Jan 04, 2020 13:23 Asia/Kabul
  • د زړونو سردار

نه یوازې د ایراني ولس بلکې د نړۍ د ټولو پتمنو او آزادي غواړو ولسونو د زړه سر او د سترګو تور او د ظلم او ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې د سردار یعنې د سپاهِ پاسداران د قدس ځواک د قومندان حاج قاسم سلیماني د شهادت په مناسبت یوه ځانګړې لیکنه.

د جمعې په سهار مو په یو ناڅاپي خبر کښې واوریدل چې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان سردار قاسم سلیماني د یوه عمر له مجاهدت وروسته د امریکايي هیلي کوپټرو په حمله کښې شهید شو.

دې خبر چې څومره د اسلام د دښمنانو زړونه خوشحاله کړل، دومره یې د مسلمان امت زړه یې ژوبل کړ. بې شکه چې د قاسم سلیماني په شان د مجاهد او نه ستړي کیدونکي شخصیت له لاسه ورکول د اسلامي ټولنې لپاره یو ستر تاوان دی خو هغه څه چې د داغدارو او خوږمن شویو زړونو مرهم ګرځیدی شي دا دي چې شهادت د دغو مجاهدانو ارمان و او د دوي لارې ته روام ورکونکي ډیر دي. په شیعه تفکر کښې ترټولو غوره کامیابي، ترټولو ښه نیکي او ترټولو لوړه درجه او رتبه د شهادت ستر فیض ته رسیدل دي او د شهید لپاره ترټولو پرتمینې شیبې او ترټولو ښایسته وختونه هغه دي چې په بریمنه توګه شرفتمندانه مړینې ته ورسید او د خپل سر د وړاندې کولو په بیه یې د شهادت جام واخیسته.

*/*/*

د اسلام په مبین دین کښې شهادت د یو ستر ارزښت او ترټولو لوړې خوبۍ په توګه مطرح شوی دی او د جهاد په شان تعلیماتو پورې تړاؤ لري. د قرآن کریم د آیتونو له مخې شهید ژوندی دی او د خپل پروردګار له خوا ورته رزق او روزي ورکوله کیږي.

حضرت علي علیه السلام وړومبنی کس دی چې له کافرانو او د اسلام له دښمنانو سره د مبارزې په لاره کښې او د مسلمانانو ترمینځ د عدالت او مساوات د ټینګښت په موخه یې په دې شعار سره خپله توره وکاروله او د جهاد لاره یې د ټولو لپاره هواره کړه چې (ترټولو غوره مرګ د خدای په لاره کښې وژل کیدل دي). هغه حضرت په نهج البلاغه کښې د خدای د لارې د مجاهدانو ډیره ستاینه او قدرونه کړې ده او فرمايي: (بې شکه چې ترټولو غوره مړینه، وژل کیدل دي. قسم په هغه ذات چې د ابوطالب د زوي سا یې په لاس کښې ده، د تورې د زرو ګوذارونو خوړل ما ته په بستر کښې له داسې سا ورکولو ډیر اسان دي چې د غیر خدای په اطاعت کښې وي.

*/

د اسلامي انقلاب معظم په خپل پيغام کښې دې ټکي ته اشاره وکړه او ویې فرمایل: د اسلام ستر او ویاړمن سردار اسماني شو. د شهیدانو پاکو ارواحو د قاسم سلیماني پاک روح په غیږه کښې ونیوه. د نړۍ له اشرارو او شیطانانو سره د مبارزې په ډګرونو کښې د کلونو کلونو مخلصانه او شجاعانه مجاهدت او د خدای په لاره کښې د شهادت له پخوانۍ آرزو وروسته بلآخره ګران سلیماني دې لوړ مقام ته ورسید او د هغه پاکه وینه د ډیرو پلیدو او سخت زړو کسانو په لاس توې شوه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 شهید قاسم سلیماني د ۱۳۳۵ لمریز کال د کب د میاشتې په شلمه نیټه د کرمان ولایت په یو غریز کلي کښې زیږیدلی و. په دولس کلنۍ کښې یې د ابتدايي زده کړو له پوره کولو وروسته خپل زیږنځای پریښود او په کرمان ښار کښې د ودانیو د جوړولو په کار اخته شو. د ایران خلاف د عراق د تپلي جنګ له پيلیدو وروسته یې د دفاع بیرغ پورته کړ او د جنګ محاذ ته لاړ او څه موده پس یې د قومندان په توګه د بسیج ولسي ځواک یو لښکر جوړ کړ چې په (۴۱ ثار الله لښکر) مشهور شو.

قاسم سلیماني د مقدسې دفاع په دوران کښې، له تر خپل امر لاندې لښکر سره د والفجر۸، کربلای۴، کربلای۵ او تک شلمچه په شمول ډیرو عملیاتو کښې اغیزناک شتون درلود.

*/*/

شهید قاسم سلیماني په وړومبي ځل د ۱۳۶۰ کال په لیندۍ میاشتې کښې د سوسنګرد په لویدیځ کښې د طریق القدس عملیاتو په نامه د پوځ او سپاه پاسداران په ګډو عملیاتو کښې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله سخت زخمي شو. خو هغه داسې مجاهد و چې له خدای تعالی سره یې ژمنه کړې وه چې د ظلم خلاف مبارزه به پرې نږدي.

د جنګ په ختمیدو سره د سردار سلیماني تر قومندانۍ لاندې لشکر ۴۱ ثار الله کرمان ته ستون شو او له هغو اشرارو سره په جنګ اخته شو چې د هیواد له ختیځو سرحدونو به یې حملې کولې. حاج قاسم د مقدسې دفاع د پړاؤ له ختمیدو واخلې، د قدس ځواک د قومندانۍ په پوسټ تر ګمارل کیدو پورې د ایران او افغانستان ګډو پولو ته نزدې د نشه ایزو موادو له قاچاق کونکو بانډونو سره وجنګیده.

هغه په ۱۳۷۶ کال کښې د اسلامي ایران د ټولو قواؤ د قومندان حضرت آیت الله العظمی خامنه اي له خوا تهران ته راوغوښتل شو او د قدس ځواک مسئولیت ورته وسپارل شو. د انقلاب معظم رهبر چې د ۱۳۸۹ کال د سلواغې په میاشتې کښې یې سلیماني ته د ډګر جنرالۍ درجه ورکړه، هغه یې (ژوندی شهید) وباله.

سردار سلیماني په دې وروستیو کلونو کښې له داعشي ترهګرو سره د مبارزې ترټولو ستر قومندان و. د شهید محسن حُججي له شهادت وروسته یې ژمنه وکړه چې په لنډه موده کښې به د داعش د نابودۍ خبر اعلان کړي او دغه ژمنه یې ډیره زر پوره کړه.

حاج سلیماني د تیر ۱۳۹۷ کال په کب میاشته کښې د ټولو قواؤ د معظم قومندان حضرت آیت الله العظمی خامنه اي څخه (نشانِ ذوالفقار) ترلاسه کړ. نشان ذوالفقار د ایران ترټولو ویاړمن پوځي نشان دی چې له انقلاب وروسته په وړومبي ځل د معظم رهبر له خوا ډګر جنرال سلیماني ته ورکړی شو.

د آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په وینا: هغه د اسلام او د امام خمیني د مکتب یوه مشهوره روزل شوې نمونه وه او خپل ټول عمر یې د خدای تعالی په لاره کښې په جهاد کښې تیر کړ. شهادت، په دې ټولو کلونو کښې د هغه د بې وقفې هلوځلو انعام و، د هغه په تګ سره او د خدای په مرستې سره به د هغه لاره بنده نه شي، خو یو سخت انتقام د هغو جنایتکارانو په انتظار کښې دی چې خپل پلید لاسونه یې د هغه او د دغې پیښې د نورو شهیدانو په وینو سره دي.

*/*/*/*

شهادت په اسلام کښې د شجاعت د روحیې او د آګاهانه انتخاب نتیجه ده او د ټولنې د مقاومت او لوړاوي سبب کیږي ځکه چې په استقامت، له کفر سره په مبارزې، پیوستون، آخرت غوښتنې او لوړې وړتیا کښې جرړه لري او دغه عوامل په مجموعي توګه د ټولنې مقاومت زیاتوي او ټولنه خوځنده او رغنده جوړوي او لوړوي یې. شهیدان د ټولنې د مقاومت او لوړاوي ضمانت ورکوي او ټولنې ته روحي وړتیا وربخښي او کمزوري او سستي له مینځه وړي او د هرې ټولنې کسان چې داسې وي، د خدای تعالی رحمت او نصرت یا بریا یې په برخه کیږي. په حقیقت کښې شهادت هغه دوباره وینه ده چې د ټولنې مړغوني وجود ته ننوځي. په هم دې وجه د اسلام ګران قدره پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د شهیدانو په فضیلت کښې فرمايي: د وینې په هغه اولني څاڅکي سره چې د شهید له بدنه په وینه توییږي، د هغه ټول ګناهونه بخښل کیږي، د شهید سر ته دوه فرښتې کښیني او له مخ څخه یې دوړې او خاورې پاکوي او هرکلی ورته وايي، شهید ته جنتي جامې اغوستل کیږي، په جنت کښې ورته هرکلی ویونکي په شهید باندې د عطر شیندلو لپاره له یو بله مخکښې کیږي، مخکښې له دې چې روح د شهید له بدنه ووځي، په جنت کښې خپل ځاې او مقام ویني، په جنت کښې یې روح ته ویل کیږي چې هر ځاې او مقام چې دې خوښ وي هم هلته پاتې شه، شهید د خدای نور ته ګوري او سترګې یې روښانه کیږي او په دې خوشحاله وي چې د خدای ځانګړي الطاف یې په برخه شوي او د خدای په خوشنودۍ پوهیږي.

*/*/*/*/*/*/*/*

متعال خدای د قرآن کریم په یو مبارک آیت کښې فرمايي: په مومنانو کښې داسې سړي شته چې له خدای سره په کړې ژمنې یې صادقانه عمل او وفا وکړه، په هغو کښې ځیني شهادت ته ورسیدل او ځیني (په هم دې) انتظار دي او (هیڅکله یې خپله عقیده) بدله نه کړه.

سردار سلیماني د هر خدای لټونکي انسان په زړه کښې لاره درلوده. د شهیدانو د ماشومانو د زړونو قرار او د مظلومانو او غم ځپلو د کړاونو ښه کونکی و. د اسلام دغه ډیر متواضع او ولسي قومندان خپله ژمنه پوره کړه او د خدای په لاره کښې شهید شو خو اسلام هم هغه شان پر خپل ځاې ټینګ ولاړ دی او تازه او تاند لرونکي تعلیمات یې انسانیت نیکۍ، صلحې او عدالت ته رابولي. د هغه پاکه وینه د مقاومت له مجاهدانو او جنګیالیو سره د ملګرې کیدو او یوزړه کیدو لاره لا هواروي.

*/*/*/*/*

بې شکه چې ټرور د دښمن له کمزورۍ او ناتوانۍ پرته بله وجه نه لري. دا شان وژلې د هغو کسانو د ماتې نتیجه ده چې له آزادي غواړو او حق غواړو مجاهدانو سره د مقابلې قدرت نه لري. خو دښمنان دې پوه شي کله چې د سردار سلیماني په شان ستر انسانان شهیدانیږي نو نور سلیمانیان راپورته کیږي او ځانونه له باطل سره د مبارزې وړومبۍ لیکې ته رسوي.

د خدای او الهي پيغمبرانو او اولیاؤ سلام او درود دې وي پر شهید قاسم سلیماني او د هغه په ملګرو. د دغه ستر او د زړونو د سردار له ویاړه د ډک شهادت په مناسبت د نړۍ ټولو ننګیالیو ته مبارکي او تسلیت وایو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه

کمنټونه