Jul 11, 2019 14:51 Asia/Kabul
  • ځلانده یون،د اسلامی جمهوری نظام د نسکورولو لپاره د امریکااقتصادی جنګ

د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې دځلانده یون دلړۍ له نننی اته دیرشم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه ننني مطلب کې د اسلامی جمهوری نظام د نسکورولو لپاره د امریکاد دسیسو او اقتصادي جنګ د پيلولو په باب درسره غږیږو،نو تر پایه راسره ملۀ ووسئ

په تیرو څلویښتو کلونو کېد امریکا بندیزونه او دسیسې  د ایران په ضد د امریکا دغلیمانه سیاستونو یوه مهمه برخه پاتې شوې ده،امریکائي چارواکو  د اسلامی جمهوری نظام  د حیات په درستو کلونو کې  بې ځنډه هڅه کړې ده،څو  له بیلابیلو لارو  دایران د پرمختګ  په لاره کې  بیلابیل خنډونه  رامینځةکړي . بندیز   دغې سپیرې موخې ته درسیدو لپاره د امریکا یو آوزار دی .

  د ایران په ضد د امریکاد بندیزونو اوږد لیسټ،په تهران کې د امریکا جاسوسي ځالې (سفارت) دنیوال کیدا پيښې ته ورګرځي .

 د ۱۹۷۹کال د نومبر په څوارلسمه نیټه د امریکا دوخت ولسمشر جمي کارټرپه ایران کې پخپلې رسوائۍ پسې ، په متحده ایالتو کې د ایرانیانو د حسابونو دتړلو فرمان صادر کړ.په دغه حرکت پسې،د امریکا حکومت په ۱۹۸۰ کال کې  دایران په ضد پراخ اقتصادي بندیزونه  اعمال او  رسما  د ایران په ضد د اقتصادي کلابندۍ  بيلیدا اعلان کړه .

            دغه بندیز،د ایران په ضد د امریکا د بندیزونو د قضیې پيل دی.داسې بندیزونه چې  په بیلابیلو پلمو سره او د ا مریکا د سرزوریو د دوام او ګواښ د آوزار په توګه ورځ تر بلې پسې لازیاتیږي .

Image Caption

 

 کله چې په ۱۹۸۴کال کې  دلبنان  په بیروت کې  چاودنه وشوه ، نو امریکا د تور ګوته  بې له ځنډه دایران په لور اوږده کړه  او ددغو تورونه زمینه ، د ایران د بندیزونو  د لیسټ دا وږدیدا لپاره یوه بله پلمه برابره  کړه .  په  هغه وخت کې  د ایران نامه د امریکا له نظره د ترهه  ګرۍ د ملاتړو  هیوادونو  په لسټ کې ورزیاته شوه .  دتجارت او پانګونې په بحثونو کې هم  د ۱۹۹۵کال د اپریل  په دیرشمه نیټه ، دامریکا د وخت ولسمشر بیل کلینټن  اعلان وکړ چې  په ایران کې د امریکا د پانګونې او  تجارت په باب یولړ جامع  بندیزونه  اعمالوي .  د ایران او لیبیا  په ضد د بندیزونو قانون د ۱۹۹۶کال د مسودې  یو بل غلیمانه اقدام ؤ چې د ایران د انرژۍ په برخې کې ئې د غیر امریکائي  شرکتونو پانګونې هم منع کړې .

              د امریکا د وخت  ولسمشر  بیل کلینټن   د ایران د انرژۍ په برخې کې  د غیر امریکائي شرکتونو د پانګونې  دمنع کولو  په باب  ددغه قانون  په اجرا کولو سره،دایران په ضد  د  داماتو او ایلسا  دقانون په نامې سره لازیات بندیزونه  اجرا کړ ل .   دغه بهیر  په ۲۰۰۱کال کې لازیات  سخت شو  او د ایران په ضد د امریکا د اقتصادي بندیز د سیاست  په ډګر کې  دوه نوي بهیرونه  ظاهر شول .  لومړمی،دغیر حکومتي کسانو او اورګانونو په ضد د اقتصادي بندیزونو اعمالیدا او دوهم  هم  د ټیکنالوجیکي بندیزونو  د بهیر پراختیا وه.

 د بندیزونو په دغې لړۍ کې  دامریکا  د خزانې وزارت ،  دایران په ضد  داسې پراخ مالی  بندیزونه  ولګول ، چې  له سلو ډالرو څڅه په زیات ارزښت سره د ډالۍ د پيکټو د لیږدولو  له منع کید ارانیولې ،  له ایرانیو شرکتونو سره د مالی معاملو تر منع کیدا پورې د موضوعګانو پراخې پرخې پکې شاملې شوې .

               د ۲۰۰۷کال  داکتوبر په پنځه ویشتمه نیټه ،  د امریکا  دخزانې وزارت  په چتي تورونو لګولو سره ،د ایران  د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو سره د اړونده  یوشمیر  شرکتوننو او اورګانونو او دایرانیو بانکونو یو لیسټ  په خپلو بندیزونو کې ورزیات کړ او د آیپک  په نامې سره د صهونیسټي لابیو  له قدرته په استفادې سره ئې  د نړیواله  بانک  په وسیله هم اعلان وکړ   چې دغو بانکونو ا و موسسو ته به خدمات  ورکولو ډډه وشي .

 د امریکا تیر ولسمشرباراک اوباما  هم  چې د ولسمشرۍ د څوکۍ  دترلاسه کولو لپاره  دخپل انتخاباتي کمپاین  په دوام کې  وئيلی وو ، تیار دی ،  له کوم قید اوشرط پرته  له ایران سره خبرې اترې وکړي ،د ۲۰۰۹کال  د مارچ  په دولسمه نیټه ئې  دایران  داقتصادي بندیزونو  په تمدیدولو سره  ووئیل ،  زه له ایران سره   په رابطې کې  دغه ملی بیړنۍ  حالت ، تر یوه بل کال پورې تمدیدوم . 

Image Caption

 

 هغه ایران،د امریکا د ملی امنیت لپاره د یوه نادود او جدي ګواښ په توګه  په بللو سره مدعي شو چې د ایران د حکومت سیاستونه اواقدامات،په سیمې کې دامریکا له ګټو سره په تضاد کې دي  او  د  امریکا د ملی امنیت او بهرنی سیاست لپاره یو نادود او جدي  ګواښ حسابیږي .

              د ۲۰۱۱کال په وروستیو کې   امریکا بهرني شرکتونه او مالی موسیسې  د ایران له بایکاټ شوو بانکونو  او همداراز دایران د اسلامی جمهوریت له مرکزي بانک سره  له تجارته منع کړل .   له دغو اقداماتو وروسته،د تیرو کلونو پيښو او بهیرونو ته په  مخه کولو سره دایران پر شتمنیواو اموالو  تیري هم پیل شول . د امریکا په نیویارک کې د ۲۰۰۱کال د ستمبر دیولسمې نیټې  له ترهه ګرو حملو وروسته  د وخت ولسمشر جارج بش یو قانون تصویب کړ چې  د  ترهه ګرۍ د ملاتړو حقوقي او حقیقي کسانو  د مالونو اوشتمنیو د تړلو  اجازت ئې  ورکاوۀ. په دې باب  هر ځل  په ایران  کې او  له ایرانه په بهر کې یوشمیرحقوقي اوحقیقي شخصیتونه  ددغه بندیز په لیسټ کې ورزیات شول.

     دغه سیاسي بهیر  د امریکا  په دباؤنو او ناسمو القاءاتو سره   دایران  د ایټمي پروګرام په ضد د ملګروملتو په امنیت شورا کې  د یوشمیر پریکړه لیکونو د  تصویبولو لامل شول .د ایران  دایټمي پروګرام  په باب په چټي ادعاګانو سره  په امنیت شورا کې د ایران  دایټمي پروګرام له موضوع سره اړونده  شپږ پریکړه لیکونه تصویب شول  او ایران  ئې  د ملګروملتو د منشور  په اوومې مادې کې شامل کړ .

        دغه سناریو  او لړۍ  بلاخره  د ۲۰۱۵کال  د جولائي په شلمه نیټه، د جامعې نړیوالې ا یټمي موافقې په چوکاټ کې او د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک په تصویبیدو سره  تَم شوه . د جامعې نړیوالې ا یټمي موافقې  په لاسلیک کیدا سره  د ا روپائي اتحادئې بندیزونه هم  د ټاکل شوي مهال ویش په اساس  سوکه سوکه لغوه شول .

خو په داسې حال کې چې  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  دوه کاله تیر شول ،  د امریکا اوسني جنجالی ولسمشر ډونالډټرمپ   د چټي ادعاګانو په مطرح کولو سره ،  جامعه نړیواله ایټمی موافقه، یوه بده موافقه وبلله څو  دایران په ضد دبندیزونو دبیرته لګولو لپاره یوه نوي پلمه  په لاس راوړي .  په دغه کړچار سره،ډونالډټرمپ  په یواړخیز اقدام  کې  د ۲۰۱۸کال  دمارچ په اتمه نیټه  له جامعې نړیوالې ایتمي موافقې د امریکا یو اړخیز وتل  اعلان کړل  او  دایران په ضد ئې  دیواړخیزو بندیزونو دبیرته لګولو فرمان  لاسلیک کړ .  له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دامریکا یو اړخیزو وتلو یوځل بیا وښودله چې  له ایران سره دامریکا  تیر او اوسنی چلند هیڅ فرق  نه لري .

Image Caption

 

         د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني د ملګروملتو د عمومی اسمبلۍ په  درې اویایمې غونډې کې پخپلې وینا کې دامریکا سرزورو سیاستونو ته په اشارې سره  ووئيل ، د امریکا اوسنی حکومت  په  داسې حال کې  چې  د نړیوالو قوانینو  اوحقوقو  په اپوټه، د امنیت شورا له تصویب شوي څواړخیزې موافقې وتلی،د ایران اسلامي جمهوریت دوواړخیزو خبرواترو ته بولي،یو داسې حکومت چې  تر دې دمه پر خپلې حکومتوالی هم  خبر نه دی ، او دخپلو د مخکینیو د ژمنتیاؤ او موافقو خلاف ورزي کوي  او  د حکومتونو د دایمي مسئولیت  حقوقي اصل هم نه پيژندي .

 امریکا  له نورو هیوادونو هم غواړي،د جامعې نړیوالې ایتمي موافقې خلاف ورزی وکړي،له دې لاخطرناکه خبره دا چې،امریکادرست هیوادونه  او نړیوال اورګانونه  ګواښي چې که د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک باندې عمل وکړي،نو سخت به ئې سزا کړي .ددغه چلند مطلب، له قانونه  بغاؤت،او د قانون منونکي  په سزاکولو ګواښل دي .دا د لومړي ځل لپاره دهچېدملګروملتوپه تاریخ کېداسې پيښيږي.دغه روده اوکړچار یوازې جامعې نړیوالې ایټمي موافقې بیّل نه دی،او د امریکا په چلندکې حتی دنړیوال اپیل محکمه  هم شامله ده . 

Image Caption

 

 د اسلامی ایران ولسمشر د ملګروملتو  دعمومی اسمبلۍ له ټریبیون څخه  د امریکا  واکوالاتو ته په خطاب کې روښانه کړې ،دایران په باب  تاریخي واقعیَتونه  ومنئ،له بندیزونو لاس واخلئ او دغه تکفیر ختم کړی . نړۍ به  له ایرانه  لاښه دوست  ونه لري،که سوله  د تاسو کوم آرمان او آئيډیل  وي ::::

         خو د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  په وړاندې  دامریکا دسیاست او د بندیزونو د تکراریدا واقعیّت ، په یوې موخې کې خلاصه کیدلی شیاوهغه، امریکا ته دځينو امتیازونو ورکولو ته  د ایران اړباسل دي ، خو امریکا باید له تجروبې زده کړي و ي چې  ایران به هیڅ:له هم د واشنګټن د دوکو او چلولونو په لومې کې ښکیل نشي .

 د اسلامی ا نقلاب  معظم لارښود حضرت آیت ا..العظمی سید علی خامنه اي  په یو لړ ویناؤ کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  څخه د درس اخستو خبره کړې او فرمائيلی ئې  دي ؛ اوس  له یوې خوا د امریکا دبدعهدیو  له مشخص کیدا وروسته او له بل پلوه  د اړونده مسئولانو له خوا ددغه ټکي په بیانولو پسې،نوره نړیواله ایټمي موافقه، له امریکا  سره د خبرواترو او معاملو  یوه بله ناکامه تجروبه بلل کیدلی شی.دا نړیواله ایټمي موافقه د مونږ لپاره یومثال او بیلګه شوه،او یوه تجروبه هم،په ظاهر کې ژمنې کوي،په غوَړې او نرمې خولې سره خبرې کوي،خو  په عمل کې دسیسې کوي اودوکې ورکوي ، ورانکارۍ وي،د کارونو د پرمختګ  مخه نیسي،نو دا شوه امریکا او د هغې د کړونو له  امله  غوره تجروبه .  

(سیماب)

******************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

کمنټونه