Dec 09, 2019 14:05 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د داعش لرلید

د سیاسی مسلو امریکایی کارپیژاندې مارک ګلن وایی د داعش ماته د امریکا او اسراییلو ماته ده . هغه د داعش ماته د شیعه او سنی مسلمانانو او حتی مسیحیانو ترمینځ د اتحاد لپاره یوه نښه وبلله او ویې ویل چی دا موضوع بریالیو نتیجو ته د رسیدا سبب شوی ده چی له هغې په دنیا کی د صیهونیزم سټراټیجیو د ماتې لپاره د بیلګې په توګه استفاده کیدلی شی

په افغانستان او پاکستان کې د داعش د پاتی کیدا یا نه پاتیکیدا ډول ډول عواملو پورې اړه لری چی درست یې د داعش په اختیار کې ندی . په دغه موضوع کې شک نشته چی داعش د سیمه ایزو او نړیوالو امنیتی ادارو د نیابتی جنګ یوه برخه ده . هر یو لوبغاړې هم خپل خاص هدفونه لری چی له یوه بل سمون نه خوری . البته داعش خپله خاصه کتنه او هدفونه په تیره بیا د اسلامی خلافت احیا خیا په ذهن کې پالی او طبیعی ده چی دغه افراطی او ترهه ګره ډله خپل هدفونه په لومړیو پړاونو کې له خپلو سیمه ایزو او نړیوالو ملاتړو سره غږمله تعقیبوی او په راتلونکیو پړاونو کې په څرګنده اعلانوی .

«««««««««««««««««««««««««««««

له دې  امله په پریکنده توګه په افغانستان او پاکستان کې د داعش راتلونکی نشی اټکل کیدلې او روښاتنه لرلید ورپاره نشو انځورولې . خو مسلمه ده چی د اعش هم د بلې هرې انحرافی ایډیالوجیکی ډلې په شان لږ تر لږه خپل تفکر وساتی ، که څه هم عملیاتی رول له لاسه ورکړی . په همدې دلیل د القاعدې او طالبانو په شان ټډلې چی په وروستیو لسیزو کې په سیمه  کی بڼه غوره کړی ده حتی د قدرت له لاسه ورکولو وروسته هم د اغیز شیندونکیو ډلو په توګه د امنیتی ادارو تر اوزاری استفادې لاندې پاتې دی . الکسانډر جورج او نوام چامسکی د لویدیځو حکومتونو ترهه ګری تر عنوان لاندې په کتاب کی لیکی  چی سپینې ماڼۍ په بیلا بیلو وختونو کې په درستې نړۍ کې له بیلا بیلو ترهه ګرو او وسله والو ډلو ملاتړ کړی دی . واشنګټن همداراز د فارس خلیج د څنډې  عربی هیوادونو په شان  له ډیرو زیاتو دیکتاتورو رژیمونو ملاتړ او ورسره مرسته کړی ده تر څود حکومتی ترهه ګرۍ له اوزاره په استفادې سره خپل مخالفان او خلک وځپی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د تکفیریانو له نظره افغانستان انو پاکستان په تیره بیا د پولو دواړو لورو ته قبایلی سیمې د داعش د خلافت د دوام لپاره مستعدې سیمې ښکاری . دغه غرنی سیمې له پوځی او د پښتون ټولنې جوړښت  له پلوه له سوریې او عراق چی هموارې دښتې اودپوځی تیری په وړاندی ډیرتاوانی او د مرکزی حکومتونو د بیا سلطې سبب شول ، دفاع یې کیدلې شی . پر دې اساس جوتیږی چی داعش ولې د خراسان بحث رامینځته کړی دی او ورپاره رول ته قایل شوی دی . د هغه محدوده هم د جنوبی قفقاز ، مرکزی اسیا ، د چین سین کیانګ ، پاکستان او افغانستان او همداراز د شمالی هند مسلمان میښته برخې ته ورګرځی .

««««««««««««««««««««««««««««««««

په عین حال کی داعش د خراسان ولایت محدوده په دې ډول انځور کړی ده چی د امریکا او د هغې د متحدانو له ګټو سره هم سمون خوری . دا موضوع څه د داعش د سرغنو د فرصت  غوښتنې له امله وبولو او څه د امریکایی ملاتړود طرحې له امله ، نتیجه به یې یو شانته وی . په دې معنا چی داعش او لودیځه نړۍ  ګډې ګټې لری .

په بله کتنه کې که داعش د لویدیځ  استخباراتی پروژه وبولو  نو دغه ډله هم د نورو ترهه ګرو ډلو په شان چی ترې اوزاری استفاده کیږی ، د مصرف ټاکل شوی نیټه ولری او برخلیک یې د قدرت د نړیوالو ګټو له معاملاتو سره غوټه خوړلی ده .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

په هرو دو کتنو کې په پاکستان او افغانستان کې د یوې جغرافیې په سویه د داعش له شتونه روښانه لرلید نشو درلودلې . ځکه چی حتی  بالفرض په دغه سیمه کی د تش په نامه اسلامی خلافت په رامینځته کولو کې د داعش د ناکامی په بڼه کې هم د دغې ترهه ګرې ډلې فکری رسوبات پاتې وی . د دغو خیرو خطره په تیره بیا له دې اړخه ده چی داعش په دغه سیمه کی د ځای ځواکونو په جذبولو سره تر ډیره حده ځای رنګ خپلولې شی . کیدلې شی له دغې ډلې د لویدیځو او د سیمې د مرتجعو عربو هیوادونو نهایی هدف هم همدغه موضوع وی  ، کنی له ذهنه لیری ده چی داعش ته اجازه ورکړل شی  چی افغانستان یا پاکستان ونیسی او تش په نامه اسلامی خلافت رامیځته کړی ، ځکه چی په افغانستان کی د امریکا پوځی سیاستونه ښی چی په دغه هیواد کې د پوځی لاسوهنې لپاره اوږدمهاله پروګرام لری .

««««««««««««««««««««««««««««

پر دې اساس د پوهیدلو کیږی چی په افغانستان او پاکستان کی د د اعش شتون په هماغه حال کی په عربی چوکاټ کی او په دغو دو هیوادونو کې د خلافت لپاره د ټاټوبی د ترلاسه کولو لپاره د نه احتمال وړ کیږی ، د ځای غړیو او څه لږ لچک ښودلو په چوکاټ کې او همداراز په بیړنیو شرایطو کې له یوې سیمې ، بلې سیمې ته د انتقال او خوځښت په وړتیا سره یې احتمال زیاتیږی . په دې لړ کی ځای پیژندل شوی ترهه ګرې او افراطی ډلې له طبیعی ، سیاسی او قوی جغرافیه له پلوه  په دریوډلو د قفقاز ډله ، د ترک قوم په چورلیزتوب د سین کیانګ ، مرکزی اسیا ، د پښتون ، پنجابی په چورلیزتوب د افغانستان او پاکستان ډله اوپه نهایت کی د هندوستان ډله په نظر کې نیول کیدلې شی  چی  له داعش سره د هغو د ملګرتیا احتمال یا د هغو د یوې برخې احتمال موجود دې .

««««««««««««««««««««««««««««««««

 

الف: د قفقاز ، آسیامرکزی آسیا، سین کیانگ ډله د ترک په قومی چورلیز په دې ډول دی .  

حزب التحریر ازبکستان

نهضت اسلامی ازبکستان

تبلیغ «مأموریت»ډله

حرکت اسلامی ازبکستان

اوزون سکول «ریش بلند»

نهضت اسلامی ترکستان شرقی

جامعه عدالت

جنبش مهاجرین و الانصار شاخه ابوعمر چچنی

د اسلام جنګیالی

جنبش مهاجرین و الانصار شاخه صلاح الدین چچنی

پرتو نور

جیش الخلافه الاسلامیه

ندامت

د جنود الشام غونډونه

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

 

د افغانستان او پاکستان  ډله د پشتون او  پنجابی  په چورلیزتوب چی پکې دا ډلې شاملیږی .

طالبان افغانستان

لشکر جنگجوی

تحریک طالبان پاکستان

جنداله

حزب اسلامی گلبیدن حکمتیار

جیش العدل

شبکه حقانی

الفرقان

لشکر طیبه

حزب التحریر افغانستان

جماعت الدعوه

جیش محمد

سپاه صحابه

 او د هندوستان په ډله کې دغه ډلې شاملیږی .

مجاهدین هند

د القاعده هندی څانګه

تحریک خلافت

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

داعش د مرکزی اسیا ، د جنوبی قفقاز حوزې او د چین سین کیانګ ټولې افراطی ډلې په ځان کی جذب کړی دی . دغه افراطی ډلې په دو جغرافیایی سیمو کی  د داعش په څنګ کی راغلی دی .  له هغوی یوې ډلې په سوریه او عراق کی لکه چیچنیانو ، ازبکانو او تاجیکانو د داعش په ګټه جنګ وکړ . د عراق او سوریې په جمګ کی هم په چیچنیانو او ازبکانو پورې اړونده تشکیلات له نورو ترهه ګرو ډلو ډیر فعال وو .

«««««««««««««««««««««««««««««

د مینځنی اسیا او قفقازی ډلو یوه برخه هم د القاعدې غړی دی چی اوس داعش سره یو ځای شوی دی او له ابوبکر بغدادی سره یې بیعت کړی دی . چیچنیان او تاجیکان د قوماندانۍ او په عراق او سوریه کی د نیول شویو سیمو اداری لوړې څوکۍ  په اختیار کې درلودلې . په سوریه کی د دادعش اصلی پوځی قوماندان د ابو عبدالرحمان له هلاک کیدا وروسته د چیچنی میلیته عمر الشیشانی په غاړه وو . د هغه اصلی نوم ترخان یا تراشویلی وو چی په یوې چیچنی کورنۍ کې زیږیدلې وو .

«««««««««««««««««««««««««««

د دغو دستو مضوګانو ته په پام سره په افغانستان او پاکستان کې د داعش د جرړې د وچولو او ماتې لپاره د سیمې د هیوادونو ملګرتیا هم ضروری ده .

د سیاسی مسلو امریکایی کارپیژاندې  مارک ګلن وایی د داعش ماته د امریکا او اسراییلو ماته ده . هغه د داعش ماته د شیعه او سنی مسلمانانو او حتی مسیحیانو ترمینځ د اتحاد لپاره یوه نښه وبلله او ویې ویل چی دا موضوع بریالیو نتیجو ته د رسیدا سبب شوی ده چی له هغې په دنیا کی  د صیهونیزم سټراټیجیو د ماتې لپاره د بیلګې په توګه استفاده کیدلی شی . مارک ګلن باوری دې د داعش ډله په اسلامی نړۍ کې د درز د رامینځته کولو په خاطر د فارس خلیج د حوزې د عربو هیوادونواو سعودیانو په وسیله رامینځته شوی ده .

پای

 

 

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه