Dec 17, 2019 17:11 Asia/Kabul
  • داعش په افغانستان کې

په مینځنۍآسیاکې د هغو پرفعالیتونوپه افغانستان کې دداعش د شتون اغیزې د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې په افغانستان کې دداعش د شتون نومې لړۍ له ننني اولسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه مطلب کې په افغانستان او پاکستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو د دوام او سپيروموخو په باب درسره غږیږو ، نو هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

     دوستانو  له مینځنۍ آسیا، جنوبی قفقاز، جنوبی آسیا او حتی د چین له سین کیانګ څخه د داعشي ترهه ګرو  ملګرتیا، یوازې  په عراق او سورئې کې ترهه ګرو اقداماتو ته نه محدودیږي .  په عراق او سورئې کې دداعشي تکفیریانو له ماتې وروسته،ددغې جنایتکارې ډلې وګړي هم د افغانستان  په شمالی برخو بدخشان او فرغانه د رې کې په یوه غږمله پروګرام کې  سره متمرکز شوي دي .داسې ښکاري  دوي  پر روسیې او چین  ددباؤ دزیاتولو لپاره د امریکا له سیاستونو سره غږمله،ځانونه مینځنۍ آسیا د چین سین کیانګ او  جنوبي  او شمالي قفقاز په تیره بیا چیچنیا او اینګوشیتیا ته د ورتلو لپاره تیاروي .هماغه ډول چې  بریښي،افغانستان ددغو ځواکونو یوازینۍ او نهائي موخه نه ده .که څه هم چې دداعش لپاره  افغانستان او پاکستان د دوي په خیالي اند د تش په نامه اسلامی خلافت د خراسان د څانګې  دیوې برخې په توګه  حسابیږي.

             دا چې دداعش سرغنو فیصله کړې ده،د پوځي قوماندانۍ او د اداري  مسئولیتونو په سویه  به د خپلو قفقازي او منیځنۍ آسیا  له ملیّتونو څخه د ښه کیفیّت لرونکو عناصرو څخه استفاده وکړي،د دوي د ادعا وړ خلافت د خراسان له څانګې د لاپراخو حوزو لپاره د داعش سټراټژيکو پروګرامونو ته له پامه پرته د غور وړ وي .داسې ښکاري چې داعش په پوهیدا سره په مینځنۍ آسیا،قفقاز او دچین په سین کیانګ کې خپلې موخې،د امریکا او د هغې دمتحدانو له موخو سره غږمله کړي وي .احتمالا په عراق او سورئې کې د داعش له ماتې وروسته ،دغه سټراټژي پلان شوې ده چې  دغه ترهه ګره ډله ستر خراسان د تش په نامه خلافت  منتقلول  عملیاتي کړي څو  په لویديځي آسیا کې د امریکا او د هغې دمتحدانو له پوځونو سره د نیغ په نیغه ښکیلیدا په ځاي،د هغوي له ملاتړه برخمن شي .ځکه چې د نړۍ په دغې برخې کې  د داعش او امریکا ترمینځ  د روسیې،چین او ایران په ضد ګډې  موخې لیدل کیږي .دداعش ډلې لوړپوړي  زیاتره افسران نور عربان نه دي  او زیاتره  مشران او مسئولان ئې  ګرجستانیان،چچیچنیا وال  دي او لازیات اختیارات لري . دغه بدلون دا احتمال پیاوړی کوي،چې امریکال او ناټو غواړي،په افغانستان کې  د داعش د فعالیتونوپه پراختیا  مینځنۍ آسیا او قفقاز ته ئې په پراختیا سره،له داعش څخه د روسیې،چین او ایران  په ضد استفاده کوي.

Image Caption

 

                د ګډوګټو د ټولنې د هیوادونو د ترهه ګرضد مرکز مشر نوویکوف په دې اند دی چې داعش ترهه ګره ډله،  د ترهه ګرۍ او افراط پالنې په نوي او ماډرن ماډل سره   دمینځنۍ  آسیا هیوادونو ته واردیږي . هغه د مینځنۍ آسیا سیمې ته  په  عراق او سورئې کې د داعش ماته خوړلو ترهه ګرو نفوذ ته په اشارې سره باؤري دی،د سورئې اوعراق  له ځينو جنګي سیمو څخه په څو ملیّتونو ځانګړنې  سره  په یوه نوي ماډل سره   ترهه ګري او افراط پالنه  د مینځنۍ آسیا  هیوادونو ته وارده شوې ده.

په تاجیکستان کې دروسیې  سفیر ایګور فرولوف  هم وئيلي دي ،داعش  په مینځنۍ آسیا سیمې کې د ترهه ګرۍ او افراط پالنې دپراختیا او دودیدا اصلي سرچینه ده .له دې امله  روسیه د هغو بهرنیو لوبغاړو په اړه اندیښمنه ده چې  په مینځنۍ آسیا کې د ترهه ګرۍ  د نفوذ دمخنیوي په پلمه   له ترهه ګرو ډلو څخه په استفادې سره ددغو هیوادونو په کورنیو چاروکې ګوتې وهي .

                 دوستانو  د شوروي  له دړې وړې کیدا وروسته ، په مینځنۍ آسیا په تیره بیا فرغانه  درې کې د حزب التحریر  افراطي ډلې په څير ترهه ګرو ډلو زیات فعالیتونه پيل کړي دي .دغو ډلو د ازبکو،تاجیکو  اویغوریانو  او قرغزیانوله بیلابیلو ملیَّتونو څخه وګړي ګمارلي دي  او په افغانستان کې  هم له افراطي ډلو سره  نزدې ارتباط لري  او حتی کله کله  په افراط پال نظر سره پخپلو قومي سیمو کې  قدرت ته په لاس رسي پسې دي .لکه څنګه چې  د افغانستان  د ملی  امنیت  پخواني سلاکار  محمد حنیف اتمر د افغانستان په شمال کې د روسیې،مینځنۍ آسیا  او چچینیا په ملیّتونو سره  د ترهه ګرو  ډلو غونډيدا په بشپړ ډول د دوي له خپلو ملي پالو موخو سره  په ارتباط کې ارزولې ده .

Image Caption

 

         محمد حنیف اتمر  همداراز  د ۱۳۹۴لمریز  کال کې  هم  وئيلي وو،چې د ختیځي ترکستان  ترهه ګره ډ له  د افغانستان له شمال څخه د چین دټارګټ کولو په موخې سره  غواړي دغه هیواد ته وارده شي،او د تاجیکستان  انصار ا.... ډله هم غواړي افغانستان ته وارده شي،د ازبکستان په اصطلاح سره غورځنګ غواړي په دغه هیواد حمله وکړي او له دې وروسته روسیې ته ورسیږي . د حنیف اتمر په وینا،له مینځنۍ آسیا او جنوبي قفقاز سره اړونده د ملی پالو،ترهه ګرو او افراط پالو ډلو موخې له هیچا پټې نه دي .لکه څنګه چې دوي له دې مخکې چې دسورئې اوعراق شخړه رامینځةکړي  او دوي  لویدیځي آسیا ته لاړ شي،خپل خاص اسلامی امارت ئې  په ۱۹۸۹کال کې  په مینځنۍ آسیا او قفقاز کې تاسیس  کړی ؤ .

Image Caption

 

                 د شوروي  اتحاد له دړې وړې کیدا وروسته په مینځنۍ آسیا اوقفقاز کې د افراطي ډلو  په وسیله  د دغو اماراتونو له تاسیس څخه  موخه، په لومړۍ درجې کې د سیکولرانو له قدرتمنیدا سره مقابله وه.دغو امارتونو له القاعدې ترهه ګرې ډلې سره  ارتباط درلود.په دوي کې یو امارت،د قفقاز اسلامی امارت ؤ  چې مشري ئې  دوکو عمراف په غاړه درلوده  چې په ۲۰۱۳کال کې  ووژل شو . خو هغه څه چې په اوسنیو شرائطو کې له خاص اهمیته برخمن دي،دادي چې د قفقاز  امارت غورځنګ چې  له دې مخکې د القاعدې یوه برخه حسابیده ، اوس له داعش سره یو ځاي شوې ده .

              په حقیقت کې په مینځنۍ آسیا او قفقاز کې ډيرو افراطي اوترهه ګرو ډلو، د سورئې د بحران په اوږدو کې  له داعش سره بیعت کړی او اوس هم  له هغو ځيني په افغانستان کې د امریکا په ملاتړ سره  فعالیتونه کوي .د قفقاز اسلامی امارت او د چیچنیاوالو د مهاجرین والانصار غورځنګ هغه ډلې دي ، چې دسورئې د شخړې په پیل کې د النصره جبهې او القاعدې ډلې ترڅنګ وې .خو دداعش او القاعدې ترمینځ  د درز ژورتیا  او د داعشي ترهه ګرو برلاسه کیدا ځيني داسې شرائط راوپنځول چې د قفقاز اسلامی امارت له  القاعدې ډلې سره،له داعش سره د بیعت په سر د بیلیدا له خطرې سره مخامخ شوه .  د قفقاز اسلامی امارت  سرغنه ابومحمد داعستاني  وخت په وخت له القاعدې سره  پر بیعت  ټينګار کاوۀ، خو د قفقاز زیاتره تکفیری ترهه ګر وسلوال  له ابوعمر چیچني سره یو ځاي شول چې  دداعش له مشر ابوبکر البغدادي سره ئې بیعت کړی  ؤ .

Image Caption

 

                     په دې مینځومیان کې د ازبکستان  حزب التحریر چې په حقیقت کې د لویدیځي آسیا او خلافت پالو د حزب التحریر یوه څانګه ده،یو خاص وضعیّت سره مخ شوه . دغه غورځنګ چې  په همدې نامې سره مدعي دی  د نړۍ په ۶۵هیوادونو کې څانګې لري،په افغانستان او پاکستان کې هم فعالیتونه کوي .له کلونو کلونو مخکې  یعني په ۱۳۳۲لمریز کال یا په ۱۹۵۳کال کې ددغه غورځنګ لومړنی مرکز ، د تقي الدین البنهاني په وسیله د عثماني امپراتورۍ له دړې وړې کیدا وروسته داسلامی هیوادونو د یوموټي کیدا او وحدت  په خاطر تاسیس شوی ؤ .حزب التحریر په لندن کې ځان له تاؤتریخوالي لیرې او یو سیاسی تشکیلات ګڼي ، خو په افغانستان او ازبکستان کې  له تاؤتریخوالي ډډه نه کوي .حزب التحریر له داعشسره د خلافت پالو یوه ترټولونزدې ډله ده،خو له دوي سره په رودې کې ځيني توپیرونه لري . 

             البته په مینځنۍ ۍآسیا اوقفقاز کې د افراطي ډلو په تاسیس کې،باید ددغې سیمې په ځينو اسلامی هیوادونو کې له اسلام سره د مقابلې د سیاستونو په رول هم سترګې پټې نشی .که څه هم دا چې په دغو هیوادونو کې سیکولر حکومتونه  حتی  مینځ پلوه اسلامی ډلو ته هم د فعالیت اجازت نه ورکوياو همدغه موضوع له دوي څخه دداعش د ناوړې استفادېاو د افراط پالو ډلو په ودې کې اغیزشیندونکي ده.په دې توګه چې ددغې موضوع تر اغیزولاندې،له داعش ډلې سره د مینځنۍ آسیا او قفقاز دهیوادونو  د ښاریزو یو ځاي کیدا د پام وړ ده ډ .

                    دوستانو په تهران کې د سیاسی چارو یو کارپوه علی نصیري په دې باب وائي،د مینځنۍ آسیا ، چین او روسیې د هغو ښاریزو شمیرچې په سورئې او عراق کې له داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې سره یو ځاي شوي  وو  د نورو ملیّتونو په نسبت ډیر زیات راپور شوي دي .په داعش ترهه ګرې ډلې کې د مینځنۍ آسیا دهیوادونو دښاریزو ډير شتون دومره ښکاره او زیات ؤ چې سیاسي کارپوهانو  دوي د داعش د خراسان د څانګې  په نامه یاد کړي دي .د داعش همدغې څانګې  په ښکاره  دافغانستان په کابل او نورو ښارونو کې د ډيرو خونړیو او بوږنونکو پيښو مسئولیّتونه چې په سلګونو کسان  پکې شهیدان او ټپیان شوي دي ، هم په غاړه اخستي دي  .

Image Caption

 

                که څه هم  په افغانستان کې له د وي د ځينو کسانو په نیول کیدا سره ، ددغه  هیواد چارواکو تر دې دمه  له خپلې خوا په افغانستان کې  د داعش د  سپيرې بلا په باب پریکنده دریځ نه دی ښودلی،خو د مینځنۍآسیاپه هیوادونو کې د داعش د دغې څانګې  دنیول شوو کسانو زیاتوالي او شمیرنې  ښئ چې دوي سوکه سوکه دسیمې دهیوادونو لپاره په یوه جدي ګواښ  په بدلیدو دي .

Image Caption

 

د تهران ریډیو دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په افغانستان کې د داعش د شتون  نومې د لړۍ  د اولسم مطلب وخت هم همدومره ؤ  نو له دې مخکې  چې له تاسو اجازت وغواړو ،باید ووایو چې  په دې موضوع  او همداراز د نورو غوره او ښو موضوعګانو په باب  له مونږ سره اړیکه ټينګه کړئ او د تازه خبرونو،تبصرو،راپورونو او همداراز ددیني،کلتوري،اقتصادي، روغتیائي ، سپورټي او ټولینزو مطلبونو او  ویناؤ دلیدو او آوریدو لپاره   او په تیره بیا د خوږو آوریدونکو په خپلو پیغامونو،بریښنا لیکونو او غږیزو پیغامونو  مشمتل  د هرکله راشه  پروګرام  د لیدو او آ وریدو لپاره زمونږ د   انټرنیټي سایټ درک هم مه هیروئ چې ایډریس ئې هم په دې ډول دی .    PARSTODAY.COM/PS  دغه ایډریس خپله هم نوټ کړئ او له خپلو نورو ملګرو سره ئې هم شریک کړئ،نو د  ستاسو د ښو او غوره لیکنو په تمه ، نیکمرغه او سوکاله ژوند درته غواړو .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

کمنټونه