Jan 01, 2020 15:39 Asia/Kabul
  • د ایران سیل

د فرانسې د مولیس او د اسټرالیا د شوالیه او بوکان د غرونو په شان د نړۍ د غرونو ډیرې کمې ښکلاوې د همدان د علیصدر غره د ښکلاو سره د پرتلنې وړ دی .

د ایران په لویدیځ کې موجود والې هر مسافر دې ته مجبوروی چی همدان ته ورشی . همدان د ایران د باچاهی لړۍ یعنی مادانو لومړنۍ پلازمنیه وه او له دې چی ورتیر شو په دغه ښار کې د لسګونو تاریخی سرچینو او قبرونو شتون مونږه د ایران او دنیا له یوه ډیر لرغونی ښار سره بلدوی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د نړۍ د تر ټولو اوږده ابی غار په توګه د غار علیصدر لیدل همدان ته په یاد پاتیدونکی ، جذابه او مهمه انګیزه ده . دغه غار په اهنګ کی د کبوولسوالۍ د علیصدر کلی ته نږدې دساری قیه په لوړو کې پروت دې . د غار انګړ ، تاو راتاو دالانونه او ګڼ شمیر دهلیزونه او پراخ تالابونه لری . د دغه غار لیدل یوازې په کشتۍ سره امکان لری .

د فرانسې د مولیس او د اسټرالیا د شوالیه او بوکان د غرونو په شان د نړۍ د غرونو ډیرې کمې ښکلاوې د همدان د علیصدر غره د ښکلاو سره د پرتلنې وړ دی .

د غره د تالاب اوبه دومره زلاله دی چی تر لس میټرۍ ژورتیا پورې په معمولی رڼا سره لیدل کیږی .په دغه تالاب کې هیڅ ځناور ژوند نه کوی .

د غار دننه په رسوباتو سره بیلا بیل ښکلی او د هندسی او ځناور ته ورته شکلونه لیدل کیږی چی واقعا د مسافرانو تخیلات او خیالونو ته ارام وربخښی . د غار دننه نور ډیرې ښکلی منظرې تر سترګو کیږی . دغه غار په اوړی کی یخ او په ژمی کی ګرم وی . یو جالب ټکې د غار دننه د هوا  په بشپړه سکون والې دې ، که په غره کی شمع ولګوئ نو د شمع په نور کی به هیڅ حرکت ونه وینئ .

دوستانو تراوسه د غار دننه ۱۴ کلومیټره کشف شوی خو تراوسه د هغه څلور کلومیټره پرانستل شوی او د لیدلو دې . په هر حال په علیصدر غار کی د خلقت له یوه شاهکار سره مخامخ کیږئ . د غار دننه ښکلاوې دومره حیرانونکی دی په هیڅ ټکیو کی نشی بیانیدلې نو ځکه باید ورته ولاړ شئ او په خپلو سترګو یې ووینئ .  

««««««««««««««««««««««««««««««««««

د همدان ښار په ۵ کلومیټرۍ کې د عباس اباد په ښیرازه دره کې د ګنج نامه تله کابین او همداراز تاریخی کتیبې او ښکلا ابشار هم د لیدلو دې . په غار کې له ګرځیدو وروسته د همدان د تله کابین سره ورځ تیریدیلې شی او دا به ډیره ښه تجروبه وی . دا تله کابین د الوند غره د ښیرازه لوړو میشان میدان په لور ځی . همداراز د تاریخی طبیعی ښکلاو ، ټوریسټی کمپلیکس ، ګنج نامه همدان  باید حتما ولیدل شی .

د ګنج نامې د ټوریسټی کمپلیکس په  اړه یوه ټوریسټ داسې وویل د ګنج نامې  کاڼی ، د داریوش او خشایار شاه هخامنشی د پړاو لیکنې چی د عباس اباد درې په پاې کې موجودې دی ، د کوهستان ډیره ښه هوا ، د الوند زړه راښلونکی دره  او د دشت میشان ښکلی منظرې دومره ښکلاوې رامینځته کوی دی چی داخلی او بهرنی ټوریسټان ځانته جلبوی . په دغه ټوریسټی ځای کی د ګنج نامې له ابشار هم  کتنه کولې شئ .

««««««««««««««««««««««««««««

که همدان ته ولاړ شئ او د بابا طاهر مقبره ونه وینئ نو له ځان سره به مو انصاف نه وی کړې . بابا طاهر عریان ایرانې شاعر او عارف دی . د بابا طاهر مقبره ډیره ښکلی جوړه شوی ده او ډیر نفیس کار پکې شوې دې . دغه مقبره کی د همدان ولایت د لاسی صنایعو میوزم هم موجود دې  او له هغه هم کتنه کولې شئ .

همدان همدا راز د یوه بل مشهور علمی شخصیت د مقبرې کربه هم دې . د ایرانی شاعر ، عارف او طیب  قبر ابو علی سینا چی نړیوال شهرت لری . دغه مقبره د همدغه نوم په میدان کې ده . د ابو علی سینا مقبره معماری ډیره ښکلی  ده او په شا وخوا کې د چنار زاړې ونې او اوبه موجودی دی چی د زاړو ایرانی باغونو منظره وړاندی کوی ، دغه ځای اوس په یوه ډیر ښکلی تفریح ځای بدل شوی دی . د مقبرې جنوبی تلار د میوزم په توګه کارول شوی چی پکې سکې ، د خټو د لوخیو او له میلاده مخکې زریزو سره د اړونده کشف شویو شیانو د ساتلو لپاره استفاده کیږی . په شمالی هال کی د ابو علی سینا  اثار او خطی کتابونو نفیسې ټولګې راغونډې شوی دی .

«««««««««««««««««««««««««««««

Image Caption

 

عزیزانو تاسو دا فکر ونکړئ چی د همدان ښکلاوې په همډ ځای ختمیږی . د هګمتانه لرغونی تپه یا غونډۍ له هغه زړاوالی سره سره چی لری ، د نړۍ له هغو کمو لرغونو ښارونو دی چی هماغه راز ژوندې او مهم پاتې دی .

یونانی مورخ هرودوت ویلی دی چی دغه ښار اوه دیوالونه درلودل چی هر یو دیوې سیارې په رنګ وو . د وروستیو کلونو د لرغونو کیندنو کې جوته شوی ده چی د دغې برخې د پرتمینو ماڼیو ځای ، د هګمتانه په همدغه غونډۍ کی وو ، ددغه لرغونی ښار  پام وړ ټکی د اوبو رسولو پرمختللی او منظمه شبکه ده .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د همدان په نهاوند کې یوه بله کم پیژندل شوی دریاچه هم شته ده چی ورته ګیان دریاچه ویل کیږی چی په جرات سره ویلې شو  یو ډول ورک شوې بهشت دې ، د چنار په زاړو ونو سره چی د دغې لرغونتوب او زاړوالې ښی . په خوټیدونکی اوبو سره د ګیان سراب دغه ښکلی طبیعت رامینځته کړی دی .

لنډه دا چی ښکلې همدان له طبیعی ، کلتوری او تاریخی جاذبو ډک دې . دغه ارزښتمن او لرغونې ښار ته د لیدو لپاره حتما ولاړ شئ چی دا به د تاسو لپاره د ټوریزم یوه نه هیرونکی او جذابه تجروبه شی .

پای

 

 

ټیګونه

کمنټونه