Oct 01, 2019 05:12 Asia/Kabul
  • داعش په افغانستان کښې-۷

په دې لیکنه کښې د مجاهدینو له بریا وروسته د افغانستان د بدلونونو او د دغه هیواد د نني وضعیت لپاره یې د تجربو څیړنه کوو.

ګرانو دوستانو السلام علیکم! داعش په افغانستان کښې نومې لړۍ له یوې بلې برخې سره ستاسو په خدمت کښې یو. د دې لړۍ په تیر پروګرام کښې مو په ۲۰۰۱ میلادي کال کښې په افغانستان باندې د امریکې دحملې او په دغه هیواد کښې د افراط پالنې دپياوړتیا جاج واخیسته. په دې نني پروګرام کښې د مجاهدینو له بریا وروسته د افغانستان د بدلونونو او د دغه هیواد د نني وضعیت لپاره یې د تجربو څیړنه کوو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د شوروي اتحاد سور پوځ د ۱۳۵۸ لمریز کال د مرغومي د میاشتې په شپږمه یعنې د ۱۹۷۹ میلادي کال د دسمبر په ۲۷ نیټه په افغانستان حمله وکړه او دغه هیواد یې ونیوه او د ۱۳۶۷ لمریز کال د سلواغې په ۲۶ نیټه یعنې د ۱۹۸۸ میلادي کال د جنورۍ په پنځلسمه د جنیوا د موافقې له مخې د یو ماته خوړلي پوځ په توګه له افغانستانه ووته. دا شان د شوروي د سره پوځ په وړاندې د افغانستان د خلکو مقاومت ټول ټال نهه کاله، یوه میاشت او نهه  ورځې دوام درلود. خو د سره پوځ په وتلو سره د ډاکټر نجیب اله په مشرۍ په افغانستان کښې واکمن مارکسیسټي رژيم درې کاله د مجاهدینو په وړاندې مقاومت وکړ او د ۱۳۷۱ لمریز کال د غويي د میاشتې په اتلسمه نیټه له شمال څخه کابل ته د احمد شاه مسعود په مشرۍ د مجاهدینو په رسیدو سره دغه رژيم هم وپرزیده.

د سره پوځ د هغه وخت قومندان بوریس ګروموف بیا وروسته اعتراف وکړ چې په افغانستان باندې د شوروي پوځي حمله یوه تیروتنه وه. هغه په افغانستان کښې د سره پوځ د شتون د وروستیو ورځو لپاره دوه ماموریتونه ضروري ګڼل. وړومبی په خوندي توګه او بې له مرګ ژوبلې له افغانستانه د شوروي ځواکونو ایستل او دویم، د خپلواکه ژوند لپاره د افغانستان د پوځ تیارول.

*/*/*/*/*/*/*

خو د افغانستان یو جهادي او دیني عالم سید محمد حسین رضواني باوري دی چې له افغانستانه د سره پوځ ایستل د دې هیواد په تاریخ کښې یوه زرینه پاڼه ده. د افغانستان د خلکو دغه بریا د نړیوالو تیریګرو لپاره د باور وړ نه وه ځکه چې په افغانستان کښې د سره پوځ د ماتې بنیادي وجه د خلکو کلک هوډ، ملي وحدت او په متعال خدای باندې یې کلک ایمان و. د افغانستان خلک چې هر کله په یووالي او وحدت سره او په خدای پاک باندې په توکل سره له دښمن سره د مقابلې په ډګر کښې مخامخ شوې دي، بریالي شوې دي.

خو سره د دې هر څه، دا څه چې د جهاد له بریا وروسته د افغانستان پر خلکو تیر شول یوه ستره ټریجیډي وه چې تر ننه یې دوام کړی دی او د افغانستان د بیا نیواک سبب شوې خو دا ځل د امریکې او ناټو په لاس. د دې نیواک نتیجه په افغانستان کښې د ناامنۍ دوام او د تندلارو او ترهګرو ډلو د فعالیت زیاتیدا او په دغه هیواد کښې د داعش په شان تکفیري ترهګرو دیره کیدل دي.

*/*

که څه هم مقاومت د مارکسیسټي حکومت او د خلق ډیموکراټیک ګوند د کودتا له هم هغه پیله په ولسي او رضاکارانه توګه په سیمه ایزه، قومي او تیت پرکه توګه پیل شو خو د کابل له مارکسیسټي رژيمه د ملاتړ لپاره افغانستان ته د سره پوځ له داخلیدو وروسته د جهاد بهیر د لویدیځې نړۍ او د اسلامي نړۍ د جدي ملاتړ وړ وګرځيد. البته په هغه کښې د لویدیځ لاسوهنې د مجاهدینو د حکومت په ورپسې ماتو کښې مهم رول ولوبوه. د سره پوځ وتلو په حقیقت کښې په افغانستان کښې د سترو قدرونو سیالي ختمه کړه خو د سیمه ایزو هیوادونو سیالي یې سخته کړه. دا حقیقت د ۱۳۷۰ کال د غويي د میاشتې په اتمه نیټه د شپې مهال کابل ته د مجاهدینو د ورننوتو په وخت په روښانه توګه څیړلی شو.

**

په دغه شپه چې د نجیب اله د حکومت د مارکسیسټي رژيم وروستۍ شپه وه، کابل ښار د متفاوتو او ځینو سیالو جهادي ځواکونو په محاصره کښې و. احمد شاه مسعود د نیمې شپې کابل ښار ونیوه.

د افغانستان تاریخي شناندی او محقق سلطان حسین فهیمي وايي: د افغانستان خلکو د جهاد د بریالیتوب او د هغوي د حکومت هرکلی وکړ ځکه چې د دغه هیواد خلک مسلمانان دي او په دې وجه د نجیب خلاف د پاڅون انګیزه هم مذهبي وه خو له بلې خوا د جهاد له بریالیتوب په سبا د مجاهدینو ترمینځ د قدرت جنګ پیل شو او له هم هغه پیل څخه څرګنده شوه چې دغه جنګ قومي او مذهبي اړخ لري. په دې معنا چې له یوې خوا د پوځ ټوټې کیدل سبب شول چې د قومندانۍ له کچې واخلې تر عسکرو پورې په پوځ کښې موجود تاجکان د احمد شاه مسعود په ځواکونو کښې شامل شول. پښتانه زیاتره د ګلبدین حکمتیار په حزب اسلامي کښې او هزاره د عبدالعلي مزاري په وحدت ګوند کښې او هم داشان ازبکان د جنرال عبدالرشید دوستم په ازبک ځواکونو کښې شامل شول.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د افغانستان د چارو زیاتره کارپوهان باوري دي کومه دسیسه چې یادیږي او پښتانه او تاجکان په کښې یو بل په لاس لرلو تورنوي، د افغانستان د هغې ورځې د پوځ د ویشلو طریقه وه. دا کار په خبرتیا سره و او که په بې خبرۍ سره، هغه بیل بحث دی خو په هر حال دا ویش او ټوټې کیدل د یو حقیقت په توګه رامینځته شول او د قدرت د جنګ په سختیدو یې اغیزه وکړه. د ګډوډي رامینځته کیدل او د ښار لوټل سبب شول چې د مجاهدینو حکومت د هغو تابیاؤ مطابق چې په پیښور کښې په موثره بهرني دخالت سره د جهادي ډلو د نسبي موافقې وړ ګرځیدلې وې، عملیاتي نه شي. د دغې موافقې له مخې ټاکل شوې وه چې صبغت اله مجددي د یوې میاشتې لپاره او برهان الدین رباني د څلورو میاشتو لپاره د مجاهدینو مشري په لاس کښې واخلي او بیا د آزادو انتخاباتو په ترسره کولو سره روا او قانوني حکومت جوړ شي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*

د دې ستونزې د رامینځته کیدو یعنې د قدرت د قومي شوي ماهیت جرړه له مخکښې نه د پيژندلو وړ وه خو جهادي مشران دومره تیت پرک وو چې واحده مشري د فصل الخطاب په توګه ومني. د افغانستان اوسمهماله محقیق او څیړاندی عوضعلي اعتمادي په هکله باوري دی چې د مجاهدینو د حکومت د ماتې یوه اصلي وجه هغه د نظر اختلافونه وو چې د قومونو د حق د مسئلې په سر په مجاهدنیو کښې رامینځته شول.

د قدرت د ویش په بهیر کښې ځینو مجاهدینو، ګوندونه په نظر کښې ونیول چې په پاې کښې نتیجې ته ونه رسیدل. بهرنیو لاسوهنو هم د طریفینو اختلافات زیات کړل چې د کورني جنګ د رامینځته کیدو سبب شول. له دې نه علاوه سیمه ایزې لاسوهنې هم موجودې وې. د ګلبدین حکمتیار حزب اسلامي چې په تاجکانو پورې د اړوند جمعیت اسلامي له خوا د کابل له نیولو حیران پاتې شوی و، خپل ځواکونه یې په ښار پورې اړوند د سروبي سیمې په غرونو کښې دیره کړل او سره له دې چې د پيښور د ترتیباتو له مخې حکمتیار د مجاهدینو د لنډمهاله حکومت د وزیراعظم په توګه ټاکل شوی و، له دغې سیمې یې په کابل د توپونو بمباري وکړه. نورو ځواکونو وار په وار په خپلو کښې په یو کیدو سره د بل سیال خلاف او د اتحادونو په ماتیدو سره او له سیالو ځواکونو سره په ملګرې کیدو سره د قدرت جنګ ته ورودانګل.

*/*

په دې منځومان کښې د جنرال دوستم او حکمتیار کړچار له نورو ډیر خرابونکی و. خو د عبدالرب رسول سیاف حزبِ اتحاد او د مزاري شیعه مذهبه حزبِ وحدت د قدرت جنګ ته له قومي اړخ نه علاوه مذهبي اړخ هم ورکړ چې له امله یې په (افشار) شیعه میشته سیمه کښې بوږنونکې وژلې رامینځته شوې.

د کابل پوهنتون استاد او د افغانستان پخوانی سفارتکار احمد سعیدي په خپل لاس د مجاهدینو د حکومت د ماتې په څیړنه کښې وايي: د افغانستان خلک به له اتحاد او پیوستون پرته کامیاب نه شي. هغوي باید باور ولري ترڅو چې ټول افغانان د کوچني قام او ستر قام او د دې ژبې او هغې ژبې په افسانې د بطان کرښه رانکښي او هم غږه او یو ولس نه شي تر هغې به یې حالت هم داسې خراب وي او افغانان به د نورو د لاس آلې وي.

د افغانستان په سیاسي ډګر کښې نن سبا هم دغه وضعیت له ورایه ښکاري.

*/*/*/*

په دې مخینې سره زیاتره شناندي اوس د ملي وحدت د حکومت جوړیدل چې د دغه هیواد په اوسمهاله تاریخ کښې یې په وړومبي ځل بڼه نیولې ده، د افغانستان د سیاسي او جهادي شخصیتونو لپاره یو مناسب فرصت ګڼي څو وکړی شي د نظر په یووالي او ملي ګټو ته په پام سره د دغه هیواد د خلکو د ستونزو د هواري په لړ کښې ګام پورته کړي. دا په داسې حال کښې دي چې له بده مرغه تراوسه نه یوازې په افغانستان کښې د ملي یووالي حکومت له اختلافاتو او څوډله توب سره مخامخ دی بلکې په افغانستان کښې د خلکو له دښمنانو په تیره بیا بهرنیو ځواکونو سره د مقابلې لپاره د نظر یووالی او ملي یوزړه توب هم نشته. دا نهیلې کونکی لرلید سبب شوی چې په افغانستان کښې کړکیچ او ناامني ورځ تر بلې زیاته شي. د افغانستان په امنیتي ارګانونو او ډلو کښې د ترهګرو ډلو نفوذ هم سبب شوی چې ترهګر د پلازمینې کابل په مینځ کښې د ترهګرو او بمي حملو توان ولري. په هم دې وجه نن سبا هم د افغانستان ترټولو مهم تاریخي ضرورت د داعش په شان تکفیري ترهګرو ډلو د فعالیت د پياړتیا له خطر سره د مقابلې لپاره د ټولو سیاسي، قامي او مذهبي اړخونو او ډلو ترمینځ د پیوستون او یوزړه توب پیاوړتیا ده.

مداخله غواړي لویدیځ هیوادونه په تیره بیا امریکا چې په افغانستان کښې د داعش د دیره کیدو ملاتړ کوي، ښه پوهیږي چې په دغه هیواد کښې د ترهګرو ډلو د فعالیت د دوام لازمه، د قومی او مذهبي اختلافاتو دوام او سختول او زیاتول دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

ټیګونه

کمنټونه