Jul 07, 2020 12:57 Asia/Kabul
  • د فلسطین دلویديځې غاړې دنیواک پلان،دلیلونه،حقوقي اړخونه او نتیجې

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د فلسطین د لویدیځې غاړې دنیواک او له نیواکي ټاټوبو سره ئې دیو ځای کیدا او د هغو د حقوقي اړخونو او نتیجو په باب له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو. هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

دوستاننو صهیونیسټي تیریګر او نیواکګررژيم په یوې نوې  دسیسې او د خپلو نیواکګرو اقداماتو په دوام کېهماغه راز هڅه کوي د اردن سین د لویدیځې غاړې دیرش فی صدي برخه له نیواکي ټاټوبو سره یوځاي کړي . په دغه  ننني مطلب  کې  ئې پر  حقوقي دلیلونو اونتیجو  غږیږو.

 د صهیونیسټ رژيم لومړي وزیر بین یامین نتن یاهو، د فلسطینیو ډلو او د خلکو د ډيرو مخالفتونو اوجدی ګواښونو،په صهیونیسټي کابینې کې د اختلافاتو او همداراز له نیواکي ټاټوبو سره د لویدیځي غاړې د دیرش فی صدي  برخې دیوځاي کولو د پلان د اجرا دوخت په باب  د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ سره موافقې ته د نه رسیدا له امله  مجبورشوی،دغه پلان د جولائي په لومړۍ نیټه اجرا نه کړياو یوه بل وخت  ته ئې وځنډوي .

 دلته  یوه پوښتنه راپورته کیږي ، چې  د لویدیځي غاړې دیرش فی صدي برخه  ددغې سیمې د څومره نفوسو د اوسیدو ځاي او مساحت لري ؟.د لویدیځي غاړې په دیرش فی صدي برخې کې یو سل دیرش هغه صهیونیسټ میشته ښارګوټي شاملیږي،چې د څه پاسه یوزر شپږ سوه دیارلس کلومیټر په مساحت کې  ئې څه دپاسه څلور لکه  شپیته زره اوسیدونکو ته ځاي ورکړی دی .  په لویدیځي غاړې کې د حایل دیوال دننه  په څه پاسه  درې نیم لکه نفوسو سره  ۵۲ ښارګوټي ،او له کلائي بهر هم په یولک نفوسو سره  ۷۸ښارګوټي  پکې  شامل دي .

Image Caption

 

                     دوستانو له نیواکي ټاټوبو سره د اردن سین د لویدیځي غاړې د دیرش فی صدي برخې د الحاق یا یو ځای کولو لپاره  د صهیونیسټانود زیاتوټينګارونو او دباؤنو په باب هم څو مهم دلیلونه شته دي .

 لومړی دلیل ئې د صهیونیسټ رژيم له هویّت او ذات سره اړوندیږي.صهونیسټ رژيم د ذات او هویَت له پلوه،یو نیواکګر رژيم دی،ځکه چې   اساس ئې د فلسطیني ټاټوبي پر نیواک او غصبولاړ دی او نیواکګرۍ ته ئې ګروهنه هم لامحدوده ده . په  دې اساس له دې ورتیر چې د صهیونیسټ رژيم   د کابینې مشر څوک وي،دغه رژيم د لازیاتو فلسطینیو ټاټبو نیواک  ته  هماغه راز دوام ورکوي .

دوهم دلیلئې هم په نیواکي ټاټوبو کېله اوسنیو داخلي چیلنجونو او ددغه تیریګر رژيم د لومړي وزیر نتن یاهو د شخصي موقعیّت په خطرې کې له لویدو سره  اړوندیږي . صهیونیسټ رژيم د ۲۰۱۸کال  په وروستیو کې د بین یامین نتن یاهو  د کابینې د  دړې وړې کیدا او له دې وروسته ئې سیاسی بندون ته د رسیدو شاهد ؤ .دغه سیاسی بندون ددغه نیواکګر رژيم د درې ځله پارلیماني انتخاباتو  له ترسره کیدا  وروسته هم  پاي ته ونه رسید او یوازې د  انتخاباتی نتیجو د باطلیدا اړخونه او  کرونائي بحران ،د کابینې د جوړولو لپاره د لیکوډ ګوند د مشر نتن یاهو او د سپين او شنۀ ګوند د مشر بنی ګانټز د  اجباري موافقې سبب شول .

دریم درلیل  ئې هم  په امریکا کې د ډونالډټرمپ د  ولسمشرۍ د څلورکلن پړاؤ پاي ته نزدیکیدا ده .ټرمپ په تیرو څلورو کلونو کې د پيړۍ د توکمپال  پلان په چوکاټ کې د صهیونسټ رژيم  دګټو او غوښتنو په لړ کې  ډير مهم ګامونه پورته کړي دي،چې په هغو کې  دصهیونیسټ رژيم د نوي پلازمینې په توګه د قدس د په رسمیّت پيژندنه،له تل ابیبه قدس ته د امریکا د سفارت منتقلول،او همداراز د سورئې د جولان پر لوړو دصهیونیسټ رژيم  دحاکمیّت په رسمیّت پیژندل دي.بین یامین نتن یاهو په دې اندیښمن دی،چې  ډونالډټرمپ د امریکا د۲۰۲۰کال د ولسمشرۍپه انتخاباتوکې د خپل سیال  ډيموکراټيک  کاندید جوزف بایډن  په مقابل کې  ماته  وخوري . پر دې اساس نتن یاهو هڅه کوي،له نیواکي ټاټوبو سره د لویدیځي غاړې د دیرش فی صدي برخې الحاق یا یوځاي کیدا د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو له ترسره کیدا مخکې اجرائي کړي . 

Image Caption

 

          دوستانو لکه څنګه چې پوهیږئ  د الحاق یا یو ځاي کیدا معنا دا ده چې یو حکومت د بل حکومت یا ټاټوبي درسته یا ځینی برخه په ضمیمه کولو سره  دا د خپل ټاټوبي په څیر وګڼي.د ۱۹۰۷کال  دهیګ  محکمې په لومړني څلورم الحاقي پروټوکول  او هم د ۱۹۴۹ کال د جینوا په څلور کنونشن او ورسره هم د ۱۹۷۷کال  په لومړني الحاقي پروټوکول  کې له نیواک سره ځیني اړونده مقررات او قوانین شته دي .د نړیوالو حقوقو په اساس د الحاق یا یوځاي کیدا رواوالی،یوازې  هغه وخت مطرح کیدلی شی،چې د سولې دتړون له لارې  او البته د برخلیک د  ټاکنې  د حق : په  چوکاټ کې د یوه ریفرنډم یا ټول پوښتنې په ترسره کیدا رامینځةکیدلی شي .

دغو مقرراتو تهپه پام سره باید ووئیل شي،له نیواکي ټاټوبو سره د لویدیځي غاړې ددیرش فی صدي برخې د یوځاي کولولپاره د صهیونیسټ رژيمهڅه، کوم قانوني حیثیّت نه لرياو یوبشپړ غیر قانوني اقدام حسابیږي.رژ

پر دې سربیره،د نیواک یا یوځاي کولو طرحه یو توکمپال پلان دی،چې د نیواکي ټاټوبو پر هستوګنو فلسطینیانو  په سترګو پټولو سره،د دوي کورونه او کرهڼيزې مځکې دیهودیانو په اختیار کې  ورکوي .په حقیقت کې، د نیواک یا الحاق پلان د صهونیسټ رژیم د توکمبالنې دوام دی او توکمپالنه هم د ډيرو نړیوالو قوانینو او مقرراتو او سندونو په اساس غیر قانوني ده .په عین حال کې  د الحاق  یا یو ځاي کیدا لپاره د صهیونیسټ رژيم  اقدام، د ملګروملتو د پریکړه لیکونو پشمول له نړیوالو قوانینو او مقرراتو سره په بشپړ  او ښکاره تضاد کې  دی .  په همدې اساس د لویدیځي آسیا  او شمالی ا فریقا  په چارو کې د بخښنې دنړیوالې  ادارې د سیمه ایز دفتر مرستیال صالح حجازي،له لویديځېغاړې د ځينو برخو د الحاق یا یوځاي کیدا د پلان د عملي کولولپاره دصهیونیسټ رژيم دوامدارې هڅې،نړیوالو قوانینو اومقرراتو ته ددغه نیواکګر اوتیریګر رژيم  بې پامي بللې ده .

                  له سیاسی پلوه  هم د الحاق لپاره د صهیونیسټ رژيم اقدام،هیڅ رواوالی نه لري. ځکه چې  لږترلږه  په ۱۹۹۳کال کې  د اسلو د موافقې په اساس ، د فلسطین د کورواکه حکومت  په جوړیدا سره ددغه هیواد دوې برخې ،یعني د غزې تړانګې او  د لویدیځي غاړې  دوې برخې (یعني د فلسطین د  خاورې کابو شل فی صدي خاوره )  ددغه حکومت په اختیار کې ورکړل شوه . اوس صهیونیسټ رژيم  لویدیځي غاړې ته تمه دارې سترګې غړوي اوهڅه  کوي د ۱۹۹۳کال د اوسلو پر موافقې سترګې پټې کړي او تر پښو لاندې ئې کړي . په همدې دلیل هم د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو اعلان کړی دی، د لویدیځي غاړې د ځينو برخو  دالحاق یا نیواک دپلان داجرائي کیدا په بڼه کې به له امریکا او صهیونیسټ رژيم سره دسولې  درستې موافقې لغوه کړي.

Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

په هرحال ، په پاي کې دا چې ،بین یامین نتن یاهو د الحاق یا نیواک  د پلان اجرا لغوه کړې نه ده ،بلکې  ځنډولې ئې ده،پردې اساس صهیونیستي نیواکګر او تیریګر رژيم هڅه کوي  دغه پلان په یوه مناسب وخت کې اجرا کړي.ددغه پلان اجراهماغه ډول چې  بیلابیلو فلسطینیو ډلو خبرداری ورکړی دی چې په ځان پسې به له صهیونیسټ رژيم سره د فلسطین په اړیکو کې   پراخ ګډوډي او بې ثباتي  ولري .

په عین حال کې  په لویدیځي آسیا او شمالی افریقا کې د بخښنې د نړیوالې ادارې د سیمه ایز دفتر مرستیال صالح حجازي وئیلي دي،دغه شان سیاستونه ،(یعني د الحاق یا نیواک پلان)د نړیوالو قوانینو تر امرلاندې  د ټاټوبي او د هغو د اوسیدونکو قانوني وضعیّت،د یهودي کولو په دوام کې ئې دیره کړي دي،د نیواکګر په توګه هیڅ شی نه بدلوی او د نیواکګر په توګه د صهیونیسټ رژيم مسئولیّت  له مینځه نه وړي،بلکې د ځنګل قانون نندارې ته وړاندې کوي چې اوس باید زمونږ په دنیا کې  هیڅ ځاي  ونه لرل شي .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

کمنټونه