Dec 29, 2019 14:16 Asia/Kabul
  • د ایرانی سازونو او موسیقۍ په اړه د فارابی لیدتوګې

موسیقی پوه او غږنونکې بابک خضرایی د دغه غونډې یو بل ویناوال وو چی خپله وینا یې د فارابی د شخصیت په اړه په مطلب سره پیل کړه او هغه یې د اسلامی پړاو او حتی نړۍ لومړنې موسیقی پیژاندې یاد کړ او ویې ویل چی د هغه شخصیت له دو اړخونو د جاجولو وړ دې .

ابونصر فارابی په ریاضیاتو ، کیمیا ، موسیقۍ ، الهیاتو ، فقه او منطق کې د ایران له ویاړونو دی . ټاکل شوی ده په ۲۰۲۰ میلادی کال کی د هغه د ۱۰۵۰ کال د کلیزې دستورې ترسره شی . په ایران کی د دغو دستورو سریزې لږ مخکې پیل شوی چی په دوام درته په دې اړه د یوه نندارتون حال بیانوو .

په دې اړه د تنبور خراسانی په عنوان لومړنې غونډه  په تهران کی ترسره شو . په دغه غونډه کی د ایران څو مشهورو موسیقی پیژاندو او سازونو غږونکیو د موسیقۍ په اړه د فارابی لیدتوګو باندې رڼا واچوله .

د فرهنګستان هنر موسیقۍ د ډلې مشر او د سنتور غږونکی عبدالمجید کیانی په دغه غونډه کی وینا وکړه او ویې ویل تل دا پوښتنه مطرح ده چی څه ضرورت شته چی مونږه د فارابی اثار ولټوو او ورته ستنه شو ، کله چی مونږ ته پته ده هغه څه د پاسه زر کاله مخکې ژوند کاوه او د هغه وخت له موسیقۍ سره په ارتباط کې وو .

خو اوس د فارابی د کتاب په لیدلو سره متوجه کیږو چی ما ته څرنګه د څیړنې کولو درس راکوی . دا زما لپاره جالبه ده نه د یوه تحقیق په توګه بلکې د ذاتی اړتیا په توګه ، کله چی مطالعه کوم ، نو وینم چی د فارابی په سریزه کې د څیړنې څومره اصول دی او نن څومره زمونږ په درد خوری .

فارابی په علمی او منطقی رودې سره د موسیقۍ د صناعاتو د تحقیق او د هغو د پیژندنې لپاره  لیکلو ته مخه کوی تر څو وکولې شی کتاب ولیکی چی له هغه وروسته اکثره موسیقۍ پوهان  ترې استفاده وکړی . فارابی له دې سره چی د یونان له نظری موسیقۍ استفاده کوله ، هغې ته یې تازه او ایرانۍ رنګ هم ورکوه او هغه یونانی مطالب روښانه او ژوروی یې او هغه له خپلې علمی تجروبې سره ورګډوی . فارابی د نظری موسیقۍ صناعت له علمی موسیقۍ وروسته بولی یعنی لومړې عملی موسیقۍ او بیا نظری موسیقۍ بڼه غوره کړه ، دلته هم فارابی د تحقیق روده زمونږلپاره مطرحوی ، هغه څه چی شته دی تحلیل کړو او نظری علم ته  د هغه څه په اساس چی موجود دی ، شکل ورکړ .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

موسیقی پوه او غږنونکې بابک خضرایی د دغه غونډې  یو بل ویناوال وو چی خپله وینا یې د فارابی د شخصیت په اړه په مطلب سره پیل کړه او هغه یې د اسلامی پړاو او حتی نړۍ  لومړنې موسیقی پیژاندې یاد کړ او ویې ویل چی د هغه شخصیت له دو اړخونو د جاجولو وړ دې .

لومړې دا چی فارابی د خپلو مخکنیو کسانو په اپوټه موسیقی په مجرده فضا کې نه جاجوی بلکې هغه په یوه ملت ، یوه قوم او یوه انسانی چاپیریال کی وینی چی نمونه یې په خراسانی او بغدادی تنبور کی لیدلې شو . دوهم دا چی هغه د خپلو مخکنیو کسانو اثار څیړی  او باوری دې چی په هغو کې ځینې له دې پرته چی له خپل ګیر چاپیره دقیق معلومات او کافی شناخت ولرلې شی یوازې د نورو رایې او نظرونه بیانوی . هغه باورې وو چی دا په حقیقت کی موسیقایی منش بلل کیږی چی پوهه شو هغه موسیقی چی په اړه یې خبرې کوو د خلکو ترمینځ کوم ځای لری اود هر ملت او قومیت د تفاوت په نسبت د هغه توپیر باندې پوهه  شو . د دغو دستورو یوه برخه د  دوو تارونو تکړه غږنونکی سعید سرور احمدی او د اواز اجرا کونکی حبیب حبیبی فرد  اجرا ته بیله وه چی د تربت جام موسیقۍ قطعات یې اجرا کړل .

««««««««««««««««««««««««««««««

په فارابی مشهور ابونصر محمد بن محمد طرخانی کابو ۲۵۷ هجری قمری کال کی د ستر خراسان د فاریاب او پاراب سیمې په وسیج کلی کی وږیږیده . د فارابی مور او پلار د سغدیانو له ایرانی ژبی وو . په ځوانۍ کې د زده کړو لپاره بغدا د ته ولاړ او د فلسفې او منطق زده کولو ته یې مخه کړه . له هماغه پیله د هغه ځیرتیا او علم زده کول سبب شول چی هغه درست موضوعات چی تدریس کیدل ډیر ښه زده کړی . ډیر ژر د هغه نوم د فیلسوف او پوه په توګه مشهور شو او او یو شمیر شاګردان ترې راچاپیره شول چی مسیحی فیلسوف یحیی بن عدی هم پکې شامل وو .

په ۳۳۰ هجری قمری کال کی دمشق ته ولاړ او د حلب له واکمن سیف الدوله حمدانی سره یو ځای شو او د هغه د دربار په عالمانو کی شامل شو . فارابی په ۳۳۸ کال کی په دمشق کی وفات شو .

یو داسې روایت هم شته چی د هغه په اساس فارابی کله چی له دمشق څخه عسقلان په لور تلو نو له غلو سره مخامخ شو ، ابونصر ورته وویل چی هر څه لرم واخلئ خو ماته څه ما واې ، خو هغو ونه منله او د هغه د وژلو نیت یې  وکړ چی فارابی هم مجبوره شو غلو سره وجنګیږی او ووژل شی . د شام حاکمان له پیښې خبر شول ، ابونصر یې دفن کړ او د هغه په قبر یې غله اعدام کړل .

اسلامی مورخان باوری دی چی فارابی یو زاهد ، فکرکونکې اوګوشه نشین کس وو . له دنیاوی چارو د هغه لیری کیدا تر دې حده وه چی د هغه لپاره ډیرې پیسې اومعاش ټاکلی وو خو فارابی یوازې په ورځ کې په څلورو درهمو قناعت کاوه .

فارابی په راز راز علومو کې بې سارې وو . په دې ډول چی دخپل وخت له علومو هر علم په اړه یې کتاب لیکلې دې او دا خبره د هغه د اثارو له تنوع جوته ده چی په ریاضیاتو ، کیمیا ، ستور پیژندنې ، پوځی علومو ، موسیقی ، فزکس ، الهیات ، فقه او منطق کې ډیر مهارت درلود .

ابن سینا هغه خپل استاد بولی او ابن رشد او د ایران او اسلام نور حاکمان د هغه لپاره ډیر اهمیت او احترام ته قایل وو .

په اسلامی فلسفه کی فارابی  ته له ارسطو وروسته چی په لومړی معلم مشهور دې ، د دوهم معلم لقب ورکړې دې .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

فارابی د احصاالعلوم په کتاب کی د موسیقۍ په تعریف کې لیکی ، د موسیقۍ علم په کلی ډول د اوازونواو الحانونو د ډولونو د پیژندلو او هغه څه چی الحانونه ترې تالیف کیږی ، بحث کوی او روښانه کوی چی الحان د کومو هدفونو لپاره تالیف کیږی او څرنګه باید تالیف شی او په کوم حال باید وی تر څو اغیز یې زیات او دلنشین شی .

موسیقی کبیر د موسیقۍ په علم کی د فارابی شاهکار دی او دغه ستر پوه هڅه کړی ده چی په هغه کې د موسیقۍ په اړه د خپلو تیرو کسانو نظرونه راغونډ کړی . هغه په موسیقی کبیر کتاب کې د خراسانی او بغدادی تنبور خبره کوی او د شاه رود ساز او د هغه د شکل په اړه هم لوستونکی ته مفصل معلومات وړاندی کوی .

کتاب په دو ټوکو لیکل شوی دی چی له دوهم ټوک یې هیڅ ندی پاتې . موسیقی کبیر کتاب په عربی ژبه دې چی د موسیقۍ راز راز اړخونه پکې بیان شوی دی . دغه کتاب په حقیقت کی په خپل وخت کې د ایرانی موسیقۍ د تيوری مطالعه ده او د موسیقۍ فلسفی اساس ، نړیوالې ځانګړنې او همداراز په روح د هغه اغیزې سپړی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

له بده مرغه د فارابی د وخت له عملی موسیقۍ لیکنه نده موجوده چی د هغې په مرسته د هغه په څرنګوالی پوهه شو خو د هغه د لیکنو له مطالعې پوهیږو چی تل او هر ځای کی د ځای نغمو او سندروپه اساس له عمومی موسیقۍ د ستړیا د لیری کولولپاره خلکو استفاده کوله . دغه ډول موسیقی په خصوصی غونډو اوکاروان سراو کې په ابتدایی اوازونو او سازونه سره غږیدلی . دغه موسیقۍ په هر ښار او هر ځای کی ځای رنګ درلود .

د دغه ډول موسیقۍ په وړاندې  د هنر د خاوندانو او ذوق لرونکیو ترمینځ د ایران د زاړې موسیقۍ د دودونو په اساس یو ډول هنری او استادانه موسیقۍ هم موجوده وه . فارابی دغه ډول موسیقی د زاړه خراسان په طرایق او رواسین نومونو یادوی چی په ساز سره به په دومره مهارت سره اجرا کیدله چی د لوستلو په وسیله ترې تقلید ممکن نه وو .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د موسیقۍ د کارپیژاندو له نظره د موسیقی کبیر کتاب هغه مهمه  سرچینه او بډایه مرجع ده چی د ختیځ ټاټوبی  د موسیقۍ په اړه تدوین شوی دی . فارابی په دغه کتاب کی د لومړی ځل لپاره په موسیقۍ کې هارمونی داخله کړی او بیا له هغه وروسته  ابن سینا د هغې په اړه بحث کړی دی . هغه همداراز هغه لومړنې پوه دی چی د وحدت اصوات خبره کوی او د هغه لپاره موسیقایی نښې په نظر کې نیسی . فارابی موسیقی درې قسمه بولی ، لومړې لذت بخښونکی موسیقی ،  دوهمه اغیزشیندونی  موسیقی او دریمه موسیقی هم خیال راپارونکی موسیقی . هغه خیال راپارونکی موسیقی د موسیقۍ اوج بللی ده .

دغه ارزښتمن اثر په راتلونکیو سلیزو کې د موسیقۍ د فن د خاوندانو او پوهانو لپاره په مهم او معتبر علمی تحقیق مرجعه بدل شو .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

پای

 

ټیګونه

کمنټونه