Dec 31, 2019 17:37 Asia/Kabul
  • افغانستان په تیر کال کې

په داسې شرایطو کی د ولسمشرۍ د ټاکنو د دوهم پړاو ترسره کول هغه هم د بیومیټریک رایو معیار ګرځول او د انتخاباتو په بهیر د مدنی ټولنې د څارنې لپاره د طرحې برابرول هغه لاره چاره ده چی افغانستان له سیاسی او انتخاباتی کړکیچ ویستلې شی .

په افغانستان کې د داعش د مرکز تباه کیدا

د امریکا په جنګی جنایتونو په  غور د افغانستان د بشری حقوقو د کمیشن ټینګار

په افغانستان کی له موقته سولې سره د افغان ولسمشر مخالفت

د سولې په مشورتی لویه جرګه کی د ګډون لپاره له طالبانو د افغان دولت غوښتنه

د محمد محقق په  څنګته کولو د افغانستان د حزب وحدت اسلامی غبرګون

د ملګرو ملتو امنیت شورا ته له پاکستانه د افغانستان شکایت

په مزار شریف د بیړنی حالت اعلان

د امریکا په وسیله د افغانستان د ملی امنیت د سلاکار د څنګته کولو لپاره د دباونو زیاتیدا

د افغانستان په اړه د تماس د نړیوالې  ډلې غونډې ترسره کیدا

د اشرف غنی د څنګته کیدا لپاره د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو غوښتنه

د افغانستان د سولې د عالی شورا ړنګیدا

په افغانستان کی د دارالافتا د جوړولو لپاره د اشرف غنی حکم

پاکستان ته د اشرف غنی سفر او له عمران سره کتنه

د افغانستان د ولسمشر د کاری پړاو تمدید

د افغانستان د ګوندونو او طالب استازیو د ګډې غونډې ترسره کیدا

له پاکستانه د افغانستان د ملی امنیت د سلاکار کتنه

له عربستان څخه د اشرف غنی کتنه

د ماسکو په څلور اړخیزه غونډه کی د افغان دولت ګډون نه کول

د پاکستان ، افغانستان او چین د درې اړخیزې غونډې ترسره کیدا

د موقته حکومت په جوړیدا د افغانستان د ولسمشرۍ د کاندیدانو شورا ټینګار

د افغانستان د خارجه وزارت د ویندوی څنګته کیدا

د افغانستان د خارجه وزیر استعفا

په افغانستان کی د رسندوی او سیاسی فعال وحید مژده ترور

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ۳۰۰ زرو رایو باطلیدا او د د افغانستان د انتخاباتو د کمیشن د کار د نتیجې د ناروا والی په اړه د عبد ا... عبد ا... دریځ په تیر یوه کال کی د افغانستان مهم بدلونونه وو .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

د افغانستان د پارلیمان د فعالیت اولسم پړاو د ۳۱ استازیوله شتونه پرته کار پیل کړ .

دا کار که څه هم د شپږو میاشتو په ځنډ سره ترسره شو خو د اشرف غنی دولت مخ ته پرته ځینې چیلنجونه یې ختم کړل .

په ځینو انتخاباتی حوزو کې د درغلۍ په اعلان پسې د رایو باطلیدا او بیا شمیرلو چی د انتخاباتو د خپلواکه کمیشن له شکمن او کمزوری کړچار نتیجه وو ، د پارلیمانی انتخاباتو د نتیجو اعلانول ډیر اوږده شول چی دا مسله د قانون د خلاف ورزۍ په ترڅ کې د نوی پارلیمان د نه جوړیدا په دلیل د قانون د خلاف ورزۍ په ترڅ کې ، د خلکو ، سیاسی ډلو او رسندویو  د پراخو  اعتراضونو د رامینځته کیدا سبب شوه . د افغانستان د شناندو شبکې بنسټ ګر توماس راتیګ د دغه هیواد د وروستیو پارلیمانی انتخاباتو وروسته وویل د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمیشن د پارلیمانی انتخاباتو د ترسره کولو په څرنګوالی سره په پراخه توګه خپل باور او هم د اساسی قانون په منتخب یوه اورګان یعنی پارلیمان باور په خطر کې اچولې دې .

له دې سره سره چی د افغانستان د اساسی قانون په اساس باید د پارلیمان نوی کاری پړاو د درستو استازیو په شتون سره جوړ شی خو د دغه هیواد حکومت د ملاحظاتو په دلیل د پارلیمان د اولسم پړاو د پیلولو د سریزو برابرولو ته مجبوره شو .

همداراز د سولې د لوې جرګې د ترسره کیدا ورپیښ والی او د جرګې په غونډ ه کې د پارلیمان د استازیو د شتون ضرورت د دغه اورګان د اولسم پړاو د کار د پیلولو لپاره د اشرف غنی په فیصلې نور اغیزمن عوامل وو .

په پرانستونکیودستورو کې  په دې اړه د اشرف غنی خبرې چی له طالبانو سره به هیڅ موافقه د افغان پارلیمان له تایید پرته ونشی ، د افغان ولسمشر لخوا له پارلیمان سره د تعامل او د دغه اورګان ځای ته د درناوی لپاره یو مثبت پیغام دې .

د افغانستان خلک هیله من دی د پارلیمان په نوی پړاو کې چی نوی څیرې ته ولاړې دی ، د قانون جوړولو چارې ، دقیقه څارنه او له تیرو پړاونو ډیر کارپیژندنې سره چارې پرمخ لاړې شی او تعقیب کړې شی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

د افغانستان د ولسمشر اشرف غنی په حکم د سولې عالی شورا ړنګه او د هغې دندې د دغه هیواد د سولې په چارو کې د حکومت وزارت ته وسپارل شوې . د افغانستان د سولې لوړه شورا په ۱۳۸۹ کال کی د افغانستان د پخوانی ولسمشر حامد کرزی په وخت کې جوړه شوی وه . د افغانستان دسولې په چارو کې د دولت د وزیر په توګه د عبدالسلام رحیمی له ټاکل کیدا وروسته د اټکل وړ وو . البته په وروستیو کلونو کې د سولې د عالی شورا د کمزوری کړچار په دلیل له دغې شورا سره د اشرف غنی له چلندونو دا اخیستون کیده چی هغه د سولې د ټینګولو لپاره  د دغه اورګان په کارندوالی دومره باور نلری .

په نهایت کی افغان ولسمشر اشرف غنی فیصله وکړه د بیلابیلو ملاحظاتو په دلیل د سولې عالی شورا ړنګه شی او د دغه اورګاند دندې د سولې په چارو کی د دغه هیواد د حکومت د وزیر په وسیله تعقیب شی .

اشرف غنی چی د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره یې ځان چمتو کاوه هیله من وو چی د سولې په چارو کی د حکومت وزیر د سولې د راوستلو د ماموریت په ورسپارلو سره  د سولې بهیر ته نوی انرژۍ ورکړی چی له هغه د تبلیغاتو لپاره ګټه پورته کړی .

همداراز د دغې شورا په ړنګیدااو د سولې په چارو کې د حکومت وزیر ته له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د ترسره کولو لپاره د پلانونې ماموریت سپرل د سولې مخ ته د موجودو خنډونو او پرمختګونو په اړه د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د تعقیبونې امکان له تیر وخت زیات برابروی . پر دې سربیره د اشرف غنی په دغه فیصلې سره به دسولې د عالی شورا د نادودو لګښتونو په اړه د داخلی او بهرنیو نیوکو یوه برخه ختمه شی .

په وروستیو کلونو کې ځینو سیاسی او رسندوی ټولنو او همداراز له افغانستان سره ځینو مرسته کونکیو هیوادونو  په نوموړی شورا کې د موجودو ځینو کسانو شتون ته په اشارې سره د دغې شورا د غړیو نادود مالی مصرفونو او بودجې د ضایع کولو په اړه نیوکه کړی وه .خو اوس به په دې زمینه کی په طبیعی توګه دا لګښتونه کم شی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

د افغانستان د ټاکڼو د خپلواکه کمیشن مشرې د دغه هیوا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې په درغلۍ اعتراف وکړ .

میرمن حوا علم نورستانی په یوه غونډه کی وویل ۱۲۶۵۰  انتخاباتی کارکونکی د تخلف ، درغلی او جرمونو په دلیل د انتخاباتی شکایتونو کمیشن ته معرفی شوی دی . د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کی په پراخې درغلۍ اعتراف په داسې حال کی وو چی د ټاکنو د لومړنیو نتیجو اعلان د اشرف غنی د مخکښ والی او د د عبد ا... عبد ا... د دوهم ځای د ترلاسه کولو ښودنه کوی .

د انتخاباتو په نتیجو د اعتراضونو په زیاتیدا پسې ، د انتخاباتو د دوهم پړاو ترسره کول له سیاسی کړکیچه د دغه هیواد د تیریدا په لارې چارې بدل شوی دی . د انتخاباتی شکایتونو د کمیشن مرستیال مشر دین محمد عظیمی وویل د ولسمشرۍ د انتخاباتو په نتیجو د اعتراضونو او شکایتونو زیاتې اندازې ته په پام سره په زیات احتمال ټاکنې به دوهم پړاو ته وغځیږی .

د عظیمی له څرګندونو دا اخیستون کیږی چی د دغه اورګان د غړیو له نظره د انتخاباتی جرمونو او درغلیو باندې دقیق غور د هغه د بیلا بیلو اړخونو او پراخوالی په دلیل امکان نلری . په نوموړی کمیشن کې یوازې د عبد ا... عبد ا... د انتخاباتی کمیټۍ لخوا د څه د پاسه څلور زره شکایتونو ثبتیدا ښی چی دغه اورګان له ډیرو شکایتونو سره مخامخ شوی او په داسې شرایطو کې یوازې لاره چاره صفر وضعیت  ته ورستنیدا ده چی دا چاره د ولسمشرۍ د ټاکنو د دوهم پړاو ترسره کول ضروری کوی .

دې ته په پام سره چی د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنون زیاتره کاندیدان د لومړنیو نتیجو په اعلان اعتراض لری او حتی د پارلیمان استازیو هم په دغونتیجو منفی غبرګون ښودلې دې .

په داسې شرایطو کی د ولسمشرۍ د ټاکنو د دوهم پړاو ترسره کول هغه هم د بیومیټریک رایو معیار ګرځول او د انتخاباتو په بهیر د مدنی ټولنې د څارنې لپاره د طرحې برابرول هغه لاره چاره ده چی افغانستان له سیاسی او انتخاباتی کړکیچ ویستلې شی .

««««««««««««««««««««««««««««««

اشرف غنی پاکستان ته په خپل دوه ورځنی سفر سره د دغه هیواد له ولمړی وزیر سره کتنه او خبرې اترې وکړې . پهدغه کتنه کی د تجارت ، اقتصاد ، امنیت ، ښونې او روزنې ، د سولې د خبرو اترو او همداراز د دواړو هیوادونود سیاسی اړیکو په اړخ بحث او د نظر تبادله وشوه .

پاکستان د افغان ولسمشر سفر د عمران خان په بلنه وشو ، چی د دواړو هیوادونو چارواکو فرصت وو تر څو په دوه اړخیزه اړیکو کې د موجودو اختلافاتو په اړه لارې چارې ولټوی .

له پاکستانه د اشرف غنی کتنه په داسې حال کی وه چی په دې اړه د عمران دریځ چی افغان دولت له طالبانو سره  په خبرو اترو او سولې بهیر کې منفی رول لری ، د کابل د چارواکو د سخت غبرګون سبب شو .

په افغانستان کی د سیاسی مسلو کارپیژاندې عرفان ا... عرفان ویلی دی د سولې په بهیر کې د کابل حکومت د منفی رول او د موقته حکومت د جوړیدا په اړه د عمران خان خبررو وښودله چی د پاکستان چارواکی یوازې د افغانستان د سولې په بهیر کې په خپلو هدفونو فکر کوی .

د عمران  خان په خبرو د افغانستان د سیاسی ډلو او چارواکو  په پراخو اعتراضونو پسې د پاکستان حکومت وویل چی رسندویو د عمران خان له خبرو ناسم اخیستون کړې دې . که څه هم د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې موجود اوږد اختلاف د دیورینډ کرښې په اړه دې خو حاضر دمه په افغانستان کی د سولې مسله  په دوه اړخیزه اړیکو کې د تاوتریخوالی مهم علت حسابیږی .

د افغانستان د دولت او خلکو له نظره د پاکستان سیاستونه په افغانستان کی د جنګ د دوام او له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د ترسره کولو لپاره د هڅو ناکامول دی . د دغې کتنې په چوکاټ کې پاکستان په افغانستان کی د تاوتریخوالی او جنګ د ختمیدا او له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په لاره کی ضرږری صداقت او شفافیت نلری .

د تیر کال په پارلیمانی انتخاباتو کی د تحریک انصاف حکومت په راتلو او قدرت ته د عمران خان په رسیدا سره په افغان ولس او چارواکوکې دا هیله مندی رامینځته شوی ده چی د اسلام اباد اوسنې حکومت په افغانستان کی د سولې په راوستلو کی  د پاکستان له پخوانیو دولتونو سره متفاوت او نوې رول ولوبوی .

په داسې شرایطو کی پاکستان ته له سفره د اشرف غنی د سفر ستر هدف په افغانستان کی د ملی پخلاینې بهیر ته د ورداخلیدا لپاره د طالبانو د هڅولو په لړ کی د دغه هیواد د حکومت د مساعد نظر جلبول وجاجول شو .

پای

 

 

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه