Jun 02, 2021 12:54 Asia/Kabul
  • په تیرې  اونۍ کې د افغانستان  او پاکستان ځيني مهم بدلونونه

د تهران دپښتو خپرونې  خوږو مینه والو په دې شیبو کې  په تیرې اونۍ کې  د  افغانستان او پاکستان  دځينو مهمو پيښو په اړه د اونیز پروګرام له نننۍ برخې سره ستاسو په خدمت کې دی . په پيل کې په تیرې اونۍ کې ځينو مهمو پيښو ته یوه ځغلنده کتنه کوو ،او په پاي کې هم درته د ځينو موردونو په باب تحلیلی برخه هم درآوروو . نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

له روسیې د پوځي وسلو د اخستو لپاره د افغانستان چمتووالی

//*/*/*/*/*/

 د افغانستان  د ملی امنیت د سلاکار  له خوا په دغه هیواد کې په نیابتي جنګ د پاکستان تورنیدا.

**//*/*/*/*/

په افغانستان کې دس ولې خبرواترو ته دجدي تاوان رسیدا په باب  ددغه هیواد خارجه وزیر دریځ

*/*/*/*/*

 او په سیمې کې د امریکاله پوځي مرکزونو جوړیدا سره د مخالفت لپاره د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو د طالبانو غوښتنه،په تیرې اونۍ کې د ا فغانستان او پاکستان ځيني مهمې پيښې وې او اوس مو هم رابولوو ، د ځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته .

             دوستانو له افغانستانه د امریکائی عسکرو له وتلو سره په یووخت ،په کابل کې په یوې ناستې کې ددغه هیواد یوشمیر  داخلي او بهرنیو  دیني عالمانو پوهنتوالو او  سیاستوالانو  په افغانستان کې  د امریکا شل کلن پوځي شتون  پایلې وارزولې .

 په دغه سیمنار کې  ګډون کونکو  په افغانستان  او سیمې کې  ددغه هیواد دشتون دلیل د جهانخوارې   امریکا پراختیا غوښتنه  بللې او  وئيلي ئې دي ،  افغانستان په   درستو سیمو کې  د نښتو زیاتیدا  او سختیدا او دترهه ګرو حملو څپې  ددغه شتون پایلې دي .

 ګډونوالو ټينګار کړی،امریکا د سولې اوامنیت د تامینولو په پلمه په افغانستان لښکر کشي وکړه،خو په دغه هیواد کې جنګ جګړې  بې ثباتي او د نشه ایزو موادو قاچاق لازیات او ډير شوی دی .

  په بیلابیلو اړخونو کې په افغانستان کې  د امریکائي پوځیانو شل کلن شتون ته کتنه ښئ چې سپينې ماڼۍ ددغه هیواد په دوه لیسزې نیواک کې یوه ماته خوړلي کارنامه پريښودلې ده .  امریکاپه ۲۰۰۱کال کې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه دغه هیواد ونیوۀ او  د افغانستان په جنګ کې   د ناټو موسیسې دغړو هیوادونو له ګډون سره سره ، په دغه جنګ ځپلی هیواد کې  په څه دپاسه یولک پنځوس زره پوځيانو په شتون سره  دامنیت په تامینولو  او دغه راز د افراط پالنې په کنټرولولو کې  ناکامه شوي دي .

 په افغانستان  کې د امریکا د شتون په کلونو  کې  نه یوازې په دغه هیواد کې  ترهه ګري او تاؤتریخوالی  ختم شوی نه دی ،بلکې  افراط پالنه او تاؤتریخوالي لمن لاپراخه شوي ده او پر طالبانو ډلې سربیره ، د اعشي تکفیري ترهه ګره ډله  هم  په افغانستان کې د امنیت او ثبات له خطرې سره په مخامخولوکې په یوې نوي بلا بدله شوې ده .

 په بله معنا ، په افغانستان کې د امریکا او ناټو شتون  لامل شوی ،څو  په دغه هیواد کې د ترهه ګرو ډلو د فعالیتونو لپاره لازیاته زمینه برابره شي  او ددغه هیواد د ولس ژوند  لازیات له خطرو سره مخ شي .

            امریکا په افغانستان کې له ترهه ګرۍ سره  دمقابلې لپاره پخپلو ژمنو نه یوازې کوم عمل نه دی کړی،بلکې د خپلوسرو اقداماتو او کرغیړنو فعالیتونو په ترسره کولو سره  ئې دهوائي   او مځکنیو عملیاتو او بمباریو له لارې  ددغه هیواد د لسګونو زره  بې ګناه خلکو ژوند هم تباه کړی دی .

 امریکا په افغانستان کې  دجنګ په اوږدولو سره  ددغه هیواد اقتصادي بیخ بینائي تاسیساتو ته ویجاړونکي  تاوانونه رسولی دي  چې  دغې موضوع په افغانستان کې  تولیدي ظرفیَتونو ته لازیات   تاوان رسولی  او دغه ظرفیَتونه ئې د تولیداتو دترسره کولو له ردې بهر  کړي دي .

 په کلتوري او ټولنیزو ډګرونو کې  هم  په افغانستان کې    پراخې ناکرارۍ  او د  جنګي شرائطو شتون  لامل شوی څو په دغو دوو برخو کې کریډیټونه مخ په وده بهیر ونه لري  او دمعارفو برخه هم  له جدي خطرو سره مخامخ شوې ده . 

 دکابل ښار په ګڼې ګوڼې سیمې کې د انجونو د ښونځي په وړاندې وروستۍ ترهه ګره پيښه  چې د لسګونو  زده کونکو او بې ګناه عامو خلکو سبب شوي ،  د کلتور او زده کړې د ډګر لپاره ئې مرګوني خطرې هم رامینځةکړي دي .

 امریکا  په افغانتسان کې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې  پر تشو او چټي  ژمنو سربیره ، ژمنه کړې وه چې  په دغه هیواد کې به د نشه ایزو موادو کښت او قاچاق هم پيزواني کوي ، خو نړیوال راپورونه ښئ  چې  په افغانستان  کې  د امریکا او ناټو د شتون له وخت راهسې  په دغه هیواد کې د  کوکنارو  او نورو نشه ایزو توکو کښت او تولید څلور برابره زیات شوی دی .

 په داسې شرائطو کې چې ، د امریکا ولسمشر جوزف بایډن  ژمنه کړې څو د ستمبر  پورې  د افغانستان له خاورې خپل پوځونه وباسي ، ، په افغانستان کې د امریکا او ناټو د شتون   ویجاړونکو پایلو ارزونه ،تر کلونو کلونو پورې   په دغه هیواد کې د بهرنیو عسکرو د  ناکامیو او  دهغوي د شتون د اړخونو  په زمینې کې د دقیقو څیړنو او ارزونو لپاره  د څيړاندو   لاسوند کیدلی شي .

             د افغانستان دخارجه وزارت سیاسی مرستیال دخپل هیواد په بهرني سیاست کې  دایران پر اهمیّت په ټينګار سره ، له بین الافغاني خبرواترو څخه دتهران  ملاتړ ډير مهم بللی دی .

  میرویس ناب  پّ کابل کې د ایران له سفیر  بهادر امینیان  سره په کتنې کې  د سولې د بین الافغاني  خبرواترو ، امینیتي  اوسیاسی حالاتو په باب  خبرې اترې کړي دي .

  په دغې کتنې کې دواړو لورذو دکابل  او تهران ترمینځ دپوله ایزو ،کلتوري، اقتصادي او سیاسی ملګرتیاؤ د لازیاتې پراختیا او دغه راز  ددواړو هیوادونو ترمینځ د ګډ اقتصادي کمیشن د غونډې دترسره کیدا په باب  دنظر تبادله هم کړې ده .

 بهادر امینیان  په دغې کتنې کې  د ایران او افغانستان د خلکو او حکومتونو ترمینځ  ژورو تاریخي او کلتوري اړیکو او ملګرتیاؤ ته په اشارې سره ،   په افغانستان کې د  جنګ جګړو د ختمیدا ، سولې  اوثبات ته درسیدا  لپاره له روانو خبرواترو   په ملاتړ او په مختلفو برخو کې د  افغانستان له حکومت او ولس سره  دتهران د ملګرتیاؤ په  دوام ډاډ ورکړی دی .

  له طالبانو ډلې سره د افغانستان  دحکومت  د سولې د خبرواترو له بهیره  په ملاتړ  کې د ایران پر مهم رول د افغانستان دمرستیال خارجه وزیر ټینګار ، په دغو خبرواترو کې د ایران د لوبونکوي مهم رول په باب د کابل دحکومت د مثبت دریځ  او همداراز په سیمه ایزو مسئلو  او بدلونونو کې د ایران د ځائيګي او رول لوبونې له امله دی .  په تیرو دوو کلونو کې  ایران د افغانستان  له حکومت سره په بشپړ  غږملتیا کې  په افغانستان کې  د دایمي اوربند دټينګیدا  او دجنګ دختمولو په لاره کې  د حرکت او دسولې له بهیر سره  د یوځاي کیدا لپاره   د طالبانو ډلې دراضي کولو لپاره  ددغې ډلې  له سیاسی پلاؤ سره  غونډې ترسره کړي دي ، چې د کابل  دچارواکو له نظره  دغه اقدام  په افغانستان کې ثبات او آرامښت له ټينګیدا سره د مرستې لپاره  یو مثبت او اغیز شیندونکی ګام بلل شوی دی .

 د ایران اسلامی جمهوریت  په افغانستان کې  د جنګ دختمولو او دسولې له ټينګیدا سره  دمرستې لپاره  دخپل اصولي سیاست په دوام کې  تل هڅه کړې ده ،  په دغه هیواد کې د سولې  دخبرواترو له لورو  سره  په تماس او خبرو سره،  د افغانستان د  قومونو او پرګنو  ترمینځ  دسولې  دخبرواترو  او  تفاهم  او د تل پاتې اوربند ډ ټينګیدا  لپاره زمنیه برابره کړي ، چې دغه بهیر ته هماغه راز دوام ورکوي .

ایران  د افغانستان د حکومت  او طالبانو ډل پشمول  په دغه هیواد کې د جنګ د ښکیلو لورو  په وسیله  په  افغانستان کې د اوربند ټينګیدا د سولې د نهائي موافقې لپاره  د اصولي لارو چارو دترلاسه کولو لپاره د متقابل اعتماد درامینځةکولو په لاره کې یو ټاکونکی اقدام ګڼي  او دبین الافغاني خبرواترو په فضا کې دتاؤتریخوالو اوناکراریو دوام  ددغو خبرو د مثبتو نتیجو لپاره  یو ډول خطرناک زهر  ګڼي .

            په داسې شرائطو کې چې  د افغانستان د سولې خبرې اترې  دطالبانو ډلې د زیات غواړي دریځونو په دلیل بندون ته رسیدلي دي ، خو ایران  هماغه راز  ددغو خبرواترو د احیاء او ددغه بهیر د کامیابولو  لپاره  خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي .

 په وروستیو میاشتو  کې  د افغانستان له مختلفو چارواکو سره  د ایران د مسئولانو  کوټلي او دوامدارې مشورې  په دې زمینې کې ددغو اقداماتو یوه واړه شان ته برخه ده .

 دا یران دا سلامی جمهوریت له نظره،  په افغانستان کې قدرت ته درسیدا لپاره  طالبانو ډله باید خپل جنګي سیاست څنګةه کړي او په دغه هیواد کې  وسلوالې شخړې پریږدي  او  ولسی رایو ته مراجعه وکړي . ددغه شان سټراټژيکې ملاحظې ته په پام سره ده چې  د ایران دملی امنیت د لوړې شورا منشي علی شمخاني   د طالبانو ډلې له یوه پلاوي سره  په څو میاشتې مخکې کتنې کې  په دې ټکي ټينګار کړی ، چې  ایران به هیڅکله هم  هغه بهیر  چې  وغواړي ،  په افغانستان کې  په جنګ  سره  واکوالۍ ته ورسیږي ، په رسمیّت

ونه پيژندي .

 په سیاسی قدرت کې د ګډون لپاره  د  خلکو رایو ته  د رجوع کونې د ضرورت په باب د ایران کړچار  دهغه سټراټژيک چوکاټ   په اساس  دی چې  د افغانستان حکومت    دسولې دخبوراترو په باب په وړاندې درلودلی  او دا  قدرت ته درسیدا لپاره د طالبانو ډلې لپاره  یوازینۍ ممکنه لاره  ګڼي .

              پاکستان  په دغه هیواد کې  د امریکا  دهرډول پوځي مرکز او یا پوځي اډې شتون په کلکه رد کړی  او  پّ دې باب ئې ګمانونه او خوبونه چټي او غیر مسئولانه بللي دي .

 د پاکستان او امریکا د ملی امنیت د سلاکارانو له یوه نااعلان شوي لیدوکاتو سره په یووخت د پاکستان دخارجه وزارت ویندوي  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  امریکائي پوځیانو ته د هرډول پوځي مرکز د ورکولو لپاره د اسلام اباد دفیصلې  په اړه  په مطبوعاتو کې  ګمانونه او خیالونه  بې اساسه او چټي بللی دي . 

 زاهدحفیظ چوهدري زیاته کړې ده،په پاکستان کې  د امریکا هیڅ یوه هوائي یا پوځي  اډه نشته  او دغه شان وړاندیز هم اټکل شوی هم نه دی . دپاکستان د خارجه وزارت ویندوي  ټينګار کړی  دی ،  په دې باب هر ډول حدس او ګمان  بې اساسه  بې اساسه او غیر مسئولانه  دی او باید ورڅخه  ډډه وشي .

 په پاکستان کې  دپوځي مرکز یا اډې  دجوړولو او یا د ورکولو لپاره  له امریکا سره د پاکستان  د هرډول موافقې دروغ بلل  له دې وروسته  اعلان شوي دي ، چې  دسیمې ځينو رسندویو  راپورونه ورکړي چې  امریکا له افغانستان سره په پولې کې د پاکستان  په شلوزان او تری مینګل سیمو کې د پوځي مرکزونو په جوړولو لګیا ده .

تر راتلونکي ستمبر پورې  له افغانستانه دامریکائي پوځيانو د ویستلو لپاره  د امریکا د ولسمشر جوزف بایډن  د فیصلې له اعلان راهسې ،  په پاکستان  کې د پوځي مرکز  دجوړولو او یا په ترلاسه کولو لپاره  د سپينې ماڼۍ د پلان په باب ډير ګمانونه او ارزونې مطرح شوي دي .

 د امریکا ځينو سیاسی ا و پوځي  چارواکو  په وروستیو اونیو کې  د پاکستان له  نامې اخستو پرته  البته ټينګار کړی ؤ چې پر افغانستان  د څارنې لپاره  امریکائي پوځيان باید د افغانستان په ګاونډ کې  په یوه مرکز کې دیره شي .

که څه هم د  امریکا چارواکو     له افغانستانه له وتلو وروسته  په پاکستان کې د خپلو پوځي تجهیزاتو او ځواکونو د یوې برخې د ساتلو د ټاکنې په توګه د دغه هیواد  نامه نه ده یاد کړې،خو په وروستیو میاشتو کې  له افغانستانه  پاکستان ته د امریکائي پوځيانو دتجهیزاتو د منتقلولو په باب ځيني راپورونه خپرۀ شوي دي چې دا موضوع  دسیمې د رسندویو د پام په مرکز بدله شوې ده .

                په پاکستان کې دامریکائي پوځيانو او دهغو دتجهیزاتو د یوې برخې د دیره کیدا په باب د پاکستان په ګوندونو  او خلکو کې شته حساسیتونه  تر دې حده زیات دي چې  سپينې ماڼۍ ته  دپوځي مرکز یا پوځي اډې د ورسپارلو  د احتمال په باب  د خبرونو او راپورونو یوازې په خپریداسره ، ډير زر  د پاکستان  چارواکو ورته غبرګونونه ښودلې او دا موضوع ئې دروغ بللې ده  .

 له دې مخکې هم د پاکستان خارجه وزیر  عربستان ته له رسمي سفره په ستنیدا پسې  له افغانستانه دامریکائی عسکرو  له وتلو وروسته دغه هیواد ته په پاکستان کې د هوائي اډې د ورکولو په باب دځينو ګمانونو  په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې  وئیلي وو، دغه موضوع  یوازې دګمانونو ترحده ده  او  اسلام اباد   امریکا ته د پوځي مرکز د ورکولو لپاره  هیڅ ډول فیصله نه ده کړې.

 امریکا  کابو نهه کاله مخکې مجبوره شوې ،  په پاکستان کې  خپل تر ټولو وروستی پوځي مرکز  هم  دغه هیواد ته وسپاري  چې دا موضوع  له واشنګټن سره داړیکو په منظمولو کې  د  خپل  هیوادله حکومته دپاکستان د ولس یوه اصلي غوښتنه وه  . 

په داسې شرائطو کې چې  له افغانستانه  دامریکائي عسکرو له وتلو وروسته  په پاکستان کې د امریکائي پوځيانو بیرته دشتون احتمال  زیات شوی دی ، په دې باب  دپاکستان په خلکو کې  اندیښنې یو ځل بیا زیاتې شوي دي .

له امریکائي  پوځیانو سره په جنګ کې  په پاکستان کې د تاؤتریخوالو د پراختیا لپاره د طالبانو پشمول د  افراطي ډلو دانګیزې دزیاتیدا له امله  د ناکراریو  ډيریدا د پاکستان په خاورې کې د امریکائي عسکرو  دبیا شتون په باب د پآکستانیانو  یوه جدي اندیښنه ده .

 په دې زمینې کې  له فیصلې سره په پاکستان کې  د امریکائي پوځيانو د هر ډول مرکز  جوړونې  له دروغ بلل کیدا سره سره ، البته  په جینوا کې   له خپل پاکستاني همڅنګ سره د امریکا د ملی امنیت دسلاکار وروستۍ کتنې ، په دې  باب پر اسلام اباد  دسپينې ماڼۍ ددباؤنو په اړه اندیښنې زیاتې کړي دي.

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه