Feb 13, 2020 14:50 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د داعش فعالیتونه، او د اطلاعاتی ادارو پکې رول

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې په افغانستان او سیمې کې د داعش ډلې د فعالیتونو نومې د لړۍ له ننني ۲۴مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو . په دغې برخې کې هم په افغانستان او پاکستان کې د داعش جنایتکارې او سپيرې بلا د اقداماتو او فعالیتونو په دوام کې درسره غږیږو،نو ترپایه راسره ملتیا ولرئ .

دوستانو لازیاتې مطالعې ددې نتیجې لامل کیږي،چې داعش ډ له د لویدیځي عبري او عربيامنیتي او استخباراتي ادارو د ملګرتیاؤ نتیجه ده. له موجودو شواهدو څخه په  دقیق ډول داسې اخستون کیږي،چې دا مریکا د مرکزي اطلاعاتو اداره یا سي آئې اې،د انګلستان د بهرنیو اطلاعاتو  اداره، ایم آئي سکس او د وحشي صهیونیسټي رژيم  دبهرنیو  اطلاعاتو اداره  موساد د داعش جنایتکارې ډلې  د پروژې  په رامینځةکولو کې تر ټولو زیات رول درلودلی دی .همنداراز  شواهد ښئ ، د ترکیې امنیتی ادارې :میټ: هم د داعش په جوړولو کې ملګرتیا کړې ده.له همدې لامله ده چې د داعش ډلې د منظمولو تر پردې شا  موخې باید د قدرت د سیمې  او نړۍ د ګټو د نړیوالو سیالیو په چوکاټ کې وارزول شي او له دې ورتیر،په ډير مشکل سره ئې منطقي توجیه ترلاسه کیدلی شي .ددغې موضوع د درک لپاره باید پام ولرل شي ، چې نړیوال ډګر، د نړۍ د  قدرت د دوهم قطب یعني د شوروي اتحاد له دړې وړې کیدا وروسته ،نامشخص حالات  درلودل،او د نړیوالو قدرتونو او د هغو په سر کې د  امریکا لپاره د یو ډول نوي جنګ رامینځةکیدا ضرورت محسوس کید. په دغه شان جنګ کې ،لویدیځي نړۍ او دهغو احتمالي سیاسی،اقتصادي او پوځي سیالان سوکه سوکه یو ډول نوي مشکلاتو او سیالیو ته وارد شول .له  نظري پلوه ددغه چیلنج دوه قطبونه،له یوه پلوه  امریکا،اروپا او د هغو سیمه ایز متحدان اوپه بل لوري کې روسیه چین، ایران او له دوي سره نزدې حکومتونه شامل دي  .

Image Caption

 

            دغه نوي  قطب بندي که څه هم  اړخونه ئې تر دې دمه  په سمه روښانه نه دي ، لویدیځي آسیا،جنوبي آسیا او مینځنۍ آسیا  به  د سیالیو په  چورلیز کې  واقع وي . خو  سیالۍ به دغو سیمو ته  محدودې  پاتې نشياو د لویدیځ په سیاستونو کې  د روسیې،قفقاز او ختیځې اروپا او دغه راز د د چین ، لیرې ختیځ  او آرام سمندر حوزې  کلابند کول هم شامل دي .د لویدیځ او دهغو دمتحدانو تر ټولو مناسب آوزار او  اړم ،له هغو ریډيکل او زوړ پالو ترهه ګرو بهیرونو څخهآوزاري استفاده ده  چې له فرقه پالو شعارونو او بیرغونو څخه استفاده کوي .له سورئې او عراق څخه دداعش جنایتکارې ډلې د افغانستان، مینځنۍ آسیا او دغه راز روسیې او چین  په لورد داعشي بهیرغزیدا د هغو سیاستونو په چوکاټ کې ګڼل کیدلی شی،چې  لویدیځي ،عبري او عربيامنیتی ادارې ئې تعقیبوي.که  په افغانستان کې د جنګ او ترینګلتیاؤ دوام د اطلاعاتي نبابتی جنګ  په چوکاټ کې  په نظر کې ونیسو،نو هاله دغه هیواد ته د داعش ډلې نفوذ به،د نړیوالې سیالۍ دوه بالقوه قطبونه،د خپلو سټراټژيکو ګټو په اساس صف جوړونې او مقابلې ته  اړباسي. په دې معنا چې په یوه لوري کې امریکا او دهغې متحدان او بل پلوه  ته به چین اوروسیه وي .

                 په لبنان کې د سیاسی چارو یو کارپوه او شناندی امین حطیط په افغانستان کې د داعش د رامینځة کولو یوه موخه په سمیې کې  د امریکا د سټراټژيکو  موخو پر مخ بیولو سره مرسته  ګڼي  او په دې اند دی،چې لکه څنګه چې  امریکا پخپلو مخکینیو سیاستونو کې بیا کتنې او  له افغانستانه د خپلو عسکرو شاتګ ته مجبوره ده،نو پخپل نیواک لاندې سیمو کې به د داعش پیاوړتیا ته دوام ورکړي .

لکه څنګه چې  تقریبا روښانه ده ، د داعش راپنځولو پروژه  د سیالانو په ضد د امریکا د استخباراتي جنګ یوه برخه ده،علی القاعده باید له ذهنه ونه باسل شي،چې  دغه هیوادونه هم په اغیزشیندونکو رودو سره  له امریکا سره مقابله کوي . د پاکستان په بلوچستان صوبې کې په واقع ګوادر بندر کې په سترو او سټراټژيکو   اقتصادي پروژو کې د چین د منګولو ښخولو، په پاکستان کې  له امریکا سره دبیجینګ سیالۍ یو ډ ول په ښکاره زیاتې کړ ي دي . چین همداراز له یوه پلوه د شانګهائي د ملګرتیا د  امنیتي تړون  او د وریښمو د لارې یعني د    ون روډ - ون بیلټ په نامې سره د سترې لارې د نوښت   په چوکاټ کې  هڅه کوي ، د اریکا ناکراره کونکي رول او ددغه هیواد دنیابتي ترهه ګرو ډلو له فعالیتونو سره مقابله وکړي . 

Image Caption

 

         دوستانو د  افغانستان شمال او  له منیځنۍ آسیا سره  ګډو پولو ته د  داعش  له نفوذه وروسته له امریکا سره اطلاعاتي او استخباراتي جنګ ته د  واردیدو لپاره د روسیې ګروهنې  هم ،نه یوازې  له دغې سیمې سره په ارتباط کې  ،بلکې په اوکراین او ختیځي اروپا کې د لویدیځ   د پرمختګ  او د نوو تیریو  د نوي پړاؤ  د  اټکل  په ځواب  کې د غور  او فهم وړ  دي .  افغانستان ته د داعش د پښو ورغزیدا،د روسیانو له نظره هیڅکله هم  کومه ناڅاپي پيښه نه ګڼل کیږي،بلکې د ما سکو د امنیتی کلابندۍ او ګواښلو او همداراز  د امریکا په نوښت سره د قدرت د نړیوالو سرچینو ترمینځ د سیالیو د بیا رامینځةکیدا لپاره د پروژو یوه برخه ارزول کیږي .روسان په دې اند دي چې د نړیوال سیاست د سټراټژيو  له پلوه  په  داعش او د افغانستان په شمالي سیمو کې ئې د فعالیت په ترکیب  کې د مینځنۍ آسیا د ښاریزو شتون ،د افغانستان د انګڼ له لارې په مینځنۍ آسیا او د  روسیې  د جنوبی پولو په شاوخوا او مینځنۍ آسیا کې د امریکا د جیو پولیټيک موخو د پوره کیدا په خاطر کیدلی شي .

په بله معنا، دمینځنۍ آسیا هیوادونو سره د  افغانستان د شمال  نزدیکیدا ته په پا م سره ، دافغانستان د شمالی سیمو ناکراري او ترینګلتیاوې ، په اوسنیو شرائطو کې  داعش  او نورو سرزورو او فرقه پالو ډلو ته په مخه کولو سره ، د روسیې او د  هغې دګاونډیو هیوادونو او  له دغه هیواد سره نزدې د ناکراریو د رامینځةکولو لپاره د امریکا او لویدیځ  د سټراټژيو لپاره ګڼل کیدلی شي .

Image Caption

 

               هندوستان  په جنوبی آسیا کې یو بل مهم هیواد د ی چې په افغانستان او پاکستان کې د داعش شتون،یوه اطلاعاتي او استخباراتي پروژه ګني،په دې توپیر سره چې دپاکستان لپاره یوه خوځنده رول ته قایل دی .له داعش سره د پاکستان دتحریک طالبان ډلې  او د ځينو نورو هغو افراطي ډلو ټپلو بیعت، چې خلافت پالې نظرئې لري،دهندوستان په ضد په ښکاره د ریځونو کې مخینه لري  او د القاعدې  ډلې دهندي څانګې تاسیس چې  ایمن الظواهري  له داعش ډلې سره په سیالۍ کې اعلان کړي،او له داعش سره ئې د لشکر طیبیهّ په څير د هغو ترهه ګرو،سرزورو او افراط پالو ډلو یوځاي کیدا چې د هندوستان له نظره  د پاکستان د استخباراتي ادارې آئي ایس آئي له خوا ئې بشپړ ملاتړ کیږي،درستې  هندوستان لمسوي،د تیر وخت په نسبت په اغیز شیندونکي توګه  په افغانستان کې پنجې ښخې کړي  او د داعش له نفوذ سره د مقابله کونکو  هیوادونو په لیکه کې شامل شي .

            که داعش ډله د هغو د خوښې وړ خلافت د تش په نامه خراساني څانګې په چوکاټ کې په نظر کې ونیول شي، نو په داسې بڼه کې ویل کیدلی شي ، هغه درست هیوادونه چې د داعش د  ګواښ او خطرې په محدودې کې واقع دي،له  داسې پیاوړو انګیزو برخمن دي چې ددغې ترهه ګرې تکفیری ډلې دپراختیا د لارې خنډکیږي .که څه هم  دسیمې په ځينو هیوادونو کې یو  ډول ملي پال ذهنیّت شته ،چې ممکنه ده د داعش په ضد  دیوه ډله ایز دفاعي اقدام  درامینځةکیدا خنډ شي .خو لکه څنګه چې داعش ډله، د سیمې د درستو هیوادونو ملی امنیت ګواښي،دغه عملی فرصت ئې رامینځةکړی دی ، چې  هیوادونه سوکه سوکه د افغانستان پشمول د داعش په مقابل کې یو ډول بې پلوه سیمه ایزې ملګرتیا ته ګروهنه وښئ.که داسې نه وي،نو د داعش ګواښ ممکنه ده له دوو اړخونو خطره راپنځونکي شي،لومړی اړخ ئې،د قومياو مځکني بیلتون غواړو  خوځښتونو لمسول او دوهم هم،د فرقه پال جنګ د رامینځةکولو لپاره د آئيډیالوجیکو خوځښتونه رامینځة کول  دي .

Image Caption

 

                  دوستانو یو بل مهم ضرورت  دا دی چې  دسیمې هیوادونه  دې ګډ باؤر ته  ورسیږي،چې له داعش  او دهغو دخپلې خوښې خلافت  له ادعا سره  مقابله ، یوازې له پوځي لارې ممکنه  نه ده،او  آئيډیالوجیکاو کلتوري غږملتیا او روښانه کونکو فعالیتونو ته هم ډیره اړتیا لري.امنیتی تابیاوې یوازې له داعش سره د مقابلې د لاروچارو یوه برخه کیدلی شي،خو لا اصلی لاره چاره، ددغې جنایتکارې تفکیری ترهه ګر ې ډلې د نفوذ په مقابل کې د خلکو ائيډیالوجیک خوندي ساتل دي،چې له مذهبی ارزښتونو څخه په ناوړه استفادې سره،ځوانانخپلو موخو ته جلب کوياو دوکه ورکوي.په دې بهیر کې سیمه ایزې ملګرتیاوې ډير مهم رول لوبوي .لکه څنګه چې د هارورډ پوهنتون یو استاد او نړیوالو اړیکو د ډګر پيژندل شوی نظریه وړاندې کونکی سټیفن والټوائي،مهمه موضوع،په راتلونکي کې له دغه ډول موضوعګانو اوستونزو سره د امریکا او نوروهیوادونو چلند دی.ځکه په لویدیځي آسیا کې د داعش د ناکامۍ یو تر ټولو مهم د لیل دا ؤ چېامریکا له داعشسره دمقابلې په بهیرکې مهم رول نه دی درلودلی او دا د سیمې حکومتونه او لوبغاړي وو چې داعش ته ئې ماته ورکړه او دسیمې ملتونه او  ټاټوبي ئې له دغو جنایتکارو او ترهه ګرو عناصرو خوندي کړل .

Image Caption

 

Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

        د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو د په افغانستان او سیمې کې د داعش  د فعالیتونو  په نامې سره د لړۍ د دنني ۲۴مطلب وخت هم همدومره ؤ نو،له دې مخکې چې  له تاسو اجازت وغواړو،باید ووایو چې د تهران راډیو  د پښتو خپرونې د ویب پاڼې اډریس  parstodat.com/ps  هم مه هیروئ  او لعه خپلو نورو ملګروته ئې هم وښئ  په  دغه ویب پاڼې   د  ورځې تازه خبرونه، تبصرې،راپورونه،مرکې او همداراز دیني،کلتوري،اقتصادي ،سیاسی ، سپورټي،روغتیائي او ټولنیز مطلبونه او  ورسره د  تاسو په خپل غږ ، د تاسو پخپلو لیکنو،شعرونو،غږیزو پيغامونو مشتمل هرکله راشه پروګرام هم لیدلی او آوریدلی شئ .نو نیکمرغه ژوند درته غواړو

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

کمنټونه