Apr 21, 2022 15:20 Asia/Kabul
  • د قدس ورځ نږدې ده

له ۱۹۴۸ میلادی کال راهیسې چی اسراییلو د موجودیت اعلان کړی دې ، د فلسطینی ملت پرضد د دغه رژیم بی ځنډه حملو دوام درلودلې دې . د فلسطین په میلیونونو کسان له خپل ټاټوبی ویستل شوی ، کډوال شوی او په زررګونوکسان یې هم د صیهونیست رژیم له لوری زنداني شوی دي او په زرګونو هم شهیدان او لسګونو زره ژوبل شوی دي . د اسیا د لویدیځ سیمه د هغو شرایطو په خاطر چی د قدس نیواکګر رژیم رامینځته کړي په یوې کړکیچنې او ناارامې سیمې بدل شوی ده .

 

 لکه څرنګه چی خبریاست کلونه کیږي چی د اسیا لویدیځه له څو اساسی او مهمو مشکلاتو سره مخامخ ده او د نړۍ یوه تر ټولو بحرانی سیمه بلل کیږی . د اسیا د لویدیځ د کړکیچ اساسی جرړه د فلسطین مسله او له فلسطینی ولس  او لبنان په شمول د نیواکی فلسطین له ځینو ګاونډیو هیوادونو سره د اسراییلو د جالی رژیم دوامداره جنګ  دې .

له ۱۹۴۸ میلادی کال راهیسې چی اسراییلو د موجودیت اعلان کړی دې ، د فلسطینی ملت پرضد  د دغه رژیم بی ځنډه حملو دوام درلودلې دې . د فلسطین په میلیونونو کسان له خپل ټاټوبی ویستل شوی ، کډوال شوی او په زررګونوکسان یې هم د صیهونیست رژیم له لوری زنداني شوی دي او په زرګونو هم شهیدان او لسګونو زره ژوبل شوی دي . د اسیا د لویدیځ سیمه د هغو شرایطو په خاطر چی د قدس نیواکګر رژیم رامینځته کړي  په یوې کړکیچنې او ناارامې سیمې بدل شوی ده .

صیهونیستی دښمن د فلسطینانو د قصاب شارون له مغزی مړینې وروسته د خپلو بشری ضد سیاستونو د نه بدلون د ښودلو په خاطر د فلسطینی ملت پرضد خپل ترهه ګر اقدامات زیات کړل .

اسراییل هره ورځ او په دوامداره توګه د فلسطین ټاټوبی ویجاړوی . د هغه اقتصاد او بیخ بینا تباه کوی او ټولو فلسطینانو لپاره ژوند ناامنه کوی . ایا په دغسې شرایطو کې د نړۍ خلک چوپتیا غوره کولې شی ؟

داسې ورځ نشته چی د فلسطین خلک د اسراییلو د جنګی الوتکو او وحشی عسکرو په وسیله مړه یا ژوبل نشی .

فلسطین په دنیا کې هغه یوازنې ټاټوبې دې چی پکې شپه ورځ د اسراییلو له لوری د بشری حقوقو خلاف ورزی کیږی . خو د بشری حقوقو مدعیان او بیرغوال تل د دغو جنایتونو په وړاندی چوپتیا غوره کوی . ایا هغو په تیره بیا امریکا هره ورځ اسراییل د زیاتو جنایتونو د ترسره کولو لپاره لمسوی ؟ ایا د دنیا خلک د دغه ښکاره ظلم په وړاندې  خپلې چوپتیا ته دوام ورکولې شی ؟ولې امریما باید هر کال صیهونیست رژیم ته په میلیارډونو ډالره ورکړی تر څو اسراییل یې په فلسطینی ولس د حملې او د هغو د وژلو لپاره ولګوي ؟ولې امریکا اسراییلو رژیم ته د فلسطینانو د وژلې لپاره وسلې او تجهیزات ورکوی ؟ ولی اسراییل د اسیا په لویدیځه کې د ایټمی وسلو د ساتلو او زیرمه کولو یوازې مرکز او ځای دې ؟ اسراییل په خپلو ایټمی بمونو سره غواړی کوم ملت تباه کړی ؟ولې باید فلسطینان تل د اسراییلی عسکرو په  دایمي کلابندۍ کې وی  او ولې هغو باید ازادې دنیا ته لاره ونلرلې شی ؟ ولی نړیواله ټولنه په خپلې چوپتیا سره د صیهونیست رژیم د بشری ضد اقداماتو په وړاندی سترګې پټوی ؟ ولې ؟

ایا بیا هم باید چوپتیا غوره شی ؟ ایا فلسطینان د خپلو ټاټوبیو او بچیانو پرضد د دومداره ظلم په وړاندې حتی د صیهونیستانو په وړاندی د کوکه او فریاد کولو اچاره هم نلری ؟ ایا هغو باید د خپل  دښمن په ضد په انتفاضې یا پاڅون لاس پورې نکړی  او د قانونی او روا مقاومت لپاره له خپلو ځانونو او توان استفاده ونکړی ؟

اوس چی په نړیوال نظام او نړیوالو اړیکو کې د فلسطینی ولس په حقوقو د غور لپتاره کومه مرجعه نشته د اسراییلو رژیم د جنایتونو په وړاندې د نړۍ د خلکو د غوسې او خپګان څرګندولو لپاره کومه وسیله وجود لری ؟کله چی هره ورځ د لویدیځ مطبوعات ، ټیلی ویژیونونه او راډیوګانې د فلسطینی ولس د وژلې او صیهونیست رژیم د جنایتونو د توجییه لپاره مطرحوی چی د اسراییلی عسکرو په لاس څو فلسطینی ترهه ګر ووژل شول ، باید څه وکړې شو؟د فلسطینی بیګناه او بی دفاع خلک له کومې مرجع د خپلو قاتلانو لپاره د عدالت غوښته وکړی ؟

له بده مرغه امنیت شورا د لبنان د خلکو پرضد د اسراییلو د پوځ د وروستی جنګ په بهیر کی خپله توره څیره نندارې ته وړاندی کړه  . دغې شورا د لبنان دولت و د نړۍ د خلکو او عربی هیوادونو د مشرانو له غوښتنې سره سره په لبنان د اسراییلو د پوځ د حملو د بندولو لپاره په موفع د غونډې له جوړولو ډډه وکړه او صیهونیست رژیم ته یې دومره وخت او فرصت ورکړ چی په ۳۳ ورځو کې د اسراییلو جنایتکار پوځ د لبتنان د خلکو ټولې بیخ بینایی او اقتصادی تاسیسات تباه کړی او څه د پاسه یو میلیون خلک کډوال او بی کوره کړي او یوازې هغه وخت چی اسراییل ، امریکا ته اعلان وکړ چی د حزب ا... د ماتې لپاره هیڅ ډول پوځی حل لاره نشته دی نو هغه وخت امنیت شورا یو پریکړه لیک صادر کړ چی هغه هم د جنګی  عملیاتو د بندولو لپاره نه دایمی اوربند لپاره . تر څو د اسراییل په ګټه د لبنان په خلکو د نوی سیاسی دباولپاره یو اوزار ولرلې شی .

د لبنان خلک له کلونو وروسته چی د اسراییلو تر دوامداره حملو او فشار لاندی وو دغې نتیجې ته ورسیدل چی د دښمن د جنایتونو د کمولو لپاره د نړیوالو اقداماتو ته په تمه نشی پاتی کیدلې . هغو په دې پوهه شول چی د صیهونیسټی غلیم له بمیاریو او حملو د ځان د ژغورلو او له خپل ټاټوبی د اسراییلو رژیم د عسکرو د ویستلو لپاره پخپله څه وکړی . په نتیجه کې خپل دننه یې د اسلامی عقایدو په اساس یو داخلی مقاومت  او حزب ا... یې رامینځته کړ .د لبنان خلکو همدا اوس درک کړی ده چی د د خپل ټاټوبی د امنیت ، ثبات او ارامښت اصلی عامل حزب ا... دې ، نو په خالی لاس یې د انتفاصې لپاره ستر پاڅون وکړ تر څو خپل برخلیک په خپل لاس کې واخلی .

د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... خامنه ای د فلسطین قضییه او په یمن ، د اسیا په لویدیځ او افریقا په شمال کې په اسلامی نړۍ کې موجود مصیبتونه د ګډ دښمن په وړاندې په  اتحاد اوله شخړې د ډډې کولو اصل ته د نه پایبندۍ له امله بللی او په دې زمینه کې یې جوته کړی ده نن د اسلامی نړۍ تر ټولو ستر مصیبت د فلسطین قضییه ده چی یو ملت یې له خپل کور او ټاټوبی کډوال کړې دې .د رهبرۍ ستر مقام زیاته کړی ده په لبنان ، عراق ، سوریه او فلسطین کې د امریکایانو ماتې د مقاومت د جبهې د اقتدار ښودنه کوی ، دغه بدلون د سیمې په سیاسی نقشې کې بدلونونه رامینځته کړی او  په لویدیځ له اړووند والی خلاص شوی اوخیرې ورکونکی  اسلامی لیدتوګه یې مطرح کړی ده .

نن د مقاومت د چورلیز لمن له سره سمندرګی نیولی تر مدیترانه سمندرګی او د یمن له انصار ا... غورځنګ نیولی د لبنان تر حزب ا... پورې اوږده ده .

د اسلامي انقلاب  بنسټ ګر حضرت امام خمیني رح په هغه پیژندنې سره چی په سیمه کې یې د امریکا له هدفونو او اسراییلو ماهیت درلوده ، دجمعې د مبارکې ورځې وروستۍ جمعه د قدس ورځ ونوموله .

د قدس نړیواله ورځ،دحضرت امام خمیني یو هوښیار او په موقعې نوښت دی  چې  هماغه راز  ئې دقدس اوفلسطین  موضوع  دنړیوالو په ذهنونو کې  ژوندۍ ساتلې ده .

 دایران داسلامی جمهوریت ارواښاد بنسټګر دقدس دنړیوالې ورځې  په نومولو سره  دفلسطین موضوع او آئيډیا  د اسلامی نړۍ یوه لومړنۍ موضوع وبلله  څو  دصهونیسټ نیواکګر رژیم  په وړاندې دفلسطینی ولس  ټول روا حقوق پوره  شي . حضرت امام خمیني  د ۱۳۵۸لمریز کال د  زمري دمیاشتې  په  شپاړسمه نیټه په لبنان کې  دصهونیسټ نیواکګر رژيم  دبې رحمه جنایتونو  دنوي مرحلې  له پيلیدو سره په یو وخت   په یوه پیغام کې  د روژې دمبارکې میاشتې   وروستۍ جمعه  د قدس  دنړیوالې ورځې په  عنوان سره وټاکله .دهغه پیغام په یوې برخې کې راغلي دي ،زه  دنړۍ له  درستو  مسلمانانو  او  اسلامی حکومتونو غواړم  چې  د صهونیسټ غاصب رژيم اودهغوي دملاتړو دلاسونو دلنډولو لپاره دې سره یوو شي او دنړۍ ټولومسلمانانوته بلنه ورکوم،دروژې دمبارکې میاشتې  وروستۍ جمعې ورځ  دې  چې دقدر یوه ورځ ده،او دفلسطین د ولس د برخلیک  ټاکونکي هم کیدلی شي ،دقدس   ورځې په  عنوان سره   وټاکي او  په مختلفو دستورو کې   د فلسطین  دخلکو دقانوني حقوقوڅخه په ملاتړ کې دې د مسلمانانو  نړیوال پيوستون   اعلان کړي .

 حضرت امام خمیني  په ځلونو  پخپلو ویناؤ اوپیغامونو کې  دقدس دنړیوالې ورځې اهمیّت بیان کړی دی . هغه حضرت   په یوه ځاي کې  فرمائي ؛  دقدس ورځ  ،یوه نړیواله ورځ ده ، داسې کومه ورځ  نه ده چې  یوازې قدس ته بیله  شوي  وي ، له مستکبرانو سره دمستضعفینو دمبارزې ورځ ده . دهغو ملتونو دمقابلې ورځ ده چې  دامریکا او یا دغیر امریکا دظلمونو تر دباؤ لاندې دي  او د زبرځواکونو په مقابل کې دي . دقدس ورځ ،داسلام ورځ ده ،د قدس ورځ هغه و رځ ده چې  اسلام باید احیاء کړو  او اسلامی قوانین    په  اسلامی هیوادونو کې اجرا شي،قدس ورځ هغه ورځ ده چې باید ټولو زبر ځواکونو ته  خبرداری ورکړو  چې  اسلام  به نور دتاسو دخبیثو عملونو    له امله د تاسو تر سلطې لاندې   درنشي ، دقدس ورځ داسلام دحیات ورځ ده .

 دحضرت امام خمیني  پیغام اولیدتوګې  ښئ ،  دقدس اوفلسطین موضوع د ځينو  عربو  هیوادونو موضوع نه ده ،بلکې  داسلامی نړۍ لومړنۍ موضوع  ده ، او اسلامی نړۍ باید  د دغې حیاتي موضوع  په وړاندې  متحد اوغږمله شي . دقدس نړیوالې ورځې ، دصهونیسټو جنایتکارو اوغاصبانو  په وړاندې  د  فلسطین د ملت   مظلومیّت   نړیوال کړ . او اوس  دحضرت امام خمیني  د نوښت  له امله  له لودیځي آسیا رانیولې تر امریکا لوئې وچې  او تر تورې  وچې  پورې د مځکې دکُرې  په ګوټ ګوټ کې  دقدس اوفلسطین  له مظلومیّته  د ملاتړ چغې  پورته کیږي .پای

 

 

ټیګونه