kabul
  • د افغانستان شل کلن نیواک او ورڅخه غیرمسئولانه وتل 

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د افغانستان د شل کلن نیواک او ورڅخه د غیر مسئولانه وتلو نومې لړۍ له ننني یولسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو.هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

      دوستانو په مخکیني مطلب کې مو،په افغانستان کې د سسټماټيک فساد په رامینځةکولو کې د امریکا د رول په باب درسره خبرې کړې وې،نو اوس هم  له افغانستانه دغیر مسئولانه وتلو په باب  له مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو.

 هماغه ډول چې په یوه هیواد پوځي یرغلونه،باید د نړیوالو او مسئولانه قواعدو او اصولو په اساس وي،د نیواکګرو د وتلو موضوعهم،په همدې چوکاټ کې باید ترسره شي. نیواکګر ځواکونه باید پخپلو اقداماتو سره د په کوربه هیواد کې دعمومی نظم د ګډوډولو او ناکراریو دسختیدا سبب نشي.امریکائي عسکر چې په ۲۰۰۱کال کې ئې د ملګروملتو د منشور په خلاف ورزۍ سره پر افغانستان یرغل کړی ؤ،په داسې حال کې په ۲۰۲۱کال کې له افغانستانه ووتل چې دحکومت او طالبانو ډلې ترمینځ  اختلافسخت شوی او بندون ته رسیدلی ؤ.دغه هیواد دبې ثباتۍ او ناکراریو شاهد ؤ،هغه امنیتی ځواک چې مخکې ئې دناټو ځواک په هوائي ملاتړ سره له طالبانو سره مبارزه کوله،پخپله په شا شول، په هیواد کې د نشه ایزوتوکو تولید او قاچاق زیات شوی ؤ،داعش ترهه ګرې ډلې جنایتکارو ترهه ګر عملیات کول،په هیواد کې فساد او بې وځلي زیاته شوې وه،امریکا ددغه شان مشکلاتو  له مشاهده کولو سره سره،له افغانستانه ووتله او اعلان ئې وکړ،نور د جنګ ددوام دلیل نه ویني.که له ترهه ګرۍ اونشه ایزو موادو سره مبارزه او امنیت ټينګول،په افغانستان د حملې موخې اعلان شوې وې،او د نړیوالو حقوقو له پلوه،نیواکګر هیوادیو لړ ژمنتیاوې لري.طالبانو هم د امریکا د غیرمسئولانه وتلو په لیدو سره ځانونه په نفسیاتي جنګ کې هم بریالي ولیدل او په افغانستان کې ئې قدرت نندارې ته وړاندې کړ .

                          په افغانستان کې د امریکاسټراټژي ثابته ده او ددغه هیواد په وړاندې د سپينې ماڼۍ دحکومتونو یوازې تاکتیکونه بدلیږي.د امریکا ولسمشر جوزف بایډن تل پر دې موضوع ټینګار کړی دی چې امریکا باید د افغانستان پشمول نه ختمیدونکي جنګونه پاي ته ورسوي او خپل لاریات ځواکونه هیواد ته بیرته وګرځوي او د امریکائي عسکرو ماموریت په دقیق ډول له القاعدې او داعش سره پر مبارزې متمرکز کړي.جوبایډن په مشخصه توګه د افغانستان په باب،تل له طالبانو سره دخبرواترو پلوی دی او دغه ډله دامریکا دښمنه نه ګڼي.هغه په افغانستان کې د ملت جوړونې له آئيډیا سره په ډاګه خپل مخالفت اعلان کړی ؤ؛ځکه چې باؤري دی، ممکنه نه ده افغانستان په یوه متحد او یو موټي هیواد بدل شي.

جوبایډن وئيلي دی،متحده ایالات،داسامه بن لادن په وژلو او دالقاعدې په نابودۍ سره په افغانستان کې خپلې موخې ترلاسه کړي دي،په عین حال کې امریکا مدعي ده پر ترهه ګرو ګواښونه ئې سترګې پټې کړي نه دي او خپل ترهه ګرفعالیتونه به بیرته منظم کړي.له افغانستانه د امریکائي او ناټو ځواک د بشپړ ویستلو په بیړناک اعلان پسې، طالبانو ډلې په دغه هیوادکې د ۲۰۲۱کال دستمبرله ختمیدا په مخکې میاشتو کې خپلې حملې په بې مخینې انداز سره زیاتې کړې.په حقیقت کې دغه حملې چې په نهایت کې دکابل په لور د طالبانو دپرمختګ او د۲۰۲۱کال داګست په پنځلسمه نیټه د اشرف غني په تښتې سره د هغه دحکومت د نسکوریدا لامل شوې،له افغانستانه د امریکائي عسکرو هدفمنې او ناغږمله وتلو ته ورګرځي. جوبایډن ټینګار کړی ؤ،چې دمئ د میاشتې له لومړۍ نیټې څخه به امریکائي  عسکر په رسمي ډول وتل پيلوي  او څلورمیاشتې وروسته به یعني د ستمبر تر یولسمې نیټې پورې ،یعني د ۲۰۰۱کال دستمبر په یولسمه نیټه پر امریکا دترهه ګرو حملو د پيښې له شلمې کلیزې سره په یووخت بشپړ کیږي .

Image Caption
Image Caption

 

په هرحال،د افغانستان د راتلونکي بدلونونو دقیق اتکل،یو سخت کار دی.ډیری کارپوهان،له طالبانو څخه په یوه معتدل حکومت رامینځةکولو کې چې پکې ټول قومونه اومذهبونه  ګډون ولرل شي،لارې چارې ویني.دابه په دې معناوي چې طالبان د هیواد په داخل او نړیوال ډګر کې دیوه فعال سیاسی لوبغاړي په توګه  چلند وکړي.په داسې بڼه کې احتمال شته چې په نړیوال ملاتړ سره یوټولشموله متمرکز حکومت رامینځةشي چې د نړیوالې ټولنې په مرستو سره  له اوسني بحران او ترینګلتیاؤ تیرشي.خو دا هم تردې دمه طالبانو په وسله اجراشوی نه دی او د طالبانو په جوړشوي حکومت کې له نورو قومونو کوم فعال شتون نه لیدل کیږي  او په دې زمینې کې راتلونکي ته سترګې په لاره دي.

طالبان،نړیوالې پیژندنې ته،په داخل کې دخپل رواوالي لپاره دیوه آوزار په توګه ګوري څوخپل قوانین اجرا کړي او خلک  ورڅځه اطاعت ته پابنده کړي. د یوه زوړ پال تفکر لرونکي ډلې په توګه د طالبانو شهرت، ددغې ډلې دنوو مشرانو پر اوږو دروند مسئولیّت اچولی دی څو دغه تفکر له ذهنونو ووینځي.خو دطالبانو لپاره،دا مشکل تردې دمه،یوازې یوه حل لاره درلودلې ده؛هرڅه ښه بریښول. دطالبانو ډلې ویندوي ذبیح ا...مجاهد په همدې اړه وئيلی دي،دښمني پاي ته رسیدلې ده او ګروهمن یوو، له داخلی او بهرنیو دښمنانو پرته سوله ایز ژوندوکړو. هغه دغه راز وئيلی دي،افغانستانبه دترهه ګرو ځاله نشي، هماغه شان چې له ۱۹۹۶کاله تر ۲۰۰۱کال پورې ؤ.

داپه داسې شرائطو کې دي چې په افغانستان کې د وروستیو میاشتو ترهه ګراقدامات په تیره بیا د  اهل تشیّع په جوماتونو او عبادتځایونو کې بم چاودنې او دافغانستان په مختلفو سیمو کې د داعش ترهه ګرې ډلې دخوځښتونو زیاتیدا،ښئ چې طالبان په دغه هیواد کې د هراړخیز امنیت دټينګولولپاره،دټولو قومونو اومذهبونو ته د مشارکت ورکولو ته اړتیالري څو په یوه ملی اتحاد سره،له ترهه ګرو ګواښونو سره مقابله وکړي .

          د افغانستان د چارو یو کارپوه او شناندی پیر محمد ملازهي په دې اند دی؛په داسې حال کې چې دطالبانو رهبران او مرکزي حکومت،په ښکاره ددینی احکامو په اجرا کې سخت اقدامات نه کوي او تر یوه حده د میرمنو دمشارکت ملاتړ کوي.خو ځاي رهبران به ،د قالیو د اغوستو او د ښاریزو د چلندپشمول د اسلام په اړه د دوي له تفسیره هرډول انحراف ته غبرګون وښئ.دغه شان چاپیریال به د داعش او القاعدې په څير له لیرې سیمو څخه د ورغلو ترهه ګرو ډلو پشمول مختلفو ځيږو،زوړپالو او افراط پالو ډلو ټپلو ته د ودې اجازت ورکړي.د طالابنو د اوسنی نظام ډيرقوماندانانو د ۱۹۹۰لسزې دداخلی جنګ خاطره په ذهن کې نه ده درلودلې،دتش په نامه نړیوال جهادي غورځنګ سره یو ځاي شوي دي او توانیدلي دي یو ډول ځاي قدرتمندمالی تامینونکي میکانزمونوه ئې رامینځةکړي او تقریبا د هر شي لپاره ئې مالیات او ټیکس وضع کړی دی او د قدرت تږي دي. لیرې ښکاري چې دغه کمانډران د کوم ګوندي او سمبولیک قدرت منلو ته حاضر شي .همداراز مشخصه نه ده چې  دغه قوماندانان تر کومه حده حاضر  دي په ملی سویه داجتماعي موضوعګانو په باب سازباز وکړي  او دټولنې ددباؤ په خاطر،په ځاي سطحې باندې د طالبانو د رهبرانو د سختې اداره کونې په څرنګوالي کې کوم اساسی بدلون راولي .

         البته په دې مینځومان کې یوه مهمه موضوع شته او هغه  له افغانستانه له وتلو وروسته دغه هیواد ته د امریکا دبیرته ستنیدا لرلید دی.امریکاهماغه شان،تر مځکې لاندې په لاس نه خوړولو او بې ساري معدني سرچینو سره او دغه راز په لویدیځي اسیا سیمې کې په سټراټژيک وضعیّت سره پر افغانستان نظرلري.حقیقت پاله نه ده چې تصوّر وشي،امریکایان  له سیمې او افغانستانه وتلي دي. داسې ښکاري، دوي تر دې دمه  له سیمې نه دي وتلي او یوازې رول لوبول ئې لاس په لاس کړي دي،که څه هم ظاهرا ئې خپل عسکر ویستلي دي.امریکائي نظریه وړاندې کونکي او سټراټژيسټ په دې انددي؛که امریکا په بشپړډول افغانستان پریږدي،نو دغه هیواد دچین، ایران،او روسیې په څير  دخپلو سیالانوپه  لاس کې ورپریښودلی دی. د پاکستان بدلونونو او د داعش ترهه ګرو خوځښتونو زیاتیدا ته په پام سره،داسې ښکاري چې امریکایان هماغه شان  د اړۍ ګړۍ یو ډول مدیریّت کوي څو هروخت ضرورت وویني،بیرته راوګرځي  البته چې دوي افغانستان ئې  نه دی پریښودلی .

په حقیقت کې امریکا له؛سسټماټيک او پلان شوي؛سیاست څخه په استفادې سره ، افغانستان په ناکراریو او بې ثباتیو کې ساتي  او په دغو ناکراریو کې، ایران،روسیې او چین ته د ګوزار ورکولو پشمول  نوره موخې تعقیبولی شي. همداراز باید په نظر کې ولرل شي،چې د کابل-واشنګټن  د امنیتي تړون تاریخ به هم،په ۲۰۲۴کال کې ختم شي،او په زیات احتمال سره هغه موردونه چې په دې باب د امریکا او طالبانو ترمینځ د دوحې په موافقې کې ، د پټو تفاهمونو په توګه ترسره شوي دي،د کابل –واشنګټن د امنیتی موافقې راتلونکي موضوع  ده. 

          دوستانو د افغانستان دشل کلن نیواک  او دبې مسئولیته وتلو نومې لړۍ د ننني مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تربل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو.......

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

 

ټیګونه