Sep 22, 2022 13:56 Asia/Kabul
  • حماسه زیږونکې میرمنې

د تهران راډیو مینه والو د ایران خلاف د عراق د بعث رژیم د تپلي جنګ د پیلیدو د کلیزې په مناسبت چې د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د مقدسې دفاع د اونۍ په توګه لمانځله کیږي، د ځانګړو پروګرامونو د لړۍ له دویمې برخې سره مو په خدمت کښې یو.

د ۱۳۵۹ کال د وږي د میاشتې په ۳۱ نیټه د تپلي جنګ په پیلیدو سره د هیواد د نفوسو د پام وړ برخې په توګه ښځو د خرمشهر، سوسنګرد، اهواز او مهران وغیره په شمول سرحدي سیمو کښې په بې سارې میړانې او سرشیندنو سره ډیرې زوږناکې او ولوله ناکې حماسې وزیږولې. هغوي داسې ګمنام عسکرې وې د جنګ د جبهې د تدارکاتو او د ځینو نورو دندو ذمه واري یې پر غاړه اخیستې وه. په سرحدي سیمو باندې د دښمن ناڅاپي یرغل او هم داشان په ښارونو باندې د هوايي بمباریو تقاضا وه چې ښځې نیغ په نیغه په جنګي سیمو کښې شتون ولري.

د ټولنیزو فعالیتونو په ترسره کولو کښې د ښځو د دعوت او حرکت جرړه د اسلام د وړومبنیو وختونو او د اسلام د ګران پیغمبر(ص) د زمانې د میرمنو په تیره بیا د حضرت فاطمه زهرا(س) او حضرت زینب(س) مثالي رول ته ورګرځي چې د اسلامي آیډیالوجۍ او د ټولنې د اړتیا په بنیاد یې په ټولنیزو پروګرامونو کښې ګډون کوه.

د پروګرام په دوام کښې وړومبی د احصائیو په هینداره کښې په مقدسې دفاع کښې د دغو میرمنو رول ګورو او ورپسې ترې له څینو رول لوبونکو میرمنو سره بلدیږو.

*/*/*/*/*/*

د تپلي جنګ د شهیدانو په هکله د چمتو شویو لسټونو او احصائیو له مخې، د ایران له پتمنو ښځو څخه د مقدسې دفاع په دوام کښې ۶ زره او ۴۲۸ میرمنې شهیدانې شوې چې زیاتره په ښارونو باندې د بمباریو او توغندوي حملو له امله په شهادت رسیدلې دي. په دغو ۵۰۰ ښځې جنګیالۍ وې. یادې میرمنې زیاتره پيغلې او مجردې وې او ۲ زره ۵۰۰ په کښې د ۱۰ نه تر ۳۰ کالو په عمرونو کښې وې.

هم داشان د مقدسې دفاع د اتو کلونو په دوران کښې ۲۲ زره او ۸۰۸ ښځینه مرسته کونکې او ۲ زره ۲۷۶ ډاکټرانې جبهو او محاذونو ته واستولې شوې.

د جانبازانو او د ایثارګرانو د چارو د بنسټ د احصائیو له مخې چې د ۱۳۸۱ لمریز کال د وږي په میاشتې کښې د جنسیت او د جانبازي ډلو په بیلولو سره خپرې شوې، د ایران د جانبازو میرمنو ټول شمیر ۵ زره او ۷۴۵ تنه دی چې ۳ زره او ۷۵ میرمنې په کښې له ۲۵ فیصده پورته جانبازي یا معلولیت لري.

هم داشان که څه هم د ایران خلاف د عراق په تپلي جنګ کښې د ایران د اسیر شویو میرمنو د شمیر په هکله کوم روښانه شمیر نشته خو په ځینو سرچینو کښې د اته کلن جنګ په دوران کښې د ۱۷۱ ښځینه اسیرانو خبره راغلې ده.

*/*/*/*/*/*

د اته کلن تپلي جنګ په دوران کښې که څه هم د هیواد د عاید ستره برخه د محاذونو په سنبالښت لګیدله خو د جنګ د میدان د پراخوالي، د جګړې د مودې د اوږدوالي، د اقتصادي محاصرې او د ناسم اقتصادي حالت په وجه حکومت نه شو کولې چې د جبهې ټول لګښتونه پوره کړي ځکه د جنګ د ملاتړ په کار کښې د ولسي ځواکونو مداخله ډیره ضروري وه. په دې منځومان کښې ښځو د جنګ د ملاتړ په کمیټو کښې په فعالانه شتون سره په دې لړ کښې یو مهم رول ولوبوه. ښځو به نه یوازې د سنګرونو په کیندلو، د جنګیالیو لپاره د خوړو په پخولو او د مهماتو په ساتنه کښې د سړیو مرسته کوله بلکې په ابتدايي پوځي زده کړو سره به د بعني دښمن په مقابل کښې د جبهې په اوله لیکه کښې هم جنګیدلې.

په جوماتونو او ښوونځیو کښې د ولسي مرستو د راټولو د کمیټو جوړول، د جنګیالیو د اړتیاوړ ډول ډول شیانو بیلول، بندول او لیږل، د تجهیزاتو تعمیر، د وسائلو بیارغونه او د خوکاي موادو، جامو کپړو او د ګرمو کالیو برابرول له جبهې څخه د ښځو د ملاتړ ځیني فعالیتونه وو.

*/*/*/*/

د مقدسې دفاع د دوو شهیدانو او د یو جانباز مور عصمت احمدیان هغه میرمنه ده چې د مقدسې دفاع د اتو کلونو په دوران کښې به یې په اهواز کښې د جنګ په جبهو کښې د ډاټسن د یوې چلونکې په توګه د جنګیالیو ملاتړ کوه. د جامو او کالیو له وینځلو واخلې د جنګیالیو لپاره د خوړو تر تیارولو پورې یوازې ځینې کارونه دي چې یادو جهادي میرمنو په هغو کلونو کښې ترسره کړل. د رغونې او جوړونې ډګر ته د هغې داخلیدو له هغې نه یوه کار زیږونکې میرمنه جوړه کړه. هغه وايي: جنګ یوه بده او پلیده ښکارنده ده خو جبهه او کسان یې مینه ناک او په زړه پورې وو او دفاع، یوه مقده چاره.

د شهید نواب صفوي لمسۍ فاطمه نواب صفوي یوه بله باتوره میرمنه وه چې د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د عراق د بعثي رژيم د تپلي جنګ په زمانه کښې د څارونکې په توګه د بهمن شیر لور ته تلې وه. هغې به د دښمن له موقعیت څخه د مؤثرو او ګټه ورو معلوماتو په ترلاسه کولو سره د عملیاتو په کامیابۍ کښې ټاکونکی رول لوبوه. هغه په وروستي ځل په داسې حال کښې ولیدې شوه چې د یو شهید جنازه یې راوړله، معلومه شوه چې له یولړ کامیابو چریکي عملیاتو راستنیږي.

د «مجیده نګراوي» په نامه د سوسنګرد سیمې میرمنه د ۱۳۵۹ کال د لړم په ۲۶ نیټه د سوسنګرد د کلابندۍ د ماتولو په عملیاتو کښې وتوانیدله چې د دښمن ۶ پوځیان او افسران بې وسلې کړي او اسیران یې کړي. هغه وايي: کله چې د عراق پوځ په حمیدیه کښې ماتې وخوړله، د دښمن ځواکونو په  لالهاندۍ او پریشانۍ سره په خلکو باندې په ډزو سره هڅه کوله چې وتښتي خو سرحد ته د ستنیدو لاره ورته نه وه معلومه. کله چې شپږ تنه تیري ګر ځواکونه زمونږ د کور خوا ته راورسیدل نو ورته مې وویل چې که مخکښې لاړ شئ نو د خلکو او د سپاه د ځواکونو په محاصره کښې به ګیر شئ او وبه وژل شئ. سمدستي زمونږ کور ته رادننه شئ او په کوټه کښې کښینئ او وسلې مو له ځانه لرې کړئ چې پټې یې کړم.

هغوي زما په خبره عمل وکړ. کله چې بې وسلې شول نو د کوټې ور مې ورپسې قفل کړ او خلکو ته مې غږ وکړ او په غنیمتي وسلې سره مو شپږ تنه عراقي پوځیان د جومات په لور بوتلل.

*/*/*/*/*/*/

په جرأت سره ویلې شو چې کومه ملګرتیا او استقامت چې د تپلي جنګ په دوران کښې د ایران د پتمنو میرمنو څخه ولیدې شو، په بل هیڅ وخت کښې او د نړۍ په هیڅ کومې سیمې کښې مخینه نه لري. د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په وینا: که ښځو د جنګ حماسه نه وې لوستې او په کورونو کښې یې جنګ یو ارزښت نه وی بللی نو سړیو به جنګ ته د تګ اراده او انګیزه نه نه پيدا کړې او د رضاکارانو پراخ لښکر به د جبهې په لور نه تلی.

ډاکټر معصومه آباد د جنګ په ابتدايي ورځو کښې د سرې میاشتې د ځواکونو د یوې غړې او د وسلوال د استازې په توګه په (خانه شهر) سیسټم کښې په کار لګیا شوه. هغه په یو ماموریت کښې له دریو نورو ښځو سره یوځاې د عراقي ځواکونو په لاس اسیره شوه. هغه تقریباً ۴۰ میاشتې د عراق په کیمپونو کښې بندي وه او په کال ۱۳۶۲ کښې آزاده شوه. د هغې له نظره «د جان د اسارت په مقابل کښې د جسم د اسارت ارزښت نشته. کوم کسان چې کلک ودریدل او په استقامت او پایدارۍ سره یې خپل عزت او شان وساته، غوره دي او حقیقي اسیران هغه دي چې خپل روح په کمه بیه حرځوي ترڅو جسم وروزي چې د انسان له روح او جان پرته حقیر او سپک دی.

میرمن آباد د ایران د اسلامي جمهوریت د ښځو د فعالیت په هکله وايي: د اسلامي تفکر په ډول کښې ښځې هیڅکله له عامه خلکو او ټولنیزو فعالیتونو بیلې نه دي پاتې شوې. اسلامي نظام په ټولنه کښې هر ډول پرمختګ د نورو ترڅنګ د دغې سترې پرګنې په فعالانه او زوږناکه شتون پورې شرطمن ګڼي. له دغه تفکر څخه ترلاسه شويو مهمو خدماتو څخه د نننۍ ټولنې ښځو او جینکو ته په ځان باندې د اعتماد د حس او د هویت راژوندي کولو ته اشاره کولې شو چې هم یې په ملي ډګر کښې او هم یې په نړیوال ډګر کښې ګټې وینو.  

*/*/*/*/*/*/*/

د جنګ په دوران کښې د ښځو کلتوري رول هم پریمانه اغیزې درلودلې چې عیني نښې یې د تبلیغ، د شهیدانو په قدرونې او درنښت، له منافقانو او انقلاب ضده شایعاتو سره مقابلې، د شهیدانو جنازو او د هغوي د درنښت په شان موارد دي.

ښځې په مقدسې دفاع کښې د خپل اغیزناک شتون په برکت د هغه پړاؤ ښې راویانې هم دي او د مقدسې دفاع او پایدارۍ په ادبیاتو کښې یې رول لوبولی دی.

د «دا» نومي کتاب راوي میرمن زهرا حسیني له هغو ښځو ده چې په کم ساري مقاومت او میړاې سره یې د شهیدانو د کفن او دفن په کار کښې برخه اخیستله. هغه چې په هغې زمانې کښې یوازې د ۱۷ کالو وه، خپل شهید شوی پلار او ورور یې په خپلو لاسو قبر ته کوز کړل. د خرمشهر د دفاع په دوران کښې زخمي شوه او د ملا په تیر کښې یې د بم ټوټه ونښته چې له هغه وخت راهیسې یې په بدن کښې ده او له عوارضو یې کړیږي. خو بیا هم کښې نه ناسته او پرله پسې یې کوشش وکړ چې د جنګ او جبهې یا د جنګ ځپلو خلکو په خدمت کښې وي. له جنګ څخه د میرمن حسیني رپورټ بې سارې دی او د جنګ په هکله د ایرانیانو او بهرنیانو له خوا په لیکل شویو ګڼو کتابونو کښې له هیڅ یوه سره هم ورته والی نه لري. د هغې په کتاب کښې د ایثار او د ایمان د ولولې داسې صحنې ترسترګو کیږي چې زړونه لړزوي.

*/*/*/*/*

د انقلاب په ابتدایي کلونو کښې د فهیمه بابائیان پور او د شهید غلامرضا صادق زاده نکاح امام خمیني تړله. کله چې امام خمیني له میرمن فهیمه څخه د نکاح د خطبې لپاره د وکالت د اجازې غوښتنه وکړه نو هغې په کلکو ټکو امام ته عرض وکړ: زما مثبت ځواب شرط لري. خلکو په حیرانتیا پوښتنه وکړه: کوم شرط؟

فهیمې امام ته وویل: په دې دنیا کښې زمونږ دواړو د شهادت لپاره ستا د دعا او په آخرت کښې زمونږ د شفاعت د قبلولو په شرط.

د شهادت غوښتنې دغې روحیې به امام خمیني د بریا په هکله ډاډه کوه او فرمایل به یې: زه چې هر کله محترمې میرمنې وینم چې په کلک هوډ او ارادې سره زمونږ د هدف په لاره کښې هر ډول زحمت او حتی شهادت ته حاضرې دي نو ډاډه کیږم چې دا لاره په بریا پاې ته رسیږي.

او بیا هم دغه بریا د ایران د اسلامي جمهوریت په نصیب شوه.

*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه