Jan 02, 2020 16:42 Asia/Kabul
  • په تیر میلادی کال کی د فلسطین د نیواکی ټاټوبیو بدلونونه

د لیکود ګوند دننه په انتخاباتو کې د نتانیاهو په بریالیتوب سره مشخصه نده چی په دریم انتخاباتو سره هم د اسراییلو د کابینې د جوړیدا ستونزه اواره شی ځکه چی که نتانیاهو او لیکود په دغو انتخاباتو کی بریالی شی نو جوته نده چی وکولې شی ایتلافی کابینه جوړه کړې شی

صیهونیسټ رژیم په ۲۰۱۹ میلادی کال کی د خپل ۷۱ عمر یو ډیر متفاوت کال تیر کړ . صیهونیسټ رژیم ۲۰۱۸ کال د نتانیاهو د کابینې په ړنګیدا سره پاې ته ورسوه ، خو۲۰۱۹ کال دغه رژیم لپاره د نوی کابینې د جوړولو لپاره په ناکامۍ اوپه یوه کال کی د دریم پارلیمانی انتخاباتو د ترسره کولو لپاره  په فیصلې سره پاې ته ورسید . خبری سرچینو داسراییلو لپاره د  ۲۰۱۹ میلادی کال په شننه کې ولیکل ۲۰۱۹ میلادی کال د صیهونیسټ رژیم لپاره د بی ثباتۍ او د انتخاباتو د بی پاې پړاو کال وو .

صیهونیسټ رژیم د ۲۰۱۸ میلاد یکال په نومبر کې په غزې تړانګې حمله وکړه ، خویوازې له څلورو ورځو وروسته د اوربند منلو ته مجبوره شو . د اوربند منل د ځینو ډلو او شخصیتونو په تیره بیا د هغه وخت د جنګ وزیر او اسراییل زمونږ کور ګوند مشر اویګدور لیبرمین له غبرګون سره مخامخ شو او هغه د نتانیاهو له کابینې د وتلو په ترڅ کې له کابینې د دغه ګوند ملاتړ هم بیرته واخیسته تر څو عملا د نتانیاهو کابینه ړنګه شی . د کابینې له دړې وړې کیدا وروسته  نتانیاهو اعلان وکړ چی وارمخکې پارلیمانی انتخابات به د اپریل په نهمه او اوه میاشتې مخکې ترسره شی .

د اسراییلو وارمخکې پارلیمانی انتخابات د اپریل په نهمه ترسره او د نتانیاهو تر مشرۍ لاندې ایتلاف  په ۳۶ څوکیو سره بریالې شو او د پارلیمان زیاتره څوکۍ یې ترلاسه کړې . له همدې امله د صیهونیسټ رژیم مشر رووین ریولین یو ځل بیا په تیرې لسیزې کې  د پرله پسې څلورم ځل او په وروستیو ۲۳ کلونو کې د  پینځم ځل  لپاره نتانیاهو د لومړی وزارت د څوکۍ  لپاره معرفی کړ . نتانیاهود کابینې د جوړولو لپاره لومړې ۲۸ ورځې فرصت درلود چی په دغه موده کې  له نورو ګوندونو سره د ایتلاف لپاره بریالی شو او همدغه چاره هم سبب شوه چی د کابینې د جوړولو لپاره د هغه فرصت ۱۴ ورځې نور تمدید شو . خو په دغو۱۴ ورځو او ټولو ۴۲ ورځو کې نتانیاهو نوی کابینه جوړه نکړې شوه . د کابینې په جوړولو کې د نتانیاهو د ناکامۍ اصلی علت له اویګدورلیبرمین سره دهغه د لیدتوګې اختلاف وو . اسراییل زمونږ کور ګوند د اسراییلو په پارلیمان کی ۵ څوکۍ درلودې او نتانیاهو هم باید د کابینې د جوړولو لپاره   د ۶۵ غړیو ملاتړ ترلاسه کړې وې ، خو د لیبرمین غوښتنې سبب شوې چی د نوی کابینې د جوړولو لپاره د ایتلاف بڼه غوره نکړی . هغه یو اختلاف چی د اسراییلو د نوی ایتلافی کابینې له جوړولو سره د اړونده خبرو د بندیدا سبب شوې ، په پوځ کې د اجباری خدمت  د هغه  بل په اړه دی چی د تلمودی ښونځیو زده کونکی له سربازۍ معافوی . اویګدور لیبرمین په ایتلافی کابینه کی شرکت له عسکرۍ د ارتدوکس یهودیانو د تل معافیت لغوه کولو سره مشروط کړی دی خو نتانیاهو د ارتدوکس یهودیانو له عسکرۍ د معافیت له ملاتړو دې.

Image Caption

 

نتانیاهو د نوی کابینې په جوړولو کې له ناکامۍ وروسته لیبرمین  په دې تورن کړ چی په خبرو اترو کې په موافقې پسې نه وو . نتانیاهو وویل د یوه کس ځای غوښتنه سبب شوه چی اسراییلیان مجبوره شی یو ځل بیا د رایو صندوقونو ته ورشی .

یو بل مهم ټکې دا دې چی د نوی کابینې په جوړولو کې د نتانیاهو له ناکامۍ وروسته  دوې لارې موجودې وې ، لومړې دا چی د صیهونیسټ رژیم مشر د لومړی وزارت د څوکۍ لپاره بل کس معرفی کړی . دوهم دا چی  د اسراییلود اسراییلو د پارلیمان غړید پارلیمان ړنګولو او بیا انتخاباتو ترسره کولو ته رایه ورکړی چی په نهایت کی د اسراییلو د پارلیمان استازیو  د می په ۲۹ د پارلیمان ړنګولو او د ستمبر په ۱۷ د انتخاباتو بیا ترسره کولو ته رایه ورکړه . د اسراییلو د پارلیمان ۷۴ استازیو دغې غوښتنې ته مثبته او ۴۵ کسانو ورته منفی رایه ورکړه . یوه استازی هم په دغه غونډه کی غایب وو . نتانیاهو چی د کابینې په جوړولو کې ناکامه وو ، د پارلیمان له ړنګولو هرکلې وکړ ځکه چی که داسې نه وی د صیهونیسټ رژیم مشر د کابینې د جوړولو لپاره بل کس معرفی کړی چی دا د هغه د سیاسی ژوند د پاې په معنا وو .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

نتانیاهو د ستمبر د ۱۷ نیټې په انتخاباتو کې د بریالیتوب لپاره د مځکنی پراختیا غوښتنې ، د ټرمپ له ملاتړ ګټه پورته کول ، روسیې ته سفر او همداراز د فضا د امنیتی کولو تکراری تاکتیکونو ته مخه کړی ده . نتانیاهو ژمنه وکړه په انتخاباتو کې د بریالیتوب په بڼه کې د لویدیځې غاړې په صیهونیسټی ښارګیو د صیهونیسټ رژیم حاکمیت پراختیا سملاسی د اردون دره او د بحر المیت شمال د دغه رژیم له ټاټوبی سره الحاق کړی . هغه د کنست له انتخاباتو مخکې د صیهونیسټ رژیم د کابینې وروستۍ غونډه د ستمبر په ۱۵ د غور اردن په سیمه کی ترسره کړه ، په داسې حال کی چی دغه غونډې معمولا په نیواکی قدس کې ترسره کیدلې ، له داسې نیواکګرانه ایډیا د نتانیاهو اصلی هدف د اسراییلی مذهبی اورپکو د رایو جذبول وو .

نتانیاهو د ۲۰۱۹ کال د اپریل د نهمې د انتخاباتوپه شان  هڅه وکړه  د امریکا او روسیې له ولسمشرانو یعنی ټرمپ او ولادیمیر پوتین په انتخاباتو کې د بریالیتوب لپاره استفاده وکړی . ټرمپ د اپریل د نهمې له انتخاباتو مخکې د سوریې په جولان د اسراییلو د حاکمیت په رسمیت وپیژنده ترڅوپه انتخاباتو کې د بریالیتوب لپاره له نتانیاهو سره مرسته وکړی . نتانیاهو هم په خپل یوه ټویټ کې له خپل ملګری په مننې سره ولیکل اسراییلو تراوسه په سپینې ماڼۍ دهیڅ وخت داسې ملګرې ندې درلودلې .

نتانیاهو همداراز د ستمبر په ۱۷ د پارلیمانی انتخاباتو ترسره کیدا  یوه اونۍ مخکې د روسیې سوچی ته سفر او له پوتین سره کتنه او خبرې اترې وکړې .هغه بل تاکتیک چی نتانیاهو په انتخاباتو کې د بریالیتوب لپاره پرمخ نیولی ، د سیمې د فضا امنیتی کول وو. هغه له انتخاباتو مخکې په عراق ، سوریې ، لبنان او فلسطین کې د مقاومت په ډلو په حملې سره دا پیغام منتقل کړ چی یوازې د هغه په مشرۍ کابینه د نیواکی ټاټوبیو د خلکو لپاره امنیت رامینځته کولې شی . په عین حال کی د هغه دا چلولد هغه لپاره اپوټه نتیجه درلوده ځکه چی د لبنان حزب ا... په اسراییلو په حملې سره پریکنده غبرګون وښوده او په نیواکی ټاټوبیو کې ویره حاکمه شوه ، د غزې د مقاومت ډلو هم د اسراییلو تیریو ته  په توغندوی حملې سره ځواب ورکړ او حتی پخپله نتانیاهو هم مجبوره شو چی خپله انتخاباتی وینا نیمه پریږدی او خپل پټنځای ته وتښتی  .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د اسراییلو دوهم پارلیمانی انتخابات د ۲۰۱۹ کال د ستمبر په ۱۷ نیټه ترسره شول چی د بنی ګانتس په مشرۍ د ابی او سپین ایتلاف بریالی شو د پارلیمان ۳۳ څوکۍ ترلاسه کړی  او په ټاکنو کې بریالې شی . د نتانیاهو په مشرۍ لیکود ګوند ۳۲ څوکۍ ترلاسه کړی دی .لکه څرنګه چی ۵۵ استازیو د نتانیاهو او ۵۴ غړیو هم د بنی ګانتس له لومړی وزارته ملاتړ اعلان کړی وو ، نتانیاهو یو ځل بیا د کابنیې په جوړولو مامور شو خو هغه په خپل ټاکلی وخت کی د کابینې په جوړلو بریالی نشو ځکه د صیهونیسټ رژیم مشر بنی ګانتس د نوی کابینې په جوړولو مامور کړ . دا په تیرې یوې لسیزې کې د لومړی ځل لپاره وو چی له نتانایهو پرته بل کس د کابینې په جوړولو مامور شوی وو ، خو هغه هم په ۲۸ ورځو کې د کابینې په جوړولو کی بریالی نشو او نتانیاهو یې هم په کارړنګونې تورن کړ . د صیهونیسټ رژیم مشر دې ځل له پارلیمان ړوغوښتل چی  نوې لومړې وزیر معرفی کړی ، خو پارلیمان هم په دغه کار کی ندې بریالې نشو نو ځکه استازیو یې د دوهم ځل لپاره د دغه اورګان ړنګولو ته رایه ورکړه او مقرره شوه چی د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې پارلیمانی انتخابات ترسره شی تر څو په تیر یوه کال کی دریم انتخابات ترسره شی .

««««««««««««««««««««««««««««««

د لیکود ګوند دننه په انتخاباتو کې د نتانیاهو په بریالیتوب سره مشخصه نده چی په دریم انتخاباتو سره هم د اسراییلو د کابینې د جوړیدا ستونزه اواره شی ځکه چی که نتانیاهو او لیکود په دغو انتخاباتو کی بریالی شی نو جوته نده چی وکولې شی  ایتلافی کابینه جوړه کړې شی . دا وضعیت د بنی ګانتس او د ابی او سپین ایتلاف په ارتباط هم  موجود دې .

د مدار مرکز مشر هنیده غانم هم په دې اړه وایی یو کال وشو چی اسراییل د انتخاباتو په پړاو کې دې . په دغه یوه کال کی ډیرې مسلې لکه بودجه ، داخلی قوانین ، د قاضیانو ټاکل وغیره  ټول له انتخاباتو وروسته ته ځنډول شوی دی .

پای

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه