Jan 30, 2020 15:08 Asia/Kabul
  • د سباؤن لسیزه،اسلامی جمهوری نظام،د عدالت او پرمختګ مدعي

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د سباؤن لسیزې نومې د لړۍ له ننني دریم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو .په دغه مطلب کې د اسلامی جمهوری نظام دعدالت او پرمختګ د مدعي کیدا په باب درسره غږیږو، نو ترپایه راسره ملۀ ووسئ.

           دوستانو د اسلامی انقلاب ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمیني دغه انقلاب د نړۍ له نورو انقلابونو سره په توپيرکې ګاڼۀ .ځکه په هغو آئيډیاؤ مشتمل  ؤ چې  عدالت  او معنویّت په لاپراخه ډول ددغه ا نقلاب په درست بدن کې خور او جاري ؤ . حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي  هم  د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۷لمریز کال کې د هیواد زیاتره  پيښې او کړنې،د اسلامی انقلاب په څلورمې لسیزې کې،په عدالت او پرمختګ  کې نغښتې وبللې،په دې موخې سره چې  په دغې لسیزې کې هراړخیز پرمختګ او دعدالت پراختیا نندارې ته وړاندې شي .

                د قرآن کریم په شهادت او ګواهۍ سره درست دینونه ،دعدالت چغې وهي، په همدې اساس ده چې  خداوندمتعال  د قرآن کریم د حدید سورې  په پنځه ویشتم آیت کې فرمائي ؛لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنْزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ    .....

:  مونږ خپل رسولان په روښانه دلیلونو سره ولیږل،او پر هغوي مو کتاب او میزان نازل کړ  څو خلک  عدالت ته مخه کړي . 

 دغه آیت ددې ښودنه کوي،چې د رسولانو لیږل او د کتابونو او د بیناتو نازلیدا،د عدالت  اجرا او په ټولنې کې  ئې پراخیدل  دي .: بیّنات : یعني تقوا لرونکي هغه حجتونه  چې هیڅ شک پکې نه وي چې  پیغمبران ئې وړاندې کوي ؛له کتاب څخه مقصد،د معارفو ،احکامو او اخلاقیاتو  په باب د دینونو منشور دی او : میزان : ،یعني همداشان الهي پيغمبران د تاریخ په اوږدو کې د مظلومانو ترڅنګ  دي او په ټولنې کې د عدالت د اجرا په فکر  کې وو .

              دوستانو په قرآن کریم کې روښانه شوې ده چې نبیان له طاغوطانو، فسادګرو سره چې  دستمګرو برخې دي،او تل  د پیغمبرانو په مقابل کې وو ،  مخامخ  وو . خداوند تعالی د سباء سورې په ۳۴آیت کې  فرمائي ؛،

 وَمَا أَرْسَلْنَا فِي قَرْيَةٍ مِنْ نَذِيرٍ إِلَّا قَالَ مُتْرَفُوهَا إِنَّا بِمَا أُرْسِلْتُمْ بِهِ كَافِرُونَ ﴿۳۴﴾  

مونږ هیڅ رسول په ټاټوبی کې د  ویرې  خورولو لپاره نه دی لیږلی ،له دې پرته چې،د هغه ټاټوبی عیاشو شتمنو  ووئيل ،مونږ له هغه څه سره چې تاسو   دهغو په رسالت لیږدولي ،کافر یوو :.

پر دې سربیره درست دینونه متفق دي،په دې کې چې ددغه سترتاریخي حرکت پاي به،د عدل د ټينګیدا او د خداوند دبشپړ دین د ټينګیدا پړاؤ ته د هیله منیدا پاي وي . له آل یاسین زیات څخه  په وروسته دعا کې راغلي دي؛ یَملاّ اَلارضَ قِسطاً  و عدلا  کما مُلِئت ظلماً وجوراً :::  

مځکه له عدل او انصافه ډکوي،هغه وخت چې له ظلم او کړاوه ډکه شوي وي::  درستو نبیانو، درستو دینونو  او درستو نبوتونو  دې نهایت ته اشاره کړې ده  او په پیل کې ، په لاره کې  او په   آخر کې د دوي ټولو تکیه ، پر عدالت ده .  د اسلام پاک دین  چې د خداوندمتعال د رضایّت یوازینی دین  اعلان شوی ، د عدل او انصاف او اعتدال دین دی او اسلامی امت هم مینځنی امت معرفی شوی دی،څو د نورو ا متونو لپاره شاهد او میزان یا  اندازه شي . 

            دوستانو د ایران د اسلامی انقلاب یوه اوږدمهاله موخه،د نبیانو د تفکر  او لیدتوګو پلی کول  او د درستو رښتینو موحدانوهیله ده . یعني د یوې داسې ولسی ټولګې جوړیدا چې  د اسلامی تعلیماتو او دنبیانو د تعلیماتوپه اساس ژوند کوي .

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي  په دې باب فرمائي؛مونږ باؤري یوو د انسانانو د نیکمرغۍ لاره د نبیانو  په تعلیماتو کې ده چې د اسلامی تعلیماتو یوه بشپړ ټولګه ده،انسان د نبیانو له  ښونو اوتعلیماتو پرته  حتی مادي پرمختګ  هم نشي کولی،او دا خو لا لیرې  ده چې هغو نفسیاتي آسانتیاؤ او معنوي لوړتیاؤ ته ورسیږي چې د  انسان  لوړ ملکوتی  مقام دی .د انسان د نیکمرغۍ لاره دا ده .ددې لپاره چې د نبیانو تفکر په ټولنې کې پلی شي،یو اوږدمهاله حرکت ته اړتیا وه،دغه انقلاب،په دې موخې سره رامینځة شوی دی ::::رهبر و دهه فچر

Image Caption

 

د اسلامی انقلاب ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمیني دغه انقلاب د نړۍ له نورو انقلابونو سره په توپيرکې ګاڼۀ .ځکه په هغو آئيډیاؤ مشتمل ؤ چې  عدالت او معنویّت په لاپراخه ډول ددغه ا نقلاب په درست بدن کې خور او جاري ؤ .حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي  هم  د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۷لمریز کال کې د هیواد زیاتره پيښې د اسلامی انقلاب په څلورمې لسیزې کې ،د عدالت او پرمختګ  کې نغښتې وبللې،په دې موخې سره چې  په دغې لسیزې کې  هراړخیز پرمختګ او د عدالت پراختیا نندارې ته وړاندې شي .

            عدالت داسې معنا لري،چې  حقیقت ئې د انسان په الهي فطرت کې جرړه لري . هرڅوک پخپل روښانه ضمیر کې، د عدالت تږی دی،حتی کافر کله  بې عدالتي احساس کړي،نو چغه  ئې پورته کیږي .بې شکه د عدالت اجرا د انساني کرامت  د تحقق اصلي زمینه ده . په همدې خاطر د عدالت  اجرا، د الهي پیغمبرانو د حرکت او اقدام اساس او بنیاد جوړوي .

عدالت  په درست تاریخ کې د مظلومو انسانانو پخوانۍ هیله ده  . نن سبا چې  انسان په ټولنیزو نظامونو کې  له انساني لیدتوګو او د زور او  زر  له حاکمیّته ستړی شوی دی،عدالت ته ډيره زیاته اړتیا لري او  د عدالت تږی دی  او ورسره  ډيره ګروهنه لري  او له  هغه تیري او ظالمانه چلند څخه ،چې پر هغه ئې ژوند تریخ  کړی،تښتي  او ورځیني ډډه کوي . په همدې دلیل ده چې  حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي فرمائي ؛که عدالت تامین شي،نو  د انسان حقوق  او بشري کرامت  هم تامینیږي  او انسانان  خپلې آزادۍ او  حقوقو ته رسیږي . پر دې اساس،عدالت د هرشي چورلیز دی .

               دوستانو عدالت  یعني هرشي ته ځاي ورکړی  او  هرچا ته ئېد هغه حق ورکړی.د تقوا او عدالت  بیلګه او د مظلومانو او اړمنو مرستندوي امام حضرت امام علی علیه السلام ، د ټولنې په درستو سطحو کې  دعدالت اجرا، ممکنه نه ګڼي ،له دې پرته چې   انسان ئې له خپل ځان او  له  خپل باطنه   پيل کړي .د هغه بزرګوار په فرمان ،چې فرمائي ؛هغه کس چې ځان د خلکو مخکښ کوي ، نورو ته له ښونې او  ورزده کونې مخکې باید  دځان  روزنې ته مخه  کړي. امام بزرګوار، له خپلې خوا د حکومت منل او موخه  ئې،مقاومت ،له ظلم سره مقابله ، له توپیرسره مبارزه ،او له مظلوم څخه دفاع ګڼي .لکه څنګه  چې  د هغه په عملی منطق او حکومتي او سیاسی سیرت کې  تر ټولو څرګند عنصر عدالت دی .دې ته په  پام سره چې  د ایران اسلامی جمهوریت،د خپل عملی او نظري بیلګه علوي حکومت ګڼي،باید درست مسئولان  او خلک،د امام بزرګوار عملی او نظري سیرت ته پام سره،دغه چورلیزي اصل ته پابنده ووسي چې په عدالت هیڅکله هم سازباز نه کیږي  او  هیڅ شخصي او ټولنیزې ګټې له عدالت سره  نشي معامله کیدلی .

Image Caption

 

            د هر یوه انقلاب او حکومت  تر ټولوسخته مرحله  دعدالت اجرا ده  او د عدالت اجرا،سیاست جوړونې او پلانونې  ته اړتیا لري او د لګښتونو او سختیانو زغملو ته پابنده  ده . د ایران ملت  خپل انقلاب د دین په اساس او تعلیماتو سره  منظم او برابر کی او د اسلامی انقلاب همدغه عدالت غواړی روح دی چې  لامل شوی ، نړیوال استکبار  له مقاومت سره مقابلې ته راپورته شي . پر دې ا ساس د دښمنانو په وړاندې داسلامی ایران د نظام د مسئولانو او ملت تل پاتې مقاومت او هوښیاري ، د عدالت  د اجرا په لاره کې  یوه جدي لازمه حسابیږي . په دې توګه د بې عدالتۍ دمصداق پيژندنه  او د هغو د دختمولو لپاره هڅه،یوه ضروري چاره ده .د اشراف ګري یا پرګنیزچلند، ظاهري پړَک پړوک،زیات غوښتنه  او مناسبو امکاناتو، سرچینو او فرصتونو ته نه رسیدا،بې انصافه ویش او عاید،له هوساینې او خیر ښیګڼې او معیشت څخه په برخمنیدا کې د کلیوالو اوښآریزو  ټولنو  نابرابري او داسې نورې ډيرې مسئلې او موضوعګانې د بې عدالتۍ  مصداقونه دي چې  دهغو د  ختمولو لپاره هلې ځلې اړینې دي .

           دوستانو هماغه ډول چې ومو وئيل،حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي د هیواد زیاتره پیښې او کړنې،د اسلامی انقلاب په څلورمې لسیزې کې ،د عدالت   او پرمختګ کړنې او پيښې بللی او دا دوه اصلونه ئې  پخپلو کې سره نغښتي  او  دیوه بل لازمې  معرفي کړي دي . په یوې هغې ټولنې کې د پرمختګ  تفسیر ، پر هغو واکمن   نړیوال لید سره  اړوندیږي .  په مادي نړۍ لید کې پرمختګ  چې انسان  له زانګو تر قبر پورې  په پړاؤ کې  خلاصه کوي، په الهي نړۍ لید کې له پرمختګ  سره  چې انسان یو تل پاتې موجود ګڼي ، ډير فرق لري .په  الهی نړۍ لید کې،انسان له روح اوداسې تل پاتې ژونده برخمن دی،چې دهغه د دلیدتوګې،عقیدې،مهربانۍ او د نفساني ګروهنو ژرف او هم د هغه د  درستو اعمالو او چلند زیږنځای دی . له دې امله  ده چې  په الهي نړۍ لید کې د پرمختګ اساس،د انسانانو هوساینه او تقوا ده چې  د نفس د تهذیب په سیوري کې برابریږي .پر دې اساس د ایران په اسلامی انقلاب کې پرمختګ چې بنیاد  ئې الهي نړۍ لید او قرآني تفکر جوړوي،په هغو فکري،اعتقادي او عملی اړخونو کې د پرمختګ په اساس دی چې د دیني تعلیماتو په  چوکاټ کې  ورغلی دي . په داسې حال کې چې د لویدیځ له نظره پرمختګ، مادي پرمختګ دی،یعني داسې پرمختګ چې لویدیځ  پسې دی،د قدرت،شتمنۍ او ګټې زیاتول دي . په داسې بڼه کې  کله پرمختګ مادي شي ، نو  اخلاق او معنویّت قرباني کیږي . 

           پر دې اساس،د اسلامی ایران  پرمختګ دبیلګې بنیاد،د  اسلام نړۍ لید جوړوي  چې  پر قرآن کریم او اهل بیت علیهم السلام  تکیه لري او موخه ئې د انسانیت لوړتیا،لورنیونه،د انساني کمالاتو ترلاسه کول،او د اسلام مقررات او احکام دي .یو داسې پرمختګ چې د اسلام او داسلامی تفکر په اساس معنا کیږي،یوازې د مسلمانانو لپاره  ګټه ور نه وي،بلکې د درست بشریّت  لپاره کارول کیږي .

   دهغه څه په  اساس ،چې  دعدالت او پرمختګ په باب بیان شوي ، په دې باب د اسلامی انقلاب معظم لارښود روښانه وینا،د عدالت او پرمختګ  له یوه بل سره اړوندوالی په بشپړ ډول روښانه کولی شي،چې فرمائي؛ مونږ د دنیا د ځینو نظامونو او هیوادونو په څير یوازې په پرمختګ پسې نه یوو،مونږ پرمختګ  له عدالت سره یو ځاي غواړو. ډير هیوادونه شته چې  له علمي پلوه ئې پرمختګ کړ ی دی،مثلا،د هغو د سړي سر عاید ډير هم زیات دی،خو مهمه موضوع داده چې دیوه کس دغه عاید  په یوه ملت کې څرنګه ویشل کیږي . دا هغه ټکی دی،چې غیر الهي او استکباري  نظامونه ورته  پام نه کوي ، خو مونږ  ورته بې پامه نشو پاتیکیدلی .مونږ  غواړو د پرمختګ  ترڅنګ،  هیواد په عدالت او  انصاف سره اداره شي،یعني نه  له پرمختګ پرته عدالت او نه هم  له عدالت پرته عدالت غواړو .

Image Caption

 

************************

 دوستانو د سباؤن لسیزې د ننني مطلب وخت هم همدلته پاي ته رسیږي،له دې  مخکې چې له تاسو اجازت وغواړو ،باید ووایو چې  د تهران ریډیو دخپرونې انټرنیټي سایت ایدریس  Parstoday.com/ps  هم درسره ولیکئ  او له خپلو ملګرو سره ئې هم شریک کړئ ، دلته   د سیمې او نړۍ تازه خبرونه ، تبصرې ،راپورونه،مرکې  او همداراز  ډیری دیني ،کلتوري، ټولنیز ، اقتصادي، روغتیائي ، سپورټي او نور بیلابیل مطلبونه  لیدلی او آوریدلئ شئ  او د ستاسو په غږونو ،پيغامونو او بریښنا لیکونو دستاسو خپل  هرکله راشه پروګرام هم  آوریدلی  او لیدلی شئ .نو  تر بل مطلب پورې درته نیکمرغه ژوند غواړ.  

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

کمنټونه