Feb 13, 2020 15:01 Asia/Kabul
  • د اسلامی شورا د یولسم پړاو انتخابات

خو اسلامی شورا داسې قوانین نشی جوړولې چی د هیوادد رسمی مذهب له احکامو ، اصولو یا اساسی قانون سره تضاد ولرلې شی

په اسلامی ایران کې د هیواد چارې باید د عمومی رایو په تکیې اداره شي . د اساسی قانون د ۶۲ اصل په اساس د ملت له استازیو د  ایران اسلامی شورا چی نیغ په نیغه او په پټو رایو سره انتخاب کیږی ، جوړیږی .

د اساسی ۶۳ اصل هم جوتوی ، د اسلامی شورا د استازیتوب پړاو هم څلور کاله دې او د هر پړاو انتخابات هم د تیرپړاو له ختمیدا مخکې ترسره شي ، په دې ډول چی هیواد په هیڅ وخت کې له پارلیمان پرته نه وي . اسلامی شورا په عمومی مسایلو کی د اساسی قانون په چوکاټ کې په ټاکل شوی حدکې قانون جوړولې شي .

خو اسلامی شورا داسې قوانین نشی جوړولې چی د هیوادد رسمی مذهب له احکامو ، اصولو یا اساسی قانون سره تضاد ولرلې شی . د دغې چارې تشخیص په هغه ترتیب سره چی ئپه ۹۶ اصل کې راغلی دې ، د ساتندویه شورا په غاړه دې . نو ځکه اسلامی شورا د ساتندویه شورا له وجود پرته قانونی باور نلری مګر د استازیو د باور لیک د تصویبیدا او  د ساتندویه شورا د شپږ حقوق پوهانو د غړیو انتخاب .

««««««««««««««««««««««««««

د اساسی قانون د ۹۱ مادې په اساس له اسلامی احکاماتو او اساسی قانون د ساتلو په خاطر په دولسو غړیو سره د ساتندویه شورا په نوم یوه شورا جوړیږی . د دغه اورګان د شپږو غړیو انتخاب چی عادل او د وخت او مسلو له غوښتنو خبر دي ، د رهبرۍ د ستر مقام په غاړه دي ، د ساتندویه شورا شپږ نور غړی هم حقوق پوهان او په بیلا بیلو حقوقو څانګو کې د نظر خاوندان دي . دغه غړی له مسلمانو حقوق پوهانو چی د قضاییه قوې د مشر په وسیله اسلامی شورا ته معرفی کیږی ، د پارلیمان د رایو په اساس غوره کیږی . د ساتندویه شورا غړی د شپږو کلونو لپاره غوره کیږی .

د اساسی قانون ۹۴ اصل ټینګار کوی د اسلامی شورا درستې مسودې باید ساتندویه شورا ته ولیږل شي .  له اسلامی احکامو سره د اسلامی شورا د مسودو د نه تضاد تشخیص د ساتندویه شورا د فقیهانو له اکثریت او له اساسی قانون سره د هغو غیر تضاد والې د ساتندویه شورا د درستو غړیو د اکثریت په اساس دی .

«««««««««««««««««««««««««««««

د ایران اسلامی شورا د هیواد په درستو چارو کی د تحقیقی او تفحص حق لري .

عهد لیکونه ، تړونونه ، نړیوالې موافقې ، باید په اسلامی شورا کې تصویب شي . هر استازې د ټول ملت په وړاندې مسول دې او حق لری د هیواد په ټولو داخلی او بهرنی مسلو کې خپل نظر څرګند کړی . له دې امله داسلامی شورا استازی د خپل استازیتوب د دندو په ترسره کولو او نظر څرګندولو کی بشپړه ازاده دی  او هغو د خپلو نظریاتو په سبب چی په پارلیمان کې یې وړاندی  کړی  او یا هغه راې چی د خپل استازیتوب د دندو د ترسره کولو په ځای کی یې وړاندې کړی دي ، تعقیب یا نیول کیدلې نشی .

د پارلیمان یو بل اختیار د وزیرانو د صلاحیت جاج او د تایید په بڼه کې هغو ته د رای ورکول دي .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

د اساسی قانون په ۸۸ اصل کې راغلی دي ، په هر هغه مورد کی چی لږ تر لږه د ټول پارلیمان څلورمه برخه له ولسمشر او یا د هر وزیر د هغو د یوې دندې په اړه پوښتنه وکړی ، ولسمشر یا وزیر ژمن دې چی په پارلیمان کې حاضر شی او پوښتنو ته ځواب ووایی .

همداراز د ۸۹ اصل په اساس د  اسلامی شورا استازی کولې شی په هغه مورد کی چی ضروری بولی کابینه یا هر یو وزیر چی غواړی  استیضاح کړی ، مواخذه په پارلیمان کې  هغه وخت  د مطرح کیدا وړ ده چی د پارلیمان د لږ تر لږه لسو استازیو په لاسلیک شره پارلیمان ته وړاندې شي .

د حکومت کابینه یا د مواخذې وړ وزیر باید د طرحې له مطرح کیدا وروسته ، په لسو ورځو کې په پارلیمان کی حاضر شي او ورته ځواب ووایی او له پارلیمان د باور رایه وغواړی . د کابینې یا وزیر د نه حاضریدا په بڼهکې نوموړی استازي د مواخذې په اړه خپل سپیناوی وړاندی کوی  او که پارلیمان ضروری وبولی نو د باور راې نه ورکولو فیصله کولې شی . که پارلیمان د باور رایه ورنکړه نو کابینه یا کوم وزیر چی مواخذه شوی وی ، څنګته کیږی .

««««««««««««««««««««««««««««««

که د اسلامی شورا دریمه برخه استازي ولسمشر د مدیریت د دندو په اجرا کې مواخذه کړي ، نو ولسمشر باید په پارلیمان کی یوه میاشت وروسته حاضر شي  او مطرح شویو مسلو په اړه سپیناوی وکړی . او که د مخالفو او موافقو استازیو او ولسمشر  له خبرو وروسته د درستو استازیو دوهمه برخه استازی د ولسمشر بی کفایتۍ ته رایه ورکړی نو د ۱۱۰ اصل د لسمې مادې په اساس دا خبره د رهبرۍ ستر مقام ته وړاندی کیږی .

د اساسی قانون ۹۰ اصل همداراز د خلکو په وړاندې د پارلیمان د ځواب لپاره تمهیدات په نظر کې نیولي دي او جوتوی چی هر څوک چی د پارلیمان ، اجراییه قوې یا قضاییه قوې  شکایت ولرلې شی نو خپل شکایت په کتبی ډول اسلامی شورا ته وړاندی کولې شی او پارلیمان ژمن دې چی په دغه شکایت غور وکړی او کافی ځواب ورکړی او که شکایت مجریه یا قضاییه قوې پورې اړوندیږی ، له هغو د غور اوکافی ځواب غوښتنه کیږی او په متناسب وخت کې نتیجه اعلانیږی  او که د اسې مورد چی په عمومو پورې ارتباط ولرلې شی ، عمومی اطلاع ورکول کیږی .

پاې

 

 

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه