Jan 21, 2021 16:17 Asia/Kabul
  • د اسلامی انقلاب دوهم ګام دتولید لورنیونه اوماډرن ټيکنالوجۍ

د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والوپه دې شیبو کې د ځلانده یون نومې لړۍد اسلامی انقلاب د دوهم ګام د مطلبونو په دوام کې له ماډرن ټیکنالوجیو سره د تولید د لور نیونې او د اقتصاد تل پاتې اندایزې د ز یاتیدا په اړه له شپږ م مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو .هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي .

خوږو دوستانو د ۱۳۹۹لمریز کال د اسلامی انقلاب د معظم لارښود له خوا دتولید د غورځنګ کال  نومول شوی دی . ددغې نومونې موخه  د مقاومتي اقتصاد په لړ کې د  یوه هدفمن سیاست په چوکاټ کې دتولید د بهیر چټک کول دي .

  دغه  مهم اقتصادي حرکت که څه هم د  کرونا له خوریدا سره او پر اقتصادي  فعالیتونوباندې ئې اغیزې له ډيرو مشکلاتوسره مخامخ شوي،خو توانیدلی دعلمي ډګرونو پشمول  په ډيرو ډګرونو کې خلاقیّتونه اوعلمي وړتیاوې وغوړوي .د مخکینیو مطلبونو  دلړۍ په دوام کې  په علمي ځانګړنو او ګرافونو کې  ددغه غورځنګ او لور نیونې  نتیجې او آثار ارزوو .

 د هغو علمي رده بندیو په زمینې کې د احصایو ګرافونو  ته کتنه چې د رتبه بندۍ  له باؤري سایټ سایمګو  له خوا خپره شوي،ښئ،ایران په هغه  کال کې چې د تولید لورنیونه  نومول شوي ، له علمي نظره،توانیدلی ، خپل علمي مقام  یوه درجه لوړ کړي .

Image Caption

 

د سایمګو په ترټولو  نوي رتبه بندۍ کې  ایران  د یوې درجې په لوړتیا سره  توانیدلی خپل ځایګی د دنیا دعلمي  هیوادونو د ترټولو بَرَه  جدول پنځلمسې رتبې ته ورسوي .

د  ایران اسلامی جمهوریت  په دغه مقام کې ،  ځان ته څه دپاسه ۶۴زره مقابلې بیّلې کړي دي  چې د لومړي ځل لپاره  د ایران په تاریخ کې ئې کتونکي یوو .دغه بریا کله کله د اسلامی انقلاب  په دوهم ګام کې  او  مخ په وده حرکت د دوام لپاره یوه ډاډمنه  او تل پاتې هیله منونکي تکیه ده  .

د د نیا په شلو برلاسه  هیوادونو کې په پنځلسمې روتبې کې راتلل ،د اسلامی انقلاب دد وهم ګام په لاره کې  د ایران  لپآره یو اوڅاره ویاړ دی . ددغې روتبه بندۍ یوه  مهمه برخه، دعلمي مقالو د وړاندې کولو  شمیر دی . په دغې   حوزې کې  د ایرانیانو دعلمي  مقالو د  وړاندې کولو شمیر،  په ترټولو نوي رده بندۍ کې  څلور پنځوس زره  شپږ سوه یو اویا مقالو ته رسیدلی دی چې د ۲۰۱۸ کال په نسبت   دوه درجې وده کړې او له سویډ،برازیل،روسیې ، ډنمارک ،پولینډ او ترکیې څخه لوړه درجه   لري .

 ددغې رتبه بندۍ  په اساس ، ایران د علمي سوئې  او د علمي مقالو د وړاندې کولو له پلوه  د آسیا پنځم برلاسه هیواد دی .

 په نړیواله سویه  دایران له خوا  وړاندې  شوي مقالې،په طبي  حوزې کې دي ، له دې وروسته  دانجنئیرینګ  دحوزې مقالو په ایران کې ترټولو زیاتې علمي مقالې  ځان ته بیّله کړي دي . په ایران کې دعلمي مقالو دریَمه روتبه  د فیزیک او نجومو حوزې ته رسیږي .څلورمه او پنځمه روتبه هم  په ترتبیب سره د موادو او کیمیکل شیانو علم ته بیَله ده .له دې وروسته د بایو کیمیکل،ژنیټيک او  مالیکیولي بیالوجئ،کمپیوټر سائنس ، ریاضیاتو،کیمیکل  او  ایګریکلچر انجئيرینګ او بیالوجیک ساینسي علومو په ۲۰۱۹کال کې ځان ته ترټولو زیاتې علمي مقالې بَیله کړي دي .

په دغه بهیر کې پوهنتونونه  دعلمي قطب په توګه  داسې مشخصې موخې تعقیبوي چې  په هغو کې د هیواد د علمي مقام د لوړولو لپاره د علم او ټيکنالوجۍ دپولو پراختیا ،د ډله ایزو فعالیتونو  دزمینې جوړونې  او  د علمي اوټيکنالوجیکي  چینلونو رامینځةکیدا ته اشاره کولی شو .

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود  د اسلامی انقلاب د دوهم ګام  په اعلامیې کې  د هیواد پر علمي ودې ډير زیات ټينګار کړی دی .

Image Caption

 

  له ډيرو نړیوالو محدودیتونو سره سره نن سبا په  هیواد کې رامینځةشوی  علمي غورځنګ، په دنیا کې  په ځانګړي  او چټکې ودې سره په تیره بیا  د دنیا په شلو هیوادونو کې  ددنیا لابرلاسه  مقام لري .

 ددغو ارزونو  څخه ترلاسه شوي نتیجې  ښئ چې  د ایران د سکوپس په استندادي سایټ کې ټول وړاندې شوي ټول علمي مدرکونه په مختلفو کلونو کې شپږ لکه دیرش زره  او ه سوه اته شپيته  شمیرل شوي چې  کابو پنځه شپیته فی صدي برخه ئې د  ایران د اسلامی جمهوریت د هراړخیزوبندیزونو په ترټولو سختو شرائطو کې ،یعني  له ۲۰۱۳کاله راانیولې تر ۲۰۲۰کال پورې په  مودې کې دي .

د عمل د تولید د کیفّیت له پلوه د ارزونې لپاره یو تر ټولو مهم ګراف  د استنادي تحلیل په اساس دی .  ددغه ګراف  اساس د تولید د علم د ترسره شوو استنادونو دشمیر په بنیاد دی .په همدې اساس،په مقالې د استندا داندازې، د نارمل شوي  استناد د اندازې ،  دهرش کریډيټ(ایج -اینډکس) د  هاټ پيپر یا  ګَرمو مقالو څخه دجوړو شوو مقالو او دغه راز د نهائي استناد شوو مقالو په شمول مختلف ګرافونه دي .

په یوه کلي کتنې کې ، ترسره شوي شننې ښئ چې  په نړیواله سویه  دعلم د تولید له ودې سره په  یووخت ، د ایران داسلامی جمهوریت علمي فعالیتونو ، علمي تولیداتوپه تیره بیا  په وروستیو څو کلونو کې د کمیّت له پلوه د علمي تولیداتو  دکیفیّت  ودې ته توجه کړې ده .

د  WO Sنړیوال سایټ  د احصایو او ارزونو په اساس ،  په وروستیو اتو کلونو کې  د ایران استنادي روبته تل مخ په لوړتیا ده او  په ۲۰۱۲کال کې   ۲۴ روتبه په ۲۰۱۵کال کې شلمه روتبه  او وروسته په ۲۰۱۸کال کې  اتلسمه روتبه  او نهایتا  په ۲۰۱۹کال کې  شپاړسمې روتبې  ته لوړ شوی دی .

             د ایران داسلامی جمهوریت یو اصلي سیاست ، په نړیواله سویه د علمی مشارکتونو اوګډون کونې پراختیا ده  او  دهیواد لوړو زده کړو سسټم هم په دې خاص ټينګار کوي . په کلي توګه په وروستیو څو کلونو کې په هیواد کې  دعلم د تولیدد کیفیّت اړخ ته پام،ډير اهمیّت لري .له ۲۰۱۳کاله رانیولې تر ۲۰۱۹کال پورې  په مودې کې د کلاریویټ آنالټیکس (ډبلیو او ایس) ارزونې  ښئ چې   مقالې په ۲۰۱۹کال کې په نړیوال مشارکت سره درویشت فی صدو ته رسیدلی دي .

Image Caption

 

 له ۲۰۱۳کال راه پدې خوا تر ۲۰۱۶کال پورې په مودې کې  دهیواد په نړیوال مشارکت او ګډون سره د هیواد دعلم له ټول تولید څخه یویشت فی صدي برخه ځان ته بیَله کړې ده .په ۲۰۱۷کال کې  دهیواد دنړیوال ګډون اندازه او مشارکت اندازه ۲۲ فی صدو ته او په ۲۰۱۸کال کې ۲۵فی صدو ته زیاته شوې ده.د نړیوالو استنادي سایټونو په اساس دعلمی مشارکتونو په بیا زیاتیدا سره وینو چې په ۲۰۱۹کال کې دغه اندازه ۲۸فی صدو ته رسیدلې ده .

علمی مشارکتونه  او ګډون د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آيت آ...العظمی سید علی خامنه اي  په وسیله د ابلاغ شوي  ټيکنالوجیکي او علمي سترو سیاستونو په سند کې یو د ټينګار وړ سیاست دی .پر دې اساس د اسلامی انقلاب  په دوهم ګام کې او د  تولیددغورځنګ په کال کې  دعلمي قطبونو  له رامینځةکولو څخه موخه ،  په هیواد کې په تیره بیا  د  مقاومتی اقتصاد موخو ته د رسیدا لپاره د هیواد په پوهنتوني او ځوان نسکل کې د بالقوه استعدادونو څخخه استفاده  او د بنیادي او کارنده څيړنو ترسره  کیدا ده چې موجوده ډير ګواښونه  له مینځه  وړلی شي .

              خوږو دوستانو د تهران ریډیو او انټرنیټي سایټ د ځلانده یون نومې لړۍ په دوام کې د اسلامی انقلاب د دوهم ګام د مطلبونو دنننۍ برخې وخت هم همدومره ؤ نو په دې هیله چې د استفادې وړ مو ګرځیدلی وي ،او تاسو زمونږ دغه شان مطلبونه اونور تحلیلونه په PARSTODAY.COM/PS  ایډریس سره په انټرنیټي سایټ کېهم لیدلی او آوریدلی شئ  نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ، سرلوړي او بریالي اوسئ .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه