Dec 07, 2019 15:03 Asia/Kabul
  • ځلانده یون ،د اسلامی انقلاب مهمه ځانګړنه  له استکبار سره مبارزه

د تهران د پښتو خپرونې او د انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ځلانده یون نومې لړۍ له ننني پنځه پنځوسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه مطلب کې د اسلامي انقلاب د دوهم ګام په لومړنیو کې د اسلامی انقلاب دیوې مهمې ځانګړنې،یعني له استکبار سره د مبارزې په باب درسره غږیږو ،نو هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

      دوستانو د اسلامی انقلاب  معظم لارښود  حضرت آيت ا... العظمي سید علی خامنه اي  په یوې وینا کې فرمائي ؛ مونږ یقین لرو چې   په دغه جنګ کې ، چې د  حق او باطل ترمینځ  نن سبا  روان دی ، له یوه پلوه  اسلام ،اسلامی ، معارف او اسلامی ویښتیا او بل پلوه هم د د نړۍ دشیطاني سیاستونو   او دهغو په سر کې  د ستر شیطان یعني امریکا هیواد تمې او دوکې دي،ان شاا... په دغه جنګ او مخامخیدا کې  مونږ بریالي یوو ، بریالیتوب  له حقه وآخوا سره دی . په دې کې هیڅ شک  نشته .  درستې نښې نښانې دا نندارې ته وړاندې کوي   او تائيدوي ئې .

Image Caption

 

          دوستانو د ایران  له اسلامی انقلاب  سره د استکبار دښمني اوډغره  چې  حضرت آیت ا... العظمی سید علی  خامنه اي  د انقلاب د دوهم ګام په باب  په اعلامیې کې  ورته اشاره کړې ده ، ددغه ستر  او لوي ولسی انقلاب   د ژوند په اوږدو کې مخینه لري . استکبار  سلطه غواړي خوي او د تش په نامه برلاسه کیدا خصوصیّت  ته په پام سره ،د اسلامی معیارونو په اساس هغه انقلاب نشي زغملی  چې له ظلم ،کړاؤ  او استبداد سره مخالف او د نورو ملتونو  د عزت اوسرلوړۍ لپاره  یوه بیلګه وي . په همدې دلیل ده چې د۱۹۷۹کال  په فرورۍ کې  د ایران د ولس د ولولناک او پرتمین غورځنګ  دبریالیتوب له وخته  یعني  د اسلامی انقلاب  له بریالیتوب څخه   امریکا،په اوسمهال دور کې  د استکباري بیلګې په توګه، چې امام خمیني  ستره شیطانه بللې ده ،  په بیلابیلو او ډو ل ډول  رودو سره هڅه کړې ده،څو اسلامی جمهوری نظام نسکور کړي ؛ لکه څنګه چې حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي  فرمائي؛ دامریکا  حکومت او امریکائي نظام،د اسلامی جمهوری نظام له هماغه  پيل راهسې  ورسره دښمنه  او بده ده او د نسکوریدا لټه ئې کوي ::: 

              د اسلامی  انقلاب د ناکامولو لپاره د امریکا یو  لومړنی اقدام ،   د بلواؤ او وسلوالو  نښتو  لپاره  د اسلامی انقلاب ضد او داخلی  بیلتون غواړو ډلو  لمسول وو . واشنګټڼ  په دې باؤر ؤ چې  د  اسلامی انقلاب  نوي نیالګي ته په پام سره ،  له دغو اړونده ډلو څحخه په ملاتړ سره  د اسلامی جمهوری نظام نسکورولی شي  او یا ایران سره  ویشلی شي .  داسلامی انقلاب  ستر لارښود  هم دامریکا دغې دسیسې ته شاراه کوي او فرمائي؛هغه لومړنی کار چې  امریکایانو ترسره کړی،د ایران داسلامی جمهوریت  تیت پرکو مخالفانو لمسول او  په هیواد کې  له بیلتون غواړو او ترهه ګرو خوځښتونو سره مرسته وه .

=    البته امریکایان ددغه ټکي په درک کولو کې بې وسه وو چې  کله  دایران  انقلابي ولس یو دیکتاتور او ځپونکی حکومت  نسکورولی شي ،نو د اسلامی انقلاب ضد  له هغو ډ لو سره  چې ولسی  ملاتړ هم نه لري ، کلکه مبارزه او مقابله  هم کولی شی . په هماغه لومړنیو کې   ولسی  ځواک  له دغو بیلتون غواړو ډلو سره  مبارزې ته مخه کړه  او دوي ته سخته ماته ورکړه . البته  امریکا هماغه راز د اسلامی جمهوری نظام   له مخالفو ډلو او وګړو سره  مالی او پروپیګنډيز ملاتړ ته دوام ورکوي .   دغه حکومت  له ترهه ګرۍ سره  د مبارزې  له ادعا سره سره ، حتی د منافقینو له ترهه ګرې ډلګۍ څخه  چې د ایران د زرګونو  خلکو  په وینو ئې لاسونه ککړ دي ، بشپړ ملاتړ کوي .

Image Caption

 

           د  امریکا د دسیسو یو بل اړخ، د ایران داسلامی انقلاب په ضد د کودتا پلان او دسیسو جوړول وو . د امریکا  یو لوړپوړی جنرال،جنرال رابرټ هایزر،د اسلامی انقلاب په درشل کې  ایران ته راغی ، څو  د  پوځ  مشرانو په مرستې سره د ولس د پاڅون دځپلو لپاره  کومه کودتا  برابره کړي .خو له انقلابي ځواک سره د پوځ د پرسنلو یو ځاي کیدا او د اسلامی انقلاب دبریالیتوب د بهیر  چټکتیا ته په پام سره ، هغه  ناکام او سرټيټی  خپل هیواد ته ستنیږي . د ایران داسلامی جمهوری نظام  د رامیځةکیدا په هماغه لومړنیو کېهم واشنګټڼ د کودتا له لارې ددغه ولسی انقلاب د نسکورولو لپاره  هلې ځلې و کړې  چې  ولسی انقلاب  ته د  پوځيانو د وفادارۍ  په دلیل ئې ماته وخوړله .

       د  امریکا د ایران ضد یو تر ټولو مهم اقدام ،  په ایران د صدام رژيم  د پوځي یرغلونو لپاره د زمینې جوړول وو .  دعراق سلطه غواړي  دیکتاتور  دا خیال کاوۀ چې   داسلامی انقلاب  له بریالیتوب وروسته  ځينو مشکلاتو او ګډوډیو ته په پام سره ،  په یوې پراخې  حملې سره ،د  ایران ځیني برخې   بیلولی او  اسلامی جمهوری نظام هم نسکورلی شي .واشنګټن هم  له ضدام لعیّن سره  په بشپړ  او هراړخیزو مرستو سره  دغه کار ته ولسموۀ او د لویدیځي اوعربي هیوادونو  د یوې پراخې جبهې په جوړولو سره ئې  له هغه هر ډول سیاسی ، پروپیګنډیز او پوځي  ملاتړ وکړ . خو د ایران ولس  په انقلابي  روحیّې  او  له  لوړو اسلامی تعلیماتو څخه په الهام  سره  ئې  د خپل هیواد څخه مقدسه دفاع  وکړه او  خپل انقلاب ئې پرمخ بوتلو .  د  حضرت امام خمیني  په هوښیارئې او ځيرو لارښونو او تدبیرونو سره ، پخپلې خوښې او بسیجي ځوانان له پوځي ځواک سره مرستو ته تیار شول  او ورسره مټ په مټ  ودریدل  او په سرشیندنو ، شجاعت  او  شهادت سره ئې تل پاتې حماسې راوپنځولې .  ولس  هم   په بیلابیلو ښارونو کې  د جنګ په جبهو کې  له خپلو بچیانو سره  له هیڅ ډول مرستو  ډډه ونه کړه  او په  دې توګه  ئې د  صدام او دهغه  ملاتړو په وړاندې  یو پیاوړی او مضبوط  بند  جوړ کړ  او له اتو کلونو وروسته ، دوي د اسلامی نظام  په نسکورولو  او حتی  د  ایران له ټاټوبي د یوې واړې شان برخې  په بیلولو کې هم پاتې راغلل . 

Image Caption

 

 حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  د اسلامی انقلاب د دوهم ګام  په اعلامیې کې ، دغه بریالیتوب د هیواد دمځکنۍ بشپړتیا  او امنیت او ثبات لپاره  ضمانت بللی او فرمائیلی ئې دي ؛ اسلامی انقلاب  په اته کلن  تپلي جنګ کې  د بریالیتوب او د صدام رژيم   او د هغه امریکائي ، اروپائي او ختیځي  ملاتړو ناکامي  نندارې ته وړاندې کړه .

               دوستانو په تیرو څلویښتو کلونو کې  د ایران په ضد د امریکا د دباؤ یو تر ټولو زوړ اړم ،د ولس  د خپه کولو ، دایران داسلامی جمهوری نظام د کمزوري کولو  او  بلاخره  ددغه ولسی نظام د نسکورولو په خاطر د اقتصادي بندیزونو  لګول دي  .  دغو بندیزونو  د ایران په ضد د صدام رژيم د تپلي  جنګ په اوږدو کې هم  دوام درلود او  د وخت په تیریدا  او په بیلابیلو پلمو سره لا پسې زیات او سخت شوي دي . د ایران  سوله ایز ایټمي پروګرام  په پرمختګ پسې  وواشنګټن او دهغه متحدانو  په دروغجنو  تبلیغاتو سره  هڅه کړې ،  دغه علمي بریا، چې  د  ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس د مقررداو اوقواعدو په چوکاټ کې ترلاسه شوي وه،خطرناکه وبریښوي او د ملګروملتو د امنیت شورا له لارې ئې،ایران په ضد پراخ بندیزونه  ولګول . دغه بندیزونه که څه هم  د ایران او ۵+۱دلې د غړو هیوادونو ، یعني د امنیت شورا دپنځو دایمي غړو او جرمني    ترمینځ  دنړیوالې ایټمي موافقې  له لاسلیک کیدا وروسته  لغوه  شول ، خو  عملا ئې دوام وموند او له دغه نړیوال تړونه د  امریکا  په یواړخیز وتنې  سره ، اقتصادي بندیزونه بیا سخت شوي دي . 

             خو د ایران اسلامی جمهوریت  ددغو ظالمانه  اقتصادي بندیزونو په مقابل کې  تسلیم نه شو او  له خپلو اصولو او آئيډیاؤ لاس په سر شوی نه دی.که څه هم اقتصادي بندیزونو د ایران په  اقتصاد ځیني منفي اغیزې شیندلي دي،خو د اسلامی انقلاب د  معظم لارښود  په لارښونو سره ،  د مسئولانو هڅه داده چې   د داعلي اقتصاد په پیاوړي کولو سره ،  د هغوي  دغه  منفي اغیزې  ترممکنه حده  کمې کړي . البته د اسلامی انقلاب معظم لارښود  د  انقلاب د دوهم ګام  په ا علامیې کې  روښانه  کړې ده ؛  دا چې څوک ګمان وکړي چې  اقتصادي مشکلات  یوازې د بندیزونو له  امله دي ، نو حل لاره  د دښمن په وړاندې په ګونډو کیدا او د لیوۀد سپیرې پَنجې  مَچ کول دي ،  یوه نه بخښونکي تیروتنه ده .

                 تبلیغاتي جنګ او نفسیاتي  عملیات ، د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد د لویدیځ په تیره بیا دامریکا  یو خطرناک او مهم  آوزار  بلل کیدلی شي ،چې د رسندوئي ټيکنالوجۍ په پرمختګ سره  لا پیچلی او پراخ  کړئ شوی دی .  دلویدیځ رسندوئي پروپیګنډې  ، یوازې د ایران  د واقعیّتونو اوپيښو په باب  دروغو ته نه محدودیږي ،بلکې  دوي  د ایران د ولس  کلتوري ، مذهبی ، ټولنیز هویّت هم په نښه کړي دی . د ددغو بې اساسه تبلیغاتو   د موخو او  رودو په باب د انقلاب د دوهم ګام په اعلامیې کې راغلي دي ؛ په تیرو څلویښتو کلونو کې  او د تل په څير اوس هم ، د د ښمنانو رسیندوئي تبلیغات او سیاست  او دهغوي تر ټولو فعال پروګرامونه،  له راتلونکي د  مونږ دخلکو   او حتی

د مسئولانو او مدیرانو  نهیلی کول دي . دروغجن  خبرونه،غري  تحلیلونه  او د واقعیّتونو او پيښو  اپوټه ښودل،د هیله منونکو ځلاؤ  پټول،د واړو عیبونو سترول  او د سترو محسناتو  او بریاؤ واړۀ ښودل او یا ورځيني انکار کول،د ایران د ملت د دښمنانو د زرګونو رسندوئي،ویډیوئي او انټرنیټي چینلونو همیشنی پروګرام دی :: 

            د لویدیځي رسندویو او له هغوي سره داړونده  سپوږمکیزو چینلونو یوه مهمه موخه ، په ایران کې د لویدیځي ژوند د سټایل  دودول دي .دوي هڅه کوي،دین اومعنویّت ته د بې پامۍ اوبې پروائۍ،د افراطي دیناپالنې ، د ښکلا ښودنې او نقل کونې ، نفساني  په څير د لویدیځي کلتور په غیر اخلاقي کړنو او کرغیړنو رودو په دودولو  او د ښځې او سړي د نارواؤ اړیکو  او حتی د همجنس بازۍ په دودولو سره ،  په ایرانیانو کې   د کلتور او اعتقاداتو ریښې  کمزوري کړي  او د اسلامی جمهوری نظام ولسی اډاڼۍ ته تاوان ورسوي  او دهغو د نسکوریدا سریزې برابرې کړي .هماغه ډول چې د اسلامی انقلاب ستر لارښود  د انقلاب د دوهم ګام په اعلامیې کې فرمائيلي دي ؛ددښمن له دغه  نفسیاتي  جنګ سره مقابله ،هغه  هراړخیز او هوښیار او ځير اقدام او جهاد ته  اړتیا لري چې زیاتره د ځوانانو په وسیله پیل شوی او  مخ  په پراختیا دی .

              دوستانو د امریکاپه مشرۍ دنړیوال استکبار له درستو دسیسو او دوکه بازو  تبلیغاتو سره سره ،د ایران اسلامی جمهوریت،نه یوازې  له خپلو اصولي دریځونو شاتګ نه دی کړی ، بلکې  ورځ تر بلې  ئې  اقتدار او نفوذ  لازیات شوی  هم دی . په همدې دلیل ، له ایران سره د امریکا د مخامخیدنې  انداز او روده  هم بدله او سخته شوې ده .

Image Caption

 

د اسلامی انقلاب ستر لارښود  د انقلاب د دوهم ګام په اعلامیې کې همدغه موضوع داسې بیان کړې ده،؛قدرتمنددایران ،نن سبا د اسلامی انقلاب د پيل په څير  دمستکبرانو له چیلنجونو سره مخامخ شوی  دی،خو  په بشپړ معنا لرونکي توپیر سره ::حضرت  ایټ ا... العظمی سید علی خامنه اي د اسلانی انقلاب  په لومړنیو کې  د ایران او  امریکا ځینو چیلنجونو  ته په اشارې سره  د دواړو لورو  اوسنۍ مخامخیدنه  د اسلامی جمهوری نظام  د قدرتمنیدا،ډيرې زیاتې ژورتیا او پراختیا په دلیل ګڼي.دوي ددغو  چیلنجونو ځيني برخې ،  په لویدیځي آسیا کې  د امریکا د ناروا نفوذ د  ټغر ټولیدل،د ناروا صهیونیسټي رژيم  سره په مبارزې کې  د اسلامی مقاومتي چورلیز د ځواک سیاسی اووسلوال ملاتړ اوپه درستې سیمې کې له مظلومانو  فعاله د فاع  ګڼي او  فرمائي؛،نن سبا امریکا   له اسلامی جمهوری نظام سره د سیاسی اوا منیتی مقابلې لپاره ځان،د لسګونو غولیدلو او عیاشتو حکومتونو څخه د جوړ یوه ستر ائيتلاف ته محتاج  ګڼي  او البته بیا هم  په مخامخیدنې کې ماته خوري . ایران  د اسلامی انقلاب په برکت،اوس د نړیوالو په سترګو کې د ایران دملت په یوه لوړ اوغوره مقام کې  دی او  پخپلو اساسی موضوعګانو کې  له سختو خنډونو تیر شوی دی .  داسلامی انقلاب معظم لارښود پخپل نهائي تحلیل کې  فرمائي ؛مونږ یقین لرو چې  په دغه جنګ او مخامخیدنې کې   چې نن سبا د حق او باطل ترمینځ  رامینځة شوي ، له یوه پلوه اسلام ،اسلامی معارف  اواسلامی ویښتیا او بل پلوه د نړۍ د شیطانونو او دهغو په سر کې دسترې شیطانې،یعني د امریکا سیاستونو استکباري تمې او دوکې دي،خو بریالیتوب د مونږدی،بریالیتوب له حق وآخوا سره دی.په دې کې هیڅ شک نشته ،درستو نښونښانو  دا ثابته کړې او تائيدوي ئې .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

کمنټونه