Jan 13, 2020 12:52 Asia/Kabul
  • میرمن شهلا ریاحی

له اسلامی انقلابه مخکې زیاتره ایرانی فیلم جوړونکیو د مډ او په ظاهره د ماډرنې میرمنې په ښودلو سره هڅه کوله د فیلم تجاری جاذبې زیاتې کړی . میرمنو د هغو په فیلمونو کې مشخص هویت نه درلوده او د میرمنو لوبغاړو په ټاکلو کی هم د هغو د لوبغاړیتوب مهارت ته دومره پام نه کیده

د فیلم جوړونې لومړنۍ کیمره او د فیلم ښودل په ۱۲۷۹ کال کی د مظفر الدین شاه په وسیله ایران ته راغله او ابراهیم خان عکاس باشی د ایران لومړنې فیلم بردار حسابیږی . مظفر الدین شاه په فلروردین میاشت کې  له تهرانه د اروپا په لور حرکت وکړ او په دغه سفر کی له سینما سره بلد شو .

د فارسی لومړنې ناطق فیلم ، دختر لر وو چی په ۱۳۱۲لمریز کال کی د اردشیر ایرانی په وسیله جوړ شو . د ایران لومړنې اوږد فیلم  ابی ورابی نومیده چی په ۱۳۰۹ کال کی د اوانس اوګانیانس په وسیله جوړ شو .

د ایران په سینما کی د میرمنې شتون په جدی توګه له حاجی اقا ، اکتور سینما فیلم له ۱۳۱۱ کاله بیل شو . په دغه فیلم کی انجلۍ غواړی چی له داسې کس سره واده وکړی چی د اهل سینما دې . حاجی اقا له سینما سره مخالف دې او د انجلۍ د واده خنډ کیږی . د حاجی اقا لراتلونکی داماد د ښار په شا و خوا کې او په پټه  له فیلم اخلی او هغه له سینما سره بلدوی .

د ایران د نسکور شوی باچا محمد رضا پهلوی د حکومت په پړاو کې د هیواد کلتوری او اجتماعی جوړښتونه  له پراخې ګډوډۍ سره مخامخ شول . نوی پالنه ، افراطی تجدد غوښتنه چی د میرمنو له ظاهری ازادۍ سره یو ځای وه او همدغه سیاستونه د ټولنې د میرمنو په ژوند د اساسی بدلون سبب شول . د ټولنې له دودیزو باورونو سره مقابله له دغو مهمو بدلونونو وو چی د حکومت او د سینما او ټیلی ویژن په شان د رسندویو په وسیله دودیدل .

له اسلامی انقلابه مخکې زیاتره ایرانی فیلم جوړونکیو د مډ او په ظاهره د ماډرنې میرمنې په ښودلو سره هڅه کوله د فیلم تجاری جاذبې زیاتې کړی . میرمنو د هغو په فیلمونو کې مشخص هویت نه درلوده او د میرمنو لوبغاړو په ټاکلو کی هم د هغو د لوبغاړیتوب مهارت ته دومره پام نه کیده .

««««««««««««««««««««««««««««««««

په عین حال کی په هغه وخت کی هم د ایران  په سینما کې هنرمندې او استعداد لرونکی میرمنې موجږدې وې چی د عمومی فضا په اپوټه  یوازې د سینما د هنر په فکر کې وې او هڅه یې کوله د دغه هنر لمن په معمول اوسپکو څیزونو ککړه نکړی . شهلا ریاحی په مرجان فیلم سره د ایران لومړنۍ میرمن ډاریکټره وبولو . مرحومه شهلا ریاحی له هغو یو شمیر کسانو وه چی د رادیو ، تیټر اوسینما په شان په  ډول ډول هنری ډګرونو کی هڅه وکړه د میرمنې په اړه د هغه وخت د حاکمیت او عمومی کتنه بدله کړی .

په سینما کی د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته هم میرمنو په خپل پیاوړی شتون سره په زیاتره ډګرونو کی له هنری توان او خپلو زنانه خلاقیتونو او همداراز د ټولنې او نړۍ له شرایطو په لوړ درک او پیژندنې سره  ډیر ښه اثار نندارې ته وړاندی کړل . له اسللامی انقلابه وروسته  ایرانی میرمنو د سینما ، ټیلی ویژن ، تیټر او نورو هنری  ډګرونو کی ډیر مهم رول لوبولې دې .

«««««««««««««««««««««««««««««««««

د ایران په سینما کی کابو شل ایرانۍ میرمنې  ډاریکټرې دی او دا میرمنې یوازې سینمایی فیلمونه نه جوړوی بلکې په نورو زمینو کی هم دغه زیار ایستونکی میرمنې اوڅاره شتون لری .د بیلګې په توګه  په تهران کی تازه د مستند فیلم جوړونکیو نندارتون ترسره شو او د دغه نندارتون د سیکرټریټ د شمیرنو په اساس ۸۴ میرمنو ډاریکټرانو خپل اثار لیږلی دی  چی ۲۷ فیصده جوړوی او په سمتندې سینما کی د ایرانی میرمنو فیلم جوړونکیو د فعال شتون ښودنه کوی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

Image Caption

 

عزیزانو اوس هم د میرمن شهلا ریاحی  ژوند ته یوه لڼده کتنه کوو . شهلا ریاحی چی اصلی نوم یې قدرت زمان وفادوست دی په ۱۳۰۵ کال کی په تهران کی وزیږیده  اوپه ۱۷ کلنۍ کې د خپل خاوند اسماعیل ریاحی په لارښونې او هدایت سره چی  له تیټر سره یې ډیره مینه درلوده ، د تهران تیټر ته ورداخله شوه  او د سیاست هارون  الرشید په نوم په یوه ډرامه کې یې د میرمنې دلومړنې رول ادا کړ . هغه په خپل خپل درسیم او څلورم کار سره د تیټر په دنیا کی په مهشورې او محبوبې څیرې بدله شوه . له دې وروسته رادیو ته لاړه او ۱۴ کاله یې په راډیویی ډرامو کی د لوبغاړیتوب او ډاریکټرۍ وکړه .

میرمن شهلا ریاحی حرفه ای سینما په ۱۳۳۰ کال کی تجروبه کړه او پینځه کاله وروسته د مرجان په نوم  د خپل لومړنی فیلم ډاریکټره وکړه او په دې ډول د ایران د سینما د لومړنۍ میرمنې ډاریکټرې په توګه وپیژندل شوه . دغه ایرانی میرمن ډوبلره هم وه او د دیرو ایرانی او بهرنیو فیلمونو ډوبله یې وکړه .

شهلا ریاحی په کابو ۹۰ سینمایی فیلمونو ، تیلی ویژیونی ډرامو او په لسګونو تیټرونو کې لوبغاړیتوب وکړ او د هغې په تلپاتې اثارو کی دلشدګان ، ګلنار ، مرګ پلنګ ، چشم عقاب ، فرار از جهنم ، تحفه هند ، رویای نیمه شب تابستان  او بچه های طلاق  فیلمونو ته اشاره کولې شو .

«««««««««««««««««««««««««««««

مرحومه ریاحی او د لوبغاړیتوب په ډګر کی د هغې حرفه ای شتون سبب شو چی د سینما او لوبغاړیتوب سره ډلچسپۍ لرونکی کورنۍ له انقلابه مخکې پړاو کې د ایران له سینما سره له مخالفت سره سره هغه په ښوم ټکیو یادوی او په دغه هنر کی د میرمنو شتون ته مثبته کتنه لری .

شهلا ریاحی چی دخپل ژوند کابو شپږ لسیزې یې د سینما ، تیټر او ټیلی ویژیون په ډګر کی تیرې کړې ، د خپل ژوند په وروستیو کلونو کی  په الزایمر ناروغۍ اخته شوه  . له هنر او کورنۍ سره عشق د هغه په ژوند کې دوې اصلی  اندیښنې وې  او ویل به یې چی له کورنۍ سره عشق یې له هیڅ څیز سره ندې بدل کړی . د ایران د سینما د ډاریکټرانو مرکز هم دتسلیت په هغه پیغام کی چی د دغې هنرمندې د وفات په مناسبت خپور کړ ، ولیکل میرمن شهلا ریاحی ولاړه او د ایران سینما یې یوازې پریښوده  خو له هغې ژوند ته هیله پاتې شوه او له جاودانګی ، احترام او مادری مهر رول .

پای

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه