Nov 24, 2021 14:14 Asia/Kabul
  • د ایت ا... محسن مجتهد شبستری رحلت

په مسلمه توګه عالمانو او دینی پوهانو په بیلا بیلو پړاونو کې په اسلامی ویښتیا او سیاسی بدلونونو کې چورلیزي رول درلودلې دې .

تیره اونۍ د ایران د نظام د مصلحت پیژندونکی ټولنې د غړی ایت ا... محسن مجتهد شبستری د رحلت خبر په خبري رسندویو کې خپور شو . هغه د اسلامی انقلاب له مخکښانو او د مبارز د روحانیت د ټولنې بنسټ کیښودونکې وو او ترې ډیر اجتماعی او علمي اثار پاتې دي .

په مسلمه توګه عالمانو او دینی پوهانو په بیلا بیلو پړاونو کې په اسلامی ویښتیا او سیاسی بدلونونو کې چورلیزي رول درلودلې دې . په ټولنه کې د روحانیت د شتون تاریخ ته په کتنې سره  لیدل کیږي چی هغود ټولنې په معنوی مشرۍ سربیره د اسلام د تاریخ په بیلا بیلو پړاونو کې د خلکو سیاسی هدایت او مشرۍ پرغاړه درلودلی ده  او دا په ټولنه کې د دین د حاملانو په توګه د روحانیونو د اغیز ښودنه کوي . هغو تل هڅه کړی ده چی دینی کلتور ، ارزښتونه او اسلامی اعتقادات دود او بیان کړي . په اسلامی انقلاب کې په دغو اغیزشیندونکیو روحانیونوکې  ایت ا... محسن مجتهد شبستری ته اشار ه کولې شو ، چی خپل عمر یې د اسلامی  انقلاب په بڼه غوره کولوکې او د فکر او لیدتوګې د احیا په لاره کې تیر کړ . هغه د تبریز د امام جمعې او په ختیځ اذربایجان ولایت کې د ولی فقیه د استازی په شان مسولیتونه په غاړه درلودل .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

محسن مجتهد شبستری په ۱۳۱۶ لمریز کال کې د ختیځ اذربایجان د یوه ولسوالۍ شبستر کې دنیا ته سترګې رڼې کړې . د هغه کورنۍ د رضاخان په حکومت کې د اذربایجان له عالمانو او فقیهانو وه چی د پهلوی نظام د ظلم او ستم پرضد د خلکو په هدایت او روښانه کولو کط  اغیزمن رول درلوده  . د هغو پلار ایت ا... میرزا کاظم شبستری تل له کمیونستی افکار او پردیو استعمار پالو سره مبارزه کوله او د ایران د خاورې او  اوبو به مځکنی بشپړتیا ساتلو ټینګار درلود . د هغو په همت په شبستر کې علمیه حوزه تاسیس او په تبریز کې د یوه علمی مدرسه بنسټ کیښودل شو .

ایت ا... محسن شبستری خپلې لومړني زده کړې په خپل ښار کې ترلاسه کړې او بیا د قم علمیه حوزې ته ولاړ تر څوپه حوزوی علومو کې زده کړو ته دوام ورکړي . هغه دامام خمینی رح یو ممتاز شاګرد وو او د امام راحل د د درس د ټولګیو په اړه به یې ویل له هغه وخته چی د  امام رح د درس ټولګیوته به ورتلم ورځ په ورځ زما ارتباط او ارادت زیاتیده او ترهغه موده چی هغو په قم کې وو ، د هغو درس خارج ټولګیو ته به ورتلم .امام هم د بیان او هم تحقیق ، شجاعت ، طرز فکر او انقلابی والی له نظره بی سارې وو . ډیره زیاته جاذبه یې درلوده او زیاتره طلبا او فاضلان چی اهل تحقیق وو د هغو په درس ټولګې کې شرکت کاوه .

«««««««««««««««««««««««««

ایت ا... شبستری له پهلوی رژیم سره په مبارزه کې اوږده مخنیه درلوده . هغه د نورو روحانیونو او مبارزانو  په شان له ظالم ستم شاهی نظام سره د مبارزې په لومړنۍ کرښه کې وو  او په دغه پړاو کې یې پراخ فعالیتونه ترسره کړل . مرحوم مجتهد شبستری د ایت ا... شهید مطهری ، شهید مفتح او شهید بهشتی په ملګرتیا سره  په تهران کې د جامعه روحانیت  بنسټ کیښوده او د رژیم پرضد د هغو زیاتره مبارزاتی فعالیتونه په تیره بیا انقلاب ته پاتې په وروستیو دو کلونو کې د بیانیو او اعلامیو د خپرولو له لارې په دغه ګوند کې تیریدل . هغه د جامعه روحانیت مبارز د روښانونکیو اعلامیو د متن لیکل پرغاړه درلودل او په دې لاره کې په ځلونو ساواک له خوا تعقیب او ونیول شو . دغه مجاهد مبارز د ایران اسلامی انقلاب ته پا پاتې وروستیو کلونو کې په دایمي توګه تبریز او قم ته د سفر په لاره کې وو او په حقیقت کې په شبستر کې د غورځنګ یوه ستنه وه . البته ایت ا... مجتهد شبستری تل د اسلامی انقلاب د غورځنګ په لومړنیو کلونو کې په تاریخی موقعو کې شتون درلود او د کیپټلیشن د بل  یا لایحې پرضد دامام خمینی رح په وینا کې هغه هم له امام ره سره نږدې موجود وو .

د اسلامی انقلاب په اوج سره د ایت ا... شبستری د مبارزاتی فعالیتونو لمن په جوماتونو کې پراخه شوه . هغو به ویل چی جومات مهمه مورچه ده او د اسلام د کلتور د خپرولو د مرکز په توګه  بلل کیږي او یوازې د لمانځه ځای ندې ، پر دې اساس باید د ټولنې کلتوری چارې هم له جومات تعقیب شي . هماغه ډول چی د اسلام په سرکیښنیو وختونو کې جومات په کلتوری ، اجتماعی ، سیاسی او مذهبی اړخونو کې مهم ځای درلودلی دی ، په دې ډول چی د قضاوت او ځواکونود لام بندۍ لپاره یو ځای بلل کیده ، نن هم باید په کلتوری او نورو اړخونو کې فعال ووسی . دښمن  د کلتوری اوزارونو او نرم جنګ له لارې په هیواد حمله کوی او جوماتونه او هنری کلتوری ځایونه باید په اغیزمنو پروګرامونو سره له هغوسره مقابله وکړي ، هغو پخپله په داسې شرایطو کې هڅه کوله ځوانان زیات جوماتونو او داسې مرکزونو ته جذب کړي .

د ۱۳۵۷ کال په سلواغې کې د تهران په پوهنتون کې د عالمانو د پرلاتوپع وخت ایت ا... شبستری هم په پرلاتو وهونکیو کې موجود وو او هغه ورځ یې داسې روایت کړی ده ، جامعه روحانیت په پوهنتون کې د پرلاتې وهلو پروګرام جوړ کړ ، البته شهید بهشتی مخکښ وو . په دغو پرلاتو کې زره هم موجود وم ، . د ۱۳۵۷ کال د سلواغې په ۲۱ د پوځی حکومت د ماتولو په اړه د امام ره له جوت حکم وروسته  ایت ا... شبستری هم ځان د خلکو مینځ ته ورسوه او هغو یې مبارزې او مقاومت ته وهڅول . ایت ا... شبستری له ۱۳۷۳ تر ۱۳۹۶ کلونو کې د رهبرۍ د ستر مقام په حکم د تبریز د جمعې امام وو . په خبرګانو شورا کې یې څلور پړاوه غړیتوب درلوده او په لومړی ، دوهم ، څلورم او پینځم پړاونو کې په تهران کې د اسلامی شوراد خلکو استازی په غاړه درلودلی دی .

««««««««««««««««««««««««««««««

په وروستیوکلونو کې هم ایت ا... شبستری د فتنه پالو او د نظام د استکباری غلیمانو په وړاندې پریکنده او انقلابی درځ درلودلی دی . هغه به ویل نړیوال استکبار د ایران ملت پرضد پوخی جنګ وکړ چی په تیرو څلورو لسیزو کې یي کوم اغیز ونکړ و نو ځکه یې اقتصادی جنګ او ظالمانه بایکاټونو ته مخ کړی ده  ، خو دغه ملت په خپل مقاومت سره هغوپه دې ډګر کې هم ناهیلې کړي دي . استکبار بیا روانی جنګ ته مخه کړه ، په روانی جنګ کې د هغو ستراتیجۍ د علمی ، صنعتی او تیکنالوجیکو پرمختګونو کې د هیواد د واقعیت تحریفول دي . دښمن دا نشی منلې چی ددغه ملت ځوانانو په بیلا بیلو ډګرونو کې  په اوڅاره پرمختګونو سره د هغو بایکاټونه جبران کړي دي . د ایت ا... شبستری په باور تحریفول د خلکو د ویرولو او د ځوانانو د ناهیلی کولو لپاره دي تر څو هیواد له تاندوالی پاتې شی او ملت د نظام په نسبت دلسرد شي .

««««««««««««««««««««««««««««««««

ایت ا... شبستری په علمیه حوزه کې د خپل شتون په وخت او له هغه وروسته په تهران کې بیلا بیلو حوزوی علومو تدریس ته مخه کړه . هغه درې کاله د تهران پوهنتون د الهیاتوپه پوهنکور کې د معارفو او فقهې تدریس وکړ اوپه تبریز کې یې هم د درس خارج تدریس وکړ . د ایت ا... شبستری زیاتره اثار او تالیفات د تفسیر ، عقایدو ، فقه  اواصولو په زمینه کې دي .

د سوره جمعه او منافقون تفسیر ، د عبادالرحمان کتاب ، تجلی نور ، ولایت فقه استمرار ، ولایت امامان علیه السلام ، نګرشی تفسیری بر سوره حمد و اخلاص او په اسلامی ټولنه کې په عمومی کلتور کې کتنه ایت ا... شبستری په اثارو کې شامل دي . هغه د تدریس تر څنګ کلتوری چارې هم ترسره کولې او څو کتابتونونه ، مصلی ، په تبریز کې د علمیه حوزو جوړول او د جوماتونو چارو د مرکز جوړول هم شامل دي . په ۱۳۹۲ کال کې یې دادینه تبریز خپرونه جوړه کړه . همداراز ایت ا... شبستری د ۱۳۹۶ کې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود  له خوا د پینځوکلونو لپاره د نظام د مصلحت پیژندونکی ټولنې د یوه غړی په توګه منصوب شو .

ایت ا... شبستری د امام خمینی رح او رهبر معظم له ریښتونو او وفادارو یارانو وو او له انقلاب ددفاع په ډګرونوکې په لومړنۍ کرښه کې وو . هغه تر پایه د اسلامی نظام د عزت او انقلاب دفاع وکړه .

ایت ا... خامنه ای په یوه پیغام کې دغه بزرګوار عالم په تران او تبریز کې د علمیه حوزو په دداره کولو ، عمومی هدایت او اجتماعی خدماتو کې له فعالو بریالیو روحانیانو وباله او ویې فرمایل د تبریز د جمعې د امامت په اوږده پړاو کې د هغو زحمتونه او هلې ځلې نه هیرونکي دي او د تهران په علمیه حوزه کې د دغه مرحوم تلپاتی اثار انشاا... د هغو د الهی رحمت د جلبولو سبب شي .له خدای تعالی ددغه بزرګوار عالم د درجاتو د لوړوای او مغفرت دعا کوم .

د ایت ا... محسن مجتهد شبستری  د جنازې دستورې  د جمعې په ورځ په قم کې د خلکو د بیلا بیلو پرګنو او روحانیونو په شتون سره ترسره او مړې یې د حضرت بی بی معصومه س په سپیڅلی حرم کې خاورو ته وسپارل شو .

پای

 

ټیګونه