Feb 24, 2021 14:46 Asia/Kabul
  • افغانستان او په راتلونکي نظام کې د مجاهدینو او طالبانو مقام او لرلید

د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې ... سره دخپل ملګري ....  په افغانستان کې د طالبانو  دلرلید او دغه راز  په دغه هیواد کې د مجاهدینو د رول او ځائيګي  او  همداراز د افغانستان  راتلونکي واکوالۍ په ډګر کې د طالبانو د ځائيګي نومې  د لړۍ له ننني دریم مطلب سره ستاسو په خدمت کې  دی ، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

خوږو دوستانو   دننني مطلب په پیل کې  اهمیّت لري ، چې مشخصه شي ،د افغانستان مجاهدین څوک دي ؟ ځکه چې  له دغه ټکي ډيرې ناسمې استفادې کیږي . مجاهدین،د شوروي دنیواکګرۍ په ضد دجهاد د وخت  پاتې  کسان دي ، چې  په  دوو ډلو ویشل کیدل .  یعني یوه ډله مجاهدین په پاکستان کې  دیره وو او بله ډله هم په ایران کې دیره وه  البته  د جهاد له پړاؤ وروسته بیا  نوره ډلې ټپلې هم رامینځةشوې چې  هرې یوې  د جهاد د پړاؤ د قربانیانو ادعاګانې کړي دي . په ایران  او پاکستان کې دیره جهادي ډلو د یوه بل ترڅنګ  په افغانستان کې د شوروي د سرۀ پوځ له نیواکګرۍ سره کلکه او هوډمنه مبارزه  او مقابله وکړه .په وروستیو څلورو لسیزو کې ،مجاهدین  د هغو ډيرو اتفاقاتو او بدلونونو ډيرې منشاء او سرچینې وې،چې  په افغانستان کې رامینځةشوي  دي .په نوي پړاؤ کې او د طالبانو له نسکوریدا  وروسته ،  دحامدکرزي  دحکومت واک ته د رسیدو په پړاؤ کې ، په ۲۰۰۱کال کې  د بن په غونډې کې  هم مجاهدینو رول درلودلی دی .البته  د حامد کرزي د حکومت په تثبیتیدا سره ، د افغانستان په سیاسی ډګرونو کې د مجاهدینو رول  پیکه شو .  د رهبرانو او کمانډرانو پيزواني  کول او کنټرولول   ، د حامدکرزي دحکومت یو سیاست ؤ . کرزي  په دغې قضیې کې بریالی عمل وکړ او وتوانید، جهادي ځواک په ښه ډول  کنټرول کړي  او له حکومته ئې وباسي .  د ۲۰۰۹کال په انتخاباتو کې  ، حامد کرزي د  اهل تسنن  له یو جهادي قوماندان عبدالرشید دوستم او د اهل تشیّع له یوه  جهادی کمانډر محمد محقق،سره یو تړون لاسلیک کړی ؤ  چې که  د  ولسمشرۍ په دوهم پړاؤ کې ئې رائې  وګټلې ، نو ځیني حکومتي څوکۍ  به  جهادي کمانډرانو او ځواکونو ته ورکړي ،سره له دې چې حامدکرزي دغه ژمنه په کتبي ډول  لیکلې وه، خو په عمل کې ئې دغه شان ونه کړل .

 

Image Caption
Image Caption

 

              د افغانستان د مجاهدینوځواک یوشمیر ځانګړي  خصوصیتونه لري  او همدغه خصوصیتونه لامل شوي،چې دغه ځواک دحکومت په داخل کې  نفوذ ولرل شي . له مجاهدینو سره اړونده ډلې ټپلې او ګوندونه زیاتره  د افغانستان له ۴۵ تر پنځوسو فی صدو پورې ترکیبي نفوس جوړوي .که  د پښتنو په حوزې کې د مجاهدینو برخه په نظر کې ونیسو، د افغانستان څه دپاسه نیم نفوس به پکې شامل شي . پر دې اساس  ددغو ډلو ټپلو ټولنیز ملاتړ  له ډير توجه برخمن دی . البته دغه ګوندونه او ډلې ټپلې زیاتره  د قومیّت په اساس جوړې شوي دي . په همدې دلیل تر ډيره حده د قومي سیالیو په باطل چورلیز کې ښکیلیږي  او ډير وختونه  تاوانونه ویني .له یوه پلوه  خپل اصلي کارندوالی  دیوه ګوند په توګه نشي ترسره کولی ، ځکه  قومي سیالیو او تاؤتریخوالو ته واریدیږي  او له بل پلوه په ډیرو موقعو او وختونو کې  کې  خپل حقیقي سیاسی او ټولنیزې وړتیاوې او پیاوړتیا  نندارې ته نشي وړانډې کولی .

 جهادي مشران او ډلې ټپلې  د هیواد په مختلفو سیمو کې داسې فکري،سیاسی او ټولنیز مرجعیّت لري ،چې زیاتره ئې د هغو رهبرۍ د نظام له امله هغه سلسله واره  لړۍ دي چې په افغانستان کې پر مجاهدینو کې  حاکمه  ده . ورپسې ټکی ،د جهادي ځواک پوځي توان او جنګي مهارتونه دي چې په افغانتسان کې ئې د جنګ او بحران په کلونو کې ترلاسه کړي دي .د مجاهدینو  دزیاتره پوځي ځواک   سره له دې چې  دم ګړۍ  په لاس کې وسله نه لري، البته تر دې دمه  لازیات لوړ جنګي مهارت او پوځي توان لري . ددې په ترڅ کې،جهادي ځواک د حکومت کونې او سیاسی څرخې نسبتا ښې تجروبې لري  او  په افغانستان کې په حکومت جوړونې او قانون سازۍ کې  له دغو تجروبو ئې هم تر دې دمه  استفاده کړې ده. همداراز  دغه ډلې ټپلې  د  ملی خطرو په  وخت سره متحد کیږي او په افغانستان کې د سیاسی او پوځي ځواک یو قدرتمند بلاک  جوړوي . 

Image Caption
Image Caption

 

         امریکایانو په وروستي پړاؤ کې په تیره بیا په ۲۰۰۱کال کې  د بُن له  غونډې وروسته هڅه کړې ،دمجاهدینو  حکومتي ،سیاسی او ټولنیز ظرفیّتونه  کمزوري  او یا منحرف کړي . په دوي کې یو اقدامات، په مالی فسادونو دمجاهدینو دککړولو لپاره  هڅه وه .امریکایانو د ۲۰۰۱کال د ستمبر د یولسمې نیټې له شکمنې پيښې وروسته ، چې په افغانستان ئې لښکرکشي  وکړه ،هڅې ئې کړي،د مجاهدینو مشران  امنیتی او اقتصادي شرکتونو ته وارد کړي  او لکه څنګه  چې دغه امنیتی شرکتونه  فه فساد سره مخامخ وو ، ځينو مجاهدین هم پرې ککړ شول  او د دوي لپاره دوسیې جوړې شوې ، په ورپسې مرحلې کې ، امریکایانو د مجاهدینو شخصي او فیزیکي ترور ته مخه کړه چې یو شمیر جهادي شخصیتونه او مهم کمانډران او ځواکونه ئې په شخصي او فیزیکي ډول ترور کړل . 

په ټول کې،امریکایانو په افغانستان د لښکر کشۍ له هماغه پیله ، د لیبرالانو دبهیر رامینځةکول پيل کړل.دوي په مختلفو وختونو کې د جهادي قوماندانانو د ریټایرډ کولو  اقدامات وکړل او په ترټولو لوړه سویه ئې  مجاهدین له حکومتي څوکیو حذف کړل .امریکایائي نیواکګرانو په افغانستان له لښکر کشۍ وروسته،د جهادی رهبرانو او مجاهدینود کنټرولولو او پيزواني کولو لپاره په پیل کې نفسیاتي عملیاتو ته مخه کړه  او دوي ته ئې دجنګ سالارو په خطاب ورکولو سره د مجاهدینو شخصیتي ترور ته مخه کړه . دغه کار د جهادي ځواک د منزوي کولو په موخې سره ترسره شو،د مجاهدینو دمشرانو سیاسی انزوا، په دوي کې د تیت پرک والي  او ویشل کیدا لامل شوه .په ورپسې ګام کې،امریکایانو د افغانستان ځیني جهادي رهبران په فیزیکي توګه حذف او ترور کړل .په حقیقت کې،د امریکا د خوښې وړ د حکومت له وسه بهر هر ډول ځپل ، په افغانستان کې د واشنګټڼ یوه اصلي سټراټژي ده.هغه څه چې د افغانستان دبدلونونو  له رامینځةکیدا رابرسیره  کیږي،د امریکاپه چورلیزتوب سره د اشرف غني دټيم او دهغه د نړیوالو ملاتړو  په وسیله د جهادي بهیر پيزواني کول او کنټرولول  ترسره کیږي .

Image Caption

 

ځيني کارپيژاند په دې اند دي   چې مجاهدین نه دي توانیدلي ، د یوې داسې  سالمې پروسې په چوکاټ کې چې د دوي  یوه غوښتنه هم ده ، سیاسی فیز ته وارد شي . دوي  احساس کړې چې  باید  له خپلو مخکینیو هویّتونو او رودو بهر  راووځي ، ځکه د حکومت –ملت پروسې ته د  واریدیدو لپاره  باید سیاسی فیز ته وارده شي ، چې  په داسې بڼه کې باید  خپله وسله وسپاري  ،ځکه چې  حکومت نه زغمي  چې  هره یوه ډله ټپله وسله ولرل شي . که  جهادیان  کوم ګوند یا شجاع او کلک ائيتلاف  جوړ نه کړائ شي ، نو  په لازمو موقعو کې  خلک نشي غونډولی . دم ګړۍ  مجاهدین په څو برخو کې ویشل شوي دي . د دوي ځیني برخې  په شخصي او انفرادي توګه  په حکومتونو کې جذب شوي دي ، یوه بله برخه ئې  طالبانو برخه شوي ده ، او د ګلبدین حکمتیار په څير ځیي برخې ئې ، دمخالفت  له یوه پړاوه وروسته  سیاسی فیز ته واردشوي  دي .

               دسیمې د سیاسی چارو یو کارپوه او تکړه شناندی حسن رضائی وائي،  له یوه پلوه  مجاهدین د اشرف غني په حکومت کې ځانونه منزوي تصوّر کوي .  دوي فکر کوي ،  چې که د اشرف غني حکومت دوام ومومي ، نو  دوي به لازیات منزوي شي ، په همدې خاطر  په داسې شرائطو کې چې  طالبان د افغانتسان  له حکومت سره  خبرواترو ته حاضر  نه دي ، مجاهدینو،  طالبانو ته شنه اشاره وربریښولې ده  چې  له طالبانو ډلې سره دخبرواترو  پلویان دي . د دې په ترڅ کې چې  طالبان  د افغانستان حکومت په رسمیّت نه پيژندي ، خو وئیلي ئې دي ، له  مجاهدینو سره د دوي دجهادي مخینې  په خاطر خبرواترو ته تیار دي . 

Image Caption
Image Caption

 

 هغه څه چې مسلَم دي،دا چې که  دافغانستان مجاهدین له فکري او تنظیمي انسجامه برخمن شي،نو طالبان یا په افغانستان کې هر یوحکومت پر دوي سترګې نشي پټولی،ځکه د جهاد ظرفیّت تر دې دمه دافغانستان په ټولنې کې شته  دی .د افغانستان ټولنه هماغه شان د مجاهدینو او جهادیانو لپاره ډير احترام ته قایله ده . خو که مجاهدین انسجام ونه لري او په شخصي او پرګنیزو ګټو پسې شي،نو هماغه ډول چې د اشرف غني حکومت وتوانید،په حکومت او سیاسی ډګر کې د دوي رول پيکه کړي ،طالبان او یا بل هر یو حکومت  هم همدغه شان کار کولی شي .

**********************

خوږو دوستانو  د افغانستان په راتلونکي کې د طالبانو د  ځائيګي او لرلید او همداراز  د افغانستان په بدلونونو کې د مجاهدینو د رول  او مقام په اړه د لړۍ د نننی دریم مطلب وخت هم همدلته پاي ته رسیږي ،نو تر بل مطلب پورې له دې مخکې چې له تاسو اجازت وغواړو ،باید ووایو چې د تهران ریډیو د انټرنیټي سایټ درک PARSTODAY.COM/PS  هم  درسره نوټ کړی او له خپلو ملګرو او دوستانو سره ئې هم  شریک کړئ ، او همداراز ستاسو په خپلو لیکنو ،شاعرونو ،لیکونو او غږیزو پیغامونو مشتمل هرکله راشه پروګرام  آوریدل هم مه هیروائ ،نو تر بل وخت پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو سرلوړي ووسئ .       

(سیماب)

*****************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه