Jan 07, 2020 16:01 Asia/Kabul

حاج قاسم سلیمانی په سختوجنګونو کې د حسین (ع) له مکتبه په پیروۍ سره د خپل رهبر حکم ته لبیک ووایه . هغه کلونه کلونه د ایران او مینځنی ختیځ د امنیت لپاره هڅه او مجاهدت وکړ او په خپل خاص درایت او ځیرتیا سره یې په سیمه کې د جنایتکارې امریکا او اسراییلو له خباثت ډګې دسیسې او اقدامات ګډوډول او د هغو له سترګو یې خوب یوړ

حاج قاسم سلیمانی په سختوجنګونو کې د حسین (ع) له مکتبه په پیروۍ سره د خپل رهبر حکم ته لبیک ووایه . هغه کلونه کلونه د ایران او مینځنی ختیځ د امنیت لپاره هڅه او مجاهدت وکړ او په خپل خاص درایت او ځیرتیا سره یې په سیمه کې د جنایتکارې امریکا او اسراییلو له خباثت ډګې دسیسې او اقدامات ګډوډول او د هغو له سترګو یې خوب یوړ . د داسې ستر او اغیزمن شخصیت ترور کلونه کلونه د پستو دښمنانو ارزو وه .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

شهادت د خدایی کسانو هنر دې او د انسان ژوند ته لوړه معنا وربخښی . شهادت هغه خوټیدونکی چینه ده چی دامام  حسین ع عاشقان او د هغه حضرت د لارې پیروان خپل ځان ته بولی ، حسینی مجاهدان له خپل امام په پیروۍ سره په دغه نورانی لاره کې د عباس بن علی (ع ) په شان خپل هر څیز قربانوی تر څو د اسلام د اقتدار او عزت بیرغ هیڅکله په مځکه ونه غورځی او د نړۍله مظلومانو د دفاع لوړ هدف جاودانه شی .

شهید ډګر جنرال سرلوړې سردار قاسم سلیمانی هم په  موجوده وخت کې د امام حسین ع له ریښتونو یارانو وو . هغه د عباس بن علی  (ع ) په شان چی د امام حسین علیه سلام د اهل حرم د زړه قدرت وو او ټولو د عباس ع په وجود سره د امنیت احساس کاوه ، په سختوورځو  په تیره بیا د داعشی وحشت په پړاو کې د سیمې د درستو خلکو د زړه قوت وو . حاج قاسم هغه پیاوړې لاس او مټ وو چی خالصانه یې ځان د رهبر او اسلام د مکتب عسکر باله او په دغه لاره کې یې خپل څلویښت کاله مجاهدت او پاکبازۍ وړاندی کړه . د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای په هغه پیغام کی چی د دغه ستر اتل د شهادت په مناسبت یې خپور کړ فرمایی ،  د نړۍ له شرغواړو او شیطانانو سره د مبارزې په میدانونو کې له کلونو کلونو مخلصانه او شجاعانه مجاهدت اود خداې په لاره کې د شهادت له کلونو کلونو ارزو وروسته بالاخره ګران سلیمانی دغه لوړ ځای ته ورسید .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

حاج قاسم سلیمانی هغه پیاوړې کس وو چی په ټول وجود سره یې په متعال خدای تکیه درلوده . د هغه د تکیې ځای خداې وو ، په همدې دلیل ویره به د هغه په مخ کې ویلی کیده او ډار به خپله معنا له لاسه ورکوله . په اته کلن تپلی جنګ کی د هغه هم سنګره خلک په یاد لری چی هغه له هماغه وخته په خدای زړه محکم وو او په سختو شرایطو او خطرناکو شیبو کې به یې ویل اندیښمن کیږئ ما، خداې له مونږ سره دې .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

 

حاج قاسم سلیمانی په سختوجنګونو کې د حسین (ع) له مکتبه په پیروۍ سره د خپل رهبر حکم ته لبیک ووایه . هغه کلونه کلونه د ایران او مینځنی ختیځ د امنیت لپاره هڅه او مجاهدت وکړ او په خپل خاص درایت او ځیرتیا سره یې په سیمه کې د جنایتکارې امریکا او اسراییلو له خباثت ډګې دسیسې او اقدامات ګډوډول او د هغو له سترګو یې خوب یوړ . د داسې ستر او اغیزمن شخصیت ترور کلونه کلونه د پستو دښمنانو ارزو وه .په سیمه کې د داعش په له مینځه وړلو سره چی د امریکا زیږنده وه ، د مینځنی ختیځ د ویشلو لپاره د دښمنانو درستې نقشې او د هغه په خاورې او تیلو سلطه ګډوډه شوه  او امریکایان د هغه جنرال د وینې زیات تږی شول چی د هغو مستکبرانه خوبونه یې په نه ترلاسه کیدونکی ارزو بدل کړی وو .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د جهاد د میدان نه ستړې کیدونکې کس حاج قاسم سلیمانی ، په وروستیوکلونوکې له داعشی تور زړیو او منحرفه وینه بهونکیو سره چی د حسین ع د مکتب د له مینځه وړلو نیت یې درلود او په عراق او سوریه کې یې بدترین جنایتونه وکړل ، مقلابلې ته راپاڅیده . دغه پاک او له ځانه تیر انسان له خونخوارو داعشیانو سره مخامخ شو چی د بیګناه انسانانو ژوند یې په بدترین شکل اخیسته ، ماشومان یې د مور او پلار په مخ کې وژل ، له سړیو یې د خپلو کورنیو په مخ کې سرونه غوڅول ، او په بیګناه میرمنو او انجلیو یې تیرې کاوه . داعش یوه ترهه ګره ډله او د امریکاپه وسیله منظمه شوی وه چی د القاعدې د شاته پاتی والی د جبران لپاره جوړه شوه ځکه چی امریکایان تل غواړی په سیمه کې د بلواو په رامینځته کولو سره زیات قدرت ترلاسه کړی او په خپل ګومان چی د ډیموکراسي مدعیان دی ، خوحتی په خپل هیواد کی دډیموکراسۍ اصولو ته احترام نه کوی . هغود خپل وخت یذیدیان وو او حاج قاسم او یاران یې د حسین ع د وفادارو یارانو په شان وو چی په مقاومت او له ځانه تیریدنې سره راپاڅیدل او هغو یې تباه کړل .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

ایت ا... خامنه ای د داعش د خبیثه شجرې د سلطې د پاې په اړه د ډګر جنرال سلیمانی لپاره ولیکل ، په خپل ټول وجود سره  د ستر خدای منندوې یم چی د تاسو او په بیلا بیلو سویو کې د تاسو د عظیمو ملګرو د سرشیندونکی مجاهدت ته برکت عطا کړ او هغه خبیثه شجره چی د نړۍ د طاغوتیانو په لاس کرل شوی وه ، د تاسو د صالحو بندګانو په لاس په سوریې او عراق کې جرړه وویستل شوه . دا یوازې  په ظالمې داعش ډلې ګوزار نه وو بلکې د امریکا په اوسنی او مخکینیو حکومتونو او په سیمه کې له هغې پورې تړلیو رژیمونو ګوزار وو چی دغه ډلګۍ یې رامینځته کړی وه  او هر ډول مرسته یې ترې وکړه تر څو په مینځنی ختیځ کې خپله سپیره سلطه پراخه کړی او په هغې غاصب صیهونیسټ رژیم مسلط کړی . تاسو د دغې خطرناکې او سرطانی دانې په دړې وړې کولو سره نه یوازې د سیمې له هیوادونو او اسلام بلکې د درستو ملتونو او بشریت خدمت وکړ . دا الهی نصرت او د ، ما رمیت اذا رمیت ولکن ا... رمی ، مصداق وو چی د تاسو او دتا د ملګرو د شپې ورځې مجاهدت په خاطر تاسو ته انعام درکړل شو .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

 له انقلابه وروسته حاج قاسم سلیمانی هغه لومړنې قوماندان وو چی له ایت ا... خامنه ای یې د ذوالفقار نشان ترلاسه کړ . د ذوالفقار نشان تر ټولو ستر پوځی میډا ل دې او د ټولو قواود قوماندان لخوا هغو کسانو ته ورکول کیږی چی په قوماندانۍ کې یې بریالیتوب او رشادت درلودلې وی . د اسلام دغه ستر سردار مخکې هم د فتح درې میډالونه ترلاسه کړی وو . د رهبرۍ ستر مقام د ذوالفقار نشان د ورکولو په وخت  ، سردار سلیمانی او هلته موجودو نور کسانو ته وفرمایل ، د خدای په لاره کی مجاهدت  له دغو څیزونو سره د پرتلنې او د جبران وړ ندې . خدای تعالی فرمایی  ، په حقیقت کې خدای له مومنانو د هغو ځان او مال په دې بیه چی جنت د هغو لپاره وی ، اخیستلې دې ، هماغه کسان چی د خدای په لاره کی جنګیږی او وژنی او وژل کیږی .

هغه څه چی زمونږ په لاس کی دی ، څه ژبنې تشکر څه عملی مننه ، څه میډال ، څه درجه چی ورکوو ، دا هغه څیزونه دی چی د دنیا د مادی محاسباتو په اساس دی خو د الهی او معنوی محاسباتوپه اساس د ویلو وړ ندی . د خدای شکر دې چی تاسو ټولو دا مجاهدت وکړ ، هڅه مو وکړه . الحمد لله متعال خدای زمونږ دغه ګران ورو ښاغلی سلیمانی ته هم توفیق ورکړې دې . دوی په ځلونو ځلونو خپل ځان د دښمن د تیری په خطر کې ورکړې دې ، د خدای په لاره کی ، د خدای لپاره او سوچه د خد ای تعالی لپاره  اومجاهدت یې کړې دې . انشا ا... خدای تعالی دوی ته اجر ورکړی او فضل وکړی د هغو ژوند په نیکمرغی او عاقبت یې شهادت وګرځوی  ، البته نه اوس . تراوسه اسلامی جمهوریت کلونه کلونه له دوی سره کار لری ، خو بالاخره اخر یې انشا ا... شهادت وی . انشا الله مبارک دې شه .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د انقلاب مشر چی له شهید سلیمانی سره یې ډیره ژوره او عاطفی اړیکه درلوده ، د هغو شهادت تریخ بولی او دښمنانو ته خبردارې ورکوی چی سخت غچ یې په تمه دې . ایت ا... خامنه ای شهید سلیمانی د اسلام او امام خمینی رح د مکتب د روزل شویو ستره بیلګه معرفی کوی چی خپل عمر یې د خدای په لاره کی په جهاد کې تیر کړ . شهید سلیمانی هم ځان د ولایت عسکر او د رهبرۍ بچې باله  او له رهبرۍ یې کلک اطاعت او د زړه ارادت درلود . د شهید سلیمانی یوه ملګری او هم سنګر ویلی دی د هغه اخلاص ، تقوا او ولایت مدارۍ مشهوره وه ، هغه د اسلام او اسلامی انقلاب له دښمنانو سره د مبارزې عاشق  وو او هیڅکله په مورچې کې ناست قوماندان نه وو بلکې داسې زړه ور قوماندان وو چی په لومړنۍ کرښه اوله خپلو عسکرو به مخکې موجود وو .

حضرت ایت ا... خامنه ای د شهید سلیمانی ایمان ، اخلاص او شجاعت له نفس سره د جهاد ثمره او ګټه بولی . د رهبرۍ ستر مقام د هغو په اړه فرمایی چی بهرنې جهاد په جهاد اکبر یعنی داخلی جهاد متکې دې .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

حضرت ایت ا... خامنه ای په خپل پیغام کې ولیکل ، شهادت په دغو ټولو کلونو کې د سردار ډګر جنرال سلیمانی د بې ځنډه هلوځلو انعام وو. هغو په دغه پیغام کی د سردار سلیمانی شهادت ستر شهادت وباله او د حاج قاسم وینه یې پاکه وینه وبلله چی د هغه پاکه وینه تر ټولو ظالم او بی رحمه کسانو په لاس په مځکه تویه شوه .

په دغو ستایلو سره د حضرت امام حسین علیه سلام ویناوې زمونږ لپاره ژوندی کیږی چی د کربلا په لور د حرکت په پیل کی یې وفرمایل ، هر څوک چی حاضر دې د خپل زړه وینه زمونږ په لاره کی نثار او ایثار کړی ، زمونږ سره ملګرې شی . حاج قاسم هم د حسین ع دغه ندا ته لبیک ووایه او په دغه لاره کې یې ۴۰ کاله مجاهدت وکړ تر څو شهید شو . د شهید د وینې پاکوالې هم له همدې امله دې ځکه چی هغه له خدای سره معامله کوی او د هغه حق دې چی  په مځکه د وینې  په لومړۍ  څاڅکی سره بخښل کیږی . هماغه ډول چی په حدیث قدسی کې راغلی دی ، د وینې هغه لومړنۍ قطره چی له شهید په مځکه تویږی د هغه ټولې ګناهانې پاکیږی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د شهید سلیمانی له کورنۍ سره په کتنه کې د حاج قاسم په اړه ټینګار وکړ ، د هغه جهاد ستر جهاد وو او خدای تعالی هم د هغه شهادت ستر شهادت وګرځوه . د حاج قاسم دغه ستر نعمت چی شایسته یې وو ، په زاره شه . حاج قاسم باید په همدغه ډول په شهادت رسیدلې وې .

شهید حاج قاسم سلیمانی هم د امام حسین ع او د عباس بن علی ع د مکتب شاګرد وو او  دا هغه مکتب او لاره ده چی په زرګونو حاج قاسم روزوی او د د جهاد او مقاومت مکتب جاودانه او بریالې کوی .

 

 

 

 

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه