Sep 19, 2021 04:40 Asia/Kabul
  • د مقدسې دفاع د پړاؤ بریاوې-۲

د ایران خلاف د عراق د پخواني بعثي رژيم د تپلي جنګ په وړاندې د خپلې خاورې او وطن د اته کلنې مقدسې دفاع په هکله ځانګړې لیکنه

د مقاومت د کلونو په اوږدو کښې د ایران ولس د دښمنانو د لښکرو په وړاندې وحدت او یووالی نندارې ته وړاندې کړ. د پوځ او سپاه او بسیج رضاکارانو او پولیس ځواکونو په شمول ټول د تیري ګر دښمن به وړاندې اودریدل ترڅو د دښمنانو په وړاندې د ایران د پایدارۍ په تاریخ کښې ترټولو ستره حماسه، میړانې، سرشیندنې او ایثارګرۍ ثبت کړي.

د تپلي جنګ په دوران کښې امریکا او ډیر اروپايي هیوادونه د ایران خلاف جنګ کښې د بعثي رژیم اصلي ملاتړي وو او د صدام د رژیم په سنبالولو سره یې د عراق د جنګ او تیریو د دوام لارې هوارې کړې. دغه پړاؤ که څه هم د ایران په ولس باندې یو تاریخي ظلم و خو بلآخره ستخۍ او ګواښونه د ایران د ستر ولس د راپورته کیدو سبب شوې او د کلونو جنګ یې له پایداره پوځي قدرته د ایران د برخمنتیا په لړ کښې د بدلانه په یو پیچومي بدل کړ.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د مقدسې دفاع په دوران کښې د مهمو بریاؤ په بیان کښې څو مهمو ټکیو ته اشاره کړې ده. دوي په دې لړ کښې په یوه وینا کښې د مقدسې دفاع دوران یوه ذخیره بللې او څرګندوي چې دغه ارزښتناکه زیرمه باید د دښمنانو د غوښتنې په اپوټه چې د هیرولو په لټه کښې یې دي، د ایران د پرمختګ او ملي ودې لپاره او په مختلفو ډګرونو کښې د خلکو او ځواکونو د تیاري لپاره تل ژوندۍ پاتې شي او ستاینه یې وشي.

د ایران اسلامي جمهوریت له تپلي جنګ نه په وروسته کلونو کښې وتونیده چې په پوځي، اقتصادي، علمي او ټیکنالوجیکي ډګرونو کښې د پام وړ بریاوې ترلاسه کړي. د دغو پرمختګونو ستره برخه د سپیڅلې دفاع د اوو کلونو د جنګیالیو د سرشیندنې پامته داره ده چې د هغې زمانې له افکارو په الګو اخیستنې او د پوځي دفاع په رامینځته کولو سره یې ایران د نړیوالو قدرتونو ترڅنګ راوسته او په پریکنده توګه ویلی شو چې ایران په سټراټیجکه سویه له پوځي توانمیو برخور دی.

په پوځي ډګر کښې استعمال شوې ټیکنالوجۍ د هیوادونو په دفاعي او د امنیت د تامینولو په برخو کښې مهمې اغیزې لري. په هم دې وجه پوه بنسټه اقتدار له موثره دفاعي قدرته د برخورتیا لپاره یو اغیزناک عامل ګڼل کیږي. ځیني هیوادونه د پوځي توانمنیو په کارولو او د دفاع په برابرولو سره توانیدلي چې خپل امنیت لا زیات کړي. اسلامي ایران هم چې اته کاله تپلی او نابرابره جنګ یې تجربه کړی دی، توانیدلې چې د تپلي جنګ د پړاؤ د تجربو په کارولو سره خپل پوځي قدرت پراخ کړي. که څه هم ایران تراوسه د تپلي جنګ له زیانونو او لګښتونو نه دی خلاص شوی خو د مقدسې دفاع اته کلنې تجربې وښودله چې د یو داسې پیاوړي ایران د جوړولو لپاره چې له ګواښونو سره د مقابې توان ولري، باید په کورنیو وړتیاؤ باندې په ملا تړلو سره پوځي توانمنۍ پیاوړې شي. په دې بنیاد په پوځي ډګر کښې د علم او ټیکنالوجۍ ماهرانو په ځايي وړتیاؤ او کورنیو ظرفیتونو باندې په تکیې سره په دفاعي صنعت کښې کړی شوي چې د هیواد دفاعي ضرورتونه پوره کړي.

د ایران اسلامي جمهوریت په لړ کښې کښې او د ګواښونو په وړاندې د دفاعي قدرت د ساتنې په موخه دوو سټراټیجکو اهدافو ته پاملرنه کړې ده.

وړومبې هدف، د اړتیاوړ برخو په تیره بیا د توغندوي دفاع د توان په برخه کښې چې سټراټيجک اهمیت لري، د دفاعي صنایعو په کورني کولو کښې کامیاب عمل کړی دی.

او دویم هدف، د متخصصو ځواکونو د کادر جوړونې او روزنې او د پرمختللو روزنیزو مکانیزمونو د استفادې او په دې لړ کښې د خوځښت د چټکولو په موخه د ضروري مشوقونو وړاندې کول دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت وسله والو ځوکونو د نړیوالو قدرتونو له پراخو بندیزونو سره سره کړې شوي چې د موجودو امکاناتو په کارولو او له کورنیو خلّافو او متخصصو ځواکونو په ګټه پورته کولو سره د جنګ په ډګر کښې د جنګیدونکو د اړتیاؤ د پوره کولو ترڅنګ د هیود د دفاعي صنعت لپاره یو مضبوط جوړښت هم جوړ کړي.

البته د ایران اسلامي جمهوریت هیڅ کله په سیمه کښې د پوځي نښتې او شخړې تکل نه دی کړی خو دښمنانو او تیري ګرو ته یې وشودله چې هر وخت او په هر ځاې کښې چې ضروري وي، د منیت له خرابونکو عواملو او عناصرو سره مقابله کوي او د خپلو دفاعي توانمنیو او قدرت د زیاتولو لپاره د هیڅ چا اجازې ته ضرورت نه لري.

*/*/*/*/*/*/

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه