Sep 05, 2021 17:40 Asia/Kabul
  • بي نقابه امریکا په تیرې اونۍ

 د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د بې نقابه امریکا نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په دغه ننني مطلب کې درته په پیل کې   د امریکا د تیرې اونۍ ځیني مهمو پيښو ته یوه ځغلنده کتنه کوو او ورپسې مو هم د ځينو موضوعګانو په باب رابولوو دتحلیلي برخې لیدو ته ..... نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي . 

************  

 */*/*/*/دبایډن له خواپه افغانستان کې د امریکادپوځي شتون دپاي اعلان

*/*/*/*

                       د راي د حق د ساتلو لپاره دامریکا په ځينو ښارونو کې پراخې مظاهرې  

                        په امریکا  کې   دنفرت له امله دجرمونو  بې مخینې زیاتیدا

*/*/*/*/

      او دامریکا د پخوانیو نوي ریټایرډ شوو جنرالانو له خوا د امریکا د پوځ د لوي درستیز او دفاع وزیر دلیرې کولو غوښتنه،په تیرې اونۍ کې د امریکا ځیني مهمې پيښې وې،نو اوس موهم رابولوو،دځينو موردونو په باب  دتحلیلي برخې آوریدو ته  

  د امریکا ولسمشر جوزف بایډن  د سه شنبې په سهار وختي  له دې وروسته چې پنټاګان د افغانستان له کابل هوائي ډګره د امریکا د ترټولو روستۍ  ټرانسپورتي الوت اعلان کړ،  په یوې  اعلامیې کې روښانه کړه ،  په افغانستان کې د امریکا شل کلن پوځي شتون  پاي ته ورسیدلی دی . جوبایډن همداراز پخپلې اعلامیې کې  ووظيل ، امریکائي پوځ  په وروستیو اولسو ورځو کې  د امریکا په تاریخ کې  د ویستنې ترټولو ستر هوائي  عملیات  ترسره کړل  او څه دپاسه  یولک شل زره امریکائی ښاریز ، د متحدو هیوادونو ښاریز  او  دامریکا افغان  متحدان  ئې  له افغانستانه وباسلي دي . هغه ټينګار کړی ،  له افغانستانه   دځواکونو  د الوتونو په وسیله  دمنتقلولو  ماموریت  پاي ته رسول ، ، دامریکا د پوځ د لوي درستیز  او دمیداني قوماندانانو  سپارښتنه  ده . هغه وئیلي دي ،  د دوي لیدتوګه دا وه چې   د مونږ دپوځي ماموریت پاي ته رسول ،  د مونږ د پوځیانو د ژوند  دساتنې  او  د هغو کسانو لپاره به  د عامو خلکو له ویستلو څخه د ډاډمنیدا په باب  چې په راتلونکو اونیو او میاشتو کې  له افغانستانه د وتلو غوښتونکي دي ،تر ټولو غوره  او ښه روده وي . جوبایډن ووئیل،د امریکا له خارجه وزیره ئې غوښتي د امریکا له نړیوالو شریکانو سره په غږملتیا سره،د امریکایانو او هغو افغانانو  په امن  سره  دویستلو چې  له افغانستانه وتل غواړي ، ډاډمن شي .د سه شنبې په سهار وختي، پنټاګان  له افغانستانه د امریکائي  عسکرو د ویستلو او  په دغه هیواد کې د نیواکګرۍ  دڅه دپاسه دوه  لسیزې  امریکائی  ماموریت د بشپړیدا  تائيد کړه . این بی سی نیوز خبری چینل  د کابل له هوائي ډګره  د امریکا د ترټولو وروستۍ الوتکې  له وتلو وروسته  دا ، د امریکا د ترټولو اوږد جنګ لپاره  خونړۍ  او ترینګلی  پاي  وبالۀ .  

    له افغانستانه د امریکا وتل  په داسې حال کې پاي ته رسیدلي  چې  له افغانستانه   په تیره بیا د اګست په ۲۷نیټه   دکابل له هوائي ډګر سره نزدې  د چاودنو له امله د دیارلسو امریکائي عسکرو  له وژل کیدا په باب د امریکا پر ولسمشر جوبایډن  نیوکې  لازیاتې شوي دي .  د امریکا دمشرانو جرګې  د جمهوري پال لږکي  مشر  له افغانستانه د وتلو لپاره ددغه هیواد دولسمشر  په فیصلې سختې نیوکې  وکړې او دا ئې  د امریکا په بهرني تاریخ کې ترټولو بده فیصله وبلله او وې وئیل ، دا چې  مونږ فیصله کړې ده ، مبارزه څنګة کړو  په دې معنا نه ده چې  ترهه ګر  له مینځه ځي ، بلکې  دوي  د جوبایډن  له سیاسی او وحشتناکې فیصلې سره  نوره هم میړني  اوس پین سترګې کیږي  او  خپل خواکونه به لاپیاوړي کړي . 

 له افغانستانه د امریکا  غیر مسئولانه وتل ،  د جمهوری غواړو  له ډیرو نیوکو سره مخامخ شوي دي .  دامریکا پخواني ولسمشر ډونالډټرمپ  له افغانستانه  د ناڅاپي وتلو په غبرګونو کې بایډن ته په خطاب کې ووئيل  ، امریکا  هیڅکله  د نن ورځې تر حده  کمزوري شوي نه  وه . امریکا د ۲۰۰۱کال دستمبر د یولسمې نیټې دحملو  په غبرګون او   له تر هه ګرۍ سره  دنړیوالې مبارزې په پلمه په افغانستان حمله وکړه او   له هغه وخته   په افغانستان کې د امریکا او ناټو  پوځي شتون او نیواکګرۍ دوام درلودلی دی .  د طالبانو له خوا  د کابل  دانتظار له حده هم ډير زر نیوللو   له امله امریکا او  متحدانوئې ،  په بیړۍ سره  له افغانستانه د وتلو پلان اجرائي کړ  او دکابل هوائي ډګر  چې  د دوي په کنټرول کې  ؤ ،  له پراخو ګډوډیو سره مخامخ شو .   د امریکا او ناټو په لاس د افغانستان  له شل کلن پوځي نیواک  پسې  ، نه یوازې  دافغانستان  ښاریزو او ددغه هیواد وضعیّت نه یوازې  ښه  نه شو ،بلکې  افغانستان  هماغه شان  له لابیخ بینائي  مشکلاتو سره  مخامخ دی .

په واشنګټن او دامریکا په نورو ډيرو ښارونو کې  د یکشنبې په ورځې  دزرګونو خلکو مظاهره چیانو  دراي د حق د ساتنې  غوښتنه وکړه .  اعتراض کونکو هڅه کوله څو  دجمهوری غواړو  تر مشرۍ لاندې په  ایالتونو کې  دراي ورکونې له محدودیت سره  دمقابلې لپاره  د یوه قانون دتصویبولو په خاطر  پر کانګرس دباؤ واچوي . راي ورکونکو  تنظیم  ټينګار کړی دی ،  چې  په نامناسبو رودو سره د راي دحق  دلاس رسي  محدودولو لپاره اقدامات  ،  رنګین پوستي تر اغیزو  لاندې راولي .  په واشنګټن کې  اعتراض کونکو  د ؛ تورپوستو  دژوند غورځنګ مهم دی ؛ په نامې سره د غورځنګ  بیرغونه هم  پورته کړي وو ،  په ټول کې څه دپاسه  شل زره  کسانو  په دغه لاریون کې شتون درلود.   همداراز نوره غونډې هم د امریکا په نورو ښارونو کې ترسره شوي چې وئیل کیږي په لسګونو زره خلکو پکې ګډون درلودلی دی .

 دغه قانون چې  اعتراض کونکي ئې غوښتنه کوي ،د راي اخستې غیر قانوني  رودې  ئې هماغه توکمپالنې ته ورګرځي .یوه داسې مسوده چې د امریکا دمدني حقوقو  د ارواښاد اتل جان لوئیز  په نامې سره نومول شدي  ده ، تیره اونۍ  د امریکا په کانګرس کې تصویب شوه ، خو د هغو قوانینو په اساس چې لږکي ګوند ته اجازت ورکوي،دیوه قانون  دتصوبیدا مخه ونیسي،د جمهوری غواړو  مخالفت ته په پام سره  په مشرانو جرګې کې  درائ د ترلاسه کولو لپاره  له لا کمزوري لرلیده برخمن  دی .

د  لوئيز  وړوکي ورور  ګرانټ لوئيز له  جمهوری غواړي  سناتورانو وغوښتل  ګوندی  خبره دې څنګة کړي  او دغه قانون دې تصویب کړي .  ګرانټ لوئيز وئیلی دي ،  په ۱۹۶۰کال کې  تامین شوي اساسی  حقوق  له خطرې سره مخ دي ، فکر  وکړئ ، اته پنځوس کاله وروسته مونږ تر دې د مه  د همدغو حقوقو لپاره جنګیږو.  په دې باب هیڅ شه سم نه معلومیږي . مهمه نه  ده چې  په ګوم ګوند او لوري کې یاست ، بلکې لامهمه موضوع دا ده چې  دتاریخ په سم لوري کې  واقع شئ .  دامریکا د ۲۰۲۰ کال ولسمشرۍ په انتخاباتو کې دډیموکراټانو  د جوبایډن  له بریالیتوب وروسته ، دپُستي رایو  په باب شکونه هم رامینځةشوي . دغه اقدامات  له دې وروسته ترسره شول چې  پخواني کرغیړن ولسمشر ټرمپ   په انتخاباتو کې  د درغلۍ په بې اساسه  او چټي ادعا په اساس  دانتخاباتو د نتیجې  دلغوه کولو په هڅه کې شو .  په روان کال کې تر دې  دمه  لږ ترلږه  د اتلسو ایالتونو دراي   ورکونکو  دلاس رسیو دمحدودولو لپاره  ځیني قوانین  تصویب کړل     چې  دټګزاس  ایالت  په هغو  کې تر ټولو روستی ایالت دی .  دجان لوئيز  دراي اخستنې د حق  پرقانون  سربیره ، په روان کال کې د  امریکا د کا نګرس له خوا د  راي اخستنې  یوه اصلاحي مسوده  هم تصویب شوه ، خو  دمشرانو جرګې  جمهوری غواړو  هغه رد کړه  او مدعي شول چې   دراي اخستنې  مقررات  باید  ایالتونو ته وسپارل شي .

د امریکا فیډرل پولیس ایف بي ایی  تېره دوشنبه خبر ورکړ چې  په دوه زره شلم کال کې د تېرو دولسو کلونو په پرتله  په امریکا کې د کرکې له امله د رامینځته کېدونکو جرمونو شمېر خپلې لوړې درجې ته رسېدلی او تورپوستي او اسیایان د دغو حملو تر ټولو زیات قربانیان دي.  د ایف بي ایی  په وینا په دوه زره شلم کال کې  د کرکې له امله ا وه زره  اوه سوه نه پنځوسم  جرمونه راپور شوې چې  د دوه زره نولسم کال په پرتله د شپږ فیصده زیاتوالي ښودنه کوي او له دوه زره اتم کاله   چې د جنایتونو شمیر اوه زره اوه سوه درې اتیا کسان وو تر ټولو زیات کسان شمېر کیږي. د ایف بي آیی معلومات ښیي چې  له دوه زره دوه اویایم کاله  د تورپوستو په خلاف د جنایتونو شمېر  په دوه زره نولسم کال کې  دوه زره اوه سوه پینځه اویایم کال ته رسېدلی دی  . د اسیایانو په خلاف د  جنایتونو او حملو شمېر هم  په دوه زره  نولسم کال کې له ۱۶۱ څخه په دوه زره شلم کال کې ۷۲۲ ته رسېدلی دی . په سپین پوستو حملې هم  له شپږ سوه درې شپیته څخه  په دوه زره شلم کال کې ۷۷۳ ته رسېدلې دي.  دغه معلومات ښیي چې  د تېرو اوو کلونو په پرتله د دغه شام جنایتونو شمېر  اوه برابره شوی، د امریکا د فیډرل پولیسو په جنایتونو کې د توکم په اساس جنایتونه، قومي او مذهبي جګړې، د ناتوانۍ او معیوبیت، جنسیت  او جنسي هویتونو  جنایتونه شامل دي.  توکم پالنه  او قوم پالنه د نفرت له امله ده چې  ۴۹۳۹  راپورونه یې راغلې دي  د مذهب او جنسي ګروهنې له مخې شوې جنایتونه په ترتیب سره  ۱۱۷۴ او  ۱۰۵۱ موردونه دي.  د امرکیا لوی درستیز مریک ګارلنډ په یوې بیانیې کې وویل: دغه جرمونه د نفرت، کرکې  او تعصب له امله شوې چې ټولنې ته یې وېره القا  کړې ده. د مدني حقوقو  ډلو هبر داری ورکړی چې   له نورو قامونو د سپين پوستکو کرکه او تعصب د دغه جنایتونو سبب ګرځي .  په امریکا کې د معلوماتو په اساس  د کانګرس دموکراتان او د مدني حقوقو سازمانونه اندیښمن دي چې  د نفرت له مخې شوې جرمونه تر رسمي شمېرنو هم زیات وي.  دوي ځکه دا خبره کوي چې په امریکا کې پولیسو ته   له نفرته د رامینځته شویو جنایتونو سره د مقابلې ټریننګ نه دی ورکړل شوی. یوې غیر دولتي ډلې  د اسیایانو په خلاف د کرکې له امله د پېښو د مخنیوي لپاره وایي چې  له دوه زره شلم تر دوه زره یوویشتم کاله پورې له اسیایانو د کرکې  له امله شپږ زره  شپږ سوه شپېته پېښې شوې دي. زیاتره پېښې  له کلامي ځورونو او تیري سره اړوند دي.

د امریکا کابو نوي متقاعدو جنرالانو په یو لاسلیک شوې لیک کې  له افغانستانه د غمیزناکې وتنې په وجه د  امریکا د پوځ په لوی درستیز مارک میلي او دفاع وزیر لوید آسټین د سملاسي استعفا غوښتنه وکړه.  د دغه لیک لاسلیکوونکو  دغه دوه مقامات  په افغانستان کې د پوځیانو د وتلو په مساله کې په غفلت تورن کړې دي.

 په دغه لیک کې راغلې دي  « په وارخطایۍ کې وتنه  سبب شوې چې د لومړیو اټکلونو له مخې کابو  پینځلس زره امریکایان او پینځه ویشت زره له هغوي سره مرسته کوونکي افغانان  په خطرناکو سیمو کې چې کنټرول یې د دښمن په سیمه کې دی سرګردانه شي» امریکایي جنرالانو ادعا کړې چې  د میلي او آسټین استعفا  د دغه په بیړه او خطرناکې وتنې  په اړه د پېښمانۍ د څرګندولو لپاره یوازینی اقدام کېدلی شي.  هغوي په دوام کې جوته کړې چې  په بیړه د وتلو د مخنیوي لپاره یې د ولسمشر د قانع کولو لپاره ټول وس کارولوی خو ددغه اقدام مخه یې نه دی نیول شوې او بیا یې هم باید د اعتراض په نښه استعفا ورکړې وای.  په دغه لیک کې راغلې چې د امریکا د میلیاردونو ډالرو وسلې د طالبانو لاسته ورغلې چې دا یوه افسوسناکه  او غمیزناکه خبره ده. هغوي  د امریکا لپاره د افغانستان په لوړ مهاله حالت هم وویل چې  کوم تاوان چې د امریکا حیثیت ته رسېدلی د ویلو نه دی . مونږ به  له اوسه تر راتلونکو کلونو په هرو څو ملیتي عملیاتو کې داسې شریکان ولرو چې باور پرې نه شي کېدلی  په متحده ایالتونو اعتماد ته نه جبرانیدونکی تاوان رسېدلی دی.  دغه نوي جنرالانو زیاته کړې چې پر دې سربېره مونږ اوس د هغه کمزورۍ په وجه چې په افغانستان کې مې مو ښودلې، زمونږ دښمنان لا سپین سترګې شوې دي. په دې مینځ کې چین او بیا روسیه ، پاکستان، ایران شمالي کوریا او داسې نور تر ټولو زیات ګټه کوي .

 

ټیګونه