Oct 12, 2021 16:54 Asia/Kabul
  • د ارس تاکتیکي ګاډی ،د وسلوال ځواک د تاکتیکي خوځښت زیاتیدا

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې  د ارس  نومې پوځي  تاکتیکي ګاډي د ځانګړنوا و د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د تاکتیکي خوځښتونو دزیاتیدا په باب له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

   د وستانو که مو لیدلي وي،نن سبا په جنګونو کې له ګواښونو سره د مقابلې لپاره  د ځواک خوځښت او د مقابلې وړتیا د مځکني ځواکونون ضرورتونه حسابیږي .

 د ایران په ضد اته کلن تپلی جنګ تجروبه او نور هغه جنګونه چې په وروستیو کلونو کې په لویدیځي آسیاسیمې کې رامینځةشوي دي،د هغه تاکتیکي جنګي ګاډو د شتون د اهمیّت ښودنه   کوي چې  د  پرسنلو دځاي په ځاي کولو سره  د ډول ډول وسلو څخه  داستفادې او په مختلفو ډولونو سره د رول   د لوبونې امکان  هم ولرل شي . په حقیقت کې نن سبا  تاکتیکي ګاډي د جنګ په ډګر کې او له دښمنانو سره د ډغرې په ډګرونو کې له ډيرو مهمو تجهیزاتو او آ وزارونه دي .دغه ګاډي  د مختلفو  ماموریتونو  د ترسره کولو په خاطر  باید له  خاصو  ځانګړنو  برخمن شي .له تپلي جنګه وورسته ، د تاکتیکی پوځي  ګاډو د جوړولو آئيډیا ،  د  ایران د اسلامی جمهوریت د دفاع وزارت  په ایجنډا کې شامل شوی دی . په دې توګه  له کلونو وروسته د جیپ  او ټویوټا  په څير د برانډونو  له پوځي ګاډو  څخه د ایران د پوځ استفاده، بلاخره په  ۱۳۸۰  لسیزې کې  د ایران  د ثمر داد  په برانډ سره   او دغه راز د  4×4  سفیر نومې  ګاډی معرفي شو .د دغه ګاډی  لپاره  د جیب د پلیټ فارم او جوړښت  له اصولو استفاده کیږي . وروسته د ارس یو  ډوله تاکتیکي  ګاډی د ۱۳۹۱لمریز کال په زمري یا اسد میاشت کې معرفي شو .ارس یو ډوله ګاډی په مختلفو ډولونو کې  تولید او عملیاتي شو .د ارس دوه ډوله تاکتیکي ګاډی هم چې د ۱۳۹۸لمریز کال په زمري یا اسد میاشت کې  معرفی شوی ، په حقیقت کې  د ارس یو ډوله  ښه  او ماډرن شوی  ماډل  دی .

 ارس یو ډوله  پوځي تاکتیکي  ګاډی د ایران د اسلامی جمهوریت د دفاع وزارت جوړ شوی دی .له دغه ګاډي د ۱۳۹۱لمریز کال د زمری دمیاشتې په یودیرشمه نیټه ،د ایران  ددفاعی صنعت  له ملي ورځې سره په یووخت  او د ایران د اسلامی جمهوریت د وخت  دفداع وزیر احمد وحیدي  په شتون سره  نندارې ته وړاندې شو .دغه  ګاډی ددفاع صنائعو سره اړونده  د زریه خودرو ګاډو جوړونې صنائعو جوړ شوی ګاډی دی .  ارس  ګاډی  فور باي فور یا څلور واړه ټایرونه  ئې متحرک دی او لاسی ګیربکس لري او وزن ئې  درې اعشاریه څلورټنه دی.ارس ګاډی د امریکا هامر (HAMMER)  ګاډی ته ورته دی .ارس ګاډی  ډیزلي دی  او انجن ئې هم  ټرَبو چارج ډيزل  زید ۲۴ ډوله  دی . البته  په ارس کې لګیدلی  انجن ،د هغه انجن اصلاح شوی ماډل دی چې له ظاهري او تخنیکي نظره ،د مخکې ګاډوپه نسبت فرق لري.دغه انجن  په ۳۱۵۳ سی سی حجم سره د ۱۳۳هارس پاور توان لري او په دقیقې کې ۳۶۰۰  ځله تاویږي او درې سوه دیارلس  میټر نیوټون  په دوه زره دورو کې  په یوې دقیقې کې تولیدوي .

د ارس  تاکتیکي لوړ ګاډی،ایف 4.5 ایف دی چې د ټویوټا 4.5  ایف لوړ ګادي  په معکوسې مهندسئ سره  جوړ شوی دی .  دغه ګاډی   په وړاندې او وروسته تلو کې ډير ه توانمني لري  او د وړاندې تلو  ایکسل  له فنر ډوله  میکانزم سره جوړ دی چې په چټکۍ سره ئې د وړاندې او وروسته تلو ګیرونه  عملیاتي کیږي او هائيډرالیک سسټم لری .د بریک سسټم ئې هم هائيدرالیک  ډوله دی،دغه رازد سټیرنګ  ئې هم  هائيدرالک سسټم سره  اړونده دی او  بریکونه ئې  هم  اې بی ایس  او اي بی ایس  الیکټرانیک ډوله دي چې ډير چټک کار کوي .ارس ګاډی ډبل کیبن لري  چې زیاتره  د قوماندانانو  لپاره او یا هم  په ډیرو سختو لارو او غره یزو او ښاریزو  سیمو کې د یرغلیزو عملیاتو لپاره ورځيني استفاده کیږي او دغه راز یو ډول زغرګاډی هم دی او په  په دوي کې محافظت کونکي برخې هم لري چې په دې سره ئې  ځانګړتیا نوره هم زیاتیږي . دغه ګاډی  په پوځي او دجنګ د جبهو په سیمو کې مجهز کیږي،چې د مدیریّت او  د یوې متحر ک کړچار د قوماندې په توګه  د منلو وړ هم دی . 

ارس یو ډوله تاکتیکي ګادی تردې دمه په مختلفو ډولو نو کې د بیلابیلو ماموریّتونو لپاره  تولید شوی دی .؛ کویران پوځي  ګاډی د ارس سسټماټیک شوی یو ماډل دی.دغه ګاډی یعني کویران ګاډی په ناهموارو  او لوړو ژورو لارو  او سیمو کې د استفادې وړ په دلیل د مځکني  جنګ په حوزې کې د وسلوال ځواک عملیاتي تحرک ترډیره حده زیاتوي .دغه ګاډی د شپې مهال په عملیاتي سیموکې هم د استفادې وړدی او دغه رازپه اوبو کې تر اویا سنټيمیټر لاندې  پورې هم د زغروال ګاډی په توګه  یا د ایمبولانس او دسترې  یو سل اوه میلیمیټري توپو د وړلو او دغه راز د یو سل شل میلیمیټري  هاوانونو د لیږد  لپاره هم د استفادې وړ دی . دغه ګاډی ددي د انجن زیات پاؤر او قدرت ته په پام سره اوپه یوه  ډبل کابین لرلو سره  ددې جوګه دی چې په سختو او غره ایزو لارو کې په آرام سره حرکت وکړي،ددغه ګاډي جالب ټکی د ټيټو هسکو سیمو کې او داسې سیمې چې شګې  او کاڼي لري ،هم د توانمنو فنرونو په مرستې سره  د  عملیاتو وړ دی . 

 د ارس یو  ګادي یو بل ماډل هم  ؛سپهر ؛ نومې ګادی دی  چې  د  لس پرسنلو ، یو اعشاره پنځه ټنه دبار او وسلو او تجهیزاتو او توغندوي ضد زرې  د وړلو توان لري .  سپهر ګادی  په ډيرو تیرو اوبو  څخه د تیریدا او په غره ایزو او سختو لارو څخه دتیریدا  وړتیا  لري او   یو ډیر پرمختللی  او ډير زر  او فوري زاویه بدلونکی سسټم  لري او له نسکوریدا څخه د مخنیونکي  سسټم  هم لري. او دغه ګاډی  د تجهیزاتو او دغه راز د توغندوي سسټمونو د ځاي په ځاي کولو لپاره هم  استعمالیږي

             دوستانو د ارس دوه ډوله  تاکتیکي ګاډی د ۱۳۹۸لمریز کال د زمري یا اسد  د میاشتې په دوویشتمې نیټې  د دایران د اسلامی جمهوریت د وخت ددفاع وزیر امیر حاتمي  او د ایران دپوځ دپوځ د مځکني ځواک د قوماندان سردار کیومرث حیدري  په وسیله نندارې ته وړاندې شو سردار امیر حاتمي په دغو دستورو کې ددغه ګاډي  توانمنیو ته په اشارې سره  ووئیل،د ارس دوه ډوله  تاکتیکي ګاډی په سختو او غره ایزو سیمو کې د لالوړخوځښت او تحرک  په درلودلو سره،د درندو  پوځي تجهیزاتو او وسلو ځاي په ځاي کول زیات هارس پاؤر درلودل ایکسلیټرینګ  پاؤر ئې تردې حده دی چې د مخکیني ماډل په نسبت څو چنده زیات چټکوالی او قدرت او د زیات وزن وړلو  وړتیا لري.او دغه راز ئې په درستو برخو کې له هائيډرالیک سسټمه استفاده شوې ده .دغه ګاډی د تاکتیکي ګاډي د لارې په نقشې سره  برابر  او د پوځ د اوسنیو اړتیاؤ ته د ځواب وئیلو لپاره پلان  او جوړ شوی دی. ددغو ګاډو د جوړولو او تولیدولو  پوهې ته د دفاع وزارت  لارس رسی،د پرمختللو ګاډو په تامینولو کې  یو مهم ګام دی چې دجوړولو ټیکنالوجي ئې یوازې  په ګوته شمیر څو هیوادونه په اختیار کې لری .د ؛ارس 2 ډوله  تاکتیکي ګاډی  د دفاع وزارت د صنائعو د ادارې ا و د پوهه بنسټه شرکتونو  ترمینځ په ګډې ملګرتیا سره  پلان او تولید شوی دی . دغه تاکتیکي ګاډی  چې د ارس یو ډوله ماډرن کړائ شوی ډول دی، د پام وړ تاکتیکي امتیازونو برخمن دی  چې  ورڅخه په ډيرو مشکلو او سختو لارو اوسیمو کې  استفاده کیږي او د مخکینیو ډولو په نسبت  لازیات  قدرت او د زیات وزن وړلو  وړتیاوې  لري  او دغه راز ئې  سسټمونه  هم ماډرن او  د پوځ  د ورځې د ضرورت په اساس  کارول شوي  دي .

                دوهم ارس په حقیقت کې د ارس یو پروموټ شوې  بېلګه ده. د ارس دوه  انجڼ  کې ډېر اساسي بدلونونه رامینځته شوې او د ارس یو په پرتله یې پنځوس فیصده   طاقت او د ګرځېدو وړتیا زیاته شوې ده. دغه نوی انجڼ  دوه سوه هارس پاور او  څلور سوه اویا نیوټن ډایمنشن لري .  له ارس یو سره د  ارس دوه ظاهري فرق  په مخکینۍ باډۍ کې او مارګاټونو کې دی.  دغه د مارګاټونو بدلول سبب شوي چې د ارس دوه مخکینۍ باډي ډېره مضبوطه وبریښی. د ارس دوه چیسس هم  د ارس یو په شان دی.  ارس دوه د سپهر په شان  د اوړېدلو د مخنیوي لپاره  د زاویې د تنظیمولو له یو پرمختللي سسټمه استفاده کوي . همداراز د ارس یو ځینې کمزورۍ لکه  کمزوری کلچ په ارس دوه کې لرې کړی شوې دي. په کلي ډول  له ارس یو سره د ارس دوه فرق  په مختلفو برخو کې د هغې د کوالټۍ په ښه کول کې دی لکه   په مختلفو پوځي اوعملیاتو ځایونو کې د تګ زیاتوالی، د سونګو  او د چاپېریال د ککړتیا کمښت،  په سختو او کړکیچنو لارو او ځایونو کې د تګ قابلیت، د انجڼ د توان پنځوس فیصده زیاتوالی  او د عملیاتي سیمې  د پینځه فیصده زیاتوالی دی. په دې ډول  چې د عملیاتي ډګر اندازه یې له شپږو سوو کلومیټرو  اوه سوه پینځه اویا کلومیټرو ته رسیږي. دغه نوښتونه سبب شوې چې  ارس دوه  په ځمکنیو جنګونو کې د ارس یو په پرتله زیاته عملیاتي وړتیا ولري. دغه ګاډی  ورو ورو د هیواد وسله والو ځواکونو او پولیسو ته د ورکولو په حال کې  دی .

(سیماب)

****************************************************

 

ټیګونه