Feb 22, 2021 17:10 Asia/Kabul
  • ځلانده یون

د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو  په  دې شیبو کې د اسلامی انقلاب د دوهم ګام د  لړۍ  په دوام  او  وروستي اووم مطلب  کې د انرژۍ په برخې کې د تولید د ټوپ وهنې یا لورنیونې  په اړه درسره غږیږو، نو هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي .

  دوستانو  دتیلو سرچینې ډيرې ارزښتمنې   زیرمې دي چې ملی شتمنۍ حسابیږي، خو  تجروبې ښودلې ده  چې د انرژۍ د سرچینو لرونکو په ډيرو هیوادونو کې  له دغو سرچینو د استفادې لپاره د خاص پروګرام  نه شتون ،  د تولید په برخې کې  داقتصادی حرکتونو د خنډ او دپراختیا په بهیر کې  دخار پار سبب شوی دی .

دکارپيژندنې ارزونې ښئ چې په نړۍکې د اومو تیلو په ورځ تربلې زیاتیدونکي غوښتنې سره،له تیلی حوزو څخه  د تولید او ویستلو  اهمیّت لازیات رابرسیره شوی دی .د ګډو پلیټ فارمونو په لومړیتوب سره د ګیسو او تیلو  د صنعت د ځائيګي او ونډې زیاتیدا او د تیلو او ګیسو د ویستلو او استحصال زیاتیدا،د تیلو د صنعت  له پراختیا سره  اړه لري . د تیلو د وزارت د تخصصي لومړیتوب دغه سټراټژي،، دتیلو او ګیسو له درستو ګډو پلیټ فارمونو څخهد استفادې لپاره په لازمو  اقداماتو له ترسره کولو سره ده .   د ایران دګیسو  یو ګډ پلیټ فارم ، د جنوبی پارس  هغه سترپلیټ فارم او زیرمې دي ،چې  له قطر  هیواد سره مشترک دي . قطر په تیرو لسیزو کې  د نړیوالو شرکتونو  له مالی او ټیکنالوجیک توان څځه په استفادې سره  له دغې حوزې  استفاده کړې ده .

            د ایران د تیلو وزارت  دجنوبی پارس  له ګډ تیلی پلیټ فارمه د اخستون د ظرفیّت په زیاتیدا سره ،بریالی شوی،له دغې ګډې حوزې څخه اخستون  یا ویستل دوه نیم برابره زیات کړي  او په دغې زیاتونې سره، له ۱۳۹۲لمریز کال  سره په پرتله کې  په ۱۳۹۸ لمریز کال کې  له دغه پلیټ فارمه  دګیسو د کلني تولیدټولګې ، یو سل نهه دیرش فی صدي وده  تجروبه کړې ده .

 د کندلو په برخې کې  هم  په تیرو څو کلونو کې دوه سوه اته ویشت نوي څاګان کندل شوي او په ټول کې  د تولید په څرخې  یا مدار کې ټول درې سوه شپږ دیرش څاګان کارکوي . . همداراز   د ۲۶نوي پلیټ فارمونو په  لګولو سره  اوس  په سمندر کې  اوه دیرش  څاګان  دګیسو د تولید کار په غاړه لري . درې زره  دوه سوه کلومیټر سمندري پایپ لاین  هم  په جنوبی پارس کې  د سمندر له لارې  د وچې چاڼځایونو پورې  د ګیسو دمنتقلولو  کار  کوي . 

Image Caption

 

  د پراختیا د شپږم پروګرام په افق کې د تیلو او ګیسو له ګډو پلیټ فارمونو یا میدانونو څخه  د تولید اټکل،د اته سوه میلیون  مکعب میټر طبعیي ګیسو تولید دی چې  د تولید  اندازې  د رسیدا لازمه،د تیلو له ۲۱ګډو زیرمو څخه استفاده او پراختیا او  دجنوبی پارس د ګیسو د زیرمو له اوسنیو او باقي پاتي فیزونو د تولید  بشپړول  اوساتل او دغه راز د  ګیسو له  شپږو پلیټ فارمونو څخه  استفاده ده .

د تیلي سرچینو په زمینې کې له عراق سره د ایران   تر ټولو غوره تیلی میدانونه یا پلیټ فارمونه هم  دي . په دې لړ کې د کارون  دلویدیځ له ګډو پلیټ فارمونو څخه  د  اوومو تیلو د  هرې ورځې د تولید دزیاتولو په خاطر یو شمیر پلانونه او پروژې  اجرا کیدونکي دي .د لویدیځي کارون  له ګډو پلیټ فارمونو څخه د ایران د ویستلو ظرفیّت،اوس  په کابو شپږ برابره په زیاتولو سره ، په کال کې څلور لکه بیرلو ته رسیدلی دی . د  کارون غرب حوزې  په میدانونو کې  د تولید د زیاتیدا د پروګرام موخه ، د پراختیا د شپږ پروګرام په انتها کې (۱۴۰۰لمریز کال کې)  په ورځې کې  څه دپاسه  اته نیم لکه بیرلو ته رسیدل دي.  د ایران د تیلو دملی شرکت د کشفونې د برخې  مدیر سید صالح هندي  په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،د پراختیا د شپږم پروګرام په اساس ، د هیواد  ددرستو  سیمو په باب  چې پکې د هائيدرو کاربن  د سرچینو  د شتون  احتمال شته ، یولړ جامعې مطالعې کیږي .

په ایران کې د تیلو کابو څلویښت زیرمې کشف شوي او پراختیا ئې موندلې ده،  چې ښئ  د کشفونې برخه د تولید او پراختیا له برخې لا وړاندې ده .

 د ایران د تیلو وزارت  دپراختیا د پنځه کلنو پروګرامونو په اساس ،  د تیلو او  ګیسو د میدانونو او زیرمو  دکشفونې په برخې کې  دپام وړ بریاوې  درلودلي دي ، په دې توګه چې  اوس  د تیلو او ګیسو   دزیرمو له پلوه  دنړۍ په لومړني لمبر  دی .

 د کشونې په حوزې کې ،په عمان سمندر او فارس خلیج کې د هائيډرو کاربن سسټمونو او  د ډنډونو دڅڅیداد   جوړونې  او رغونې  په څير سترې پروژې ترسره شوي چې  دتیي او ګیسو  دنوو پوټينشلونو دپيژندنې لامل شوي دي . همداراز د نورو سرچینو د کشفونې په زمینې کې  د لرستان په شاوخوا کې د کاڼو او شګو  په  اَستَر کې کې د ګیسو د سرچینود پيژندنې  پلان هم ترسره شوی او  په عمان سمندر کې د ګیسو د هائيډریټ د سرچینو  اکتشافي پلان د اجرا په حال کې دی .

 نوی اکتشافات او موجوده سرچینې ښئ چې  د ایران  داقتصادیوه څرګنده ځانګړنه  دتیلو او طبیعي ګیسو  دسرچینو شتون دی . په تیلو په تکیه کونکو اقتصادونو کې د هیواد د شتمنۍ ډيره برخه  د تیلو د زیرمو د مستقیم خرڅلاؤ  له امله وي . په اوږدمهال کې  دغه اړوندوالی د سخت کار او د اقتصادي سیالۍ لپاره د کار دځواک انګیزه کمزوري کوي .  دایران اقتصاد هم له دې اړخه له دغه تاوانه مستثنی نه دی .

Image Caption

 

        ددې موضوع اهمیّت ته په پام سره د اسلامی انقلاب معظم لارښود د نویّمې لسیزې په پیل کې دمقاومتي اقتصاد د رامینځةکیدا ضرورت او په تیلو له تکیې پرته  اقتصاد ته دمخه کولو ضرورت مطرح کړ. 

   حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي  په دې زمینې کې په کرتو روښانه کړې ده،چې  دایران یو ترټولو ستر اقتصادي تاوان  له تیلو سره اړوندوالی دی . د اسلامی انقلاب معظم لارښود  د اوومو تیلو په خرڅلاؤ په نیوکو سره،د اومو تیلو په ترټولو لږه اندازه  باندې د  تکیې  ټينګتیا کړې ده.

    د تیلو صنعت  په حقیقت کې  داقتصاد یو مخکښ او خوځنده عامل دی . له دې امله،په نورو برخو کې د صنعت د پراختیا لپاره ددغه صنعت پوه بنسټه کول (اساسي پوهه بلل)  له سټراټژيک اهمیّته برخمن دي .   د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته  که څه هم ډيرې زیاټې هلې ځلې شوي څو  د بندیز د اړم  په استفادې سره ، د ایران دتیلو د صنعت پراختیا ودرول شي ، خو نه یوازې د ایران د تیلو د صنعت  پراختیا دریدلې نه ده ، بلکې د هیواد  د تیلو او ګیسو په صنعت کې له لاډيرو  پروژو ا و  سرچینو څخه د استفادې شاهدان هم یوو .

                دوستانو په دې چوکاټ کې  د تیلو د صنعت د پراختیا پروژې  او پلانونه، د داخلي پوه بنسټه  شرکتونو له توانمنیو څخه پرلازیاتې استفادې باندې په ټينګار سره  د تولید د غورځنګ  یا ټوپ وهنې په کال کې  په اقتصادي مقاومت باندې متمرکز شوي دي .د هیواد په داخل کې د شیانو د غوره برخې د تامینولو او داړتیاوړ مهمو تجهیزاتو د جوړونې  ټيکنالوجۍ ته رسیدا او له شیانو سره د ډير اړوندوالي غوڅيدا، په وروستیو کلونو کې د پراختیا او څیړنې د همدغې هڅې نتیجه ده .د پيټروکیمیکل  صنعت د بریالیتوبونو او د چاڼځاي په برخې کې ستر ریکارډونه ، د تیلو په صنعت کې  د کار او خوځښت  نوره برخې دي .د څيړنې او پراختیا په برخې کې د تیلو وزارت،د تیلو په صنعت کې د زیات شوي ارزښت(Value Added)د زیاتیدا، دهیواد د تیلو محصولاتو دکیفیّت د ښه کیدا او دتولیددظرفیّت  دپراختیا او هم د هیواد  د تیلی محصولاتو او تولیداتو  دصادراتو د زیاتیدا په خاطر د پوه بنسټه  فعالیتونو کړۍ اجرا کړې ده .په دغو فعالیتونو سره،د هیواد دچاڼ کونې ظرفیّت،په ۱۳۹۱لمریز کال کې  په ورځې کې  له یو میلیون  اته لکه بیرلو څخه په ورځ کې کابو دوه میلیون  او دوه لکه بیرلو ته رسیدلی دی.

Image Caption

 

       په چاڼځایونو کې  دتولیدي محصولاتو دکیفیّت د ښه کولو لپاره په ترسره شوو اقداماتو سره ، د څلور او پنځو یورو نومې  په کیفیّت سره   دپيټرولو د تولیدظر فیّت  هم په ۱۳۹۱لمریز کال کې  له صفره ،  په ورځې کې څه دپاسه شپږ اویا میلیون لیټرو ته رسیدلی دی .

د پرمختګ دغه سویه،د تیلو د صنعت په مختلفو برخوکې د تولید دغورځګ یا ټوپ وهونکي بهیر  په پياوړتیا کې له  دغه ارزښتمنې زیرمې د منطقي او ځیرې او هوښیارې استفادې  او د مقاومتي اقتصاد د موخو دپوره کولو لپاره  د ایرانیو متخصصانو د هڅې او بریالیتوب نښه ده .ددغه مخ په وړاندې د حرکت دوام ښئ  د ایران د تیلو صنعت د ودې په یوې داسې نوي لاره سم شوی دی چې هیڅکله به ونه دریږي .په دغه حرکت کې سټراټژيک هدف د ملی ټيکنالوجۍ  لوړتیا او په تل پاتې او مقاوم اقتصادي بیخ بینائي جوړښت کې  د تیلو د رول تثبیتول دي .

(سیماب)

*****************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه