Jul 10, 2019 16:27 Asia/Kabul
  • په لویدیځي آسیا کې د امنیت او قدرت په جوړښت د۳۳ورځني جنګ د نتیجو ارزول

د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې په لویدیځي آسیا کې د قدرت او امنیت په جوړښت د ۳۳ورځني جنګ د نتیجو او ورانکاریو په باب له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، هیله ده ترپایه راسره ملتیاوکړئ .

د صهیونیسټ وحشي پوځ  د ۲۰۰۶کال  دجولائي په دولسمه نیټه  دلبنان په جنوب کې په ځينو سیمو هوائي حملو سره یو داسې جنګ پیل کړ،چې  تر درو دیرشو ورځو پورې اوږد شو،خو په لویدیځي آسیا سیمې کې ئې دامنیت او قدرت په جوړښت  اغیزې  تر دې حده پراخې  وې،چې دا  په دغې سیمې کې د بدلون پيچومی یا دبدلون زمینه بلل کیدلی شي.په دې ننني پروګرام کې  د ۳۳ورځني جنګ  دپيلیدو د شپاړسمې کلیزې  په مناسبت  په لویدیځي آسیا کې  د قدرت او امنیت په جوړښتددغه جنګ تر ټولو مهمو نتیجو اواغیزو په با ب سپړنې کوو. 

              د ۳۳ورځني جنګ  یوه ترټولو مهمه نتیجه او اغیزه ،  دایران له اسلامی جمهوریت سره  له نیغ په نیغه جنګه ډډه کول او  او نیابتي جنګ ته دهغوي واردیدل دي . شک نشته چې  دامریکا حکومت په تیره بیا د ټرمپ حکومت  د اسلامی ایران  په ضد  دجنګ  د آوزار  په کارولو فکر کوي ،  او حتی د جون  په شلمه نیټه،د ایران  په ضد د محدود دجنګ د ګواښ تر حده هم پرمخ لاړ، خو  په نهایت  کې دغه پيښه رامینځة نه شوه . که څه هم  د ایران په ضد  له جنګه د امریکا  ډډه کول،بیلابیل سیاسی،اقتصادي او امنیتی دلیلونه لري،خو  بې شکه د لبنان دحزب ا... غورځنګ  دمقاومت چورلیز په قدرت ا و توانمینو باؤر،  له ایران سره جنګ ته د امریکا د نه واردیدو یو ترټولو مهم علت دی .

Image Caption

 

            دا باؤر   د ۲۰۰۶کال  له ۳۳ورځني جنګه مخکې وخت سره  ریښه لري .  د لبنان دحزب  ا... ولسی غورځنګ دیوه مبارز موسی قصیر د لبنان  په ضد د      ۳۳ورځني جنګ څخه د اسرائيلو د موخې په باب وئيلی وو،اسرائيل او امریکا  له ۲۰۰۰کاله وروسته سره موافقه کړې وه چې باید حزب ا... له لبنانه  حذف کړي . دهغوي تعبیر دا ؤ چې  یو داسې مار  شته چې  سر ئې په تهران کې ، مینځ ئې په سورئې کې او لکۍ ئې  په لبنان کې ده او هغه  ترټولو مناسب ځاي چې په دغه مار باندې  ګوزار کیدلی شي،دهغه لکۍ ده،ځکه چې  له اسرائيلو سره دلبنان نزدیکیدا د دوي لپاره تر ټولو خطرناک ګواښ دی .دا ټاکل شوې وه په جولائي کې چې د روژې له مبارکې میاشتې سره برابره وه ،سید حسن نصر ا... او دهغه  نور پلوي شخصیتونه ،د قدس  په ورځ د ویناؤ په وخت د بیرت له فضا،ترور شي .د دوي نقشه دا وه چې  په لومړنۍ  اونۍ کې  په لبنان کې د حزب ا... سیمې دومره بمباري شي ، چې  تر نیمو پورې ځواکونه ئې تباه شي،نو ځکه له صهیونیسټ رژيم سره د بندیانو  دمبادلې په اختلاف پسې د اسرائيلو لومړي وزیر ایهود اولمرت ، د امریکا د وخت  د ولسمشر جارج بش په مستقیم فرمان سره ،پر لبنان  هراړخیز یرغل  پیل کړ .

                 امریکا او اسرائيل  نه یوازې په دغه جنګ کې  دلبنان دحزب ا... غورځنګ  په له مینځه وړلو کې بریالی نه شول،بلکې  په دغه ۳۳ورځني جنګ کې  اسرائيلو ته درندۀ تاوانونه هم واوښتل . ۳۳ورځني جنګ د حزب ا... غورځنګ د مبارزانو پیاوړی پوځي مدیریّت او د لرواټنه  توغندیو قدرت اوتوانمني  حتی  د صهیونیسټ رژيم  په پوځ  په غلچکیو حملو کې  ثابت کړ .په دغه جنګ کې څه دپاسه درې زره میلیارډډالري لګښت پر اسرائيلو وتپل شو ، د لبنان حزب ا..غورځنګ دنیواکي فلسطین په لور څه دپاسه څلور زره توغندي وویشتل ، چې په نیواکي فلسطین کې د څه دپاسه  دوه زره ودانیو او کورونو د تباه کیدو لامل شول،درې لکه صهونیسټان کډه په سر شول  او څه دپاسه یو میلیون ښارګوټي میشته صهیونیسټان په پناه ځایونوکې په پټیدو مجبوره شول .پردې سربیره،په دغه  جنګ کې یو سل پنځه شپيت صهیونیسټان  هلاک او څه دپاسه سل نور ټپیان شول

Image Caption

 

           که څه  هم  اسرائيلو په تیرو  دیرشو میاشتو کې د ډونالډټرمپ په کابینې کې جان بولټن  پّ څير  له جنګ غواړو سره یو ځاي ،  له بل هروخته زیات  امریکا  له ایران سره  جنګ ته ولمسوله ، خو د امریکا سټراټژيسټو،  ډونالډټرمپ  له ایران سره له غیر ضروري جنګه  منع کوي  چې  یو دلیل ئې هم په لویدیځي آسیا سیمې کې دمقاومت دچورلیز پوځي قدرت دی ،یو مهم ټکی دادی چې  اسرائيلو  له ۲۰۰۶کاله وروسته تردې دمه یعني په تیرو شپاړسوکلونو کې دلبنان د حزب ا... په ضد هیڅ  جنګ نه دی درلودلی . په بله وینا،  اسرائيل دې  جمع بندۍ او نتیجې ته رسیدلي دي ، چې نه یوازې  په ځان له سر  له ایران سره  بلکې  د لبنان د حزب ا...غورځنګ  په ضد  هم جنګ ته نشي واریدیدلی  او هڅه کوي  امریکا  له ایران سره جنګ ته قانع کړي ،چې  وا شنګټن  هم تر دې دمه د تل ابیب په دغې لومې کې ښکیل شوی نه دی .

 بل ټکی  دا دی چې  که څه هم  امریکا له ایران سره  له مستقیم جنګه او اسرائيل هم په مستقیم ډول  دلبنان له حزب ا... غورځنګ سره  جنګ ته مخه کړې نه ده ، خو و اشنګټن او تل ابیب هڅه کړې ده د عربو هیوادونو  په وسیله  د نیابتي جنګ په رامینځةکولو سره په ایران او حزب ا...  ګوزار  وکړي  چې  د سورئې ، یمن  او عراق پشمول  نیابتي جنګونو هم تر دې دمه   د امریکا او اسرائيلو لپاره هیڅ بریا نه ده درلودلي، بلکې  د مقاومت دچورلیز دفاعي اویرغلیز قدرت ئې ثابت  کړی دی .

             د   لبنان په ضد د ۳۳ورځني جنګ  یوه بله تر ټولو مهمه نتیجه ، د اسرائيلي پوځ  د پوځي ادعاؤ ماته نه خوړلو  باؤؤ  ماتول  وو . ددغه باؤؤ  دناکامۍ یو مصداق  هم  د مرکاوا ټانک  تباه  کول وو .مرکاوا ټانګ  دلبنان له جنګه تر مخکې پورې  د اسرائيلو دپوځي صنائعو ویاړ شمیرل کید او  د اسرائيلو تبلیغاتي  او پروپيګنډیزو  ادارو  وئيل چې  دغه ټانک به هیڅکله هم تباه نشي . دنړۍ پوځي صنائعو  مرکاوا ټانک یو هغه تر ټولو ښه ټانک  پيژندلی دی . سره له دې ،دلبنان په جنګ کې نړۍ  د ټيلیویژني  په وسیله ولیدل چې  د لبنان د پولې په شاوخوا کې  دغه ټانکونه څرنګه د اوور په لمبو کې سوزي. د مرکاوا  افسانې له مینځه تللو ،حتی د صهیونیسټي رژيم په قوماندانۍ  کې د:ساعر :جنګي بیړۍ  له تباه کیدو لازیاتې اغیزې شیندلی دی .

Image Caption

 

 د اسرائیلو  یدیعوت آحارونوت  ورځپاڼې  په دې باب  : په ټانکونو کې ویره خوریږي : په عنوان سره ،  په یوه راپور کې  ولیکل ،  اوس ددغو ټانکونو عمله د جنګ په ډګر کې سخته ویره احساس کوي  او  له دې لاستره ویره او وحشت  له  هغو توغندیو دی ، چې  تر دې دمه  دې  ته ورته  توغندي نه دي  لیدلي . دغه  توغندي ، ټانکونه د  اسرائيلي پوځيانو   دمرګ په تابوتونو بدلوي ::::

د مرکاوا ټانګ تباه کیدا ، دا باؤر  دمقاومت په  چورلیز کې رامینځة کړ چې  د اسرائيلو او امریکا د ترټولو ماډرن پوځي تجهیزاتو د تباه کولو توان  لري .  په همداوروستیو کې  یعني له ۳۳ورځني جنګه  شپاړس کاله وروسته د جولائي  په شلمه نیټه  دا یران داسلامی  انقلاب دسپاه پاسدارانو  د هوافضا د ځواک په لاس  د ایران دهرمزګان  په فضا کې د ایران  په  حدودو د امریکا د ګلوبل هاؤک  ماډرن  ډرون  جاسوسي ا لوتکې نسکورول ، چې دوه سوه شل  میلیون ډالري ارزښت ئې درلود او په کابو اتلس کلومیټرلوړوالي کې روانه وه  ، د ایران داسلامی جمهوریت  په رهبرۍ  دمقاومت د چورلیز  دپوځي توان د ورځ تربلې دزیاتیدا یوه نښه  نندار ې ټه وړاندې کړه .

Image Caption

 

               د۳۳ورځني جنګ یوه بله تر ټولو مهمه نتیجه ،دهغو جنګونو لنډیدل دي،چې اسرائيل ئې  دمقاومت د چورلیز په ضد ترسره کوي ، اسرائيلو  د ۲۰۰۶کال له ۳۳ورځني جنګه وروسته ،په غزې تړانګې کې د مقاومت د مبارزو ډلو  په ضد  پنځه جنګونه  ترسره کړل .د ۲۰۰۸کال جنګ تر ۲۲ورځو پورې اوږد شو ،د ۲۰۱۲کال جنګ یواز ې اته ورځې اوږد شو،او د ۲۰۱۹کال جنګ هم  یوازې دوه ورځې  دوام وکړ . په حقیقت کې له هغو پنځو جنګونو چې اسرائيلو د ۲۰۰۶کال له جنګه وروسته  په غزې تړانګې کې د مقاومت ډلو په ضد وکړل ، یوازې د ۲۰۱۴کال جنګ  ۵۱ ورځې اوږد شو  او په نورو موردونو کې جنګونه تر ډیره حده لنډ شوي او په ترټولو وروستي جنګ کې  چې  د ۲۰۱۹کال په مئ کې  ؤ ، صهیونیسټ رژيم یوازې له دوو ورځو جنګه وروسته  اوور بند  منلو ته مجبوره شو .

  د  اهمیّت وړ خبره داده چې   په ۳۳ورځني جنګ کې د حزب ا..غورځنګ بریالیتوب د تیریګر وحشي صهیونیسټي رژية د  ماته نه خوړلو  د افسانې  په ختمیدا سره پاي ته ورسید، خو  د ۲۰۱۸کال  داکتوبر څلور ورځني جنګ وښودله چې د مقاومت د ډلو دفاعي او یرغلیزتوان تر پام وړ حده زیات شوی دی،ځکه  په دغو څلورو ورځو کې دغزې تړانګې له پلوه  پر نیواکي سیمو څه دپاسه شپږ سوه پنځوس توغندي وویشتل شول  چې ډیر زیات تخریبي قدرت ئې درلودلی دی .  په عین حال کې د مقاومت ډلو دغاښ ماتونکي او پریکنده حملو او ځوابونو  له امله،د غزې تړانګېد شاخوا سیمو په اوسیدونکو صهیونیسټ میشته ښارګوټو کې سخته ویره او وحشت رامینځة کړ . په دې ډول چې ددغو سیمو  اوسیدونکي لږترلږه ۳۵فی صدي صهیونیسټان د توغندوي حملو له ویره مجبوره شول له خپلو کورونو کډه په سر شي .

 ویل کیدلی شي،۳۳ورځنی جنګ،په لویدیځي آسیا سیمې کې د مقاومت د ډلو په مقابل کې د اسرائيلو په ضرر د پوځي انډول د ګډوډيدا پیلامه وه، چې د وخت په تیریدا سره دغه بهیر لا زیات چټک شوی دی .

             که څه هم دصهونیسټ رژيم لومړی وزیر ایهود اولمرت،په ۲۰۰۹کال کې یعني د ۳۳ورځني جنګه درې کاله وروسته دلومړي وزارت له څوکۍ کوز کړائ شو،په ۳۳ورځني جنګ کې ناکامي،دهغه په کارنامې کې د یوه ترټولو بد کړچار په توګه ثبت شوه .

Image Caption

 

د ایهود اولمرت له لومړی وزارته په څنګةکیدا بین یامین نتن یاهو په ۲۰۰۹کال کې قدرت ته ورسید او همغه راز تر دې دمه د اسرئيلو دلومړي وزیر په توه  پاتې دی .که څه هم  دهغه موقعیّت تر ډیره حده لړزانه شوی،په دې توګه چې د ۲۰۱۹کال د اپریل له وارمخکې انتخاباتو وروسته هم د کابینې په جوړولو کې بریالی شوی نه دی  او ټاکل شوې ده ،په تیرو یوازې شپږو میاشتو کې د اسرائيلي پارلیماندوهم انتخابات د راتلونکي ستمبر میاشت  کې ترسره شي .ډيره مهمه خبره دا ده چې  نتن یاهو په تیرو لسو کلونو کې په کرتو هڅه کړې ،  دلبنان دحزب ا...غورځنګ په ضد په ۳۳ورځني جنګ کې  داسرائيلو او اولمرت  ناکامي  د فلسطین د مقاومت د ډلو په ضد  په  کامیابۍ سره جبران کړي  او اسرائيلو ته پوځي قدرت بیرته ورستون کړي ، خو نتن یاهو  هم نه یوازې  دغې موخې ته په رسیدا کې بریالی شوی نه دی، بلکې د هغه د ۲۰۱۸کال د نومبر کابینه د غزې تړانګې په ضد په څلور ورځني جنګ کې له ناکامۍ وروسته سره دړې وړې شوي او هغه د پارلیمان د وارمخکې انتخاباتو ترسره کولو ته مجبوره شوی دی .دا موضوع ښئ چې د مقاومت ډلو په ضد جنګ په نیواکي ټاټوبو په داخل کې پرسیاست او قدرت هم اغیزې شیندلي دي  او ددغې اغیز شیندنې  دپيل ټکی هم د ۲۰۰۶کال  هماغه ۳۳ورځني جنګ ته ورګرځي .

(سیماب)

Image Caption
Image Caption

 

*****************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

کمنټونه