Jul 14, 2022 13:53 Asia/Kabul
  • هرمز نومې بالسټیک توغندی،د ایران د سمندري توانمنیو زیاتیدا

د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ایران د سمندري توانمنیو  د زیاتیدا په زمینې کې د لوړو ګامونو په دوام کې د هرمز نومې بالسټیک توغندي  دځانګړنو په باب درسره غږیږو ، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

     د ایران داسلامی جمهوریت د اقتدرا د یوې مولفې په توګه  توغندوي سلاکووټ ،د وسلوالو بندیزونوپه غبرګون کې  او هم د سټراټژيک مخه نیونکي وړتیا د غوړیدا په لړ کې  دقدرتمنیدا بنیاد پياوړی کړی دی ..

د پوه بنسټه او ځاي کیدا  دوه ځانګړنې لامل شوي دي ، چې په وروستیو درو لسیزو کې د ایران توغندي توانمنۍ پراختیا ومومي او نن سبا هم د پرمختګ هغه حد ته رسیدلی دی چې  د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ په اختیار کې  ډير زیات  ډول ډول بالسټیک توغندي  ورکړل شوي دي .له دغه ډول توغندیو استفاده ،د دښمن د حملو دځواب لپاره یو مناسب لورنیونه  حسابیږي . په دې توګه چې  له بالسټیک توغندي څخه د استفادې اسناني مرګ ژوبلې او تاوانونه ، د نورو پوځي ټاکنو په نسبت ډیرې کمې دي او پر دې سربیره ،له توغندوي قدرته  استفاده ، به ځواب ورکول لا چټک  او په موقعې کړي . 

د ایران داسلامی جمهوریت د توغندیو یو ترټولو مهم ډول د ؛فاتح- ۱۱۰  ډوله توغندیو  ډول دی چې  ډير زیات دقت لري او تر اوسه پورې هم د دوي ډير ماډلونه پراخ شوي او دایران وسلوالو ځواکون ته سپارل شوي دي . دفاتح – ۱۱۰ ډوله  توغندیو په ډول کې  د ایران یوه توغندوي بریا د ؛ هرمز ؛ توغندی دی،چې  د پامم وړ مقدورات لري  او په دوو ډولونو کې یعني هرمز یو او هرمز دوه  ډولونو کې  تولید او عملیاتي شوی دی . د هرمز یو او هرمز دوله ډوله  توغندي په شان د بیړۍ ضد او راډار څخه تښتیدونکي بالسټيک توغندیو  پلانول او جوړول،د ایران د اسلامی جمهوریت ددفاعي سسټم د خوندیتوب او قدرت ښودنه کوي چې د هیواد مځکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ د ساتنې په لړ ورځ تر بلې لاپسې  پراخ او پياوړی کیږي .

             د بیړئ او کشتۍ ضده بالسټیک توغندیو ځانګړتیا په څو علتونو ده ، لومړۍ ئې دا چې د ایران ، چین پرته  بل هیواد  په بیړئ ضد  رول لوبونې کې د بالسټیک توغندیو رسمي کارؤنکی نشته . دوهم دا چې ،د واټن په وهلو او سپيډ کې د ډیرې وړتیا ،د وارهیډ وزیات وزن  ،په اوبو کې په ډيرې زیاتې زاوئې سره د ټارګټ په لور د سپيډپشمول د بالسټیک توغندیو خاصو ځانګړنو ته په پام سره ، دغه  توغندي د هغه ټارګټ کیدا په نسبت چې د دښمن د توغندوي ضد دفاعي سسټم  په وسیله  ممکنه وي ،احتمال ئې کمدی او په مقابل کې له ډير زیات اغیزشیندنې او تباهي رامینځةکونې  له وړتیا برخمن دي .ددغو توغندیو د قدرت د لومړنۍ ازمیښت نتیجه، د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک دقوماندان په وسیله د پیامبر اعظم اوه نومې سترې توغندوي مانورې د پيلیدا په درشل کې خپره شوه ،چې په مځکنۍ او سمندري حدودو کې په هرې یوې برخې کې ئې د راډارونو د تباه کولو توانمنۍ لري.دغه توغندی هماغه هرمز یو ډوله توغندی ؤ چې د هرمز دوه ډوله توغندي تر څنګ ئې د ۱۳۹۳لمریز کال په غوائ یا ثور میاشت کې مخ کتنه وشوه .هرمز دوه ډوله توغندی په فعال راډاري لټون سره  په ۱۳۹۲ کال  کې مثبته نتیجه  ورکړې وه .

Image Caption

 

 هرمز یو او هرمز دوه ډوله  توغندي  د لومړي ځل لپاره  په رسمي توګه د ۱۳۹۳لمریز کال  د غوائ یا ثور د میاشتې په یوویشتمه نیټه، د سپاه پاسدارانو د هوا فضا ځواک  له بریاؤ څخه  د اسلامی انقلاب ددرستو قواؤ دستر قوماندان او د معظم لارښود په لیدو سره نندارې ته وړاندې شو .دغه بالسټیک توغندی  چې د شهید سردار طهراني مقدم  په وسیله پلان او  تولید شوی دی ، د ایران یو تر ټولو خاص او کم ساری بالسټیک توغندی دی . هرمز توغندی  د جوړښت اوظاهر له پلوه  د فارس خلیج  دکشتۍ ضده بالسټیک  توغندي ته ډير ورته والی لري .  دهرمز بالسټیک توغندي پلانونه او جوړول  چې  د خلیج فارس نومې توغندي څخه لا زیات  ماډرن ماډل  حسابیږي ، د فاتح -۱۱۰ ډوله  توغندي په اساس  ترسره شوی دی .

د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د هوافضا ځواک  قوماندان سردار حاجی زاده  د ۱۳۹۵لمریز کال  د  کب یا هوت د میاشتې  په روستیو کې  د هرمز دوه ډوله  بالسټیک توغندي  د آزموینې خبر اعلان کړ .

 دهغه په وینا،  هرمز توغندی چې  په  فاتح ماډل  کې  دایران د اسلامی جمهوریت د سمندري بالسټیک توغندیو  اعلان شوی تر ټولو وروستی ماډل  دی ، توانیدلی دی ،  په عمان سمندر کې  او په دوه سوه پنځوس کلومیټرۍ کې  په یوه واړۀ ټارګټ په کامیابۍ سره  ولګیږي . د هرمز دوه ډوله توغندی رینج یا واټن  په کابو درې سوه کلومیټر حدودو  کې دی او  چټکتیا ئې هم د غږ د چټکتیا په مقابل کې د څلور او پنځو  ترمینځ په اندازه زیاته ده.هرمز یو ډوله توغندی  چې راډار ضده دی،د خلیج فارس توغندي په اپوټه چې  له آپټیکي  لارښونې  استفاده کوي ،او د فاتح -۱۱۰ ډوله توغندی چې له ډير دقیق ګائيډيډ سسټم څخه استفاده کوي ،د راډاري ویوز لټؤنکي  سسټمه  استفاده کوي او د هغو د خپریدا پر مرکز او سرچینې  حمله کوي .

 ددغه توغندي د وار هیډ  وزن  په رسمي توګه اعلان شوی نه دی ، خو د فاتح -۱۱۰ ډوله او خلیج فارس ډوله  توغندیو  ماډل  ته د دوي ورته والی ته په پام سره،ددغه توغندي  د وار هیډ وزن  له څلور سوه پنځوس کلوګرامه رانیولې تر  شپږ سوه کلوګرامو ترمینځ  اټکل  شوی دی .په مانورې کې  دهرزم یو ډوله  توغندي د توغولو په خپرو شوو عکسونو کې مشخصه شوې چې دغه توغندی توانیدلی دی،یوازې شپږ میټره اوږد کنټينر چې راډار پرې لګیدلی ؤ ، تباه کړي چې یو ډیر مهم دقت او کړچار حسابیږي .

Image Caption

 

سردار حاجی زاده  په دې باب وائي ،هرمز یو ډوله توغندی ، په یوې جنګی بیړئ لګیدلي راډارونه یا  په وچې کې پيټریاټ سسټم  او یا یو لټؤنکی راډاري سسټم  تباه کولی شي .

د هرمز ډوله توغندوي سسټم  په باب یو بل ټکی ددغه  سسټم ډیر زیات خوځښت دی چې په یوه  چټک خوځنده پلیټ فارم لګیږي.بل د پام وړ ټکی دا دی چې دغه دوه توغندي ،  مختلف وار هیډ  لري ، او دا چاره  په قدرت او تباه کولو توان کې د توپیر ښوده کوي .هرمز یو او هرمز دوه ډوله توغندي د خلیج فارس نومې بالسټیک توغندي ترڅنګ  د یوه بل په ملاتړ او پشتیبانۍ  سره  هم په مختلفو شرائطو کې د یوه بل د توانمنیو په بشپړتیا سره د دښمن د جنګي بیړیو لپاره درې ګوڼه مرګونی ځيری کیدلی شي چې  په نهایت کې د هر ډول آب و هوا په شرائطو کې یا د الیکټرانیک جنګ په شتون کې یا په شیشت کې دراوستي بیړئ د راډار د خاموش شونې په بڼه کې به د ټارګټ کونکو  د تباه کولو وړتیا  لري .

په جنوبی برخو کې له ډیرو اوږدو سواحلو او زیاتو ټاپوګانو څخه د ایران برخمنیدا ته په پام سره  د دښمن په جنګی بیړئ باندې له مختلفو لورو څخه د توغولو  امکان  ممکن شوی    ددغو توغندیو  دتباه کیدا توان عملا ناممکن کوي . په دې توګه  او  ددغه  ډول توغندیو په راپنځیدا سره  د نامنظمو جنګونو  دسټراټژۍ په لړ کې ،  د کم لګښت په رودې  سره  دقوا انډول  بدل شوی او   دتعادل  او برابرۍ په لور پر مخ ځي .

  هرمز یو او هرمز دوه ډوله توغندي ، پيټریاټ  او خوځنده راډارونو  په څير دتوغندیو ضد سسټم لرونکو راډارونو د تباه کولو  وړتیاوې لري  او اساسا  یو راډار ضده بالسټيک توغندی حسابیږي .هرمز یو ډوله توغندی د هماغه فاتح -۱۱۰ ډوله سسټم په څیر  په کابو نهه میټره اوږدوالي ،  درې زره درې سوه دیرش کلوګرام جرم ، څلور سوه دوه څلویښت کلوګرام  وارهیډ، او دوه سوه پنځوس کلومیټر واټن سره جوړ شوی دی.دغه بالسټیک توغندی په درې سوه کلومیټرۍ واټن کې د شل فټیز کنټینر په بشپړ او دقیق ډول دتباه کولو وړتیا لري .

 هرمز یو ډوله توغندی  چې د غږ په مقابل کې له څلورو ترپنځه زیاتې اندازې پورې  چټکتیا لري ، د  ایران او نړۍ  یومړی راډار ضده بالسټیک توغندی  ګڼل کیږي . په حقیقت کې  راډار ضده  یو بالسټیک توغندي ، په درستې نړۍ کې یوازې  دایران اسلامی جمهوریت ئې په اختیار کې لري  او په ګوته شمیر څو هیوادونه چې د هوافضا ضد دفاعي سسټم  لرونکي دي ،دغه توانمني ،د راډار ضده او نورو هوائي  وسلو ضده  توغندیو په بڼه کې ده چې د جنګي الوتکو له خوا یا نورو الوتکو په وسیله د دښمن دراډاري سایټونو اوسسټمونو په لور توغول کیږي .

هرمز دوه ډوله بالسټیک توغندی،د جنګی بیړئ ضده یو سمندری بالسټیک توغندی دی چې د سمندر په سطح او تر درې سوه کلومیټرۍ په حد کې د متحرکو ټارګټونو په دقیق ډول په شیشت کې راوستلی او تباه کولی شي . دغه توغندی دسمندر په سطح باندې دهر یو ه متحرک  ټارګټ او کشتۍ باندې په ډير زیات سپيډ سره حمله کولی او په دقیق ډول ئې تباه کولی شي .  په دې توګه  دغه  توغندی ددې جوګه دی چې  په فارس خلیج  یا عمان سمندر کې هم ددښمن سترې جنګی بیړۍ یا کشتۍ ټارګټ کړي.ددغه توغندي پلانونکی او جوړونکی چې د ایران یو ترټولو بې مخینې بالسټیک توغندی دی ، یعني هماغه د هرمز یو ډوله توغندي پلانونکی  شهید سردار حسن طهراني مقدم  دی .  

        په داسې حال کې چې  دکشتۍ ضدکروز توغندیو سپيډ دغږ په مقابل کې  له اوو تر اتو برابره اندازې  کې دی،خو دهرمز دوه توغندي سپيډ د څلورو او پنځو برابره اندازې ترمینځ  اټکل کیږي .هرمز دوه ډوله توغندی ،  کابو څلور ټنه وزن لري  او د وارهیډ وزن ئې هم  تر پنځه سوه کلوګرامو پورې دی . دغه توغندی دهرمز یوډوله بالسټيک توغندي  ماډرن شوی  ماډل دی  او نهه میټره اوږدوالی لري .

 له سیمې د ورآخوا اوپرَدَیو  درستې کشتۍ ا و بیړۍ، فارس خلیج ته واردیدو لپاره  مجبوره دي  له عمان سمندر او هرمز تنګي څخه تیرې شي  او باید ددغې واریدیدا لپاره د ایران داسلامی جمهوریت  دپوځي ځواک مامورانو ته ځواب ووائي  او خپل مشخصات په بشپړ ډول  اعلان کړي . پر دې اساس د مکران په سواحلو کې  د هرمز دوه ډوله  او خلیج فارس  نومې توغندیو په شان په تور سمندر  کې د بالسټیک توغندوي سسټم  دیره کیدا،دسمندري ګواښنو په مقابل کې د ایران دتوغندي یرغل او مخه نیؤنکی  قدرت تر پام وړ اندازې پورې  زیاتولی شی .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه