May 31, 2022 07:34 Asia/Kabul
  •  یسیر ډورن

دغه ډرون په حقیقت کې د امریکا دبویینګ شرکت جوړې سکن ایګل ډرون د معکوسې انجنیرۍ بیلګه ده

په تیرو کلونو کې د ایران د ډرون توان چی په کمیت او کیفیت دو عنصرونو تمرکز لري ، پام وړ زیات شوی دې او نن سبا د سیمې په ډرون قدرت بدل شوی دی  او د بې پایلټه الوتکو د جوړونکی ټیکنالوجۍ لرونکیو هیوادونو ترمینځ ځانګړې ځای لری .

په حقیقت کې اسلامی ایران اوس د نړۍ په هغو ګوته شمیر هیوادونو کې دې چی د مختلفو ډزونز د جوړولو ، پراختیا او طراحۍ په زمینه کې مخ په ودې بهیر  وهی . په ایران کې یو ډیره بریالی ډرون الوتکه په تیره بیا په عملیاتی ډګرکې د یسیر بې پایلټه الوتکه ده .

د یسیر ډورن په متوسط واټن په وړکوټی اړخونو ، ځای او ایراني متخصصانو په وسیله تولید شوی  ده چی تراوسه یې په فارس خلیج کې د پردیو کشتیو د انځورونو د ورلیږلو او پیژندلو په شمول زیات ماموریتونه ترسره کړي دي .

دغه ډرون په حقیقت کې د امریکا دبویینګ شرکت جوړې سکن ایګل ډرون د معکوسې انجنیرۍ بیلګه ده .د سکن ایګل ډورن لومړۍ په سمندری سیمو د څارنې او کب نیونې صنعت لپاره د استفادې وړ وګرځیده ، خو بیا وروسته د هغه ټیکنالوجۍ پیاوړی شوه او د پیژندنې ماموریتونو په تیره بیا په عراق او نورو هیوادونو کې دبهرنیو ماموریتونو لپاره د امریکا سمندری ځواک ته ورکړل شوه .

د سکن ایګل ډورن الوتکه د ۱۳۹۱ کال په لیندۍ میاشت کې د ایران د سپاه ځواک په وسیله ښکار شوه او د داخلی متخصصانو په اختیار کې ورغله . د ۱۳۹۱ د لیندۍ په ۱۴ د سپاه د سمندری ځواک د هغه وخت قوماندان سردار علی فدوی اعلان وکړ چی د سپاه دافع هوا په وسیله د امریکا یوه جاسوسی ډرون الوتکه ګیر شوی ده .

لږ وروسته دغه ډرون الوتکه د داخلی انجنیرانو په وسیله د معکوسې انجنیرۍ تر بهیر لاندې ورغله  او د تجارتی سازۍ بهیرونو او زیات تولید وروسته وسله وال ځواک ته ورکړل شوه .

څه موده وروسته د هیواد په دفاعی صنایعوکې د سایه ډرون په نوم د زیات تولید کرښې انځورونه خپاره شول .

د سایه د پیژندنې ډرون الوتکه  د سکن ایګل له ډرون د معکوس شوی مهندۍ د لومړنۍ نمونې په توګه د ۲۰۰ کلومیټره په عملیاتی شعاع ،تر ۴۰ برابره غټ ښودلو په وړتیا سره د  ۳۶۰ درجې انځور اخیستنې ، په ډیر لوړ رزلوشن سره د ۵۶ درجې لید زوایې او د ۱۵۰۰۰ پا الوت په اندازې سره تولید شوی ده .

له دې وروسته هم د یسیر په نوم یوه بله نمونه  سمندری اومځکنی ځواک ته ورکړل شوه چی د اته عدد په شکل لکۍ لری .

د ایران د پوځ دمځکنی پوځ قوماندان  د ۱۳۹۴ کال  په لړم کې وویل د یسیر ډرون د لومړی ځل لپاره د محمد رسول ا... (ص ) په مانوره کې عملیاتی شوه .

یسیر ډرون همداراز د ۹۸ سمندری امنیت په تمرین کې د کیسپین سمندر د پاسه  د پیژندنې عملیات ترسره کړل او په کیسپین سمندرکې د ۱۴۰۰ پایدار امنیت په سمندری تمرین کې هم د ماموریت په ترسره کولو سره  خپله وړتیا وښودله . په دغو پوځی تمریناتو کې د یسیر ډرون او د پوځ د سمندری ځواک دافع هوا یونټونو په بریالیتوب سره د نظر وړ هدفونه وپیژندل او معلومات یې د کنټرول مرکز او قوماندانۍ ته ولیږل .

په کیسپین سمندرګی کې  د پایداره امنیت د سمندری تمرین په محدوده کې له مخکې ټاکل شویو سناریوګانو او د فرضی دښمن ځواکونو د مقابلې غوښتنې فعالیتونو د مخنیوی په لړ کې  د یسیر ډرون په بشپړه تخصصی ډول د نظر وړ هدفونو انځورونه د قومانداني مرکز ته په انلاین بڼه ولیږل .

د یسیر ډرون په کابو یومیټر اوږدوالی  ، د دو وازو واټن درې میټره او وزن یې کابو شل کلړګرامه اټکل کیږی . د یسیر له ځانګړنو د ۱۵ زره پا الوت ، د اته ساعته دوامداره الوت او تر ۲۰۰ کلومیټره شعاع سره الوت ته اشاره کولې شو  چی د متحرک مځکنی مرکزونو سره د ارتباط له لارې کنټرولیږی . د یسیر ډرون له ځانګړنو د الوت دوامداره توب زیات والی ، ډیره پیاوړی کیمره او د پیژندنې لوړ وس او توان ته اشاره کولې شو . په دغه بې پایلیټه الوتکه کې خپل کموزن ته په پام سره  د الوت باند یا ځغست لارې ته اړتیا نلری  او هغه په یوه لانچر سره هوا ته ویشتل کیدلې شی . د یسیرډرون د کوزیدا لپاره  له چترۍ استفاده کیږی .

د دغه ډورن زیات نه زیات سپیډ په ساعت کې ۱۲۰ کلومیټره دې . الیکټرواپټیکل ، مادرون قرمز کیمره ، او کابو ۲۰۰ کلومیټرۍ ارتباط لمن دغه ډرون ته د ډیر لوړ کیفیت او دقیق انځور د ورلیږلو امکان ورکړی دی .

د یسیر ډرون د لانچر له لارې الوتلې شی او د چترۍ له لارې هم په مځکه کښینستلې شی . دغه ډرون د دنیا د ورځې په ټیکنالوجۍ سره د پیژندونکیو کیمرو په وسیله د پیژندنې عملیاتو وس لری چی دا کار د کم وزن ، سپیډ او د تحرک په لوړ قدرت په شان د ځانګړنو په مرسته ترسره کیږی . د دغه ډرون  یوه بله ځانګړنه له ریډاره تیښته ده ، په دې ډول چی ریډاری او دافع هوا سیسټمونه د هغه د پیژندلو وس نلری .

د یسیر اصلی اجزا لکه وزر ، لکۍ او بدن له یوه بله جلا کیږی او په یوه محکم صندوق کې ورځای کیږی او په دې ډول په اسانۍ سره وړل کیدلی شی چی دا یو ډیر مهم امتیاز دې .

دغه ډرون د پیژندنې یو ډیر پیاوړی دروبین یا کیمره باندې سنبال شوی او له یوه مځکنی مرکز کنټرول او له له لارې کنټرولیږی او حتی د اړتیا په بڼه کې د اټومیټک الوت وړتیا هم لری .

په وروستیو کې په یوه خبر کې وویل شول دیسیر له ډرون سره د ځان وژونکی عملیاتو وړتیا هم ورزیاته شوی ده یعنی کولی شی یو توغندې یا چاودیدونکی مواد یوسی او ځان په سپیډ سره په یوه هدف ووهی او هغه تباه کړی . خو بیا وروسته دا خبر په رسمی توګه رد شو .

یسیر ډرون د کوزیدا په وخت ټایرونه نلری بلکې په سینې کښینی چی البته لاندې یې د ګوزار خوړلو ضد تجهیزات موجود دي چی له تاوان لیدلو یې ساتی . دا مهمه وړتیا بلل کیږی ځکه چی دا ډرون له ځغست لارې پرته په هر ځای کی د الوت  او کوزیدا امکان لری  .

دا ډرون دوه کسان هدایتوی ، یو بهر او د الوت ځای په څنګ کې او بل هم داخلی پایلیټ چی دا پایلیټ هم هغه کس چی د مځکنی کنټرول په مرکز کې دننه او د الوتکې د هدایتولو دنده پرغاړه لری ، خو په عین حال کی ډرون یوه داخلی حافظه یا میموری او یو اټومیټک پایلیټ لری چی د ماموریت په وخت کې په دغو دریو واړو متکی دی .

پای

 

ټیګونه