Sep 20, 2020 13:37 Asia/Kabul
  • د سپېځلې دفاع  ارزښتونه - ۱

د اوړي د موسم په وروستيو ورځو کښې شتون لروو. چې دغه ورځې د سپېځلې دفاع د اونۍ د نمانځنې له ورځو سره په يو وخت دي. د ۱۳۵۹ هجري نمريز کال په دغو ورځو کښې د عراق بعثي رژيم د نړۍ د سترو قوتونو په ملاتړ او اډاڼې سرهد ايران په خاوره حمله وکړه او د اسلامي انقلاب په خلاف يې جنګ شروع کړ.

د ايران خلقو چې په ايران باندې د استبدادي رژيم له کلونو کلونو واکمنۍ وروسته وکړې شول خپلواکي او آزادي ترلاسه کړي کله چې ورباندې ترغاښونو سنبال تيري ګرو يرغل وکړ نو له خپل وطنه د دفاع لپاره يې په خپلو کښې سره د يووالي او اتحاد لاسونه ورکړل. دغه يووالے او اتحاد  د دې سبب شو چې د يران خلق د يو لاس په شان تر اتو کلونو پورې د تيريګرو په وړاندې ټينګ اودريږي او هغوي سرټيټي له خپلې خاورې وشړي. له لوړو ژورو ډکو دغو کلونو کښې ايراني جنګياليو يو لړ سترې حماسې وپنځولې او د ايران ټوله خاوره د ايراني سړيو او ښځو د قربانيو، له سره تېرېدلو او حماسه جوړونې کتونکې وه. اوس تېرو وختونو ته په کتو سره وينو چې د ايران په خلاف د عراق د تپل شوي جنګ له شروع کېدو څخه د څلوېښتو کلونو وروسته هغه کهول چې د سپېځلې دفاع له جنګياليو او مجاهدينو څخه رامنځته شوے دے، د اتلوليو او ارزښتونو پنځونکے دے چې په هغه حساس او برخليک ټاکونکي دوران کښې وځلېدل او همدغو ارزښتونو زمونږ دفاع او مقاومت ته سپېځلتيا اوبخښله.

دفاع يوه ارزښتمنه او سپېځلې اصطلاح ده. ځينې وختونهه ملتونه د د خپلې خپلواکۍ، زمکنۍ بشپړتيا او لوړو آئيډيالونو د ساتنې لپاره دفاع او مقاومت ته راپاڅيږي. لکه د تاريخ په اوږدو کښې زياترو ملتونو د تيريګرو د حملې په وخت مجبوراً وسلې ته لاس کړے او له خپل ځان او خپل وطن څخه يې دفاع کړې ده. دا ډول جنګونه نه يوازې محکوم او غندل شوي دي بلکه د ملتونو د افتخار او ياړونو سبب ګرځېدلی دي. د صدام رژيم او د هغه د ملاتړو د فوځونو د تيري په وړاندې د ايران د مسلمانو خلقو اته کلن مقاومت له همدغو جنګ څخه دے چې د يران په لرغوني تاريخ کښې يو ځلانده ټکے ګڼل کيږي او په همدې وجه يې د سپېځلې دفاع نوم حاصل کړ.

اسلام د هر ډول ظلم او ستم په مقابل کښې د ملتونو دفاع د هغوي  روا حقوق بولي او تشويق کوي يې. ځکه چې اسلام انصاف پاله او ظلم مخالفه دين دے. د اسلام له نظره د نورو په حقوقو تېرے يو ستر ظلم دے او په همدې وجه څوک چې په خپلو حقوقو د تيري په وړاندې اودريږي او مقاومت وکړي مجاهد دے چې د خداے په لار کښې او د خپل هېواد د زمکنۍ بشپړتيا په د ساتنې لپاره يې جهاد کړے دے. خداے پاک د جهاد د اهميت په باب د سورۀ بقرې په ۱۹۰ آيت کښې مسلمانانو ته په خطاب سره فرمائي:«وَقَاتِلُواْ فِی سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَکُمْ وَلاَ تَعْتَدُواْ إِنَّ اللّهَ لاَيُحِبِّ الْمُعْتَدِينَ « او د خداے په لاره کښې له هغو کسانو سره چې له تاسو سره جنګيږي وجنګېږئ، او (د جنګ په وخت له الهي حدودو» تجاوز مه کوئ چې خداے تجاوزکاران نه خوښوي.»

د خداے  د لارې مجاهدين د خداے په نزد يو لوړ مقاملري او په مسلمانانود هغوي قدر اوعزت لازم دے. دغه قدرونه د جهاد د ارزښت په وجه ده چې د اسلام څوکه او اوج نومولے شوے دے او مجاهدين هم د الهي اولياو په قطار کښې ګڼل شوي دي.

امام علي (ع) يې په وصف کښې فرمائي: «جهاد د جنت له ورونو څخه يو ور دے چې خداے پاک د خپلو خاصو اولياو لپاره پرانېستےدے.‎» خداے پاک د سورۀ نساء په ۹۵ مبارک آيت کښې فرمائي: « هيڅکله هغه ايمانداره کسان چې بې له څه بيمارۍ او ناراحتۍ يې له جهاده ډډه کړې وي له هغو مجاهدينو سره چې د خداے په لار کښې يې په خپل مال او ځان سره جهاد وکړ يو شان نه دي، خداے هغه هغو مجاهدينو ته چې په خپل مال او ځان سره يې جهاد وکړ، په قاعدينو يعنې جهاد پرېښونکو باندې برتري ورکړې او له دغو دواړو ډلو څخه هرې يوې ته خداے (د هغوي د نېکو اعمالوپه اندازه) اجر ورکړے او مجاهدينو ته يې په قاعدينو يعنې په ځاے ناستو خلقو ته په ستر اجر سره برتري ورکړې ده..»

د ۱۳۵۹ کال د وږي د مياشتې په يو دېرشمه ماسپښين د ايران د هوائي ډګرونو د بمبارولو او د تپل شوي جنګ د شروع کولو خبر د ايران د اکثرو خلقو لپاره ناڅاپه ؤ. د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمي خامنهاي د سپېځلې دفاع وړومبنۍ ورځې داسې روايت کوي: « د جنګ او د جنګ د شروع او د دوران مسائلو په باره کښې ډېرې خبرې شته،خو بايد ووايوو چې د جنګ يوه ډېره هيجان رابرسېره کونکې شېبه د جنګ د شروع کېدو هغه شېبه او په لا صحيح الفاظو سره هغه وخت ؤ چې مونږ د عراق د تيريګريزې حملې خبر شوو، هم هغه ډول چې د ايران ټول ملت ته ياد دي چې جنګ د 1359 کال د وږي د مياشتې په يودېرشمه نېټه له له ماسپښينه وروسته رامنځته شو او په دغه ورځ ما له مهر آباد هوائي ډګر سره نزدې په يوې کارخانه کښې وېنا لرله او دې ته په انتظار کښې وم چې د وېنا کولو وخت راورسيږي. ناڅاپه مې له کړکيو او ورونو څخه يو عجيبه غږ واورېد چې د سختې چاودنې غږ ؤ. پاسداران وروڼه چې له ما سره وو بې له څه ځنډه بهر ووتل او خبر يې راوړۀ چې څو ښکاري الوتکې يې په آسمان کښې اوليدلې چې په مهرآباد هوائي ډګر او نورو ځايونو باندې يې بمونه غورزولي دي. په طبيعي توګه ضروري وه چې زۀ خپله وېنا چې د کارګرانو د روحيې د مضبوطيه سبب کېده ترسره کړم. له وېنا کولو وروسته په چټکتيا سره ګډې درستيزوالۍ ته لاړم او د هېواد له نورو چارواکو مو د دغې ناڅاپې پېښې په اړه بحث او څېړنه شروع کړ. زمونږ لپاره جنګ ناڅاپه ؤ، يو ناڅاپه څېز په شروع کښې لږ حېرانونکے وي او د ايران د ملت لپاره چې د ايران او عراق ترمېنځ د جاري پوله ايزو مسائلو ډېر کم خبر وو د داسې يو حالت هيله يې نه لرله او څه سياسي او فوځي شننې يې نه لرلې، زياتره هر څه ناڅاپه وو.»

هغه ورځ صدام د خپل فوځ هېډکوارټر ته راغے چې د عملياتو په کوټه کښې له ايران سره د جنګ د وړومبنۍ ورځ حالات له نزدې وويني، هغه ورځ چې يې «يوم الرعد»؛ يعنې د آسماني برېښنا ورځ نومولې وه. په دغه ورخ صدام په دسې حال کښې چې په سر يې سور رومال اچولے ؤ او د کارتوسونو ګرتڼۍ يې په ملا تړلې وه د عملياتو اصلي کوټې ته داخل شو. د عراق د دفاع وزير عدنان خېرا... ورته وويل، زما سرداره! زمونږ ځوانانو شل دقيقې مخکښې الوت شروع کړے دے.» صدام ورته په ځواب کښې وويل: «نيمه ګېنټه پس به د ايران ملا ماته شي.» د ايران په خلاف د لنډې مودې جنګ لپاره د صدام اټکل له يو وهم نه زيات څه نه وو. هغه جنګ چې هغه شروع کړ دوه زره اته شوه اوه اتيا ورځې او د يو زر دوه سوه کيلوميټره اوږد محاذ کښې او د دواړو هېوادوو په پولو کشې په اتيا کېلوميټره ژورتيا کښې يې دوام پېدا کړ او له هم هغه وخت څخه وو چې د نړۍ خلق په ناباورانه توګه د هېواد د هغو ځوانانو د عظيمو جپو کتونکي وو چې له خپل هېواد او تنکي انقلاب څخه د دفاع لپاره يې حماس وپنځولې.

د سپېځلې دفاع اته کلونه د يو داسې ملت د پائېدارۍ، مېړانې او سرښيندې تل پاتے روايت  دے چې له خبل مکتب، اسلامي انقلاب او اسلامي هېواد څخه د دفاع په لار کښې د قربانيو او شهادتونو له لوړ څوکو څخه تېر شول او دښمن يې خپلو هدفونو ته په رسېدو کښې ناکامه کړ.

 په ايران باندې اته کلن تپل شوے جنګ د ولسي حرکت او يووالي څپه له ځان سره ولرله چې د آزاد ژوند کولو لپاره يې زيات قيمت ادا کړے ؤ او په دغه ډګر کښې يې په خپل ايمان سره خپلو مبارزو ته داسې معنوي اړخ ورکړ چې د جنګ د بې شمېره رنځونو له زړۀ څخه د شرافت، ايمان، عشق، مېړانې، تدبير، ايثار او قربانۍ په شان ارزښتونه وځلېدل.

 د هېواد جنوبي او لويديځې پولې که څه هم  تر ډېره وخته پورې د د دې وطن د ډېرو پاکو فرزندانو د قربانۍ په ځاے بدلې شوې خو د هغوي ايمان او د لوړ روح قوت دغه خاوره په يو داسې سپېځلي ځاے بدله کړه چې تر ننه يې د شتون سيورې دلته څپانده دے او خاوره يې د خپل وجود له خوشبويو ډکه کړې ده.

-----------

 

ټیګونه