Oct 02, 2019 16:06 Asia/Kabul
  • په افغانستان تپلي ډیموکراسي او پارلیمانی انتخابات

د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې په افغانستان کې د تپلی ډيموکراسۍ نومې دلړۍ له ننني دولسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغې لړۍ کې له ۲۰۰۱کال څخه تر ۲۰۱۸کال پورې په مودې کې د ملی وحدت حکومت د رامینځةکیدا،بریاؤ،ناکامیو او وړاندیزونو بهیر ته په اشارې سره په څيړنیزو یونټونو کې (په رسندوئي کړچار او لرلید باندې په ټینګار سره) برابره شوې ده ، هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

           دوستانو په افغانستان کې د طالبانو د رژیم  له نسکوریدا وروسته ددغه هیواد د ولسی جرګې درې ځله  انتخابات ترسره شوي دي،یعني   پنځلسم پړاؤ  په ۱۳۸۴لمریز کال یا  په ۲۰۰۵کال کې،شپاړسم پړاؤ  په ۱۳۸۹لمریز کال  یا په  ۲۰۱۰  کال کې او دغه راز اولسم پړاؤ هم البته په درې نیم کلن ځنډ سره په         ۱۳۹۸ لمریزکال یا په ۲۰۱۹کال کې ترسره شو.چې ددغوانتخاباتي پړاؤنو ترټولو جنجالي  پړاؤ د  ټولټاکنو دترسره کیدا، درایو دشمیرنې  او  ددغه پړاؤ د مشر د ټاکنې دڅرنګوالي له پلوه همدغه اولسم پړاؤ یعنی دافغانستان د  پارلیماني انتخاباتو وروستۍ پړاؤ ؤ .که وغواړو،د ټولنیزو پرګنو له منظره   له انتخاباتو څخه د خلکو د هرکلي  اندازه وسپړو،نو  د تیرو انتخاباتو په نسبت  د افغانستان د  دریم پارلیماني  انتخاباتو د ګډون  علت هم  د ځوانانو، ښځو او له پوهنتونونو  فارغ التحصیل شوي کسان دي .  ددې موضوع  اهمیّت  هم په دې کې دی ، چې  دغه درې ډلې  له مذهبی او قومي شخړو او ترینګلتیاؤ لیرې  او تر ډیره حده   هغه مخکښان  او د متوسطې پرګنې ښاریز  وو چې  له  دودیز اجتماعي مرکزه  نه دي راپورته شوي .

Image Caption

 

                 د افغانستان په پارلیماني انتخاباتوکې د پوهنتونونو دفارغ التحصیلانو ، ځوانانو او میرمنو په پراخ ډول کاندید کیدا په دې  حد کې  مخینه  نه درلوده او داسې ښکاریده چې  د دریم پړاؤ  دانتخاباتو یوه پيچلتیا چې  څو ځله ئې  دنتیجو اعلان ځنډیدلی ،له همدغو کسانو  دپام  وړ شمیر  د بریالیتوب  احتمال زیات ؤ  چې دقدرت دودیزې پرګنې  لپاره د منلو وړ نه   ؤ.   له دې ورتیر جالبه ده چې  دلومړي ځل لپاره د افغانستان دپارلیمان د انتخاباتو په دریم پړاؤ کې  د پيژندل شوو مشرانو بچیان  او دقدرت مدعي  انتخاباتي سیالیوته وارد شول.د جنرال عبدالرشید دوستم،ګلبدین حکمتیار ، محمد محقق ، خلیلی ، انوري ، اسماعیل خان او عبدالرب رسول سیاف بچیان  کاندیدان شول او  د چا په خبره ،  په انتخاباتو کې په ګډون سره ئې یو ډول  د سیاسی  وزن پورته کولو سیالۍ وکړئې ، څو  دسیاست په ډګر کې د  شتون لپاره دخپل قدرت کمزوري ا وپیاوړي ټکي وپيژندي .

              له بیلابیلو پرګنو  د تعلیم یافته  ځوانانو کاندید کیدا  په افغانستان کې د ډيموکراسۍ د بهیر  په باب د یوه مثبت  بدلون اوهیله من کیدا نښه  وه .  او  دا  داسې بدلونو  ؤ چې  د افغانستان ولس هم  د مخینه لرونکو سیاستوالانو له  کړچارونو او کړنو او دغه راز  دهغوي دا نګیزو دکمیدا په علت  ځوانانو او تعلیم یافته پرګنې ته اهمیّت ورکړ او ښائي  زیاتره خلکو همدغو کاندیدانو ته راي ورکړي وي خو  د نتیجو د اعلان ځنډ  د افغان ولس دغه ټوله هلې ځلې له خاورو سره خاورې کړي دي .

Image Caption

 

                 دغه ډول څرګندونو اوکړنو ته په پام سره  داسې ارزول کیږي ، چې   د افغانستان د  ولس  له خوا  د  ډ يرو بدو شرائطو  او زیاتو مشکلاتو شتون سره سره ،  له درې نیم کال  ځنډ وروسته بیا  هم  دپارلیماني انتخاباتو  ترسره کیدا،  په وړاندې یو ګام  ګڼلی دی .  په همدې دلیل وه چې  تعلیم یافته پرګنې او   د متوسطې پرګنې ښاریزو ځانونه په داسې موقعیّت کې  ارزولي  چې  د  زور او قدرت له خاوندانو سره سیالۍ وکړي . دا خیال کید، چې که   دځوانانو او میرمنو ترڅنګ دغه تعلیم یافته پرګنه  وتوانیږي ، په ښه موقعیت کې راشي، نو احتمال  نوي ملی پارلیمان یا ولسی جرګه به د نړیوالو اړیکو،ټولن پيژندنې ، اقتصاد،سیاسی علومو او حقوقو  په څانګو کې د متخصصو استاذانو او تعلیم یافته ؤ مخکښانو  زیات شمیر ته ځاي ورکړي  او پارلیمان به  د تیر وخت په نسبت لا  تخصصي  او مختلف  شي .

            په دې واقعیّت کې  چې  د پارلیمان ددریم پړاؤ ا نتخابات  د په ډيرو ناسمو شرائطو کې د افغانستان د نوي اساسی قانون په اساس ترسره شول .د خلکو  په بیلابیلو پرګنو،د قدرت د  خاوندانو او   په تیره بیا د انتخاباتو د خپلواکه کمیشن  ترمینځ  هم تقریبا نظر نسبي یوووالی  موجود ؤ . په عین حال کې  د افغانستان  ملی وحدت حکومت بله هیڅ ټاکنه په وړاندې نه درلوده ، ځکه  په داسې حال کې چې  ددغه هیواد ولسمشر اشرف غني  په بیړني ډول د پارلیمان دوهم پړاؤ تر درو کلونو او شپږو میاشتو پورې ساتلی ؤ ،په دې هیلې سره،چې  د پارلیماني انتخاباتو ددریم  پړاؤ   دترسره کولو لپاره  شرائط ښه شي ،امنیتی شرائط هره ورځ چې تیریدله لاپسې خرابیدل  او د داعشیانو او طالبانو حملې او بمي چاودنې هم پسې لازیاتیدلې . 

Image Caption

 

                 په کلي توګه ویئل کیدلی شي،چې  د ملی وحدت حکومت  په دوو دلیلونو د انتخاباتو د شرائطو لپاره له چمتووالی پرته د پارلیماني  انتخاباتو  ترسره کیدا ته مجبوره شو .لومړی دلیل ئې د تیر وخت په نسبت د طالبانو ډلې  لازیاته قدرت غوښتنه او  د داعش ډلې دشتون زیاتیدا  او دوهم  هم دبهرنیو ملاتړو یعنی د امریکا او ناټو د دباؤنو  اعمالیدا  چې  په افغانستنا کې ئې  د خپل شتون دوام او جنګ په بندونو کې لید.  دغو واقعیتونو ته په پام سره  وه چې  د افغانستان د ملی وحدت حکومت باندې ډير دباؤنه وو ، څو   رامینځة شوی سیاسی بندون،  د نوو انتخاباتو  دترسره کیدا او د یوه داسې پارلیمان  د رامینځة کیدا له لارې  چې  وتوانیږي  لافعال عمل وکړي ،  پاي ته ورسوي .  خو حقیقت دادی چې  حکومت  د انتخاباتو دترسره کیدا لپاره  سم شرائط نه درلودل .   له دې ورتیر،د انتخاباتو دلګښت تامینیدا،په داسې شرائطوکې چې  د بهرنیو مرستې هم کمیدلې اود حکومت لویدیځي ملاتړو هم له خپلې خوا د اضافي لګښتونو د منلولپاره څه خاص ګروهنه  نه  درلوده،یوجدي چیلنج  او ستر خنډ ؤ .

                په دغه شان شرائطو کې  د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني  د انتخاباتو خپلواکه کمیشن ته  دکار بلنه ورکړه چې  په دې پسې  د ملی وحدت حکومت  په داخل کې  د پام وړ درز رامینځة شو .  د ملی وحدت حکومت  د اجرائي شورا مشر عبدا...عبدا....  د انتخاباتو دکمیشن  درامینځةکونې له څرنګوالي سره په مخالفت سره  دا تر پوښتنې لاندې وروست  او  دا ئې یو پلوي وبالۀ او  پر ولسمشر ئې تور ورلګاوۀ چې  په ځان له سر،  د نورو د نظریاتو په  نظر کې له نیولو پرته ئې  دخپلې خوښې کسان ټاکلي دي . تر مودو مودو پورې دنظر دغه اختلاف  دوام وموند او  دانتخاباتو د خپلواکه کمیشن دغړو ترکیب باندې  اختلافات وو،تر دې چې ځیني بدلونونه پکې وشول  او  لورو یو ډول روغه جوړه وکړ ه .

Image Caption

 

           د افغانستان  د انتخاباتو دخپلواکه کمیشن د غړو ترکیب یوازې ددغه هیواد  دپارلیماني انتخاباتو په وړاندې نه ؤ. له دې  لاجدي چیلنجونه هم  شته  چې  دهغو په سر کې د طالبانو قدرتمنیدا او د ولسی جرګې د انتخاباتو  د ترسره کیدا او د ډیموکراسۍ  دبهیر  دناکامولو لپاره د نوو تاکتیکونو غوره کیدا  او د ځان مرګو حملو ترسره کیدا دهغو  په سر کې وو .پر طالبانوسربیره بل مشکل د داعش تفکیری ترهه ګرې ډلې شتون چې  په عراق  او سورئې کې  د  تش په نامه خلافت د ټاټوبی د له لاسه ورکولو او له سختې پوځي ماتې خوړولو وروسته د امریکا په بشبړ ملاتړونو سره افغانستان ته وارده شوي ده.  دغې ډلې  له  انتخاباتو ترسره کیدا مخکې لومړي ځان مرګي عملیات  د کابل په لویدیځ کې په یوه هغه جومات کې وکړل چې  ټاکل شوې وه،د پيژندپاڼو د ترلاسه کولو  د نامو د ثبتیدو ځاي شي .چې په دغې  بوږنونکي ځان مرګي حملې  کې  دکابل  څه دپاسه  سل اهل تشیع شهیدان شول .

              داعش ترهه ګرې  ډلې د افغانستان په انتخاباتي اجتماعاتو  کې  په ترکیب سره ځان مرګي او نورې حملې  کړي دي او داپه داسې حال کې وو چې طالبانو ډلې هم په درست هیواد کې په پراخه سویه دافغانستان د پارلیماني انتخاباتو دبهیر  خرابولو،د راي ورکونکو دنامو د ثبتولو  مخنیوي ته دوام ورکړی .داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې  دافغانستان د  پارلیماني  انتخاباتو  د بهیر پرګډوډلو سربیره د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ د ستر درز رامینځةکول هم په نظر کې درلودلي دي . له دې امله  هغه  زیاتره ځایونه چې  د داعشي تکفیریانو له ځان مرګو حملو سره  هم مخامخ شوي،په تیره بیا  په کابل کې شیعه میشته  او هزارګانو د اوسیدو ځایونه وو .  ظاهرا  داعشيان هیله مند وو  له دې لارې په کابل کې دشعه او سني مسلمانانو ټولنې سره مخامخ  کړي ،خو په هغې هوښیارۍ اوځيرتیا سره چې  د  افغانستان ولس   له مذهب اوقومیّته ورتیر  له خپلې  خوا ښودلې ،د داعشیانو دغه سپير پلان  ئې له ماتې سره مخامخ کړی دی .که څه هم چې عامو خلکو ډير زیات ځاني او مالی تاوانونه زغملي دي،خو په هرحال  پخپل مقاومت سره  توانیدلي دي داعشی تکفیریان خپلو سپیرو موخو ته  په رسیدا کې ناکام کړي .

Image Caption

 

                په افغانستان کې د طالبانو ډلې او داعشي تکفیریانو  د وسلوالو حملو او ځان مرګي بریدونو فرق په دې کې ووچې طالبانوخپله اصلي هڅه د افغانستان   د پارلیماني انتخاباتو د دریم پړاؤ  دانتخاباتو  د مبارزې  په وخت کې  کاندیدانو ته متوجه وو  او زیاتره ئې پر هغو غونډو حملې کړي،چې  انتخاباتي کاندیدانو پکې شتون  درلود.  د طالبانو دغه سیاست   په ښکاره   په انتخاباتو کې  له ګډونه د خلکو د  نهیلی کولو  او  د انتخاباتي کاندیدانو د  منصرف اوغړولو   په موخې سره وو .هماغه ډول چې  د افغانستان خبری آژانسونو راپورونه ورکړي ،  په انتخاباتي کمپاینونو کې  په دغه اخ و ډب کې لسو کاندیدانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی . د طالبانو په وسیله  په دغو بمي چاودنو او حملو کې په وژل شوو تر ټولو مطرحو کاندیانو کې  یو عبدالجبار قهرمان ؤ چې  په هلمند ولایت کې د رایو د اخستو  له پيلیدا څو ورځې مخکې  ووژل شو  او  ددغه ترور پړه هم طالبانو په غاړه اخستې وه . 

            د داعشی تکفیریانو د حملو په نتیجې کې  دافغانستان   د رایو ورکونکو  له کابو دریالس  میلیون  شرائط لرونکو څخه   د افغانستان د پارلیماني انتخاباتو په دریم پړاؤ کې  ټول ټال کابو  اوه میلیون کسانو نامې ثبت کړې  وې .  له دغه  شمیره هم   په دغو انتخاباتو کې  څه دپاسه  څلور میلیون  اته لکه  کسانو د رایو د اچولو په ورځې  د  رایو دصندقونو مرکزونو ته ورغلل .له دې سره سره،په افغانستان کې د پارلیماني انتخاباتو ترسره کیدا  د ډیموکراسۍ له نظره  مخ په وړاندې یو ګام حسابیږي .ددغو انتخاباتو تجروبو هم ښودلې ده چې  په افغانستان کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په څير له امریکا سره د اړونده ترهه ګرو ډلو فعالیتونه او نیواکګرو لاسوهنې په دغه هیواد کې د ډیموکراسۍ  ترټولو مهم خنډونه حسابیږي .

Image Caption

 

  خوږو دوستانو  هیله ده  په افغانستان کې د تپلي ډيموکراسۍ دلړۍ   نننۍ دولسم مطلب  توانیدلی وي،ستاسو عزیزانو  توجه ئې جلب کړي وي  زمونږ د دغې موضوع د پروګرام په باب موله خپلو نظرونو اولیدتوګو خبر کړئ ، څو  ستاسو په نظرونو او وړاندیزونو سره خپل دغه پروګرام نوره هم لاښه کړو .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

کمنټونه