Nov 21, 2020 15:18 Asia/Kabul
  • د فرانسې ځوانانوته د اسلامی انقلاب د معظم لارښود روښانونکی پيغام

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو  په دې شیبو کې د فرانسې  ځوانانو ته د  حضرت آیت  ا... خامنه اي  د روښانونکي پيغام  د  ځانګړنو په اړه دلړۍ  له دریم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ،  هیله ده نننۍ مطلب هم ستاسو د استفادې وړ وګرځي .

   خوږو دوستانو لکه څنګه چې پوهیږئ  لویدیځ تل هڅه کوي ،اسلام  د بیان د آزازۍ  مخالف وبریښوي او نړۍ ته دا وښئ چې اسلام د بیان او لیدتوګې له آزادۍ سره سخت په تضاد کې دی .حال دا چې  اسلام داسې دین دی چط بیان  د نورو عقایدو ته د احترام په چوکاټ کې  مني او انسان  ژوند ته د فکر اولیدتوګې په ټاکلو کې  مختار او  واکدار ګڼي . د فرانسې  ځوانانو ته د اسلامی انقلاب د معظم لارښود او د مسلمانانو د ولی امر  په پیغام پسې  په دغه ننني مطلب کې د بیان د آزادۍ  په نسبت د اسلام د دریځ روښانه کونکی تحلیل ستاسو خدمت ته وړاندې کوو او په دې باب له  قرآني آیتونو هم استفاده کوو .

د هر یوه انسان بیان،دهغه د شخصّیتاو فکري هویّت ښودنه کوي او دهغه د احساساتو ،عواطفو،ارزښتونو او افکارو دمطرح کولو لپاره یوه وسیله ده.د بیان آزادي د انسان او اجتماع لپاره ډيرې ګټې لري . لکه څنګه چې ددغې آزادۍ سلبیدا د انساني علومو او افکارو دځوړتیا لامل دی او د د ټولنې او خلکو د بشپړ تیا حرکت به ګډوډ کړی .له دغه الهي نعمته د انسان محرومول  یا منع کول،دهغه د انساني حق  په تر ټولو فطري او طبیعي حق تر ټولو ستر تیری دی،خو د انسان باطني پیامبرچې دهغه عقل دی،تل هغه ته ورښئ چې دغه آزادي څه حد او حدودهم لرياو داسې نه ده چېهرڅوک،هر یونظر او لیدتوګه ،که څه هم  د نورو د لیدتوګې د بې احترامۍ لامل کیږي،په آزادۍ سره نندارې ته وړاندې کړي .

Image Caption

 

     د فرانسې  ځوانانو ته د اسلامی انقلاب د حکیم رهبر او د مسلمانانو د ولی امر پیغام، هم په همدې مطلب د ټينګار لپاره دی ، چې دوی فرمائي؛آیا د بیان د آزادۍ مطلب بد رد وئيل او سپکاوی دی،هغه هم د مقدسو او ځلانده څيرو.؟ آیا دا احمقانه کار د هغه ملت د شعور سپکاوی نه دی چې هغه (آمانوئل ماکرون )ئې  دخپل مشر په توګه ټاکلی دی . ؟

Image Caption

 

 په حقیقت کې  د فرانسې ځوانانو ته د داسلامی انقلاب د معظم لارښود پيغام او دې ته  دهغوي وربلل چې له خپل ولسمشره وپوښتي چې ولې د بیان آزادي مقدسو شخصیّتونو ته د سپکاوي په چوکاټ کې تعریف کوي ، دې مموضوع ته د دوي متوجه کول دي چې دغه  کار د هیواد دهغو خلکو د شعور سپکاوی دی  او هر عاقل انسان پوهیږي د بیان د آزادۍ په جامو کې د یوې انساني ټولنې  عقایدو او سپيڅلتیاؤ ته سپکاوی د منلو وړ نه دی !په رښتیا او بې شکه د هر روغ عقل لرونکی او عقل سلیم دا مشخص کوي،چې د لیدتوګې او نظر په آزادۍ سره بیان ، د نورو  نظرونو اوعقیدو ته  دسپکاوي په چوکاټ کې ځاي نه لري ، او دا چاره  په حقیقت کې د بیان آزادۍ نه ،بلکې د عقل محدودول یا د عقل  تجدیدول  حسابیږي .

لویدیځ تلهڅه کوي،اسلام د بیان د آزادۍ  مخالف وبریښوي  او نړۍ ته وښئ چې اسلام د بیان او لیدتوګې له آزادۍ سره ډير په تضاد کې دی،حال دا چې اسلام هغه دین دی چې بیان د نورو عقایدو ته د احترام په چوکاټ کې مني او انسان ژوند ته د لیدتوګې او تفکر په ټاکلو کې خپل اختیاره ګڼي .په دې اړه د سوچه محمدي اسلام په رڼا کې په قرآن کریم کې په ډيرو آیتونو کې په دې ټکي ټينګار شوی دی او دائې ښودلې ده چې  اسلام هیڅکله هم د بیان د آزادۍ مخالف نه دی البته ډيری چارې ځينی حد او حدود هم لري چې باید په هماغه چوکاټ کې ورباندې  عمل وشي .

                  خوږو دوستانو په قرآن کریم کې ډير آیتونه شته دي چې  هر یو  د بیان د آزادۍ  روښانه مثالونه  شمیرل کیږي  او په هغو کې په تدّبر سره  ددغه حق په باب داسلام  لیدتوګه ترلاسه کیدلی شي . د قرآن کریم د بَلَد سورې  په اتم او نهم آیتونو کې  خداوندکریم  د سترګو ،ژبې او شونډو پنځیدو ته اشاره  کړې ده  چې  هر یو غړی خپله دنده ترسره کوي ، البته د بدن دغه غړي،د انسان او حیوان ترمینځ مشترک دي،بې شکه ژبه او شونډې دخبرو کولو لازمه دي،خو په بیان له پوهیدا پرته،دغه غړي د حیواناتو له شونډو او ژبې سره هیڅ فرق نه لری.پر دې اساس هغه شی چې انسان  له نورو حیواناتو ممتاز او برلاسه کوي ،  هغه بیان دی چې  خداوندمتعال ئې هغه ته تعلیم ورکړی او ورزده کړی ئې دی . د قرآن کریم د آیتونو په اساس خدای تعالی ؛ بیان؛ یو نعمت  ګڼي  چې  د انسان له پنځولو سملاسي وروسته ئې هغه ته ورزده کړی دی . لکه څنګه چې د الّرحمن سورې په دریم او څلورم آیتونو کې راغلي دي ، خَلَقَ الاِنسانَ؛ عَلَمَه البَیانَ،  انسان  وپنځوه،هغه ته ئې بیان  ورزده کړ؛.

 قرآن کریم ،یعنی د اسلام د  پاک دین لارښونکی او آسماني کتاب ، نه یوازې د بیان آزادي نه ردوي ،بلکې دا د انسان یو مسلم حق ګڼي .اسلام د بیان د آزادۍ ته ډیر زیات اهمیّت ورکوي،دا په رسمیّت پيژني  او  دا ،د انسان دمعنوي او مادي ودې اولوړتیا او د لیدتوګې دغوړیدا لپاره دیوه آوزار په توګه یادوي .د بیان آزادي  معنوی کمالاتو ،غوړیدا او  انساني حیات  ته د رسیدا لامل  ده او په جهالت  کې د ډوبیدو مخنیوی کوي .

داپه داسې حال کې دي چې  د لویدیځي او ختیځي هیوادونو  بې دینه متفکران، دینونه  د انسان  د پيزواني کولو او محدودولو  لپاره  یوه وسیله او د  انسانانو د آزادۍ د سلبونکی په توګه  یادوي .د بیان آزادي   انساني حیات ، غوړیدا او معنوي کمالاتو ته د رسیدا سبب  شوي او د جهالت په ژورتیا کې د ډوبیدو  مخنیوي کوی .

                    داپه داسې حال کې دي چې د لویديځي او ختیځيهیوادونو ځيني بې دینه متفکران دینونه ، د انسانانو د آزادۍ سلبونکي او د انسان د کنټرولو او محدودولو لپاره  یوه وسیله  معرفي کوي . په الهي غوټه پرانیستونکو ایتونو کې په لږ شان غور او فکر سره پوهیږو چې د آزادۍ لومړني پیغام راوړونکي هغه رسولان دي،چې  د قرآن کریم په ګواهۍ سره ،  ئې پخپلو راتلو سره  هغه زنځیرونه او سختیانې ې   انسان ورسره لاس او ګریوان ؤ ، لیرې کړي دي . لکه څنګه  دقرآن کریم د اعراف سورې   د  ۱۵۷  آیت په یوې برخې کې  خداي تعالی فرمائي ؛........

وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلَالَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ

... او  هغه سختیانې او زنځیرونه چې  انسان ورسره  لاس او ګریوان  دی ، لیرې کوي ::::  حضرت امام علی علیه السلام  هم په ډې باب فرمائي ؛ لا تَکُن عَبد غَیرَک وَقَد جَعَلَکَ اللهُ حرا:::::   د بل مریۀ یا غلام مه جوړیږه ، ځکه  چې خداوندمتعال ته آزاد پیدا کړی ئې . ::::  بې شکه  د بیان او لیدتوګې آزادي د انسان لپاره  د بدن او ژوند یا روح له آزادۍ زیاته مهمه ده ، ځکه چې  ممکنه ده روح او بدن  زنداني کیدلی شي ، خو  هغه کرامت چې خداي تعالی  انسان ته ډالۍ کړی  په زنځیر کې وتړل یا محدود شي .

 خداوندمتعال  دقرآن کریم د  ال عمران سورې په ۶۴آیت کې فرمائي ؛

Image Caption

 

 قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَى كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلَّا نَعْبُدَ إِلَّا اللَّهَ وَلَا نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلَا يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ ﴿۶۴﴾

؛ ووایه ائ  اهل کتابو ! راشئ د هغې کلمې په لورچې د مونږ او تاسو ترمینځ یکسان دی چې له خداي پرته د بل چا عبادت ونه کړو او  ورسره شرک ونه کړو او هیڅ یو د خدای له اِذن پرته سرپرست ونه ګڼو . ::::

 په دغه آیت کې خداي تعالی غیرمسلمانانو (اهل کتاب ته) بلنه وکرړې څو له مسلمانانو سره یو ځای خپل تفکرات بیان کړي او  په ګټو ټکو (لکه ، توحید او د خداي وحدانیّت چې ابراهیمي دینونونه پرې اعتقاد لري)ترلاسه  کړي . په حقیقت کې قرآن مجید  هڅه کوي ،یوه آزاده  او له تاؤتریخوالی پرته داسې فضا رامینځةکړي  چې  هر یو اهل کتاب ، پکې په آزادۍ سره خپل نظر څرګند کړي او خپل عقیدې له مسلمانانو سره شریکې کړي  او حقیقت پال ذهن ،  سم نظرونه خوښ کړي .

     خداوندمتعال،هغه کسان چې د ډيرو نظرونو له آوریدو وروسته فکر کوي  او تر ټولو ښه او غوره خوښوي،:اُولُوالالباب:،یعنی د پوهې لرونکي بولي او د زمر سورې په ۱۷ او ۱۸ آیتونو کې هم فرمائي ؛...  فَبَشِّرْ عِبَادِ ﴿۱۷﴾الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ أُولَئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ وَأُولَئِكَ هُمْ أُولُو الْأَلْبَابِ ﴿۱۸﴾  

؛ نو زما بندګانو ته ځيری وکړه، دوي چېخبرې آوري،نو تر ټولو د ښه پیروي کوي،دوي خداي هدایت کړي دي او دعقل خاوندان دي::: 

 ددغه آیت په ارزونې سره پوهیږو،چې خداوندمتعال تر ټولو ښه کسان هغه څوک بللي چې غوږ ږدي او ترټولوغوره قول ټاکي او ورباندې عمل کوي،نو معلومه ده،قران کریم د بیان آزادي د انسان یو مسلم حق ګڼي ،ځکه چې  د  تر ټولو ښه قول د ټاکنې لازمه ،  په ټولنې کې د بیلابیلو نظرونو او بیانونو وجود دی .

 اسلام تل  خپل پيروکار دې مهم ته متوجه کړي  چې  پخپلو مناظرو او علمي مخامخیدنې کې ښه او غوره مجادله په وړاندې ولري څو حقایق په ښه توګه پر ټولو ښکاره او روښانه شي.خداوندعلیم هم  دنحل سورې په ۱۲۵آیت کې  فرمائي ؛ ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ ﴿۱۲۵﴾

په حکمت او ښه نصیحت سره،د تا د پروردګار په لارې ورته بلنه ورکړه ،او له هغوی سره په هغې رودې چې لاښه ده،استدلال او مناظره وکړه ::::  

  همداراز د عنکبوت سورې  په ۴۶آيت کې هم راغلي دي ، وَلَا تُجَادِلُوا أَهْلَ الْكِتَابِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ...........؛له اهل کتاب سره ، له هغې رودې پرته چې  له ټولو لا ښه ده ، مجادله ونه کړي :::: بې شکه دغه  هڅونه  له دې امله ده چې د اسلام شریَعت  مقابل لوري ته د مخالف نظر اوعقیدې  د څرګندولو فرصت ورکوياو هغه  ئې د خپل نظر او لیدتوګې په وړاندې کولو کې آزاد پریښودلی دی .

د ؛اَ حسَن ؛ تعبیر هغه جامع تعبیر دی ،چې د مباحثې او مناظرې درستې سمې او مناسبې رودې،هغه که په لفظ کې وي او که په محتوا کې  او که د وئيلو په انداز او نورو حرکتونو کې وي ،پکې راځي .مهم ټکی دا دی چې د ؛ جدال احسن ؛له مصداقه ،چې په ډیرو  آیتونو  کې ئې سپارښتنه شوې ده،د مقابل لوري د هر ډول  ارزښتونو د خرابولو اوسپکاویو  منع کول دي چې له بده مرغه د فرانسې حکومت،ددغه اخلاقي  اصل یو بشپړ خلاف ورزی کونکی دی .

                دوستانو  د فرانسې دحکومت سپک اوغلیمانه دریځ نه یوازې د مسلمانانو او د اسلامی عالمانو دټولنې  زړونه دردولي دي،بلکې دنورو دینونو د رهبرانو اعتراضونه ئې هم راپورته کړي دي .

په ایران کې د  کلیميانو د ټولنې دیني رهبر ستر پادري  یونس حمامي  د فرانسې د ولسمشر آمانوئل ماکرون په چلند باندې په اعتراض کې  وئیلي دي ، دغه سپکاوي اوبې ا حترامي بې منطقه او د کمزوري شخصیّت نښه ده . دغه روده چې  دوي  غوره کړې ده،د بیان آزادي نه ،بلکې د انسانیّت  دحرمت بې احترامي او سپکاوی دی . له همدې امله  د فرانسې د ولسمشر حرکت د مونږ له  نظره یو سپک او ناخوښ  عمل دی .

د ایران د آشوریانو دختیځي کلیسا ستر پادري  مارنرسابنیامین  هم د اسلام د ګران پیغمبر په شان کې د فرانسې دحکومت د بې حرمتۍ په مقابل کې  وئیلي دي ،آیا د دآزادۍ نتیجه دغه شان  چلندونه دي یا د آزادۍ له مفهومه  د ناسمې استفادې اعمالول دي ، ؟

Image Caption

 

 باید ووئیل شي بشپړ آزادي،یوازې د خداي لره ده او نسبي آزادي  د خلکو لپاره .هر انسان دنده لري ،د خپل ګاونډي احترام  وکړي .که  آزادي د بل چا د خرابولو لپاره وي ،نو  سمه نه ده .::::  هغه همداراز دی وه ظاهري پادري په وسیله په ۱۳۸۹لمریزکال کې  د قرآن کریم  سپکې پيښې ته  هم اشاره کړې او وئيلي ئې دي ، ممکنه ده  یو کتاب وسوزول شي،خو دخلکو ایمان نشي سوزول کیدلی او ورته هیڅ تاوان نشي رسول کیدلی ،د انجیل  په اساس، له نورو سره باید په هماغه ډول چلند وشي،چې غواړو له مونږ سره چلند وشي.حضرت مسیح  خرابول نه،پلکې احترام کول غواړي . ::: 

که څه هم د فرانسې ولسمشر آمانوئیل ماکرون،د حضرت امام علی علیه السلام  دغو خبرو ته  هیڅ پام  نه دی کړی چې کابو څوارلس پیړۍ مخکې ئې فرمائيلي دي،؛هغه څه  چې د ځان لپاره ئې خوښوئ،د نورو لپاره ئې هم خوښ کړئ . او هغه څه د ځان لپاره ئې نه خوښوئ ، دنورو لپاره ئې  هم مه خوخوښوئ::  خو ممکنه  ده  له هغه سره د اتلسمې او نولسمې پيړیو  دفیلسوف آمانوئيل  کانټ  پشول  د نړۍ له آئيډیا خبرې وکړئ شي،چې د یوې طلائي قاعدې په عنوان سره ئې بیان کړې ده ؛ داسې  چلند وکړه چې  وغواړې  دیوه کلي قانون په توګه ، ټول د هغه په شان چلند وکړي .

 بې شکه د فرانسې په شمول لویدیځي چارواکي،نه یوازې خپل هیواد ته هیڅ ډول سپکاوی نه زغمي،بلکې  دهولوکاسټ په اړه او دغه راز د صهیونیسټي رژيم دسرو کرښو په باب د هیڅ ډول علمي بحث او مباحثې  او دڅيړنو اجازت هم نه ورکوي !!! د فرانسې ولسمشر د خپل ولس شعور او عقل دومره ترپوښتنې لاندې وروستی دی،چې انساني او اخلاقي اصولو ته سپکاوي کوي او نه یوازې د خپلو ښاریزو دینی ارزښتونو ته ،بلکې د مځکې پر مخ  دنورو انسانانو د دیني ارزښتونو هم سپکاوي کوي،چې دا بریښوي دی پخپله یو سپک او بې منطقه او بې ارزښته سړی دی .  

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه