Mar 09, 2021 15:04 Asia/Kabul
  • د حلبچې د کیمیائي بمبارۍ  کلیزه ، یوه نه هیریدونکي غمیزه

د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د صدامرژیم دپوځ په لاس د حلبچې  سیمې د کیمیائي بمبارۍ د کلیزې په مناسبت چې  یوه نه هیریدونکی پیښه وه ،له یوه ځانګړي  مطلب سره ستاسو په خدمت کې دی ،  هیله ده  د پام وړ مو وګرځي .

     خوږو دوستانو  د صدام بعثي رژيم له خوا د په حلبچه کرد میشته  ښار باندې د ۱۳۶۶ لمریز کال  د کب د میاشتې په ۲۵ نیټه  په حلبچه کرد میشته ښار کیمیائي بمباري وکړه،په حلبچه  کرد میشته سیمې کیمیائي بمباري یو داسې جنګي جنایت ؤ چې  د عراق بعثي رژيم د ایران په لویدیځ کې  دسردشت ښار باندې له کیمیائي حملې وروسته  وکړه .

  له کیمیائي وسلو استفاده په نړیوالو تړونونو کې منع شوې  ده .د ۱۸۹۹کال او د ۱۹۰۷کال د سولې د کنفرانس د مصوبې سندونه،د ۱۹۶۴ کال د نوربنرګ د محکمې د اساسنامې شپږمه ماده،د ۱۹۲۲کال د واشنګټن د عهدنامې پنځمه ماده،د ۱۹۴۸  کال  د بشري حقوقو دنړیوالې اعلامیې دریمه ماده ،او د کیمیائي وسلو دبندیزد کنفرانس مصوبې دا ښئ چې  له دغو وسلو استفاده منع  ده .

 له دغو درستو تړونونو سره سره ،  د هالینډ ،جرمني او فرانسې پشمول  څه دپاسه دوه سوه اروپائي شرکتونو،دتپلي جنګ په دوران کې د عراق د وخت پر صدام بعثي رژيم  ډل وژونکي او کیمیائي وسلې  خرڅې کړې . سندونه او مخینې ښئ چې امریکا ، له ایران سره په جنګ کې  د اعصابو خرابونکو او مسټرډ ګیس پشمول  له ډول ډول کیمیائی وسلو څخه  د صدام رژيم  په استفادې ښه  خبره وه  او په دې زمینې کې ئې   دعراق له پوځ سره   ډیرې زیاتې تخنیکي او اطلاعاتي مرستې  هم  کولې . 

              هغه کیمیائي وسلې چې د جرمني په څير اروپائي هیوادونو صدام رژيم ته ورکړي لامل شوي ،دیارلس زره ایرانیان ددغو وسلو دکارولو له امله شهیدان او څه دپاسه یولک نوره هم ټپیان شي .  چې ډیری تر دې دمه ددغو وسلو له ټپونو کړیږي . 

Image Caption
Image Caption

 

 په حلبچه ښار  کیمیائي حمله  چې تر پنځو ساعتونو پورې ئې دوام درلود، د صدام رژيم د پوځ د انفال عملیاتویوه برخه وه . داسې عملیات چې  دعراق  په کرکوک، دیاله ، نینوا  او صلاح الدین   کرد میشته ولایتونو  کې  او د صدام لعین د آکا زوي علی کیمیائي  باندې د مشهور  علی حسن په قوماندانۍ کې  ترسره شوي  وه .

ددغې کیمیائي بمبارۍ له امله څه دپاسه اوه زره کسان  هم مسموم او ټپیان شول  او ددغې بوږنونکي حملې اغیزو تر کلونو کلونو پورې نوزیږي ماشومان د بدن دغړو د نیمګړتیاؤ پشمول له ډول ډول ناروغیو سره  مخامخ  کړل .

د بیلجیّم  د ګن فلانډر روغتون د زهر پیژندنې د آزمیښت ځاي یا لیبارټرۍ مشر  اوبن هنډریکس ددغه جنایت په باب  وئيلي دي ، دعراق بعثي رژيم  په حلبچې ښار باندې په کیمیائي حملې کې درې ډوله مرګوني ګیسونو څخه استفاده  کړې ده .په دغو ګیسونوکې مسټرډ یا ايپریّت ګیس،د اعصابو خرابونکي ګیسونه  (تابُن،یا سومان ، ایکس وي ) او دغه راز  سیانوژن ګیس  شامل وو .  پر دې  اساس باید ووئيل شي،د حلبچې سیمې  دکرد خلکو مړینې د اعصابو دخرابونکو،مسټرډ ګیس او دغه راز شلَوُنکو اوپرکوَټ کونکو ګیسو په وسیله مړینې وې .

Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

 په دغو حملو کې  په دغه ښار کې زیاتو عامو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په زرګونو نور هم ددغو ګیسونو له ټپیان او  او ککړ شول  چې ترکلونو کلونو پورې  ئې  کړاؤ  او دردونه زغملي دي .دعراق صدام رژيم  دحلبچې له کیمیائي بمباریو وروسته هم چې په نړۍ کې له ډيرو ولسي مظاهرو او اعتراضونو سره مخ شوي،بیا هم  ګواښ وکړ چې هماغه راز به له کیمیائي وسلو څخه استفاده وکړي .

                د فرانسې د هغه وخت دفاع وزیر  چې هیواد ئې  په هغه وخت کې د عراق دپوځي  وسلو او تجهیزاتو یو مهم تامینونکی شمیرل کید، په یولړ څرګندونو کې  چې د بغداد ریډیو خپرې کړي،وئیلي،عراق د خپلې خپلواکۍ او حاکمیّت ددفاع لپاره  له هر ډول هغو وسلو چې په اختیار کې ئې لري، استفاده کوي .

 د آبزرویټر خپرونې  په یوې مقالې کې  دنړیوالو ټولنو د اقداماتو په کمزوري بللو سره،فرانسه  عراق  ته دپوځي تجهیزاتو په ورکولو سره سخته ورټله .

په حلبچه باندې له کیمیائی حملې مخکې د یران سردشت ښار ، په نړۍ کې لومړنی ښار ؤ چې  کیمیائي بمباري پرې شوي وه .. د ۱۹۸۸کال دجون په ۲۴نیټه  د سردشت ښار په کیمیائي بمبارۍ کې  ددغه ښار څه دپاسه سل کسان شهیدان او  اته زره  نور ټپیان  او په کیمیائي ګیسو ککړ شوي وو . 

 په جینوا کې  په ملګروملتو  کې د ایران دایمي استازي  اسماعیل  بقایی هامانه  د ملګروملتو ددوسلو دبندیز په یوه کنفرانس کې  د  صدام رژيم  په کیمیائي وسلو په سنبالولو کې  د  جرمني  مخینې په یادونې سره  ټينګار کړی ، هغه درست حقیقي او حقوقي  کسان چې  په هرډول  او شکل سره ئې د عراق د پخواني دیکتاتور رژيم په کیمیائي وسلو په سنبالولو کې ونډه  درلودلې ،  د صدام د جنګي جنایتونو په کولو کې شریک دي  او دا موضوع  به هیڅکله هم د وخت په تیریدا سره  هیره نه شي  او یوه ورځ به د غه شریک کسان  هم ددغه جنایت ځواب وئيلو اړ شي .

(سیماب )

*****************************************************

 

ټیګونه