Jul 03, 2021 17:08 Asia/Kabul
  • بي نقابه امریکا

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د بې نقابه امریکا نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې  یوو ، په پیل کې درته  ددغه هیواد داخلی سیاسی ، اقتصادي  او ټولنیزو پیښو په باب یوه لنډه خلاصه  درآورو او ورپسې مو هم د ځينو موردونو په باب دتحلیلي  برخې اوریدو ته مو رابولوو، په دې هیله چې د استفادې وړ مو وګرځي .

 

په امریکا کې  د ژورو درزونو په شتون دجوزف بایډن اعتراف

*/**/*/

په امریکا کې د هستوګنې د ځایونو دبیّو لوړیدا

*/*/*/*/*/

له افغانستانه د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو د وروستۍ ډلې ویتسل، په تیرې اونۍ کې  د بې نقابه امریکاځيني بدلونونه  ؤ، اوس مو هم رابولوو، دځينو موردونو په باب د تحلیلی برخې آوریدو ته .

         د امریکا ولسمشر  جوبایډن  د تیرې سه شنبې په ورځې په یولړ څرګندونو کې په امریکا کې د ژورو درزونو په  شتون په اعتراف سره  ټینګار کړی  او وئیلي ئې دي ، کله چې  ما پنځه میاشتې مخکې لوړه وکړه ، نو  دامریکا  دمتحد کولو لپاره مې درستې هڅې وکارولې . مونږ   په دیرو موضوعګانو کې سره  درز او اختلاف لرو ، چې په هغو کې باید په امریکا کې د بیخ بینائيو د بیارغاونې په باب د وو ګوندونو  اساسي اختلافاتو ته اشاره  وکړو. د امریکا ولسمشر د خپل هیواد دبیخ بینائي ویجاړ جوړښت ته په اشارې سره  ووئيل ، په امریکا کې  د هر سړک او سترې لارې په هرو پنځو میلو کې یو میل  په ډیر بد وضعیّت کې دی . البته  دځينو ایالتونو حالات  له دې لا خراب دي .د امریکا زیاتره پلونه  جوړونې او بیا رغاونې ته اړتیا لري .دامریکا کې د لس میلیونو کورونو  د اوبو نل لیکې  یا پایپ لاینونه  په سرَبو  ککړ دي . په درست هیواد کې کابو څلور لکه ښونځي په سَربو  ککړو اوبو سره  مخامخ دي .  جوبایډن  نیّت لري ، دبیخ بینائي تاسیساتو  د بیا رغاونې لګښتونه ، تر پام وړ پورې زیات کړي .  د امریکا ولسمشر وئيلي دي ،زه ،  دخپل اقتصادي پلان  د تصویبولو لپاره  له کانګرس سره تعامل ته ژمن یم . په داسې حال کې چې  مخکنیو ولسمشرانو ،یعني ډونالډټرمپ  او باارک اوباما  نه دي توانیدلي ،  په دې زمینې کې د بجټ   ترپام وړ حده د زیاتولو لپاره په کانګرس کې  لازم ملاتړ  ترلاسه نه کړائ شو .  د بایډن حکومت  په پیل کې هڅه کړې ده د امریکا د سترو لارو  او بیخ بینائي تاسیساتو  د ښه کولو لپاره د دوه زره پنځه سوه میلیارډ ډالرو په ارزښت  مسوده تصویب کړي .په عین حال کې ،  په کانګرس کې د جمهوری غواړو په خنډ جوړونې سره دا اندازه تر یو زر دوه لکه میلیارډ ډالرو پورې راکمه  شوه .تردې دمه د امریکا د مشرانو جرګې دجمهوری غواړي لوري  رهبر میچ مک کانل   له دغه پلانه ملاتړ ته  حاضر شوی  نه دی . دا  چاره  د هغه لوي درز ښودنه کوي ،چې  د امریکا د حاکمیّت په داخل کې حتی  ددغه هیواد  د بیخ بینائي تاسیساتو د بیارغاونې په زمینې کې  شته دی.داپه داسې حال کې دي چې د جوبایډن پشمول د امریکا حکومتونه  ددې په ځاي چې پوځي بودجې په کمولو سره، د بیخ بینائي تاسیساتو په تیره بیا د پلونو، سړکونو، د اوبو او پریښنا د رغونې لپاره  لازمو مالی سرچینو بیلولو ته مخه کړي ،هر کال  دامریکا پوځي بودجه یا بجټ  ئې د پوځي او صنعتي کمپلیکسونو د ګټو لپاره  زیات کړي دي .

  د سیاسی  او امنیتی چارو یو کارپوه سید احمد موسوي  وائي،په هغې نړۍ کې  چې  چین او لویدیځي هیوادونه او  پراختیائي هیوادونه د بیخ بینائیو په زمینو کې خپلې پانګونې زیاتوي، متحده ایالات په مخالف پلوۀ کې مخکې تللی او د یوه داسې تیت پرک او دړې وړې شوي ملت لپاره ئې  چې  اوس د بدلون  لپاره   ئې په ناامیدۍ سره ، د پورونو په درباب کې ډوب شوی دی ، یوازې د ویجاړئ او ورانئ میراث پريښودلی دی .

     د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخه نیونکي  مرکز  دجون په ۲۴ نیټه د کرائې دکورونو د عمومي خالي کونې ممنوعیّت  د جون له دیرشمې،د جولائي تر  یودیرشمې نیټې پورې تمدیدکړ.خو له دغه اقدام سره سره،  کارپيژاندي،د هغو له پنځو میلیونو  او اوه لکه رانیولې تر اوه میلیون امریکائيان وپه باب اندیښمن دي ، چې د کرایو  ورکول ئې ځنډیدلي دي .د کورونو دکرایو د نه ورکولو په دلیل د کرائې د  کورونو  له خالی کولو سره په ارتباط کې  دفیډرل محدودیَتونه، د ۲۰۲۰کال په لومړنیو کې  د کروناویروس له هراړخیزې خوریدا سملاسي وروسته اجرا  شول . ددې مقصد لپاره په نظر کې   نیول شوی لومړني قانوني مهلت ، د همدې کال د جولائي تر وروستیو  پورې اجرا  شو .  د ارمیکا د  ناروغیو دکنټرولونې او مخنیونکي مرکز  د ۲۰۲۰کال په ستمبر کې  به دې زمینې کې خپل هغه ممنوعیتونه اجرا کړل  چې ټاکل شوې وه  دجون په  دیرشمه پاي ته ورسیږي ، خو ددغه مرکز مشر تیره اونۍ  دغه نیټه دجولائي تر یو دیرشمې نیټې پورې تمدید کړه . ارزونې ښئ، په درستې امریکا کې د بې کوره کسانو د شمیر د ناڅاپي زیاتیدا دمخنیوي ضرروت ته په پام سره ، د کورنو د خالی کولو زیاتیدا به ، د کروناویروس لازیاته خوریدا په ځان پسې ولري .  داپه داسې  حال کې دي چې د کورونو خاوندانو  ددغه ممنوعیّت په تمدیدیدا  اعتراض کړی  او د فیدرل لوړې محکمې ته ئې دیوه لیک په لیږدولو سره وئيلی دي ، ددغه ممنوعیّت په چوکاټ کې هره میاشت څه دپاسه دیارلس میلیارډ ډالري تاوانونه ئې زغملی دي  او  دیوه بل کال لپاره ئې  د دوام په بڼه کې به دغه تاوانونه دوه سوه میلیارډ ډالرو ته ورسیږي .د امریکا اوسیدونکي د کروناویروس دخوریدا په پړاؤ کې د هستوګنې د پورونو په دلیل،د بې کوره کیدا  له خطرې سره لاس او ګریوان دي . نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې زمینې کې لیکلي دي،په میلیونونو امریکایان  د حکومت له مرستو سره سره،د کورونود کرایو او په دې اړه د پورونو د ورکولو  وړتیا نه لري .کانګرس  د  کورونو دکرایو د ورکولو  ددرولو لپاره د جولائي تر لومړۍ نیټې پورې ،کابو څلویښت میلیارډ ډالري کریډیټ  بیل کړي دي . 

د ها رورډ هستوګنې څيړنیز مرکز  دیوه راپور په اساس  چې د ۲۰۲۱کال دجون په مینځیو کې  خپور شوی،د متحده ایالاتو  دهستوګنې بازار  په دوو لارو ویشل شوی دی . په داسې حال کې چې  ځیني کورنیو خپل کورونه پخپلو غونډو کرائ شوو پیسو  او پانګې سره  په کرونائي قرنطینه  پړاؤ کې اخستي دي،ځیني نور هم  په دغه پړاؤ کې د پورونو او د بیروزګارئ په دلیل خپل کورونه له لاسه ورکوي،د  کورونود کرایو د نه ورکولو په دلیل د کورونو  په خالی کولو کې دځنډ راوستل ، چې  د ۲۰۲۰کال په مارچ کې  اعلان شوي ، دجون میاشت په پاي کې ختمید، او وروسته  د امریکا کابو  اوه میلیون ښاریز به د خپلو کورونو د له لاسه ورکولو خطرې سره مخ کیدل ، خو دغه نیټه د جولائي تر یودیرشمې پورې تمدید شوې ده . د کارپيژاندو په وینا، زیاتره امریکایان د هستوګنې د کورونو د راتلونکو میاشتو  د کرایو د ورکولو لپاره د بودجې د بیّلولو وړتیا نه لري ، ځکه د شیانو  دا خستو او د هغو خدماتو لپاره  چې بیّې ئې زیاتې شوي دي ، دحکومت له خوا   د بیروزګارۍ د بیمې او مرستو ترلاسه کول   ، لګولي دي . د ایالتونو شلو څارنوالانو  د ډله ایزو ویستنو  د بې مخینې څپې له ویرې ، د متحده ایالاتو له لوړې محکمې غوښتي دي چې  د کرایو د ورکولو درول دې نوره هم تمدید کړي . د کارپيژاندو په اند  د هستوګنې د کورونو د نه درلودلو غمیزه به د  هیواد پر تور پوستو ښاریزو ډيزې زیاتې اغیزې وشیندي .

Image Caption

 

د امریکا د سانفرانسیسکو د تاوان موندونکو  دمرکز  کارپيژاند ډاکټر ګراهم پراس  وائي ، د بحران په وخت کې ده چې د مونږ تاوان لیدونکي سسټمونه رابرسیره کیږي ، حتی د کوویډ -۱۹ډوله ناروغۍ  له خوریدا مخکې ، په امریکا کې  د اوسیدو لپاره دکورونو د برابرولو  لپاره په میلیونونو  خلکو لاس پښې خوځول ، خو  اوس د کروناویروس خوریدا حالات نوره هم ترینګلي کړي دي . .  د  کورونو خاوندان، د کرایو د ورکولو لپاره   د قانوني مهلت  له تمدیدولو سره مخالف دي ، خو ټینګار کوي ،چې باید له حکومته د پیسو دترلاسه کولو روده آسانه شي  او که داسې نه وي ،نو  مجبور دي ،چې کرائې  نوره هم زیاتې کړي . دوي وائي ، د  متحده ایالاتو له بجټه د کرایو د  نه ورکولو له امله د تاوانونو د جبرانولو  په غوښتنو ارزونې ډير زیات وخت اخلي  او دکورونو خاوندان  کابو دتر  اتو اونیو پورې د  خپلو پيسو د ترلاسه کولو په تمه دي .

             د امریکا له کانګرس سره  له مشورې پرته ، دعراق د الحشد الشعبي ځواک د  مورچو په ضد دپوځي اقدام د فرمان دصادریدا په باب د امریکائي  قانون جوړونکو ترمینځ دبحثونو په زیاتیدو پسې ، ددغه هیواد دکانګرس استازو  د جون په نهه ویشتمه نیټه ماښام  دوې مسودې تصویب کړې ، چې د امریکا د ولسمشر د ځینو مخکینیو  جنګي اختیاراتو د لغوه کیدا غوښتنه ئې کړې ده . د کانګرس استازو له دې وروسته چې  ددغه  هیواد ولسمشرانو څو ځله  له کانګرس سره له مشورو پرته  په لویدیځي آسیا سیمې کې د څو پوځي اقدام کولو  فرمانونه  صادر کړي دي ،د جنګ د اعلان لپاره  دکانګرس د مرجعیّت په بیرته اخستو پسې  دي .  په هغو دوو مسودو کې یوه مسوده ،  چې د کانګرس استازو د سه شنبې په ماښام تصویب کړې ، د ځینو هغو پوځي اختیاراتو د لغوه  کولو غوښتنه ئې کړې ، چې د ۱۹۹۱کال  کې دی وې مسودې په وجه   ولسمشر ته ورکړل شوي وو .   هغه مصوبه ، چې د ملګروملتو  د  امنیت شورا د ۶۷۸ پریکړه لیک پسې  د امریکا د وسلوال ځواک څخه د استفادې د مجوز  د صادرولو لپاره  ګډ پریکړه لیک  نومول شوی ؤ ، د ۱۹۹۱کال  د جنورۍ په څوارلسمه  او  په کویت د  صدام رژيم  په   حملې پسې  د امریکا کانګرس تصویب کړی  او ولسمشر ته ئې اختیارات ورکول  له کانګرس سره له مشورې پرته ،امریکائي پوځیان  د خلیج فارس  جنګ ته ولیږدوي . دوهمه مسوده  چې د  کانګرس استازو تصویب کړې ، د بلې هغې کمې پيژندل شوي پریکړې د لغوه کولو غوښتنه ئې کړي، چې  په ۱۹۵۷کال کې تصویب شوي وه . د کانګرس دغه مسوده ، د هغه څه په وړاندې  د امریکا د ګټو دساتنې لپاره په لویدیځي آسیا  کې دپوځي اقدام لپاره د ولسمشر  ته دځينو اختیاراتو د وکرولو غوښتنه کړې چې د نړیوال کیمونزم  تر کنټرول لاندې دهر یوه هیواد له خوا   وسلواله جګړه  بلل کیدله .  د کانګرس غړو د شپږ څلویښتو مخالفو رایو په مقابل کې په درې سوه شپږ شپیتو مثبتو رایو سره  دوه هغه  مسودې چې  ددغو دوو مسودو دلغوه کولو  غوښتنه ئې کړې وه ، تصویب کړې .   هغه قانون جوړونکي چې  دغو  دوو مسودو ته ئې  مخالفې رائې ورکړي ، درت دجمهوری غواړي ګوند وو .د ا مریکاد کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیشن مشر ګرګوري میکس  په دې باب وئیلی دي ،ددغو مجوزونو د نه لغوه کیدا  او د پریښودو په بڼه کې   ئې ،مونږ د راتلونکو حکومتونو او د هغوي دګوندونو د ناسمې استفادې لپاره  ورونه پرانیستي پریږدو ،څو  ولسمشران  له خپلو اختیاراتو او هغو موخو  هم ورآخوا  چې  ددغو مجوزونو  لپاره  مو تعریف کړې ، ورځيني ناسمه استفاده وکړي . ددغو مسودو تصویبیدا   په قانون د ددوي دبدلیدا په معنا نه ده . دغه مسودې  په قانون دبدلیدو لپاره باید  دمشرانو جرګې له خوا تصویب او  وروسته دامریکا د ولسمشر په  وسیله لاسلیک شی .

Image Caption

 

 ددغو دوو مسودو تصویبیدایوې بلې مسودې ته د همدغه کانګرس  دغړو له له خوا دمثبتې رائې  له ورکولو په  کابو دوو ا ونیو کې ترسه شوي ، چې د ۲۰۰۲ کال دیوه تصویب شوي قانون په سبب  دامریکا ولسمشر ته د لازیاتو جنګي اختیاراتو په لغوه کیدا پسئې  دي .  دعراق  په ضد له پوځي ځواکه د استفادې مجوز ، د ۲۰۰۲کال تصویب شوی قانون دی چې  د امریکا کانګرس غړو  په عراق له پوځي حملې مخکې  تصویب کړی ؤ . دغه قانون د امریکا ولسمشر ته  اجازت ورکوي ، په ځينو ټاکل شوو شرائطو کط  د کانګرس له تاظئيد پرته دې  په لویدیځي آسیا سیمې کې د پوځي اقداماتو فرمان  صادر کړي . د امریکا د کانګرس استازو د جون په ولسمه نیټه  د یوسل یو شپیته د مخالفو رایو په مقابل کې  په دوه سوه اته شپیته  مثبتو  رایو سره د ددغه قانون په سبب،امریکا د ولسمشر د پوځي اختیاراتو دلغوه کولو  غوښتونکي شول .د امریکا پخواني کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ ، له همدغو اختیاراتو څخه ، دبغداد په هوائي ډګر کې د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ میاشت کې  د  ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس دځواک د وخت قوماندان جنرال قاسم سلیماني او دهغه د ملګرو دترور لپاره د ترهه ګرې حملې د توجیه لپاره  استفاده وکړه  . د کانګرس استازي وائي ، له دغو قانونو څخه  د امریکا د ولسمشرانو  بیا بیا استفاده ،په دې معنا ده چې  کانګرس   د جنګ داعلان لپاره  خپل قانوني مرجعیّت او حیثیّت له لاسه ورکړی دی .  دکانګرس استازو همداراز روښانه کړې ده ، دعراق په ضد له پوځي ځواکه  داستفادې دمجوز قانون،  یوه تیروتني مسوده وه چې د  دعراق د ډل وژونکو وسلو په باب ئې  د ناسمو اطلاعاتو  د شواهدو په اساس ، د جنګ دلمبو د پورته کولو لپار  ولسمشرانو ته بې حده  اوبې خرته  اختیارات ورکړي دي .  جوزف بایډن  هم د ۲۰۲۱ کال په فرورۍ میاشت کې  له کانګرس سره له مشورو پرته  د مقاومتي چورلیز د ډلو په ضد د عراق او سورئې په پولې کې دیوه پوځي عملیاتو فرمان صادر کړی ؤ  چې  د امریکا د قانون جوړونکو له سختو نیوکو سره  مخامخ شو .  دولسمشر له جنګي اختیاراتو سره اړونده بحث، د عراق او سورئې په پولې کې  دالحشد الشعبي  ځواک په مورچو دحملې لپاره د جوزف بایډن  له وروستي فرمانه وروسته  نوره هم ګرَم شوی دی .  جوبایډن د هغې حملې دفرمان دتوجیه لپاره  چې د جون په اته ویشتمه سهار وختي  د الحشد الشعبی ځواک په مورچو شوي ، هغو قوانینو ته  چې  هغه ته  د پوځي ځواک څخه د استفادې اختیار ورکوي ،  کوم استناد ونه کړ، بلکې  ددغې حملې د توجیه لپاهر ئې له ځانه ددفاع له اصل څخه استفاده کړې ده . 

که څه هم  هغه په فرورۍ میاشت  کې  دحملې دفرمان دصادرولو لپاره  وئيلي وو، چې دغه فرمان ئې ، د ۲۰۰۲ کال په قانون کې دخپلو اختیاراتو  په اساس  صادر کړی دی د جوبایډن دغه  اقدام ، له کانګرس سره  د مشورې  دنه کولو په دلیل پر بایډن د هغه  دګوند کسانو له نیوکو سره یوځای شوی دی .  د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو دکمیشن  یوه لوړپوړي غړي او ډیموکراټ سناتور کریس مورفي  وئیلي دي ، دلته موجوده خطره دا ده چې  ممکنه ده،د رائ ورکونکو له خوا دله کوم نظر څرګندونې پرته،دپوځي تاؤتریخوالو  له زیاتیدا څخه  بیلګه  اسختنې  ته وارد شو: یوه داسې موضوع چې  دجوزف بایډن  دحکومت لپاره کار لاپیچلی کوي،له حملو سره دعراق د حکومت مخالفت دی .  دعراق حکومتي چارواکو ان  دعراق ولسمشر برهم صالح  د تیرې دوشنبې په ورځې د امریکاپوځي عملیات ، د خپل هیواد دمځکنۍ بشپړتیا او حاکمیّت  ښکاره خلاف ورزي بللې ده .

********************

 خوږو دوستانو  د بې نقابه امریکا داونیز پروګرام  دنننۍ برخې وخت هم همدومره ؤ نو تر بل پروګرام پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو . ا.... مو مل او ملګری ....

(سیماب)

*****************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه