Dec 29, 2019 14:10 Asia/Kabul
  •  د مرغومی د نهمې نیټې حماسه

د ۱۳۸۸ لمریزکال د مرغومی د نهمې نیټې په لاریون کی د ایرانی اولس ولولناک شتون هغه کم ساری پیښه ده چی د ایران په سیاسی او اجتماعی پیښو کې له راز راز اړخونو ډیر اهمیت او ډیر مهم پیغامونه او ټکی لری .

لومړې ، دغې پیښې ته په کتنه کې د داسې ښکارندو په رامینځته کیدا کی د خلکو رول دې چی تل یې دښمنان څنګته کړی  او ګواښونه یې د ایرانی ملت په اقتدار ، انسجام او سترو فرصتونو بدل کړی دی  .

امریکا د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته تل د نظام په کمزوری کولو او د ایرانی ملت د وحدت په له مینځه وړلو پسې ده او هڅه یې کړی ده  د ایران اسلامی جمهوریت له دننه له سیاسی اختلافات او اجتماعی درز سره مخامخ کړی . خو په  ۱۳۸۸ کال  کې د ولسمشرۍ د لسم پړاو پړاو له انتخاباتو وروسته د فتنې په شان د جریانونو په وړاندی د ایرانی اولس دریدا وښودله چی خلک د انقلاب د ثبات او د اسلامی ایران د نظام د مهم رکن او اصلی قدرت په توګه  هیڅکله دښمن ته د نفوذ اجازه نه ورکوی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

دوهم ، د مرغومی د نهمې د حماسې د تلپاتی والی د ځانګړنو په بیانولو کې د ایرانی ملت د دښمنانو له خوا د پلان شویو او نسکورونکیو بهیرونو ښکاره کیدل دی چی د ۸۸ په فتنې کې د انتخاباتو په نتیجو د اعتراض په پوښښ کې د یوه ګوزار دوه نښې سیاست کې تعقیبوه . دغه بهیر له یوې خوا په ایران کی د انتخاباتو د اصالت او سلامت تر پوښتنې لاندې راوستلو پسې وو او له بل پلوه یې د اسلامی جمهوریت د نظام د نسکورولو له مخکې پلان شوی پروګرام درلود . خو د مرغومی په نهمه د ایرانی ملت د شتون حماسې دواړه بهیرونه ناکامه کړل .

دریم ټکې چی په لویدیځ کې د ځینو نظریه ورکونکیو له خوا هم مطرح دې ،  له سختو اقداماتو د نرم جنګ او له داخله نسکورونکیو اقداماتوته  د نسکورونکیو بهیرونو د رودې بدلیدا ده .

د امریکا پخوانۍ خارجه وزیرې میرمن هیلری کلنټن د سختو ټاکنو (Hard Choices) په کتاب کی په ایران کی د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته د بلواوو مسلې ته اشاره شوی ده او میرمن کلنټن لیکلی دی د اوباما حکومت په ایران کی په  ۱۳۸۸ کال کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو له بلواګانو وروسته له درستې نړۍ د ایران دڅه د پاسه ۵۰۰۰ مخالفانو په روزلو په لسګونو میلیون ډالره ولګول .

له ناارامیو څو اونۍ  وروسته د امریکا د مالیې وزارت پخوانی مرستیال پاول رابرټز هم د امریکا له فارن پالیسې مجلې سره په یوه ځانګړی مرکه کی د ایران له انتخاباتو وروسته د بیښو او بلواګانو په هدایتولو کې په انتخاباتو کې د ماته خوړلیو کاندیدانو ملاتړو ته د ډیموکراسۍ لپاره د ملی فاونډیشن (NED)مالی مرستې ته اشاره وکړه .

«««««««««««««««««««««««««««

د مرغومې د نهمې حماسې ته په کتنه کې څلورم ټکې د ملت له دننه او ټولنې دنظام د قدرت د پټو عناصرو جوتیدا ده . دغه اقتدار د ایرانی ملت له دښمن پیژندنې او بصیرته راوتلې دی .

د رهبرۍ د سترمقام په وینا ، د مرغومې د نهمې حماسه د نظام د قدرت د عناصرو یوه بله بیلګه ده او په هغه بی ساری حماسه کې هیڅ کس چاروال نه وو او هغه فکری قدرت چی د اسلامی نظام اصلی شاکله ده ، خلک واټونو ته راوویستل او هغه بې ساری پیښه رامینځته شوه.

حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای په خپلو ویناو کی د امریکا بې ځنډه شکونو خپرولو او له خلکو د هیلې او باور اخیستلو ته په اشارې سره جوته کړه ، د مرغومی نهمه په هغه عظمت سره داسې لوبو ته د ایرانی ملت ځواب او د انقلاب او دین له ارزښتونو دفاع وه چی البته نن هم په ارزښتونو د پایدارۍ بحث موجود دې .

پینځم ټکې له بلواګری او ګډوډی سره د سیاسی او اجتماعی غوښتنو د پولې معلومول دی . د ایران خلکو په دغه تاریخی ورځ په خپل میلیونی لاریون کی په ټولنه کی له ګډوډی رامینځټه کونکیو او بلواګرو د برایت په اعلانولو سره د فتنې عناصرو ته کلک ځواب ورکړ چی د ولسمشرۍ په انتخاباتو کی د درغلۍ په پلمه یې بې لاریتوب ته مخه کړی وه . دغه خوځښت د ایرانی ملت دښمن پیژندنه ثابته کړه .

«««««««««««««««««««««««««««

د مرغومی د نهمې د حماسې د ځانګړنو او اړخونو په شننه کی شپږم ټکې د هغو هدفونو جوتیدا وه چی د دغو بلواګانو تر شا موجود وو . د ولسمشرۍ د لسم پړاو له انتخاباتو وروسته بلواګانو د اسلامی جمهوری نظام حثیت او باور هدف ګرځولې  وو . د ولسمشرۍ په انتخاباتو کی د خلکو ۸۵ فیصدی شتون داغی کول کم اهمیته موضوع نه وه چی بې پامه ترې تیر شو .

اووم ټکې ، دغې پیښې ته په کتنه کې په ډګر کی د خلکو د شتون څو اړخیزه اغیزې دی . د مرغومی په ۹ د خلکو یو موټې شتون وښودله چی د ایران ملت به له انقلاب اود نظام له ارزښتونو په دفاع او دینی باورونو ته په پایبندۍ کې هیڅکله شک ونکړی . له دې امله ده چی دغه تاریخی شتون د رهبرۍ د ستر مقام په وینا په یوې نه هیریدونکی ، له بصیرته د راوتلی حرکت ، د موقعیت د پیژندلو او د اسلامی انقلاب په تاریخ کې په ایمان او د خلکو په ارادې په  متکی حرکت باندې بدل شی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د دغې پیښې په شننه کې اتم ټکې ، د دښمنانو د فتنو په کنټرولولو کې د اسلامی جمهوری نظام د داخلی ظرفیتونو د یوې برخې ازادول دی .

دا ځانګړنه د اسلامی انقلاب د تلپاتی والی او غوړیدا یو دلیل دی . د ولسمشرۍ د لسم پړاو له انتخاباتو وروسته او هغه ورته پیښې چی په ۹۶ او همداراز په وروستیو بلواوو کې چی د ایران په ځینو ښارونو کې د تیلود بیې د اصلاح او انرژۍ د مصرف د مدیریت د طرحې په اجرا له اعتراضونو استفاده وښودله چی د ایران ملت هیڅکله دښمن ته د نفوذ اجازه نه ورکوی . د ایران ملت په وخت او په انقلابی بصیرت او سیاسی پوهې سره له انحرافی ډلو د کرکې په څرګندولو سره   هغه یوه فتنه ختمه کړه  چی د لویدیځو سفارتونو ، د لویدیځ د جاسوسی ادارو او له هیواده بهر د فکر کوټو د ځانګړو دفترونو له لارې د امریکا او انګلستان د مهم رول په جوتیدا سره ښکاره شو .

دغې پیښې ته په کتنه کې نهم ټکې په دغه تاریخی ورځ کې پیغامونه اوعبرت اخیستونکی درسونه دی چی یقینا تلپاتی اغیزې به ولرلې شی . د ایران ملت له تجروبې زده کړی چی د دښمنانو هدف د ټولنې دوه قطبی کول او نظام په نسبت د بی باورۍ رامینځته کول دی . د ۸۸ په فتنې کې د واټونو بلواګانې په همدې مدار کې راغلې او د عاشورا په ورځ د حرمت ماتول اوج ته ورسیدل .

له دې امله د مرغومې د نهمې د حماسې جرړو ته جامع کتنه د دغې  سترې پیښې بڼه غوره کولو مولفې او عناصرو ټولو زمینو ته پام ته اړتیا لری تر څو روښانه شی چی ولې او څرنګه دغه خودجوشه حرکت  د سترې دسیسې په وړاندې د نظام د نرم قدرت په سرچینې بدل شو .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

پای

 

 

ټیګونه

کمنټونه