Jun 06, 2022 17:11 Asia/Kabul
  • ټربوفن (سبک جهش ۷۰۰) موټور، د هوایي موټورونو په ډګر کې یوه ستره لاسته راوړنه

ایران د نړۍ تر ټولو پرمختللې ټوبوفن موټور جوړ کړی چي ټکنالوجي د امریکې په شمول د ګوتو په شمېر د هیوادونو سره دي.

په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د زمري د میاشتې په ۳۰ نیټه کې د ایران د دفاع وزارت له خوا د دفاعي صنعت د ورځې په مناسبت د ټوربوفن موټور یو پرمختللی ډول چي د ایراني کارپوهانو له لوري جوړ شوي و، نندارې ته وړاندې شو، د دغه ټوربوفن موټور د ډیزاینولو او د جوړولو ټکنالوجۍ ته لاسرسي د هوایي موټورونو په ډګر کې د ایران لپاره یوه تاریخي لاسته راوړنه بلل کیږي ځکه چي د دغه ډول موټورونو د جوړولو ټکنالوجي یوازې د څو محدودو هیوادونو په انحصار کې دی.

که څه هم دغه موټور د اندازې له نظره د نورو دفاعی محصولاتو په پرتله کوچنی دی لیکن په تیرو دوو لسیزو کې د ایران له لوري د جوړو شویو دفاعي محصولاتو تر ټولو مهم بلل کیږي، په حقیقت کې د ټوربوفن (جهش سبک ۷۰۰) موټور جوړېدا د ایران د هوایي صنعت په تاریخ کې د یوه لویه او مهمه لاسته راوړنه په توګه پاتې کیږي.

د جهش ۷۰۰ پرمختللی تربوفن موټور چي د څلورم نسل د موټورونو په چوکاټ کې د ځایي ټکنالوجۍ په کارولو سره، جوړ شو، ډبل محور څخه برخمن دی چي په مختلفو الوتکو او ډرون باندې د لګېدو امکان لري او ۵۰۰ تر ۷۰۰ کیلوګرم پاور تولیدوي چي له ځمکې څخه تر څلور ټنه پوري د وزن د پورته کولو وړتیا رامینځ ته کوي. 

ځینې کارپوهان وایي چي دغه موټور د (اف جی ۳۳) امریکایي موټور د اپوټه اینجینرینګ په نتیجه کې جوړ شوی دی، اف جی ۳۳ موټور د نړۍ تر ټولو پرمخ تللی ټربوفن موټور دی چي د امریکې د (ویلیامز انټرنشنال) شرکت له لوري جوړ شوی دی.

اف جی 33 ویلیامز اینجینرینگ

د ایران له لوري د جهش ۷۰۰ ټربوفن موټور جوړېدا یو ډیر ارزښناکه محصول دی ځکه چي د فوځي الوتکو تر څنګ په غیرنظامي ډګرونو کې لکه د تجارتي جیټانو او الوتکو په صنعت کې کارندوالې لري.

د ایران د هوایي ملکي چلند صنعت هم اوس ډاډمن دی چي یو پرمختللی او ځواکمن ټربوفن موټور په واک کې لري چي په مختلفو الوتکو کې کارول کېدایشي.

 (عمومی ځانګړنې )

د ټوربوفن د موټورونو جوړېدا او ډیزاین د ټوربوجټ د اینجڼ په پرتله زیاتي پېچلتیاوې لري، تر دې مخکې د ایران دفاعي صنعت په ۱۳۷۰ لمریز کال کې د طلوع د میني جټ انجڼونو په جوړلو سره، چي د بې پیلوټو الوتکو او کروز توغندیو لپاره دي، د نړۍ د جټ انجڼ د جوړوونکو هیوادونو په لیکه کې راغی، وروسته کلونو کې د دې انجڼ پرمختللي ډولونه هم تولید شول، د ټوربوفن موټورونو په زمینه کې د ایران د دفاعي صنعت له لوري د لومړنی موټور جوړېدل د سومار د کروز توغندی موټور ته ورګرځي چي د میني ټوربوفن موټورونو په لیکه کې راځي.

لکه څرنګه چي د ټربوجټ انجڼونو په زمینه کې د (طلوع) تر انجڼ وروسته، د (اوج) انجڼ جوړېدا یوه ستره او بې سارې لاسته راوړنه بلل کیږي، د ټوربوفن موټورونو په زمینه کې هم د (سومار د کروز توغندی) د میني ټربوفن تر جوړېدو وروسته، د ایران دفاعي صنعت د کوټلي ګامونو په اوچتولو سره، د جهش ۷۰۰ پرمختللی او ځواکمن ټربوفن موټور جوړ کړ، تر څو په دې سره ایران هم د تجاري الوتکو لپاره یوه ډاډمن موټور تر لاسه کړي او هم د خپلو بې پیلوتو الوتکو د الوتنې چت او د الوتنې موده زیاته کړي.

طلوع 4 توربوفن موتور

په دغه موټور سره د ایراني بې پیلوتو الوتکو د الوتنې چت یا ارتفاع ۲۰ کیلومټرو ته رسېدایشي، لوړه ارتفاع د سوونګو په کم مصرف باندې هم نیغ په نیغ اثر کوي. یعني الوتکه د سوونګو په کم مصرف سره لیري واټن وهلایشي.

د جهش 700 د ټوربوفن د موټور په هکله تر ټولو مهمي ټکې:

د سوونګو کم وزن او کم مصرف ته یعنی ۱۴۰ کیلوګرم ته رسېدا

د یو هوایي موټور د ټوربین لپاره (یوه مخیزه کریسټال) پرو جوړېدا

د موټور د ګرمو پرزو د جوړولو لپاره د ځانګړې او سپکو موادو جوړېدا

په پرمختللی هندسي ارزونو سره د فن د پرو ډیزانېدا

د رانش یا د غورځېدو ۷۰۰ کیلوګرام طاقت تر لاسه کېدا

د موټور یو مخیز الکټرونیکل او اټومات چلېدا

د ډاډ ور موټور جوړېدا چي تر ټاکلي مودې پوري له تخنیکي عوارض پرته کار کوي

په ۱۸۳۰۰ مټره لوړه ارتفاع کې د موټور د کار دوام

یادې ځانګړنې سبب شوي چي جهش ۷۰۰ ټوربوفن موټور د نړۍ په کچه د پرمختللي موټورونو په لیکه کې راشي چي د جوړېدو ټکنالوجي یې د محدودو هیوادونو په واک کې دي، د پرمختللي ټوربوفن موټورونو په موجودو نمونو باندې تر څېړنو او ازمایښتې نمونو تر جوړېدو وروسته، د جهش ۷۰۰ لومړنی ټربوفن موټور په ۱۳۹۹ لمریز کال کې جوړ شو او د همدغه کال په وروستیو میاشتو کې په رسمي توګه ورڅخه مخکتنه وشوه او د لا زیاتو ازموینو لپاره د ټیسټ کولو څانګې ته وروسپارل شو، د ټوربوفن موټورونو یو لوی امتیاز د هغوی کم مصرف دی، د جهش ۷۰۰ ټوربوفن موټور د خپلو بهرني نمونو سره ورته ده، یعني په هره یوه ثانیه کې ۱۳ ګرم سونګ سوځوي او یو کیلو نیوټن انرجي تولیدوي، په داسي حال کې چي د طلوع ټوربو فن موټور د یو کیلو نیوټن انرجۍ د تولید لپاره په ثانیه کې ۳۷ ګرمه سوونګ سوځوي چي د جهش په پرتله یې د سوونګو مصرف دوه چنده دی.

د جهش ۷۰۰ ټوربوفن موټور یوه تر ټولو په زړه پورې ځانګړنه چي په لومړی ځل په لیدو سره، ښکاره کیږي د هغه د پرو پېچلی شکل دی او د یو مخیزه کریسټال پرې دي.

 یو مخیز کریستال پري

په هره اندازه چي د جیټ په موټور کې د سوونګو د تودوخي درجه زیاته شي په همهغه اندازه د هوا جریان ورته زیاتیږي او په دې توګه لا زیات ځواک تولیدوي، لیکن د تودوخي د لوړې درجې د سمبالېدو لپاره د هوایي انجڼونو د معمولي تکنالوجیو په کارولو سره، ممکنه نه ده،  لکه چي معمول سره سم په هوایي موټورونو کې د سړېدو لپاره د اوبو څخه کار اخیستل کیږي، لیکن د جهش ۷۰۰ په موټور کې د ځانګړې موادو څخه کار اخیستل شوی دی.

د ایران له لوري د جهش ۷۰۰ ټوربوفن موټور جوړېدا وښودله چي ایراني ماهرینو د ځمکني ګازي ټربینونو په جوړولو کې د کریسټال د پرو تر جوړولو وروسته، اوس دغه پرې په هوایي صنعت کې د کارولو لپاره هم جوړولایشي، دغه کار سره د ټوربوفن موټور عمر زیاتیږي او موټور له عوارض پرته د زیاتې مودې لپاره په پوره ډاډ سره کار کوي.

په ټوله کې د یو مخیزي کریسټال پرو کارول کولایشي ۳۰ سلنه پوري د هوا د سړولو دنده تر سره کړي، د جهش د ټوربو فن د موټور د غورځېدو ځواک ۷۰۰ کیلوګرم دی چي له ځمکې څخه تر ۴ ټنه پوري وزن پورته کولایشي، د دغه موټور په کارولو سره اوس د ایران هوایي صنعت داسي بې پیلوټه الوتکې جوړولایشي چي زیاتې وسلې وړلایشي او لیري واټن وهي، په نړۍ کې په پرمختللیو بې پیلوټو الوتکو کې د امریکې (RQ-170) مشهوره جاسوسۍ الوتکه د جهش ۷۰۰ په څېر له موټور څخه کار اخلي، له دې نه علاوه د ایران جوړ جهش ۷۰۰ ټوربو فن موټور په اسمان کې په ۱۸ کیلومټري ارتفاع کې  ډرون ته د الوت وړتیا ورکوي چي د څار د عملیاتونو لپاره زیات اهمیت لري، د موټور د سوونګو کم مصرف د امله ډرون په هوا کې د لا زیاتې مودې لپاره پاته کېدایشي. همدارنګه په تجاري جیټانو کې چي ۶ کسانو لپاره دي همدغه ډول موټور کارول کېدایشي.

امریکایی RQ-170 

کومو ځایونو کې له دغه موټور څخه کار اخیستل کېدایشي؟

د جهش ۷۰۰ ټوربو فن موټور په اصل کې په بې پیلوټو الوتکو کې استعمالیږي، خو د زیات وړتیا او ډاډ په خاطر دغه موټور په تجارتي جیټانو او هوایي ټاکسیانو کې هم استعمالېدایشي.  خو له کومه چي د داسي یو پیاوړی سپک او پرمختللی موټور جوړېدا یوه فوځي لاسته راوړنه بلل کیږي، باید په دفاعي برخو کې د هغه په کارولو باندې زیات تمرکز وشي.

د ایران د وسله والو ځواکونو لپاره د دغه ټوربو فن موټور لومړی استعمال ځای، بې پیلوټي الوتکې دي، په دې توګه د ایران جوړ بې پیلوټه الوتکې به د نړۍ په کچه یوې نوې مرحلې ته ورسیږي، اوسمهال اکثره ایراني ډرون څو سوه کیلو وزن لري او د پورته کېدو ځواک یې له یو ټن څخه کم دی ځکه چي د وانکل له موټورونو څخه کار اخلي.

د مثال په توګه د مهاجر ۶ ډرون د ایران د وسله والو ځواکونو جګړه ایز ډرون بلل کیږي، د دغه ډرون د پورته کېدو یا د اوچتېدو تر ټولو زیات وزن ۶۰۰ کیلو دی، یوازې د فطرس ډرون دی چي د اوچتېدو وړتیا یې ۱۲۰۰ کیلو ته رسیږي هغه هم د ټوربو شارژ د څلور سلینډر موټور د کارولو په خاطر، د وزن په اوچتېدو کې محدودیت په دې معنا ده چي ډرون یوازې محدودي وسلې، بمونه او سازو سامان اوچتولایشي، په دې خاطر یو ډرون په یو وخت کې بمونه او توغندی او د الکټرونیکي جګړې سازوسامان نه شي وړلای.

فطرس

د وانکل موټورونو او ورته نورو موټورنو کې یو بل محدودیت د هغوی د الوتنې په ارتفاع کې محدودیت دی، ځکه چي کله ډرون زیاته ارتفاع واخلي نو د اکسیجن د کمېدو او د اټمسفر د نري کېدو په خاطر په موټور کې د احتراق یا د اوراخیستنې بهیر له ستونزو سره مخامخ کیږي، په دې خاطر هغه بې بيلوټه الوتکې چي د پیسټوني او یا وانکل موټورونو څخه کار اخلي په لوړه ارتفاع کې الوت نه شي کولای.

دغه محدودیت په نظارتي او څارګرو بې پیلوټو الوتکو ستونزې رامینځ ته کوي ځکه چي څارګري الوتکې د زیاتي سیمي د پوښلو لپاره باید په لوړه ارتفاع کې الوت وکړي او له پراخو سیمو څخه معلومات راغونډ کړي،

د مسئولینو په وېنا، د جهش ۷۰۰ ټوربو فن موټور تر څلور ټنه پوري دروند وزن اوچتولایشي، دا په دې معنا چي د ایران جوړ د بې پیلوټو الوتکو د وسلو د وړلو وړتیا څلور چنده زیاتیږي، په دې خاطر تمه کیږي چي د ایران د بې پیلوټو الوتکو په صنعت کې یوه ستر بدلون رامینځ ته شي، یعني داسي بې پیلوټي الوتکې جوړي شي چي زیاتې وسلې وړلایشي او په زیاته لوړه ارتفاع کې الوت کوي. د ایران اوسني بې پیلوټي الوتکې په کابو ۱۳ فوټه لوړ الوت کوي، البته د فطرس بې پیلوټه الوتکه ۲۵ زره فوټه لوړ الوت کولایشي، خو د جهش ۷۰۰ د ټوربو فن موټور په جوړېدو سره نوې بي پیلوټي الوتکې به په ۶۰ زره فوټ کې د الوت وړتیا پیدا کړي.

 

ټیګونه