Mar 03, 2021 14:23 Asia/Kabul
  • د یاسین روزنیز جټ،د هوائي ځواک پخپلو پښو ددریدا لپاره یوبل ګام

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ایران د ځوانو متخصصانو په لاس د د جوړ شوي یاسین نومې پرمختللي روزنیزې جټ الوتکې  د خصوصیاتو په اړه له  یوه ځانګړي مطلب سره  ستاسو په خدمت  کې  یوو ،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

دوستانو د ایران دا سلامی جمهوریت  یوه بله   مهمه دفاعی بریا د  :یاسین :نومې پرمخت تللي روزنیز جټ  الوتکه ده چې د پلانونې ،جوړونې  او  د آزموئنې درستې مرحلې ئې دداخلي متخصصانو په لاس او دپيلوټۍ په روزنیزې حوزې کې د نظر وړ اړتیاؤ په اساس ترسره شوي دي .

 دغه الوتکه د ایران دد فاع وزارت دهوائي صنائعود ادارې په وسیله ، دپوځ د  هوائي ځواک  اود بنسټ پوهه شرکتونوپه ملګرتیا سره پلان او جوړه شوي  او ټاکل شوې ده ، د هیواد دجنګي پيلوټانو په روزنې کې د ټریني الوتکې په توګه  ورځیني استفاده وشي .

Image Caption

 

د یاسین نومې روزنیز جټ الوتکه چې  له دې مخکې  په ؛کوثر۷۷؛ په نامې سره پيژندل کیدله ،  د لومړي ځل لپاره  د ۱۳۹۶لمریزکال په وري میاشت کې  او ددفاعی بریاؤ  له نندارتونه د اسلامی ایران د ولسمشر د لیدو په وخت کې افتتاح شوې  ده .  دیاسین نومې پرمختللی جټ روزنیزه الوتکه ، د نهائي آزموئنې  له مرحلو  له تیریدا وروسته ، د ۱۳۹۸  لمریز کال د مهر یا تلې دمیاشتې په ۲۵نیټه  د اسلامی ایران دپوځ د هوائي ځ واک  دقوماندان امیر  خلبان عزیز نصیرزاده  په حکم سره،د خپل لومړني رسمي الوت د شهید نوژه دپوځي مرکز پر فضا اجرا کړ .په دې توګه،ایران توانیدلی دی  چې په نړۍ کې په ترټولو کم لګښت سره،یوه جټ روزنیزه الوتکه،له ورته کومې الوتکې درلودلو پرته  په ځانګړي توګه پلان  او تولید کړي او دا  د  الوت تر مرحلې ورسوي . د یاسین جټ الوتکې پلان تقریبا یوه لسیزه   وخت  واخست څو پراختیا ومومي  او په دې توګه ، په پرمختللي پوځي  الوتکې سره د الوت لپاره د جنګي پیلوټانو د روزنې په زمینې کې د ایران په بشپړ ځان بسیاینې کې   ئې یو مهم ګام پورته کړی وي.

  دم ګړۍ د پرمختللي روزنیز جټ الوتکو د مختلفو ماډلونه ځیني هیوادونه جوړوي، خو  په ګوته شمیر هیوادونو  په بشپړ ډول  دغه ډول الوتکې پلان کړي او  جوړوي ئې .  یاسین نومې جټ الوتکه  به نړۍ کې  په هغو  په ګوته شمیر پرمختللو  جټ روزنیزو الوتکو کې شاملیږي ، چې  په بشپړ توګه  دهیواد په  داخل کې جوړیږي .

Image Caption

 

 

 دم ګړۍ  د پرمختللي  جت روزنیزې الوتکې په توګه د یاسین  جټ الوتکې  پیلوټانو ټرینینګ،په ډ يرو مرحلو کې په هدفمند پروګرام سره ترسره کیږي . دغه مرحلې  دتیورئ او عملی کار له مطلبونو وروسته  په لومړنیو شبیه سازیو سره ، د ابتدائي ساده او پرمختللو الوتکو سره  او ورپسې بیا له ساده جټ الوتکو سره او بیا هم  په دوام کې په پرمختللي جټ الوتکې سره  په الوت پسې کیږي او په نهایت کې پیلوټان د دوو پیلوټانو دکابین درلودونکي اصلي جنګي الوتکې په وسیله ټرینینګ  کوي  اوپه درستو مرحلو کې د بریاليتوب په بڼه کې  د یوې جنګي الوتکې د خپلواکه پیلوټ په توګه  د الوت امکان ترلاسه کوي . د روزنې هره یوه مرحله ، یوې مخصوصې  الوتکې درلودلو ته اړتیا لري . د یاسین پرمختللی جټ  الوتکه ، په حقیقت کې د جنګي پیلوټانو د روزنې له دوهمې اوبشپړونکي مرحلې سره  اړونده ده .

د ایران دهوائي صنائعو د ادارې عمومي مدیر امیر عبدالکریم بنی طرفي د ۱۳۹۸لمریز کال د تلې یا میزان په میاشت کې ددې خبرې په کولوسره چې  دغه الوتکه له هماغه صفره تر سلو پورې د هیواد په داخل کې تولید شوي،ټینګار کړی،چې  ددغې الوتکې  په پلانونې او جوړونې کې هیڅ یوه الوتکه بیلګه نه ده ګرځول شوې  او په دفاعي صنعت کې  دغه شان موضوع بې مخینې ده چې  یو هیواد  په ځان له سر د یوې روزنیزې الوتکې په جوړولو بریالی شي.  هغه  له کوثرجنګي الوتکې سره،چې په ۱۳۹۷لمریزکال کې نندارې ته وړاندې شوي،ددغې روزنیزې الوتکې دتوپیرونو په باب وئيلي دي،کوثر یوه ډيره تیزه جنګي الوتکه ده،خو دغه الوتکه د روزنیزو ځانګړتیا لپاره له غږه په کم سرعت سره  پلان شوې ده،ځکه  روزونکی پیلوټ په پیل کې باید له غږه په کم سرعت لرونکي جټ الوتکې سره وروزل شي .د هغه په وینا،د یاسین روزنیز جت  درو یا څلورو سکواډرن ته ضرورت شته چې   په هر سکواډرن کې  شپاړس الوتکې وي . که څه هم  یاسین جټ الوتکه  دم ګړۍ  یوازې روزنیز کارندوالی لری ، خو  په راتلونکي  کې په بشپړتیا سره په ډول ډول توغندیو او بمونو مجهز کولو سره ورڅخه د یوې نزدې ملاتړي الوتکې په توګه  استفاده کیدلی شي .

Image Caption
Image Caption

 

 یاسین نومې  پرمختللي بشپړ ایرانۍ جټ روزنیزه الوتکه ، دولس میټره اوږده ، څلور میټره لوړه  او پنځه نیم ټينه  وزن  په  درلودلو سره  دعملیاتو او الوتک وړتیا لري  او  تر دولس کلومیټرو پورې   الوتک کولی شي .  په عین حال کې  دغه الوتکه  په څه دپاسه لس میټرو اوږدوالي  او څلورویشت مربع میټر  مساحت سره داسې پلان شوې ده چې په لږترلږه ساعت کې دوه سوه کیلومیټر رفتار  او سُرعت سره   د اوچتیدو او کیښناستو په زمینې کې  د دنیا په ترټولو ښو روزنیزو الوتکو کې شاملیدلی شی . ددغې الوتکې تر ټولو زیات چټکوالی یا سرعت د غږ په حد کې یعني په ساعت کې کابو یو زر کلومیټره اعلان شوی دی . په وروستۍ برخې کې په  یوه افقې   روټر  یا پارې په درلودلو سره  په ډیر تخنیکي انداز سره جوړه شوې چې د نسکوریدا امکان ئې  هم ډير کم وي .په دغې الوتکې کې د : اوج : نومې  ایراني ټربو جټ   انجن څخه استفاده شوې ده  چې  د داخلی  جوړ شوي انجن  څخه استفاده  لامل کیږي ، څو ددغې  الوتکې  تولید  له بهر یا نورو هیوادونو سره له اړوندوالی خوندي  وي .اوج نومې انجن  د یوې جنګلی الوتکې د انجن تر حده  قدرت  او توان لری. ددغې الوتکې کیبن یا هماغه د پیلوټ دکیښناتو څوکۍ یا ځاي  هم په داسې انداز سره جوړ شوی چې دواړه پیلوټان، یعني استاد او روزونکی پیلوټ  په وړاندې فضا په ښه ډول ویني او استاد،روزونکي ته په موقعې ځيني سپارښتنې هم په آسانۍ سره کولی شي.د یاسین روزنیز جټ الوتکې د  زغاست لاره (رن وې)هم په ترتیب سره له شپږ سوه میټره تر اته سوه میټرو پورې اوږده وي او په یو هیړ د پنځلس سوه  کلومیټر پورې  ګرځيدلی او د الوت  وخت او موده ئې   هم  تر نوي دقیقو پورې ده .

(سیماب)

*****************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه