Nov 28, 2021 15:17 Asia/Kabul
  • تل پاتې وږمې

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې  دتل پاتې وږمې نومې لړۍ له ننني  اوه نویم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یم ،  په دغې لړۍ کې  په مختلفو  تفسیري او معارفي  موضوعګانو په باب  د اسلامی انقلاب دستر لارښود  د ویناؤ  غورچاڼ وړاندې کیږي ،حضرت آیت ا... العظمی سید علی  خامنه اي ددغې لړۍ په اوه نویم مطلب کې له حضرت امام مهدي عجل ا... تعالی فرجه الشریف سره توسل ضرورت بیانوي،او دهغه بزرګوار ظهور  دخداوندمتعال د یوې  تضمین شوي ژمنې  لوي درس ګڼي،هیله ده دغه  مطلب ستاسو داستفادې وړ وګرځي .

ولی امر مسلمین پخپلې یوې وینا کې فرمائي ؛ د  امام الزمان (عج) په باب لومړنی ټکی دا دی چې دغه بزرګوار  داعی الله دی .  هغه بزرګوار ته نظر د حق متعال  په درګاه کې  دعبودیّت او ارادت د وړاندې کولو لپاره یوه وسیله ده،  اَلسلامُ علیَکَ یاداعیَ الله و رَبّانيَّ آیاتِه ٔ ؛ هرڅه  درست پیغمبران، درست والیان ، ټول مقدسات ، درست طیّبه ارواحونه ،  چې دمونږ پر ژوند، دمونږ پر دنیا او پر درست  عالم وجود  رڼا خوروي ، آيتونه حق دي ، د خداوندمتعال جلوې دي ، دا داسې ټکی دی چې  باید ورته پام وشي . امام الزمان  علیه السلام ته توجه  کوو ،ورته توسّل  کوو ، دهغه بزرګوار په وړاندې  په خاکسارۍ سره عرض کوو ، ددې لپاره چې   دغه خاکساري   ذاتِ احدیّت ته ورسیږي  او  دخداي متعال په وړاندې  مو عبودیّت کړی وي . دوهم دا چې ددغه بزرګوار یاد او نامه ، په دایمي توګه  مونږ ته رایادوي چې  ددغې تورتمې شپې په پاي کې د حق  او عدل   د لمر طلوع قطعي دی .  انسانان کله چې  ظلم او  د تورې شپې تورتم څپې  ویني ، نو نهیلی کیږي  ، د امام الزمان (ع)یاد ددې ښودنه کوي ، چې   د لمر طلوع به وشي ، یوه ورځ به راشي ، هو!  تورتم دی ،په دنیاکې  ظالمان او تورتم رامینځةکونکي شته  او له پرله پسې پيړیو راهسې شته دي ، خو ددغه تورې شپې او تورتم پاي ، په قطعي توګه د خورشید یا لمر  طلوع دی ، دا هغه شی دی چې  مونږ ته په امام الزمان عجل ا.... تعالی فرجه الشرف باندې  اعتقاد رازده کوي ، دا د پروردګار یوه تضمین شوي وعده ده ،  اَلسّلامُ علیَکَ اَیُهّا العَلَمُ  المَنصوبُ  و العِلمُ المَصبوبُ وَ الغَوثُ وَ الرّحمةُ الواسِعَةُ وَعداً غیَرَ مَکذوب؛    یوه داسې الهي ژمنه چې هیڅکله ئې خلاف ورزي نه کیږي ،  د زیارت په پیل کې هم شته ،  اَلسّلامُ عَلیَکَ یا وَعداً الله ِ الّذي ضَمِنّه؛  هغه وعده چې  تضمین شوي ده ، د پروردګار  له طرفه ، ددغه بزرګوار ظهور دی .....................

 

ټیګونه