Jul 05, 2022 11:31 Asia/Kabul
  • د لمر د ټاټوپی یوه مهاجره(د بانو کونیکویامامور) په  یاد او درنښت کې 

د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د افتاب د ټاټوبي  د یوې میړنئ مهاجرې میرمن  کونیکو یامامورا  په یاد او درنښت کې له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو ، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي . ددغه مطلب په سر کې  له خداي بخښلي میرمن کونیکو یامامورا سره د خپل یوه همکار د لومړنۍ ورځې د لیدوکاتو حال هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو .

 خوږو دوستانو یو خبر راورسید،چې د ایران د اسلامی جمهوریت د سپيڅلي دفاع د یوه یوازیني جاپاني شهید کونیکو یامامورا له نړۍ سترګې پټې کړې .

وائي چې،

 هغه ډيره آرامه او متینه  بانو وه ،،،، له هغې سره  کور ته د ستنیدا پر مهال د ادارې په سروس او ګاډي کې  مو وپيژندل ....له لیرې دې چې  کتل ، نو د نورو همکارانو په شان په یوه بشپړ حجاب او څادر سره،د یوې سترمنې ایرانۍ میرمنې په څير ښکاریده ، خو چې لانزدې  کیدلئ ، نو متوجه کیدې،چې هغه کومه ایرانۍ میرمن نه ،بلکې د لیرې خیتیځ سیمې  یوه میرمن ده .

 ډيره باآدبه وه ،  او کمې خبرې ئې کولې ، تل تل به د ادارې د ګاډو تر څنګ دریده او انتظار به کاوۀ څو لومړۍ نور همکاران سوارۀ شي .   یوه ورځ  چې  د ژباړې پاڼې مو ئې  په لاس کې ولیدې،نو پوهه شوم چې د ریډیوئي پروګرامونو یوه ژباړنه ده  او زه  د یوه  لیکوال په توګه  له  هغې سره په خبرو  شوم . او د پروګرامونو د کیفیّت په باب  مو ورڅخه پوښتنې وکړې.

نو بیا وائي ،،،،هغه پخپله یوه لیکواله وه او عمر ئې هم له پنځوسو کلونو زیات ؤ.وئيل ئې  چې د جاپانۍ ژبې  ریډیو د پرانیستل کیدا او ددغې رسانۍ  د تاسیس په لومړنیو کلونو کې   ئې فعالیت کاوۀ،،،  او له دې وروسته  ئې له دغه ریډیو سره د یوې کارپوهې په توګه ملګرتیا وکړه .خو  دهغې انقلابی روحیه حیرانونکي وه. یو ورکوټی قرآن کریم به ورسره ؤ  په لاره کې به ئې د قرآن کریم تلاؤت کاوۀ، وئیل به ئې ، د قرآن کریم  دتلاؤت ټکی مو په روح سره اغښل کیږي .کله ئې  چې خبرې کولئ ،نو داسې وه ګواکې اسلام او انقلاب دهغې د وجود یوه برخه ده . خو  هغې هیڅکله هم  نه وئيل چې  یوه غمجنه  او داغ لیدونکي مور ده  او بچی ئې د  جنګ په حبهو کې شهید  شوی دی .

          وائي چې خبر راورسید، د ایران داسلامی جمهوریت د مقدسې دفاع دیوازیني جاپاني شهید مور کونیکو یامامورا  د یوې ناروغۍ له امله  د چنګاښ دمیاشتې په لسمه په جمهې ورځې  دتهران په خاتم الانبیاء روغتون کې  له نړۍ سترګې پټې کړې ....د هغې مړینې ، زه د هغې د  ژوند له یوه بل واقعیت سره آشنا کړم ، چې  آوریدل ئې له خونده ډک دي  او  ښه ده چې  تاسو هم ورسره آشنا کړم .

 وائي ، چې  دغه حقایق  د یوه هغه انسان د ودې او اوج ته د رسیدا  ښودنه کوي ، چې  دهستۍ   او پنځون خالق ئې پيژندلی وي او  له هغه سره مینه او عشق  لري او په یوې داسې  لاره  روانه وي چې  هغه  ورڅخه  یوه مسلمانه  او د ځان  او ټولنې په برخلیک کې  یوه مسئوله میرمن جوړه کړي ، یاد او خاطره ئې تل  ژوندئ . 

           دوستانو د یوې سترمنې  او باحجابه جاپانۍ  انجلۍ؛  کونیکو یامامورا، د خاطرو  کتاب ؛ مهاجر سرزمین آفتاب ؛ پرانیزو  او ګورو چې څه پکې لیکل شوي دي ،  باید ووایو چې د میرمن کونیکو یامامورا  دغه  کتاب ؛ د لمر د ټاټوبی مهاجر ؛ په نامې سره په پښتو ژبه هم ژباړل شوی  او دغه زیار هم دتهران ریډیو دپښتو خپرونې مسئول مدیر عبدالّرحیم دراني صیب  ایستی دی .په فارسي ژبه ددغه کتاب لیکوال  د سپيڅلي دفاع د آثارو لیکونکی  حمید حسام  دی  چې  له دغې جاپانۍ میرمنې سره یو ځاي  په هیروشیما کې په یوه سیمنار کې د ګډون لپاره  ملګری شو او د هغې اغیزشیندونکو  اقداماتو او فعالیتونو ځان ته جذب کړ . میرمن کونیکو یامامورا دخپل ځان په باب وائي ؛ هیڅکله مو دا تصوّر نه کاوۀ  چې زما دژوند  کیسه به یوه ورځ د کتاب په بڼه هم خپره شي ،ځکه  که  په جاپان کې   او د  خپلې کورنۍ ترڅنګ پاتیکیدم ، نو یوه بشپړ عادي ژوند به مو تجروبه کولو  ، په داسې حال کې چې  له یوې ایرانۍ مسلمانې میرمنې سره آشنا شوم  او زما ژوند ئې بدل کړ  او  دهغې په وسیله  له یوې نوي او ناپيژندل شوي  دنیا ته راوګرځیدم ؛؛؛:::::

دوستانو  میرمن کونیکو یامامورا  په  جاپان کې په یوې بودائي کورنۍ کې زیږیدلې وه  او  دهغې کورنئ په لمن کې ئې وده وکړه . د نورو جاپانیو انجونو په څير ئې  د شنو چایو زده کړه او  د  ګلونو برابرولو هنر ئې زده کړ. خو  د  جاپان په جنګ کې  د  خلکو پر ژوند تورټپه رنګ خور شوی ؤ او  دغه ډول کارونه دهیریدا په لور روان وو .   په شل کلنۍ کې هغه له یوې ځوانې ایرانۍ میرمنې سره بلده شوه  او د دغې مسلمانې پيغلې  داسلامی اخلاقو تر اغیزو لاندې ئې  د اسلام دین قبول کړ . هغې   د قرآن له آسماني کتابه په الهام اخستو سره د  ځان لپاره د ؛سبا ؛ نامه غوره کړه  او  دخپل ژوند دبدلون  کیسه  ئې څه داسې بیان کړې ده .

 

؛ هغه ورځ  کله چې د انګریزي ژبې کلاس ته  وارده شو م ، نو  په لومړني نظر کې  دوو مسافرو  کسانو زمان نظر جلب کړ ،له یوه بهرني کس سره  یو نوی غړی ، خو  کومه توجه مو ونه کړه  او ځان مو ناخبره کړ . کلاس شروع شو   او  درستو خیال د استاد تدریس په لور ؤ چې  د درس په مینځ کې د ماسپيښین وخت  هغه بهرنۍ میلمه  له خپل ځایه  پاڅيد،  او دکلاس یوه  کونج ته لاړ  او ناسته پاسته ئې پيل کړه ،  او زما نظر ئې جلب کړ . په داسې حال کې  چې له ځان سره یو څه وئيل هم ،  نو هیچا  درس ته غوږ نه کیښود او درستو په حیرانتیا سره  دهغې وآخوا ته کتل  او  په اشارو ئې پخپلو کې له یوه بله پوښتنې کولې ،  دا څه دي ؟، دا څه  کار کوي .؟ داسې نه چې خپل عقل ئې له لاسه ورکړی وي .؟ نو زه هم هغه ورځ  په ډیرو پوښتنو سره بې ځوابه کور تلاړم ، خو  هغه بهرني میلمه بیا هم د مونږ کلاس ته راغی ، نو ما ورڅخه د پرون ورځې د پيښې تپوسونه پيل کړل . هغه بهرني ځوان   چې په بشپړ ډ ول پر انګریزۍ ژبې پوهید، په ځواب کې وئيل ، ؛ زه یوایرانی مسلمانه یم . پرون مو دلته  لمونځ ادا کړ ، لمونځ،  د مونږ د دین عبادي عمل  او  یو ډول دخدا وندمتعال په درګاه کې  شکر  کول  دي ؛::: نو تر دې ورځې پورې  د ما لپاره د ایران نامه  یوازې د تیلو د تولیدونکي تر حده  وه  او ددې په باب مو  نور هیڅ   نه وو آوریدلي . اصلا  نه پوهیدو ، چې ایران چرته دی  او خلک ئې څه اعتقادات لري . د اسلام په باب  هم په هیڅ نه پوهیدو،دغه  پيښه لامل شوه چې حساسه  او کنجاؤ شم ،د اسلام په باب لازیاته خبره شم . د هغه ایراني ښاغلي    شتون چې وروسته  پوهه شوم ، اسد ا... بابائي نوم   ئې دی ، بیا هم زمونږ کلاس ته راغی  او همدغه لیده کاته  وو ، چې زما ژوند  ئې بدل کړ او  هغه زماخواستګارۍ ته راغی  او زما له مور پلاره ئې زه وغوښتم .

یامامورا  ښه پوهیده چې دهغه کورنۍ یو خاص تعصب لري . هغه بیا وائي ،  زما پلانر  له دې موضوع سره سخت مخالف ؤ . ځکه  زما دپلار په نظر کې  او دزیاتره جاپانیانو په نظر کې ، بهرنی د امریکائي برابر ؤ  او مونږ له امریکایانو څخه چې   له دوهم نړیواله جنګه وروسته زمونږ هیواد ته وارد شوي وو ،له فساد ، جنایت پرته موبل څه نه وو لیدلي ، کرکه مو کوله ،  د پلار منفی ځواب لامل نه شو ، چې ښاغلی بابائي  تسلیم شي ، بلاخره  پلار مو ورته رضایت ورکړ ، خو په دې شرط چې ، که وادۀ وکړي ، او ایران ته لاړ شئ ، نو که په ژوند کې هرڅومره مشکلاتو سره مخامخ شئ ،نو حق نه لرئ  چې په بیرته ستنیدا فکر وکړئ ، ؛؛؛ نو  ما د پلار دغه  شر ط ومانۀ:::

  دوستانو د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه څه خاص وخت نه ؤ تیر شوی ، چې  د ایران په ضد دعراق جنګ پیل شو .سبا بابائي  چې په هغه وخت کې درې بچیان درلودل ، وائي ،په هغو شپو ورځو کې  سلمان او محمد  د جومات له هلکانو سره یو ځاي و  ګاونډیانو څخه ئې ځیني شیان راغوندول  او له یوې برخې بلې برخې ته تلل  څو  مختلف شیان پیدا کړي ، هغه مهال زه او زمان لور هم د ټپیانو لپاره ټوکر او څادرون برابرول  او د کوکتل مولوتوف یا لاسي بمونه ،یعني دپيټرولو بمونه مو برابرول او دانقلابیانو لپاره مو د هر ضرورت شیان  برابرول .

سبا بابابي له اسلامي انقلاب او دهغې له ارمانونو سره ژوره مینه او ملګرتیا لرله. د دغه یو زړه توب اوج  د جنګ میدان ته د خپل زوي « محمد» استول دي. هغه زیاتوي: محمد په هیڅ شي کې پلمې نه جوړولې. سادګي یې خوښه وه او همیشه به یې سپینې یا خړې جامې اغوستلې. چا یې په تن رنګارنګې جامې نه وې لیدلې. همیشه یې سپین ورزشي بوټان په پښو کول او تر څو چې به یې بوټان نه و شلېدلې نور به یې نه اخستل. د محمد نجابت، دینداري او سادګي ما ته په ۱۳۴۲ کال کې د حضرت امام خمیني هغه تاریخي جمله رایادوله چې ویل به یې : زما عسکر په  زانګوګانو کې دي.  دا سوچ به مې کاوه چې ایا زما محمد هم یو له هغو سربازانو دی چې امام خمیني یې د راتللو زیری ورکړی  دی؟..

محمد اتلس کلن و  چې امام پیغام ورکړ چې  ځوانان دې جبهو ته لاړ شي. هغه وویل: زه هم غواړم جبهې ته لاړ شم. هیڅ مخالفت مې ونه کړ ځکه چې زده کړې مې وو چې د اسلام له نظره بچیان د خدای امانت دي  او باید هغه ته ستانه کړی شي. د مور او پلار دنده  یوازې د هغوي صحیح تربیت دی. زده کړې مې موو چې  که بچی مې د خدای لاره غوره کړي باید مخه یې ونه نیسم. البته له دغه فضا سره نابلده نه وم ځکه چې مشر زوی مې سلمان  چې محصل و له محمده مخکې جبهې ته تللی او ژوبل شوی و. لنډه دا چې محمد یو ځل  لویدیځې جبهې ته لاړ او د کنکور په وخت راستون شو. کنکور یې چې ورکړ بیا یې د تګ تابیا وکړه. په اخري لیک کې یې ولیکل:« غواړم د وینې تر وروستي څاڅکي په جبهې کې پاتې شم. دا ټول وطن د شهیدانو په وینو لړلی دی. زه دا ځای نه شم پرېښودلی» 

محمد په ۱۳۶۲ کال کې د « والفجر یک» عملیاتو کې په فکې کې خپل ارمان ته ورسید او د عراقي ځواکونو د ترکش د لګېدو له  امله شهید شو. د محمد له شهادته وروسته کله چې د کنکور نتیجې اعلان شوې، خبر شو چې  هغه د تهران د علم و صنعت پوهنتون د متالوجۍ په څانګه کې قبول شوی دی.

 مېرمن بابابي زیاتوي: « د محمد په شهادت سره  بهشت زهرا هدیرې ته زمونږ تګ راتګ زیات شو. هلته چې مې کله د شهیدانو د مزارونو لوحو ته وکتل د وژل شوې کس  په لوحې یې د هغه د نوم تر څنګ یوازې د پلار نوم لیکلی و. ښاغلي بابابي ته مې اعتراض وکړ  او ومې ویل: نو د مور برخه یې چرته ده؟ محمد زما زوی هم و. ښاغلي بابايي وویل: « ته صحیح وایې» د  دغه خبرو اترو پایله یو ډېر ښایسته اتفاق و. اوس  د محمد د قبر لوحه شاید یوازینۍ لوحه وي چې د شهید د پلار په څنګ کې پرې د مور نوم هم لیکل شوی دی»

 

د محمد بابايي شهید مور وایي په دې ټولو کلونو کې مې له هیڅ مرستې ډډه ونه کړه؛  په ښوونځيو د هنر له ښودلو او  په تهران پوهنتون کې د جاپانۍ ژبې له ښودلو نیولې بیا د وزارت ارشاد تر کار او د حج په سفر کې د مبلغ په توګه تر شتونه پورې. خو په دغو ټولو فعالیتونو کې مې  د تهران د سولې به میوزیم کې  فعالیت تر ټولو مهم دی.

 

 دوستانو د دغه مطلب وخت  هم همدومره ؤ، نو د تاسو د سلامتیا او روغتیا په هیلې سره  مو هم په نیاؤمن خدای سپارو ......

 

(سیماب)

 

***********************************************

 

 

ټیګونه